د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۸

سوداګرۍ وزارت: د بې کیفیته تېلو وارېدولو مخنیوی په کار دی


د افغانستان د سوداګرۍ وزارت چارواكي وايي، سره له دې چې د نفتي موادو د كنټرول لپاره لابراتوارونه لري، خو د بې كيفيته تېلو د واردېدو د مخنيوي او د بيو د كنټرول لپاره غواړي د هېواد په بېلابېلو ښارونو كې ګرځنده لابراتوارونه جوړ كړي.

د دې وزارت وياند جواد عمر د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل چې دوى به د دغو ګرځنده لابراتوارونو له لارې د نفتې موادو پر كنټرول سربېره د كرنې او عامې روغتيا وزارتونو او نورم اوستندرد د ادارې په همكارۍ سره د خوراكي موادو كنټرول هم كوي.

”په سرحدونو، د لارو په اوږدو، پټرول پمپونو او ماركېټونو كې ګاز، نفتي او د سون د نورو موادو د كيفيت ارزونه كوو او د رانيولو اسناد يې ګورو، چې د لوړو بيو او بازار خرابولو مخنيوى يې وكړو.

موږ د يوې داسې ګرځنده ډلې د جوړولو په فكر كې يو، چې منظم لابراتوارونه ولرو، بې له دې، چې د نفتي موادو واردېدونكي پوه شي، موږ سرحدونو، پمپونو او ماركېټونو ته ورځو او مواد ګورو“

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت له لوري دا اقدام په داسې حال كې نيول كېږي چې هېواد ته د بې كيفيته نفتي موادو واردېدو او پر دغو موادو د دې وزارت له لوري كنټرول، خلكو ته ګڼې ستونزې جوړې كړې وې.
دا هغه څه وو چې د چاپېريال ساتنې د څانګې چارواكو هم په وار- وار شكايت كړى و، چې د بې كيفيته موادو كارولو خلكو ته ګڼې تنفسي ناروغۍ پيدا كړي، چې بايد له واردولو څخه يې مخنوي او كنټرول وشي.

د كابل ښار يو شمېر اوسېدونكو هم د سوداګرۍ وزارت د دې اقدام هركلى كړى دى.

د كابل ښار د تېلو يو پلورونكې محمد زمان ازادۍ راډيو ته وويل چې دغه اقدام د نفتي موادو پر بيو هم مثبت اغېز كوي.

”كه چېرې د تېلو كيفيت په سرحدونو كې كنټرول شي، ډېر اغېز لري، اوس څو ډوله تېل بازار ته راځي، كه د افغانستان له موسمي شرايطو سره سم تېل افغانستان ته راشي، نو هم پر بيو مثبت اغېز كوي او هم كيفيت سمېږي“

كه څه هم د افغانستان د سوداګرۍ وزارت په وار- وار ويلي چې هېواد ته به د بې كيفيته نفتي موادو د واردولو مخنيوى وكړي، خو تراوسه پورې لا دې خبرو كومه عملي بڼه نه ده اخيستې او لاهم له سرحدونو او بندرونو څخه هېواد ته د بې كيفيته نفتي موادو د واردېدو لړۍ دوام لري.

كتونكي په دې باور دي، چې افغانستان ته د دغو موادو د واردولو د نه مخنيوي يو اساسي علت په دولتي ادارو كې د كاري وړتياوو نشتوالى دى، چې دولت بايد ورته جدي پاملرنه وكړي.
XS
SM
MD
LG