خبرونه
د بادغيس او هرات ولايتونو د کرني او مالدارۍ وزارتونو چارواکو په سيمو کي د ملخانو راټولو پروګرام پيل کړي
د پروګرام له مخي د سيمي بزګران له خپلو کروندو څخه ملخان راټولوي او په بدل کي يي غنم تر لاسه کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د روسیې لپاره د طالبانو سفیر د هغه هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ته باور لیک سپارلی

په روسیه کې د طالبانو د حکومت سفیر او ځانګړي استازي مولوي ګل حسن حسن پرون شنبه د خپل باور لیک یوه کاپي د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندری یوریویچ رودنکو ته سپارلې ده.
دا ګام وروسته تر هغه اخیستل کیږي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د هغه هیواد سفیر د جولای په درېیمه اعلان وکړ چې روسیه د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په روسیه کې د خپل سفارت د یوې خبرپاڼې په حواله ویلي چې د باور لیک اصلي متن به د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته وړاندې شي.
د روسیې له خوا د طالبانو په رسمیت پيژندنو پراخ غبرګونونه پارولي.
چین، خپله طالب چارواکو، د هغوی پلویانو او یوشمېر سیاستوالو د دې ګام هرکلی کړی، خو د بشري حقونو فعالانو، فعالو میرمنو او د طالبانو د تګلارو منتقدینو دا کار غندلی دی.
جرمني کې د پنا غوښتنې قضیې سږ کال سمې نیمایي کمې شوي، یو لامل یې د پولو سخت کنټرول دی

جرمني کې د ۲۰۲۵ کال لومړۍ نیمایي کې د پنا اخیستنې قضیې د تیر کال همدې مودې پرتله نژدې پنځوس فیصده کمې شوې دي.
د جرمني د کډوالو او پناغوښتونکو ادارې ویلي، په دې موده کې افغانانو تر ټولو ډیرې د پنا غوښتنې ورکړي او ور پسې بیا د سوریې او نورو هېوادونو اتباع دي.
د جرمني خبري اژانس (ډي.پي.اې) د شنبې په ماښام لیکلي د ۲۰۲۵ کال له پيله د جون تر وروستۍ نیټې نژدې ۷۳ زره کډوالو جرمني کې د پنا غوښتنه کړې، تیر کال دې موده کې دا شمیر څه باندې ۱۳۲ زره و.
د پنا غوښتنې په شمیر کې د کموالي اساسي لاملونه د جرمني په پولو کې د کنټرول زیاتېدل، جرمني ته د بالکان هېوادونو له خوا د کډوالو د تګ مخنیوی او د سوریې په سیاسي وضعیت کې بدلون ښودل شوی دی.
جرمني په څو تاوتریخجنو پیښو کې د کډوالو له لاس لرلو وروسته د پناغوښتونکو په وړاندې پولې سختې او تګلارې جدي کړې.
ملګري ملتونه: ایران سلګونه افغانان او نور لږکي د جاسوسۍ په تور نیولي

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوه راپور کې ویلي، سلګونه افغانان او مذهبي او نژادي اقلیتونه په ایران کې د جاسوسۍ په تور نیول شوي دي.
په راپور کې راغلي چې دغه توقیفونه د ایران او اسراییل له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته شوي دي.
راپور کې له افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو پر تاوتریخجن چلند هم نیوکه شوې او راغلي چې کډوال له سپکونکو او تاوتریخجنو کړنو سره مخ شوي دي.
ملګرو ملتونو په خپل راپور کې چې نن شنبه ( د چنګاښ ۱۴مه) یې خپور کړی له ایرانه غوښتي چې د دې ډول چلندونو مخه ونیسي.
افغان کډوالو هم د ایراني پولیسو له چلنده شکایت کړی او د اسراییل او ایران له جګړې وروسته افغانستان ته هم د کډوالو څپه ماته شوې ده.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، یوازې د جولای په لومړۍ نیټه شاوخوا څلویښت زره افغانان له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي چې اکثره یې په زور ډيپورت شوي کسان دي.
د لیورپول او پرتګال د وتلي ستوري دیوګو جوتا د جنازې مراسم نن ترسره کیږي

د انګلستان د لیورپول فوټبال لوبډلې د پرتګالي ستوري دیوګو جوتا د جنازې مراسم نن د پرتګال په ګوندومار ښار کې ترسره شول.
جوتا او ورور یې اندري سیلوا، د پنجشنبې په ورځ په اسپانیا کې یوې ترافیکي پیښه کې ووژل شول.
دیوګو جوتا ۲۸ کاله عمر درلود چې د پرتګال له ملي ټیم سره یې د اروپا د ملتونو جام اتلولي ګټلې او له لیورپول لوبډلې سره لوبه کې یې د انګلستان غوره لیګ ګټلی دی.
هغه د لیورپول او پرتګال ملي لوبډلې یو وتلی ستوری و.
د اوکراین او روسیې د بریدونو تبادله، اوکراین وایي د روسېې د جنګي الوتکو یوه اډه یې ویشتلې

د اوکراین پوځ وایي، نن شنبه ( د چنګاښ ۱۴مه) یې د روسیې د جنګي الوتکو پر یوه اډه برید کړی دی.
د پوځ لوی درستیز ویلي چې د ورونیژ سیمې په دغې هوایي اډه کې ( Su-34, Su35S, Su30SM ) ډوله جنګي جیټ الوتکې ولاړې وې.
د پوځ مشر پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د دغې اډې هغه ډيپو یې ویشتلې چې ګلایډ بمونه، د روزنې یوه الوتکه او ممکن ځینې نورې الوتکې هم په کې وي.
تراوسه د دغه برید د زیان په اړه څه نه دي ویل شوي او روسیي چارواکو هم پرې تبصره نه ده کړې.
بل لور ته روسیې تیره شپه پر اوکراین ۳۲۲ بې پيلوټه الوتکې توغولي چې د سر او مال د زیان په اړه یې څه نه دي ویل شوي.
د بریدونو دغه تبادله داسې مهال کیږي چې د اوکراین ولسمشر ولودمیرزلنسکي ویلي، له امریکایي سیال ډونالډ ټرمپ سره یې " مهمې او موثرې خبرې کړي دي".
د روغتیا نړیوال سازمان له هیوادونو وغوښتل پر خوږو څښاکونو، تنباکو او الکولو مالیه لوړه کړي

د روغتیا نړیوال سازمان له هېوادونو غوښتي چې د راتلونکو لسو کلونو په ترڅ کې پر خوږو څښاکونو، الکولي مشروباتو او تنباکو لرونکو محصولاتو مالیات لوړ کړي، څو د دغو توکو بیې ۵۰ سلنه لوړې شي. دا کار به هم د عامې روغتیا لپاره عواید زیات کړي او هم به د دغو زیان اړونکو موادو مصرف راکم کړي.
یادې غوښتنې چې «۳ په ۳۵» نوم ورکړل شوی، د چنګاښ په ۱۱مه (جولای ۱مه) د ملګرو ملتونو د مالیې په کنفرانس کې چې د هسپانیا په سوییا ښار کې جوړ شوی و، اعلان شوې. هدف یې دا دی چې تر ۲۰۳۵ میلادي کال پورې د روغتیايي مالیاتو له لارې یو تریلیون ډالر عاید راټول شي.
د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د خوږو څښاکونو، الکولو او تنباکو مصرف له ناروغیو لکه شکرې او ځینو سرطانونو سره مستقیم تړاو لري، او په داسې حال کې چې نړیوالې پراختیایي مرستې کمې شوي او د حکومتونو پورونه ډېر شوي، نو د دې مالیاتو له لارې ترلاسه کېدونکي عواید کولی شي د هېوادونو د روغتیایي سیستمونو پر پیاوړتیا ولګول شي.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر، تیدروس ادهانوم، ویلي چې دغه مالیات به له حکومتونو سره مرسته وکړي چې له «نوې واقعیت» سره ځان عیار کړي او روغتیايي لګښتونه برابر کړي.
د اسراییل دفاع وزیر وايي، ایران نه پرېږدي چې بیا اسراییل وګواښي

د اسراییل دفاع وزیر خپلو جګپوړو پوځي قوماندانانو ته ویلي چې پوځ د یوه داسې پلان پر جوړولو کار کوي چې له مخې یې ډاډ ترلاسه شي چې ایران بیا د اسراییل لپاره ګواښ نه شي جوړولی.
د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې، ییسرايیل کاتس د چنګاښ په ۱۲مه (جولای ۲مه) د پوځ له لوی درستیز ایال زمیر او د استخباراتو له جګپوړو چارواکو سره په یوه غونډه کې وویل:
«د پوځ بل مأموریت دا دی چې یو دقیق او عملي پلان جوړ کړي تر څو ډاډ ترلاسه شي چې ایران هغه ظرفیتونه او امکانات بېرته ونه شي رغولی چې ویشتل شوي دي.»
همداراز، پرون (جمعه) د دفاع وزارت له خوا د دې غونډې په اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلي کاتس ویلي، د دفاعي ځواکونو لپاره لازمه ده چې «له عملیاتي او استخباراتي پلوه چمتووالی ولري چې پر تهران خپله هوایي برلاسي جاري وساتي او د ایران د اتومي یا توغندويي ظرفیت د بیا رغولو مخه ونیسي.»
ښاغلي کاتس زیاته کړې، هېواد یې د "فعالې دفاع" تګلارې ته ژمن دی، هیڅکله به ایران ته اجازه ورنه کړي چې بېرته په ګواښ بدل شي.
پولنډ د جرمني له لوري د یوه افغان کډوال پر وراړولو انتقاد وکړ

د پولنډي چارواکو په وینا، د جرمني پولیسو یو افغان مهاجر د شپې ناوخته سرحد ته وروستی او بې له کوم ملګري یې د پولنډ خوا ته استولی دی.
د پولنډي رسنیو د پروني راپور له مخې، دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د جرمني او پولنډ ترمنځ د هغو زرګونو غیرقانوني مهاجرو د بېرته ستنولو پر سر ترینګلتیا زیاته شوې، چې له پولنډ څخه جرمني ته تللي وو. د پولنډ د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، وروستۍ پېښه د دې پرېکړې لپاره کافي توجیه ده چې پولنډ به له راتلونکې اوونۍ څخه په پوله کنټرول بېرته زبات کړي.
د پنجشنبې په ماسپښین، د پولنډ پولهساتي ځواک یو بیان خپور کړ چې پکې راغلي د دوی مشر، رابرت بګان، د جرمني د فدرالي پولیسو له مشر، دیټر رومَن، سره خبرې کړې دي. دا خبرې د هغې پېښې په اړه وې چې د ګوبین په سرحدي ښار کې رامنځته شوې وه.
په بیان کې راغلي: «د جرمني پولیسو، د دې پر ځای چې د پولنډ د پولهساتو ګزمې ته منتظر پاتې شي، یو افغان وګړی پر پوله پرېښی دی. دا ډول کړنې د جرمني له خوا د منلو نه دي او د دوی د مخکینیو تفاهمونو خلاف دي.»
د پولنډ د کورنیو چارو وزارت ویاند، یاڅیک دوبژینسکي، هم دا بیان شریک کړی او ویلي یې دي چې دا «د منلو او زغملو وړ وضعیت نه دی.» هغه زیاته کړې: «یاده پېښه د پولنډي لوري له خوا د سرحدي کنټرول د بېرته معرفي کولو پوره توجیه برابروي.»
طالبانو په کابل کې د ایکو د سرمشریزې د جوړېدو وړاندیز وکړ

د طالبانو حکومت په کابل کې د ایکو د همکارۍ سازمان د اتلسمې سرمشریزې د کوربه توب لپاره رسمي وړاندیز وکړ.
دا وړاندیز د طالبانو د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په اذربایجان کې د ایکو د اوولسمې سرمشریزې په لړ کې وکړ.
اذري رسنیو پرون (جمعه) راپور ورکړ چې ملابرادر د ایکو غړیو ته وویل، په افغانستان کې بهرنۍ پانګونې ته شرایط برابر شوي او که د ایکو سرمشریزه په افغانستان کې جوړه شي، دا به د غړیو هیوادونو ترمنځ د همکاریو لپاره یو نوی باب پرانیزي.
دا په داسي حال کې ده چې د ایکو هیڅ غړی هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.
قزاقستان د تورغونډۍ- هرات ریل پټلۍ په جوړولو کې پانګونه کوي

د قزاقستان صدراعظم وايي، هیواد به یې ژر په افغانستان کې د یوې ریللارې د جوړولو تفاهملیک لاسلیک کړي.
انټرفاکس خبري اژانس پرون جمعه د قزاقستان د صدراعظم اولژانس بیتکینوف په حواله ویلي، هیواد یې چمتو دی په افغانستان کې د تورغونډۍ – هرات د رېللارې پر جوړېدو ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.
دا ریلاره دوه سوه کیلو متره اوږدوالی لری چې افغانستان له ترکمنستان او بیا وروسته پلانونو کې له اروپا سره نښلوي.
خبر کې راغلي چې په دې اړه خبرې په قزاقستان کې د قزاقي چارواکو او د طالبانو د رییس الوزا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ترمنځ شوي او څو ورځو کې به په دې تړاو یو تفاهم لیک هم لاسلیک شي.
د قزاقستان د مطبوعاتي خدماتو ادارې هم پرون جمعه دغه خبر ورکړی دی.