نړۍ
د امریکا بهرنیو چارو وزیر له مصري چارواکو سره په غزه کې د اوربند په اړه خبرې کوي
ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن نن له مصري چارواکو سره په غزه کې د اوربند په اړه خبرې وکړي.
بلېنکن داسې مهال قاهرې ته رسېږي چې د ټول منځني ختیځ کچې ته د غزې د جګړې د پراخېدو د احتمال له کبله اندېښنې زیاتې شوي، هغه هم په داسې حال کې چې د منځني ختیځ حالات حساس پړاو ته رسېدلي.
د لبنان حزبالله ډلې پر خپلو غړو د پیجر په وسیله د چاودنو پړه پراسراییلو اچولې او ګواښ یې کړی چې د اسراییلو د برید پروړاندې به یې ځوابي اقدام وکړي.
دې برید لږترلږه نهه کسان وژلي او نژدې درې زره نور یې تپیان کړي دي.
د اسراییل پوځ په دې اړه د خبریالانو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر پرون وویل په دې اړه چې د لبنان برید به په غزه کې د اوربند د مذاکراتو بهیر اغېزمن کړي که نه خبرې له وخته مخکې دي.
لبنان کې د چاودنو له کبله د اتو کسانو وژل کېدل؛ دغه هېواد امنیت شورا ته شکایت وړاندې کوي
په لبنان کې پرون سې شنبې په پیجرونو یا پیغام لېږدونکو وسیلو کې د چاودنو په نتیجه کې د حزبالله ډلې په سلګونو غړي ټپیان شوي دي.
په دغو چاودنو کې چې پرون سې شنبې هممهاله وشوې، د یوې نجلۍ په ګډون د لږترلږه اتو کسانو د وژل کېدو او نږدې ۲۸۰۰ نورو د ټپي کېدو خبرورکړل شوی دی.
د لبنان د روغتیا وزارت د ۲۰۰ ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک بللی او د بهرنیو چارو وزارت یې دغه چاودنې غندلې او هغه یې د اسراییل لهخوا سایبري حمله بللې ده.
دې وزارت په یوه اعلامیه کې همدارنګه ویلي، په دې اړه به خپل شکایت د ملګرو ملتونو امنیت شوراته وړاندې کړي.
حزبالله د غچ اخیستونکو اقداماتو ژمنه کړې او ویلې یې دي چې اسراییل به د دغو چادونو پهخاطر عادلانه مجازات شي.
پنټاګون: یوه امریکایۍ بې پیلوټه الوتکه د یمن شاوخوا ته نږدې لوېدلې
وروسته له هغې چې د یمن حوثي یاغیانو ادعا وکړه چې په وروستیو ورځو کې یې یو شمېر الوتکې راغورځولي، د امریکا دفاع وزارت پرون سې شنبې وویل چې یوه امریکایۍ MQ-9 Reaper بې پیلوټه الوتکه یې یمن ته نږدې لوېدلې ده.
د فرانسپرېس خبري آژانس د راپور له مخې، د دفاع وزارت ویاند جنرال پټ رایډر په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې MQ-9 پرون دوشنبې د یمن په شاوخوا کې را وغورځېده، خو زیاته کړه چې د دغې پېښې په اړه نور جزییات نه لري.
د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي یاغیانو د سې شنبې په ورځ وویل چې په تېره یوه اوونۍ کې یې درې MQ-9 ډرونونه راغورځولي، خو د پنټاګون ویاند په خبري کنفرانس کې دغه ادعا رد کړه.
له دې مخکې پنټاګون په فبرورۍ میاشت کې تایید کړې وه چې یوه MQ-9 بې پیلوټه الوتکه یې چې هم اکتشافي ماموریتونه ترسره کولای شي او هم د حملې لپاره ترې کار اخیستل کېدای شي، د یمن ساحل ته نژدې راوغورځېده.
ویل شوي چې احتمالاً دغه الوتکه به د حوثي یاغیانو پر توغندي رانسکوره شوې وي.
په لبنان کې چاودنو لږترلږه اته کسان وژلي او ۲۷۵۰ نور یې ټپيان کړي
د لبنان روغتیا وزارت نن وویل چې په لبنان کې د پيجر "پيغام استونکي" په واسطه په یوه وخت چاودنو لږترلږه اته کسان وژلي او ۲۷۵۰ نور یې ټپيان کړي دي.
تر دې مخکې ایران پلوه حزبالله ډلې وویل چې په وژل شویو کې د دوی دوه کسان او یوه نجلۍ شاملې دي.
د لبنان د روغتیا وزیر فراس الابیض وویل چې د ۲۰۰ ټپيانو روغتیایي وضعیت نازک دی.
ایرانۍ رسنۍ وایي چې په دغو ټپيانو کې په بیروت کې د ایران سفیر مجتبی امیني هم شامل دی.
حزبالله وایي، هغه پيجرونه چې د دوی د ګوند غړي استعمالوي هغه په یوه وخت چاودلې دي.
میټا پر خپلو پلټفارمونو د آرټي، رشیا ټوډې او د روسیې نورې دولتي رسنۍ بندې کړې
د میټا د ټکنالوژۍ شرکت چې د فېسبوک د ټولنیزې شبکې خاونده ده، وايي چې پر خپلو پلټفارمونو یې د آر ټي RT او رشیا ټوډې Russia Today خبري شبکې او د روسیې نورې دولتي رسنۍ بندې کړې دي.
میټا په یوه بیان کې ادعا کړې ده چې دا رسنۍ د خپلو پټو نفوذي عملیاتو لپاره پر ټولنیزو شبکو له غولوونکو تکتیکونو کار اخلي.
د میټا د ټکنالوژۍ شرکت ویلي چې پر دې رسنیو د ممنوعیت کار به په راتلونکو ورځو کې عملاً پیل شي.
دا ممنوعیت د روسیې د دولتي رسنیو پر وړاندې د نړۍ د ترټولو لویې ټولنیزې شبکې د اقداماتو د سختېدو څرګندونه کوي.
ټرمپ یوځل بیا انتخاباتي منډې ترړې پیل کړې
د امریکا پخوانی ولسمشر او د ولسمشرۍ په راروانو انتخاباتو کې د جمهوریپال ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ دوه ورځې وروسته له دې چې په فلوریډا کې یې د وژنې ناکامه هڅه وشوه، نن د سپمټبر ۱۷مه یوځل بیا انتخاباتي منډې ترړې پیل کړې او مشیګان ایالت ته یې سفر وکړ.
د یکشنبې په ورځ د ټرمپ د ګلف په کلب کې یو وسلهوال کس وموندل شو.
امنیتي چارواکو ویلي چې مظنون برید کوونکي په یوازې ځان د ټرمپ د وژلو پرېکړه کړې وه.
ټرمپ غوښتل چې په دې پېښه کې ولسمشر جوبایډن او مرستیاله یې کمالا هاریس ښکېل کړي.
دې پېښې ته سیاسي اړخ ورکولو هغه هم د انتخاباتو په درشل کې په امریکا کې سیاسي کړکېچ زیات کړی دی.
په عین حال کې په انتخاباتو کې د ډیموکرات ګوند کاندیده کمالا هاریس به نن په پنسلوانیا ایالت کې د کمپاین غونډه جوړه کړي.
ايران يو اتريشي وګړی چې په يوه جرمي قضيه کې نيول شوی و، نن خوشې کړ
ایراني چارواکو اتریشی وګړی کریستیان ویبر چې په لوېدیځ اذربایجان ولایت کې په یوه جرمي قضیه کې نیول شوی و، نن خوشې کړ.
د ایران د قضا خبري اژانس میزان دا خبر ورکړی.
اتریش په ۲۰۲۲ کال کې ویلي و، یو وګړی یې په هغه قضیه کې چې د مهسا امیني د وژل کېدو له پېښې وروسته په ایران کې له پراخو مظاهرو سره ارتباط نهلري، نیول شوی دی.
د میزان د خبر لهمخې ویبر د اسلام د عفوې د اصل په رڼا کې خوشې شوی دی.
خبر زیاتوي چې، نوموړی په تهران کې د اتریش سفیر ته سپارل شوی، ترڅو لهدې هېواده د وتلو امکان ورته برابر کړي.
میزان د هغه جرم جزییات نهدي ورکړي چې ویبر یې له کبله نیول شوی و.
نوي ډيلي له مسلمانو سره د هند د چلند په اړه د ايتالله علي خامنهای څرګندونې وغندلې
نوي ډيلي له مسلمانانو سره د هند د چلند په اړه د ایران د لوی مذهبي مشر ایتالله علي خامنهای څرګندونې غندلې دي.
خامنهای پرون په یوه وینا کې وویل که موږ په میانمر، غزه، هند یا نورو ځایونو کې د مسلمانانو له کړاوونو بېخبره و اوسو، ځانونه مسلمانان نهشو بللی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت نن په ځواب د خامنهای څرګندونې د نه منلو وړ وبللې او په یوه بیان کې یې وویل چې د دې څرګندونو اساس ناسم معلومات دي.
بیان زیاتوي، هغه هېوادونه چې په نورو هېوادو کې د اقلیتونو د حقونو خبره کوي، لومړی دې خپل عمل ته وګوري خو د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټينګار وکړ، چې نوې ډیلي او تهران په خپلو کې پیاوړې اړیکي پالي.
پرون د امريکا د پنځه ايالتونو ټاکنيزو چارواکو ته مشکوکې بستې لېږل شوي
پرون دوشنبه د امریکا د متحدهایالتونو لږه تر لږه په پنځو ایالتونو کې ټاکنیزو چارواکو ته مشکوکې بستې لېږل شوي، خو په دغو بستو کې د خطرناکو موادو د موجودیت راپور نهدی ورکړل شوی.
په دغو کڅوړو کې پوډرو ته ورته مواد آیووا، نیبراسکا، ټینیسي، وایومینګ او اوکلاهما ایالتونو کې د بهرنیو چارو وزارت استازولیو او د ایالتو انتخاباتي دفترونو سکرټرانو ته لېږل شوي.
په دغو ایالتونو کې چارواکو دا موضوع تایید کړې ده.
د امریکا د تحقیقاتو فډرال اداره FBI او د متحدهایالاتو د پوستي خدماتو اداره د دې موضوع په باب څېړنه کوي.
دا په تېر یوه کال کې دوهم ځل دی چې د انتخاباتو څو ایالتي دفترونو ته د پوستې له لارې مشکوکې بستې لېږل کېږي.
دا پهداسې حال کې ده، چې په څو ایالتونو کې د ولسمشرۍ، مشرانو جرګې، کانګرس او ایالتي دفترونو لپاره تر ټاکنو دوې میاشتې مخکې رایه اچونه پیل شوې ده.