د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

منډې به لالا وهي، مړۍ به عبدالله وهي


China -- National flag
China -- National flag

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکې: پداسي حال کې چې متحده ایالات په افغانستان کې په میلیاردونو ډالر مصرفوي او د طالبانو او القاعده وسله والو په ضد جګړو کی بوخت دي، چېن د خپل اقتصاد د پیاوړتیا په مقصد د افغانستان د خامو موادو قراردادونه کوي.

په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له ړنګیدو وروسته د نړیوالې ټولنې په مرسته ددې هیواد د بیا رغوونې او نظام جوړونې کارونه پیل شوي چې تر یوه حده په مختلفو برخو کې د نظر وړ کارونه هم شوي دي.

د سترو پروژو او پانګه اچونو د پلانونو په لړ کې د افغانستان د کانونو او طبیعي زیرمو د استخراج کار ته هم پام اړول شوی دی. څه موده وړاندې د عینکو د مسو کان چې د نړۍ د سترو کانونو په ډلې کې راځي او د عالي کیفیت مس لري، د داوطلبۍ په اساس په یوې چېنايي کمپنۍ باندي وپلورل شو.

دا چې له کان څخه به د استخراج کارونه څنګه پر مخ یوړل شي او په بهرنیو کمپينو باندې د افغانستان د کانونو پلورل به په کورني اقتصاد او امنیت څه اغېز وکړي؟ په ېد اړه د نیو یارک ټایمز ورځپاڼې یوه مقاله خپره کړې ده .

د مقالې په سر کې وايي : د لوګر د عینکو د مسو کان چې د کابل د جنوب ختیځ په شل میلۍ کې موقعیت لري د نړۍ د مسو ډېرې غني زیرمې او اعلی کیفیت لري.

دوه کاله وړاندي د چېن میتالورجیکل دولتي کمپنۍ د عینکو په کان داوطلبي وکړه، په دري اعشاریه ۴ میلیاردو ډالرو یې واخیست او له کاناډا، اروپا، روسیې ، امریکا او قزاقستان څخه یي داوطلبي وګټله.

د تړون له مخي په راتلونکو ۲۵ کلونو کې به چېن د عینکو له کان څخه شاوخوا ۱۱ میلونه ټنه مس را وباسي چې دا اندازه مس د چېن د ټولو زیرمو له یو پر دریمې برخې سره برابره ده.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکې: پداسي حال کې چې متحده ایالات په افغانستان کې په میلیاردونو ډالر مصرفوي او د طالبانو او القاعده وسله والو په ضد جګړو کی بوخت دي، چېن د خپل اقتصاد د پیاوړتیا په مقصد د افغانستان د خامو موادو قراردادونه کوي. په بل عبارت د نړۍ ستر طاقتونه په افغانستان کې د امنیت مسلې ته متوجه دي خو چېن د سوداګرۍ په غم کې دی.

په واشنګټن کې د مرکزي اسیا او قفقاز د څیړنیز مرکز رییس فریدریک سټار وایي، د چېن دا عمل سړي ته هغه متل ورپه زړه کوي چې وایي، منډې به لالا وهي مړۍ به عبدالله وهي.
نیویارک ټایمز لیکې:
د عینکو د مسو د کان معامله پیچلې بریښې او د رشوت ورکولو ادعاوي هم په کې شویدي.

چېن ژمنه کړي چې د کان د استخراج په څنګ کې به د بیا رغوونې مهمې پروژې عملي کوي ، افغاني کاریګر به روزي او دغه راز به افغان انجینران په کان کې په دندو ګمارل کیږي.

ورځپاڼه زیاتوي ، افغانستان یوازینی هیواد نه دی چې د چېن او امریکا ګتي پکې په تضاد کې واقع شوي. چېن د عراق د تیلوپه پروژو کی هم امریکایي کمپنۍ شاته کړي دي.

چېن دغه راز له اوږدې مودې راهیسي د ایران د طبیعي غاز د پیرلو تړونونه برابر کړي خو ملګرو ملتونو د هستوي پروګرام د لانجی له وجي په تهران بندیزونه لګولي دي.

چېنایي کمپنۍ ژمنه کړي چې د عینکو د مسو د استخراج لپاره به د ۴۰۰ میګاواټو په ظرفیت د برښنا یوه دستګاه هم جوړوي چې کان ته د برښنا برابرولو په څنګ کې به د کابل تیاره کوڅې او کورونه هم روښانه کړي.

د برښنا د تولید دا دستګاه به د ډبرو په سکرو کار کوي او ددي مقصد لپاره به چېنایي کمپنۍ د عینکو د مسو د کان په څنګ کې د ډبرو د سکرو د کان استخراج هم پیل کړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د چېنایي کمپنۍ د یوه افغان قراردادي نورزمان ستانکزي خبره راخیستي چې وایي، چېنایان هوښیار دي. دوي د افغانانو په څېر جامي اغوندي، د امریکاییانو په خلاف یونیفورم نه لري او له ځایي خلکو سره ډېر ښه سلوک کوي.

نیویارک ټایمز لیکې:
د امریکا متحده ایالات اکثر وختونه جنوب لویدیځه اسیا د خپل امنیت لپاره یو ګواښ بولی خو چېن یی له اقتصادي فرصتونو څخه تل ګټه اخیستي ده.

پاکستان چې له هند سره د کشمېر په سر د اوږدې مودې دښمني لري، له چېن سره یي په تېرو څو لسیزو کې دوستي ټینګه کړي ده .

چېن د پاکستان د ګوادر بندر جوړ کړی او تمه ده چې د منځني ختیځ تیل او غاز پري د همالیا له لاري انتقال کړي.

افغانستان چې له ایران او پاکستان سره ګډه پوله لری په تېرو څو کلونو کې یي د چېن زیاته توجه جلب کړیده.
نیویارک ټایمز لیکې: د لوګرپه عینک سېمه کی د مسو ټوټې له نن څخه ۲۳۰۰ کاله وړاندي د الکساندر کبیر پوځیانو میندلي وي. په ۱۹۷۹ میلادي کال کی شورویانو د عینکو د کان سروې وکړه خو استخراج یي هیڅکه هم نه و پیل شوی.
XS
SM
MD
LG