د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

حج او اوقافو وزارت: سږ کال به د افغان حاجیانو جرمي ثابقې هم وکتل شي


هر کال هغه افغانان چې د حج په مراسمو په ترڅ کې د بیت الله شریف زیارت ته ځي د ترانسپورتي ستونزو سرټکوي.
هر کال هغه افغانان چې د حج په مراسمو په ترڅ کې د بیت الله شریف زیارت ته ځي د ترانسپورتي ستونزو سرټکوي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي، چې سږ کال به دوى د امنیتي ارګانونو په مرسته د هغو کسانو جرمي سوابق هم وګوري، چې حج ته د تلو نیت لري.

دا اقدام وروسته له هغې کیږي، چې تېر کال د حج د مراسمو پر مهال له دېرشو نه زیات افغانان د غلا په تور د سعودي پولیسو لخوا نیول شوي وو.

د حج او اوقافو سرپرست وزیر محمد صدیق چکري د چهارشنبې په ورځ د حاجیانو د نوم لیکنې د بهیر د پرانستلو پر مهال وویل، چې دوى به د حاجیانو نوم لیکنه د امنیتي ارګانونو په همکارۍ سره پر مخ یوسي.

"مونږ له امنیتي ارګانونو څخه په کلکه غوښتنه کړې، چې هغه حاجیان مونږ ته معرفي کړي، چې نور په کې د شک ځاى نه وي.

دا د افغانستان د عزت او ابرو مسله ده او څوک، چې د افغانستان له عزت سره لوبې کوي له هغه سره د افغانستان د حج او اوقافو وزارت ترحم نه کوي، تاسو ډاډه اوسئ."

د افغان حاجیانو نوم لیکنه د غبرګولي د میاشتې په شلمه نیټه پیل او تر یوې میاشتې پورې به په ټول هیواد کې دوام وکړي.

د ښاغلي چکري په وینا سږ کال د افغانستان لپاره د دیرشو زور حاجیانو سهمیه ورکړاې شوې، خو دوى هڅه کوي، چې دا شمېره پنځه دېرشو زرو ته ورسوي.

صدیق چکري په خپلو خبرو کې د افغان حاجیانو د ټرانسپورټ او د هستوګنې لپاره هم د جدي تدابیرو یادونه وکړه او ویې ویل، چې د حج او اوقافو وزارت به سږ کال په دې برخه کې جدي چلند وکړي او پرې به نږدي، چې د نورو د ملامتۍ پیټي اوچت کړي.

"زمونږ اساسي ستونزه د حاجیانو ټرانسپورټ دی، چې مونږ په دې برخه کې له ټرانسپورتي ادارو نه که هغه اریانا وي او که بله کومه اداره ،د خپلو حاجیانو لپاره ترې مخکې له مخکې دوه طرفه ټیکیټونه غواړو.

مونږ به په دې برخه کې جدي چلند وکړو ، نور نو د حج او اوقافو وزارت تیار نه دى چې د نورو د تېروتنو او ګناهونو پیټې پر ځان واخلي ،هر څوک باید د خپلې ګناه ځواب ووايي".

د حج او اوقافو د وزارت له خوا دا خبرې په داسې وخت کې کېږي چې افغان حاجیان د دولتي چارواکو د ژمنو سره سره هر کال د ټرانسپورټ او هستوګنې په برخه کې له ستونزو سره مخ وي.

خو دا چې د حج او اوقافو د وزارت سږني تدابیر به څومره اغیزناک او د حاجیانو ستونزې به تر کومه هواري شي دا به د حج د مراسمو په مهال روښانه شي.
XS
SM
MD
LG