د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

د ۲۰۱۹ کال د کرکټ نړیوال جام

د کرکټ د ۲۰۱۹ جام سیالیو کې روهیت شرما تر نورو ډېرې منډې کړي

د کرکټ د ۲۰۱۹ نړیوال جام په سیالیو کې تر دې دمه د هندوستان روهیت شرما تر نورو ډېرې منډې کړي دي.

روهیت شرما د ۵۴۴ منډو په کولو سره د جدول د نومرو په سر کې ځای لري.

همدا شان د بنګله دیش شکیب الحسن د ۵۴۲ منډو په کولو دوهم او د استرلیا ډېوېډ وارنر بیا د ۵۱۶ منډو په کولو سره درېیم ځای خپل کړی دی.

د دې ترڅنګ بیا د توپ اچونې په برخه کې د استرلیا تیز توپ اچونکي میچل سټارک د ۲۴ وېکټو په اخېستلو اول، د نوي زیلانډ لوکي فیرګوسن د ۱۷ ویکټو په اخېستلو سره دوهم او د انګلېنډ تېز توپ اچونکي ارچر هم ۱۷ ویکټې اخېستي او درېیم ځای يې خپل کړي دي.

د کرکټ نړیوال جام، انګلستان له نیوزیلنډ سره لوبه کوي

د انګلستان د کرکټ لوبډله
د انګلستان د کرکټ لوبډله

د کرکټ په نړیوال جام کې نن چهارشنبه کوربه انګلستان له نیوزیلنډ سره لوبه کوي.

د دوی لوبه په ځایي وخت په لس نیمو بجو د انګلستان د دور هم په چیستر لوسټریټ سټډیوم کې پيلېږي.

که هر یو لوبه وګټي په سیمي فاینل کې خپل ځای پخوي.

دواړو ټیمونو په نړیوال جام کې پنځه پنځه لوبې ګټلي.

تر دې مخکې پرون د هند د کرکټ ملي ټیم بنګله‌دېش ته ماته ورکړه او له اسټرالیا وروسته د دوهم ټیم په توګه نیمه پایلوبې ته ووت.

تمه ده سبا د افغانستان د کرکټ ملي ټیم خپله وروستۍ، نهمه لوبه له وېسټ انډیز سره وکړي.

افغانستان اته پرله‌پسې لوبې بایللي او وېسټ اندیز یوازې یوه ګټلې.

د کرکټ په نړیوال جام کې کوربه انګلستان هند ته ماتې ورکړه

د هند کرکټ لوبډله
د هند کرکټ لوبډله

د کرکټ په نړیوال جام کې کوربه انګلستان هند ته ماتې ورکړه او په څلورو مخکښو ټیمونو کې يې ځاى پيدا کړ.

انګلستان په پرونۍ لوبه کې چې په برمنګهم ښار کې وشوه، د هند لپاره د ۳۳۸ منډو هدف ورکړ.

هندي لوبغاړو یوازې ۳۰۶ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۳۱ منډو په توپیر بایلوده.

هند دوه نورې لوبې هم لري چې وکولای شي د څلورو غوره لوبډلو په کتار کې خپل موقف تضمين کړي.

د هند ماتې د پاکستان او بنګله‌دیش ټیمونو د مخکې تګ مخه هم تر یوې اندازې ډب کړې ده، ځکه پاکستان په نهو امتیازونو مخکې څلورم ځای خپل کړی و او اوس له انګلستانه په یوه کم امتیاز پنځم مقام ته ټيټ شو.

تمه ده نن د سریلانکا او ویسټ انډیز ټیمونه په نړیوال جام کې سره مخ شي.

د دوی لوبه د انګلستان د چيستر لي سيتريت په لوبغالي کې د افغانستان پر وخت د ماسپښين پر دوو بجو پيلېږي.

د افغانستان ټیم په نړیوال جام کې اته پرله‌پسې لوبې بایللي او یوه وروستۍ مسابقه یې راتلونکې پنجشنبه له ویسټ انډیز سره پاتې ده.

د کرکټ نړیوال جام: افغانستان خپله اتمه لوبه پاکستان ته بایلوده

حمید حسن
حمید حسن

په انګلستان او وېلز کې د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې افغانستان پرون خپله اتمه لوبه پاکستان ته په درېیو وېکټو بایلوده.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې په ټولو ۵۰ اوورنو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۷ منډې وکړي او پاکستان ته یې د ۲۲۸ منډو هدف وټاکه.

د پاکستان ټیم هم په پنځوسم اوور کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره دغه هدف پوره کړ او له افغانستانه یې لوبه وګتله.

دغه لوبه د لیډس په لوبغالي کې وشوه چې دباندې یې د دواړو ټیمونو د مینه والو او ملاتړو ترمنځ اخ او ډب هم وشو.

د افغانستان بله لوبه له ویسټ انډیز سره ده او د پاکستان له بنګله‌دیش سره.

پرون دغه راز د استرالیا او نیوزیلنډ د ټیمونو ترمنځ هم لوبه وشوه چې استرالیا د ۸۶ منډو په توپیر نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه.

نن د انګلستان په برمنګهم کې د هند او انګلستان ټیمونه سره لوبه کوي.

نن د افغانستان او پاکستان د کرکټ ټيمونه د سیالۍ ډګر ته ځي

د کرکټ افغان لوبډله د چمتووالي په حال کې
د کرکټ افغان لوبډله د چمتووالي په حال کې

د کرکټ د ٢٠١٩ میلادي کال د نړيوال جام د سياليو په لړ کې نن د افغانستان او پاکستان د کرکټ ټيمونه په خپلو کې مسابقه کوي.

د انګلستان په ليډز لوبغالي کې به دواړه ټيمونه د افغانستان پر وخت د ماسپښين پر دوو بجو خپله مسابقه پيلوي.

له انګلستانه د کرکټ بورډ رئيس عزيز الله فضلي پرون ناوخته ازادي راډيو ته وويل: دا لوبه د دواړو لوبډلو لپاره ډېره مهمه ده، دواړو لوبډلو پوره چمتووالى نيولى، هيله مند يوو چې د افغانستان لوبډله به د پاکستان د لوبډلې په وړاندې ښه مسابقه وکړي.

نن به د نړيوال جام بله مسابقه د اسټراليا او نيوزيلنډ ترمنځ وي چې په لورد لوبغالي کې به د افغانستان پر وخت د مازيګر پر پنځو بجو پيل شي.

پرون د دغو مسابقو په لړ کې جنوبي افريقا له سريلانکا د کرکټ مسابقه په ٩ ويکټو وګټله.

مسابقه سريلانکا پيل کړه چې مقابل ټيم ته يې د ٢٠٤ منډو هدف وټاکه، جنوبي افريقا دغه هدف يوازې د يوه لوبغاړي په سوځېدو په داسې حال کې پوره کړ چې ٧٦ بالونه يې لا پاتې وو.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا شنبې له پاکستان سره لوبه کوي

په پام کې ده د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ د نړیوال جام د سیالیو په لړۍ کې سبا شنبې له پاکستان سره لوبه وکړي.

په نړیوال جام کې د افغانستان اتمه لوبه به د انګستان په لیډز ښار کې وي چې د کابل په وخت د ماسپښین په دوو بجو پیلېږي.

افغان لوبډلې ۷ مخکینۍ لوبې ټولې بایللي، خو د نړیوال جام د پیل په درشل کې په تمریناتي لوبو کې یې پاکستان مات کړی دی.

په‌دې نړیوال جام کې د افغانستان بله لوبه به د راتلونکي اوونۍ د پنجشنبې په ورځ له ویسټ انډیز سره په لیډز ښار کې وي.

د کرکټ د نړیوال جام د سیالیو په لړۍ کې نن د جنوبي افریقا او سریلانکا لوبډلې د کابل په وخت د ماسپښین په دوو بجو سره مخامخ کېږي.

د دې لړۍ وروستۍ لوبه پرون د هند او ویسټ انډیز ترمینځ وشوه.

دا لوبه هند د ۱۲۵ منډو په توپیر له ویسټ انډیز څخه وګټله.

د کرکټ جام، پاکستان نیوزیلنډ ته ماته ورکړه، هند وېسټ انډیز سره مخ کېږي

د پاکستان د کرکټ لوبډله
د پاکستان د کرکټ لوبډله

د کرکټ د نړیوال جام لوبو په ترڅ کې به نن پنجشنبه وېسټ انډیز له هند سره لوبه وکړي.

وېسټ انډیز له شپږو لوبو یوازې درې امتیازه لري، نو د مخکې تګ هیله‌یې ختلې ده، خو که چېرته هند دا مسابقه وګټله سیمې فاینل ته به ووځي.

پرون د چهارشنبې په ورځ په‌دې پنځوس اوره نړیوال جام کې چې په انګلستان او ولز کې روان دی، پاکستان نیوزیلند ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه، له دې سره د پاکستان هیله پیدا شوه چې نیمه پایلوبې یا سیمي فاینل ته لار وکړي.

پاکستان له اوو لوبو اووه امتیازه لري او دوه لوبې یې پاتې دي که چېرته راتلونکې دوه لوبې وګټي او انګلستان له خپلو پاتې دوو لوبو څخه یوه بایلي نو په‌دې ډول به پاکستان سیمې فاینل ته ووځي.

د کرکټ نړیوال جام، نن پاکستان او نیوزیلند لوبه کوي

په انګلستان کې د هند او پاکستان ترمنځ لوبه. June 16, 2019
په انګلستان کې د هند او پاکستان ترمنځ لوبه. June 16, 2019

د کرکټ په نړیوال جام کې نن پاکستان او نیوزیلند لوبه کوي.

د دوی لوبه د انګلستان په برمنګهم ښار کې په ځايي وخت لس نیمو بجو پيلېږي.

نیوزیلنډ په روان نړیوال جام کې تر اوسه په شپږو لوبو کې پنځه ګټلي او یوه‌یې د باران په خاطر مساوي شوې.

پاکستان بیا له شپږو لوبو دوه ګټلي.

تېره شپه هم کوربه انګلستان د اسټرالیا په وړاندې د ۶۴ منډو په توپیر ماته ومنله.

اسټرالیا ۲۸۶ منډې هدف ټاکلی و او په ځواب کې یې انګلستاني لوبغاړو یوازې ۲۲۱ منډې جوړې کړې.

د ۲۰۱۹ کال د کرکټ نړیوال جام د انګلستان او ولز په کوربه‌توب روان دی.

اسټرالیا په دې لوبو کې تر دې دمه لومړی مقام او افغانستان وروستی مقام لري.

افغانستان خپلې اووه لوبې په پرله‌پسې توګه بایللي او د شنبې په ورځ به له پاکستان سره مخ شي.

افغان ټیم د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام په لومړۍ تمریني لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړې ده.

بنګله‌دېشی لوبغاړی: ډاډه نه‌و چې افغانستان ته به ماتې ورکوو

بنګله‌دېشی لوبغاړی شکیب‌الحسن
بنګله‌دېشی لوبغاړی شکیب‌الحسن

د بنګله‌دېش لوبغاړی شکیب‌الحسن وایي‌، ډاډه نه‌و چې افغانستان ته به ماتې ورکوو.

شکیب‌الحسن افغانستان سره په لوبه کې د لوبې غوره لوبغاړی شو.

۵۱ منډې یې وکړې او پنځه افغان لوبغاړي یې هم وسوځول.

هغه له لوبې وروسته په خبري کنفرانس کې وویل: "موږ ډاډه نه‌و چې افغانستان به ماتوو. هغوی یوه خطرناکه لوبډله ده."

دا پنځم ځل دی چې بنګله‌دېش په یوې ورځنیو لوبو کې افغانستان ته ماتې ورکوي.

د کرکټ په نړيوال جام کې نن پاکستان او جنوبي افريقا لوبه کوي

ارشیف، د پاکستان د کرکټ مینه وال ننداره چیان
ارشیف، د پاکستان د کرکټ مینه وال ننداره چیان

د کرکټ د ٢٠١٩ میلادي کال د نړيوال جام د سياليو په لړ کې نن د پاکستان او جنوبي افريقا ترمنځ مسابقه کېږي.

د افغانستان پر وخت د ماسپښين پر دوو بجو به دواړه ټيمونه د انګلستان په لورډ لوبغالي کې سره مخامخ شي.

د دغو مسابقو په لړ کې افغانستان پرون د هندوستان په وړاندې ماته وخوړه.

افغانستان د نړيوال جام پنځه مسابقې پرله پسې بايللې دي.

افغانستان سبا د ماسپښين پر دوو بجو د بنګله دېش په وړاندې په ساوټ همپټون لوبغالي کې مسابقه لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG