د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

ملي ګالرۍ د ځوانو هنرمندانود اثارو نندارې ته ځانګړې ځای ورکړ


دشجاع د انځورونو یوه بېلګه
دشجاع د انځورونو یوه بېلګه

د ملي ګالرۍ په همدې ځانګړي ځای كې د انځورګريو يو نندارتون پرانيستل شو، چې د يوه ځوان انځورګر شجاع، د انځورګرۍ څه كم پنځوس بېلابېلې تابلوګانې په كې نندارې ته ايښوول شوې دي.

اكثره اثار يې په ابي يا د اوبو په رنګ كښل شوې، په انځورونو كې د افغانستان بېلابېلې ملي او دوديزې لوبې، لكه اتڼ، وزلوبه يا بزكشي، دغه راز تاريخي ځايونه انځور شوې دي.


د دې نندارتون د پرانيستنې په وخت كې د افغانستان د اطلاعاتو او كلتوري وزارت فرهنګي مرستيال، ضيا افشار ازادۍ راډيو ته وويل د دې نندارتون يو هدف د ځوانو هنرمندانو هڅول دي:


”موږ د ملي ګالرۍ په دې برخه كې دويم هنري نندارتون پرانيست، هدف مو د ځوانو هنرمندانو هڅول دي.
زياتو هنرمندانو هنري اثار لرل خو د نندارتون د جوړونې وس يې نه درلود، اوس دا زمينه ورته برابره شوه، په دې توګه د هنري كارونو لپاره ښه زمينه برابرېږي چې محصلين او نور هنرمندان دلته د نورو هنرمندانو له كارونو سره بلدېږي“


دغه نندارتون د ملي ګالرۍ په انګړ كې دننه په يوې نوې جوړې شوې ودانۍ كې جوړ شوي و، چې پر دې نوې جوړې شوې ودانۍ يو شين باغ راتاو دى، دې ځاى ته يې د سولې او هيلې د بڼ نوم وركړى دى. د ملي ګالرۍ مسوولين وايي تر دې وروسته به په دې ځاى كې نور نندارتونونه هم جوړ كړي.

ځوان هنرمند شجاع وايي له پنځه ويشتو كلونو راهيسې انځورګري يا رسامي كوي، ده د اطلاعاتو او كلتور له وزارت څخه د پاملرنې غوښتنه وكړه:

” له وزير صاحب خرم څخه مې غوښتنه دا ده چې هنرمندانو ته دې خاص پام وكړي، ځينې هنرمندان په بد حالت كې دي، دا نندارتون چې ما جوړوه وس مې نه درلود خپلې تابلوګانې چوكاټ كړم او لنډه تشرېح ورته وليكم تاسې وينۍ چې دا اثار مې چوكاټ نه لري او په ساده ډول نندارې ته ايښوول شوي دي“

خو د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزارت چارواكي وايي د ځوانو هنرمندانو د هڅونې په لړ كې يې دغه نندارتون جوړكړى دى.

په تېرو اوو كلونو كې دا په ملي ګالرۍ كې پنځه اويايم نندارتون دى چې جوړېږي.

د دې ادارې چارواكي وايي له هنرمندانو سره د مرستې په توګه د هر نندارتون جوړوونكو او نندارچيانو ته ځينې اسانتياوې برابروي.
XS
SM
MD
LG