د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

د سینما ځوان او زاړه فلم جوړوونکي خپلو کې تجربې شریکوي


د افغان فلم مشر اینجینر لطیف او په کابل کې د ګویته انستیوت مشره میرمن ریتا په کابل کې د مستندو فلمونو د فیستوال د پرانېستې په غونډه کې
د افغان فلم مشر اینجینر لطیف او په کابل کې د ګویته انستیوت مشره میرمن ریتا په کابل کې د مستندو فلمونو د فیستوال د پرانېستې په غونډه کې

په کابل کې د لنډو او مستندو افغاني فلمونو د فسټیوال تنظیموونکي وايي، چې دا ځلې هم دوی دا موقع برابره کړې ، چې د سینما ځوان او زاړه فلم جوړوونکي د یوبل فلمونه وګوري او خپلې تجربې سره شریکې کړي.

د افغان فلم ریس انجنیر لطیف، چې د چهار شنبې په ورځ يې د دغه فسټیوال په اړه د ازادۍ راډیو ته معلومات ورکول وویل، چې دوي د دغه فسټیوال لپاره نوي افغاني او پنځوس بهرني فلمونه ترلاسه کړي، چې له دې نه به یوازې پنځه ویشت فلمونه وکړی شي په فيسټیوال کې برخه واخلي:

"دا فسټیوال د جولای د میاشتې په اتلسمه نیټه پیلیږي او د همدي میاشتې تر دیرویشتمې نیټې پورې دوام وکړي. په دې فسټیوال کې مونږ د افغانستان په ګډون د نهو هېوادونو فلمونه لرو چې په کې د جرمني، فرانسې، برتانیې او هسپانیې په څیر څو اروپايي هېوادونه هم شامل دي.
له ګاونډیو هېوادونو څخه هند ،پاکستان، ایران او تاجکستان هم په دې فيسټیوال کې برخه لري. مونږ به په دې پنځه ویشتو فلمونو کې لسو فلمونو ته جایزې ورکړو."

انجنیر لطیف وویل، چې په فيسټیوال کې شامل فلمونه به د را روانې اونۍ له شنبې نه تر پنجشنبې پورې د کابل ښار په دریو ځانګړیو شویو ځایونو کې نندارې ته وړاندې شي.

د جرمني د کلتوري ادارې یا ګویته انستیتوت مشرې میرمن ریټا وویل، چې دا فسټیوالونه به افغان فلم جوړوونکو ته موقع ورکړي چې د خپلو تجربه لرونکو همکارانو او د بهرنیو فلم جوړوونکو نه زیات څه زده کړي.

"د دغه فسټیوال په مهال افغان فلم جوړوونکي له یو بل سره ګوري او د خپلو فعالیتونو په اړه خبرې کوي. او همدا راز افغان فلم جوړوونکي خپل فلمونه د نورو هېوادونو له فلمونو سره پرتله کوي.

د افغانستان په کورنیو جنګونو کې د دغه هېواد سینما هم خوندي پاتې نه شوه او هرڅه له منځه ولاړل.

که څه هم په تیرو څو کلونو کې په افغانستان کې د فلم جوړولو په برخه کې ځینې کارونه شوي او یو شمیر ځوانانو دی هنر ته مخه کړی ده خو کتونکي وايي، چې ددی صنعت د ودی لپاره باید زیات کارونه وشي.
XS
SM
MD
LG