د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۲

د کرکټ لوبغاړي له بریاوو سره هیواد ته راستانه شول


د کرکټ یوافغان مینه وال د کرکټ لوبغاړي ته ګل ورپه غاړه کوي
د کرکټ یوافغان مینه وال د کرکټ لوبغاړي ته ګل ورپه غاړه کوي

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړي په داسې حال کې، چې دا ځلې هم له بریاو سره هېواد ته راستانه شول خو د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې ورته چندانې هرکلې و نه ویلې شو.

د کرکټ د ملي ټیم روزونکي کبیر خان د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د ازادۍ راډیو ته وویل، چې لوبغاړو يې بېساري وړتیا له ځانه ښودلې او د هالنډ او زمبابوې په لوبو کې د بریا اساسي سبب د ټیم د لوبغاړو ترمنځ اتحاد وباله:
"د افغانستان ملي کرکټ ټیم خپلې نه ستړی کیدونکې هلې ځلې کړي،زموږ په دې بریاوو سره د نړې خلکواندېښنه ښودلې او وایی چې یو کال پس به موږ دوي څه کوي.

زه ټولو افغانانو ته مبارکي وایم او هم مننه کووم چې د دوی په دعاګانو باندې موږ مخکې تللې یو او د دوی د جاري دعا سره به موږ د نړی په هر ډګر کې کامیاب یو."

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړي بیا وايې چې د هالنډ او زمبابوی په لوبو کې دوی نوی تجربی ترلاسه کړي، چې په راتلونکې کې به ورته خورا ګټورې ثابتې شي.

د دې ټیم ریس احمدزي وویل، چې دا لومړې ځل وو، چې د افغانستان ملي ټیم په هالنډ کې د نړیوال جام په لوبو کې برخه واخستله.

هغه وویل، چې افغانستان همدا اوس د نړۍ په یو سل او یوولسو هېوادونو کې پنځلسم ځاى لري:

د افغانستان د کرکټ ملی ټیم د کرکټ په لوبغالي کې


"په عمومي ډول دغه دوره په افغانستان کې نوي فيصده یوه کامیابه دوره وه او د دې نه وروسته به بیا د ایرلینډ هېواد سره زموږ مسابقې وي.

خو متاسفانه په افغانستان کې موږ کوم میدان نه لرو نو د کوربه هېواد په توګه موږ به د دوبې د میدانونو څخه به استفاده کوو ترڅو موږ ایرلینډ سره د کوربه هېواد په توګه مسابقې ترسره کړو."

د کرکټ لوبه که څه هم په افغانستان کې له یوې نیمې لسیزې څخه زیات لرغونتیا نه لري، خو په وروستیو څو کلونو کې په دې لوبه کې د افغانانو بریاوو، نړیوال حیرانه کړي او وايي که افغان دولت د دې لوبې ودې ته ځانګړې پاملرنه وکړي نو افغانستان به په دې برخه کې نړیوال شهرت ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG