د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۱

افغانستان ته د سرتېرو پر لېږلو د اروپايي هېوادونو بېلابېل دريځونه


ځينې اروپايي هېوادونه نه غواړي افغانستان ته پوځيان ولېږي
ځينې اروپايي هېوادونه نه غواړي افغانستان ته پوځيان ولېږي
په داسې حال کې چې ټاکل شوې ده ډېر ژر د امريکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان په اړه خپله ستراتيژي اعلان کړي، د اروپا يوشمېر متحد هېوادونه غواړي په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر زيات کړي، خو فرانسه وايي د خپلو عسکرو د شمېر زياتول نه غواړي.

د بريتانيا صدراعظم د دوشنبې په ورځ اعلان کړه چې پنځه سوه نور بريتانوي سرتېري به د افغانستان جنوب ته تر يوې مياشتې پورې ولېږل شي.

ګورډن براون دغه خبرې په بريتانيا کې يوې غونډې ته وکړې او ويې ويل دغه اضافه بريتانوي سرتېري به په هلمند ولايت کې دېره شي.

”زه تاييدوم چې موږ به د پوځيانو شمېر نژدې ٩٥٠٠ ته زيات کړو، اضافي پوځيان به د ډسمبر په لومړيو کې د افغانستان په هلمند ولايت کې دېره شي“

دا په داسې حال کې ده چې د اروپا نور متحدين د اوباما د ستراتيژۍ اعلان ته سترګې په لار دي او ځينې هېوادونه خو افغانستان ته د اضافي سرتېرو په لېږلو کې زړه نازړه دي.

بريتانيا دا مهال په افغانستان کې شا و خوا ٩٠٠٠ عادي سرتېري لري، خو براون په دې وروستيو کې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د پنځه سوو اضافي ځانګړو ځواکونو يا سپېشل فورس خبر هم ورکړ، اوس چې بريتانيا غواړي افغانستان ته پنځه سوه نور سرتېري ولېږي، نو په مجموعي ډول به د بريتانوي سرتېرو شمېر لسو زرو ته زيات شي.

براون په خپله وينا کې وويل، د اضافه بريتانوي سرتېرو لېږل به له موږ سره مرسته وکړي چې خلکو ته د امن د راوستلو لپاره خپله پوځي سټراتيژي پلې کړو او د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې په برخه کې به پرمختګ وشي، ده وويل تر هغو چې د امنيت ساتنې مسووليت افغان ځواکونو ته سپارل کېږي څه وخت ته ضرورت شته، کله چې افغان ځواکونه مسووليت واخلي، زموږ ځواکونه به خپلو کورونو ته پر راستنېدو فکر کوي.

براون دغه راز وويل د افغانستان او پاکستان پر سرحدي سيمو به زيات تمرکز کوي، چې د القاعده او وسلوالو ډلې په کې فعالې دي:

”د افغانستان او پاکستان سرحدي سيمه د القاعده لپاره د مېشتېدنې ځاى دى، چې دلته نړيوال تروريزم وده کړې ده، د حکومت قضاوت او باور دا دى چې د ټروريزم سرچينې بايد په دې سيمه کې له منځه يووړل شي“

په بريتانيا کې د افغانستان له پوځي ماموريت څخه د خلکو ملاتړ کم شوى. تر ٢٠٠١م کال راهيسې تر دوه سوه شپږ دېرشو پورې بريتانوي سرتېري په افغانستان کې وژل شوي دي.

په عين حال کې سلواک جمهوريت هم افغانستان ته ٢٥٠ اضافه سرتېرو، ګرجستان بيا شا و خوا د ١٠٠٠ سرتېرو د لېږلو ژمنه کړې، هاخوا جنوبي کوريا هم ويلي چې د بيارغونې په برخه کې به په لسګونو مامورين افغانستان ته ولېږي.

د پولنډ صدراعظم بيا ويلي دي چې افغانستان ته به دوه زره پوځيان ولېږي. ډېر پولنډي سرتېري په غزني کې ماموريت لري.

بله خوا اسټراليا ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د جګړې په ماموريت کې د امريکا ملګرتيا کوي. دا خبرې د اسټراليا صدراعظم کېوين راد وکړې، هغه وويل په جدي ډول په افغانستان کې د جګړې د ماموريت ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې امريکا له فرانسې څخه غوښتنه کړې افغانستان ته ١٥٠٠ اضافي سرتېري ولېږي، خو د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت وياند دغه رپوټ نه دى تاييد کړى.

ويل کېږي چې افغانستان ته د نورو فرانسوي سرتېرو د لېږلو غوښتنه د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هليري کلنټن له خوا د فرانسې د بهرنيو چارو له وزير څخه، د پنج شنبې په ورځ په يوه ټليفوني تماس کې شوې ده.

فرانسه دا مهال په افغانستان کې درې زره اووه سوه پنځوس عسکر لري، د فرانسې حکومت ويلي دي چې لا د خپلو عسکرو د زياتو پلان نه لري.

راپورونه وايي چې مکدونيا او ايټاليا هم غواړي په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر زيات کړي.
XS
SM
MD
LG