د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

نن د نړۍ په څېر په ټول افغانستان کې هم د عاشورا مراسم پر ځای شول


د محرم الحرام لسمه ورځ، چې د امام حسين (رض) د شهادت ورځ ده نن يكشنبې په ټول افغانستان كي د ماتم د غونډو په جوړولو سره یاده شوه . د کابل ښار په تکیه خانو، جوماتونو او زیارتونو کې نعتونه او وعظونه وشول او د ښار پر ځينو برخو كې عامو او خاصو خلكو ته خيرات وركول كېږي.

د يكشنبې ورځ د محرم لسمه او د امام حسين (رض) د شهادت ورځ ده، دغه ورځ په كابل كې د خلكو له خوا څخه خيراتونو، ختمونو او دعاګانو په مراسمو یاده شوه.

ډلې، ډلې خلك په جوماتونو، تكيه خانو، زيارتونو او حتى د واټونو پر غاړو سره راټول شوي، دېګونه پخوي، خلكو ته خيراتونه وركوي او د ذكر ږغ يې هم تر ډېرو ځايونو اورېدل كېږي.

پر واټونو لنډ مهالې دروازې جوړې شوي، چې په تورو ټوټو پوښل شوي او په سرو او نورو رنګونو ورباندې بيلا بيل شعارونه ليكل شوي.

عبدالرزاق، چي د كابل ښار په چهار كلا كې د يوه تور پوښل شوي دوكان په خوله كې بېوزلو او خوارو خلكو ته شيدې او خرما وركوله ازادی راډيو ته وويل:

"دلته خیراتونه له اولې ورځې څخه تر لسمې پورې پیلیږي، خو په لسمه ورځ بیا ټول خلک عمومي خیراتونه کوي، ځکه چې په همدې ورځ حضرت امام حسین (رض) سره د دوه اویا یارانو شهیدان شوي دي."

په زيارتونو او د واټونو پر غاړو هم تور غټ د خيرات دېګونه باندي وه، چې ورباندې زيات كسان راټول شوي وه.

دغو خلكو وويل، چې دلته ټول خلك په ګډه خيرات كوي او د غرمې لپاره بې وزلو او غريبو خلكو ته ډوډۍ وركوي.

"خلک مرستې او خیرات کوي، ځيني خلک پسونه حلالوي او دلته راغلو بې وزولو ته یې ورکوي.

دلته ځيني خلک راځي نعتونه وايي، ذکر کوي او علم شریف راوړي او په غرمه کې مو دوی ته تیاری نیول دېګونه مو ورته بار کړي او په جوماتو کې هم دېګونه بار دي او خیراتونه ورکول کیږي."

امنيتي چارواكو مخكې هم ويلي وو، چې د محرم د لسمې ورځې لپاره يې ځانګړي امنيتي پلانونه جوړ كړي، تر څو خلك په دغه ورځ خپل مراسم په ارامه فضا كې پر ځای کړي.

د كابل ښار اوسېدونكي هم د محرم د لسمې ورځې د امنيتي تدابيرو څخه خوښ دي، دوى له دولتي چارواكو څخه په ټينګه غواړي، چې په ټول افغانستان كې په ورته توګه امنيت ټينګ او ډاډمن كړي.

پر دې ټولو سربېره خلك زيارتونو ته ځي، په جوماتونو كې ملا امامان خلكو ته د محرم د لسمې د تاريخ او پيښې په اړه معلومات وركوي، د دې ترڅنګ په كورونو كې ښځي خيراتونه كوي، چې پر ګاونډيانو او بې وزلو يې ويشي.
XS
SM
MD
LG