د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۱ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

نړۍ

امريکا د ټرمپ د وژنې د هڅې په تور يو افغان وګړی رسماً تورن اعلان کړ

ډونالډ ټرمپ، پر نوموړي له بريد څو شېبې وروسته
ډونالډ ټرمپ، پر نوموړي له بريد څو شېبې وروسته

د امریکا په متحدایالاتو کې څارنوالانو پرون جمعه (د نومبر پر ۸مه) د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ او یوې مشهورې ایرانۍ-امریکایي ژورنالېستې د وژلو د توطيې د ادعا له‌‌مخې د یوه افغان وګړي په ګډون پر تورنو کسانو رسماً تورونه اعلان کړل.

د فرانسې خبري اژانس د خبر له‌‌مخې، د امریکا عدلیې وزارت ویلي چې د ټرمپ د وژلو ناکامه دسیسه د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو له‌خوا د قاسم سلیماني د وژل کېدو د غچ اخیستو لپاره پلان شوې وه.

د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو قوماندان جنرال قاسم سلیماني په ۲۰۲۰م کال کې د ټرمپ په امر، چې هغه وخت هم د امریکا ولسمشر و، په یوه برید کې ووژل شو.

د امریکا عدلیې وزارت په یوه بیان کې ویلي، ۵۱ کلن فرهاد شاکري، چې په خټه افغان او ګومان کېږي په ایران کې دی، د سپاه پاسداران له‌‌‌خوا د ټرمپ د وژلو لپاره "موظف" شوی و.

دوو نورو سړیو ۴۹ کلن کارلیسیل ریویرا او ۳۶ کلن جوناتون لوډ هولټ چې د نیویارک اوسېدونکي دي، په جلا توګه په نیویارک کې د یوې ایراني الاصلې-امریکایۍ مخالفې خبریالې د وژلو دسیسه جوړه کړې وه.

دوی دواړه په توقیف کې دي، چې د پنج‌شنبې په ورځ محکمې ته حاضر کړای شول.

که څه هم د محکمې په اسنادو کې د ایرانۍ الاصلې امریکايي خبریالې نوم نه‌‌دی یاد شوی، خو ګومان کېږي دا به مسیح علي نژاد وي، چې د ایران پر رژیم انتقادونه کوي.

ډونلډ ټرمپ، چې د نوامبر پر پنځمه یې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې کامالا هریس ته ماتې ورکړه، سږکال د وژنې له دوو جلا هڅو سره مخ شوی دی، چې یوه د کمپاین په یوه جلسه کې د هغه د غوږ پر یوه برخه د مرمۍ لګېدل و.

قطر د فسلطينيانو او حماسې ډلې له استازو غوښتي چې له دغه هېواده ووځي

د قطر بيرغ
د قطر بيرغ

راپورونه وايي، قطر د فلسطینیانو د افراطي ډلې حماس له استازو غوښتنه کړې، چې له دغه هېواده ووځي.

قطر د دغو کسانو د وتلو امر د امریکا د متحدایالتونو له غوښتنې وروسته وکړ.

ټایمز اف اسرايیل او فایننشل ټایمز ورځپاڼو پرون جمعه راپور ورکړی، چې قطر د حماس له استازو غوښتي چې په لسو ورځو کې له دغه هېواده ووځي.

د ټایمز اف اسرايیل په لیکنه، د حماس مشران له ۲۰۲۲م کال راهیسې په دوحه کې دېره دي.

د امریکا متحدایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د امریکا پرله‌‌پسې حکومتونو استدلال کړی، دا مهمه ده چې له حماس ډلې سره د ارتباطاتو یو کانال پرانیستی وي.

امریکا له قطره د حماس د مشرانو د ایستلو غوښتنه داسې وخت کړې چې، حماس ډلې د اګست میاشتې په پای کې د هرش گولډبرګ پولین په نوم کس چې د امریکا او اسرايیل تابعیتونه یې لرل او پنځه نور یرغمل شوي کسان اعدام کړل.

قطر د امریکا د متحدایالتونو او مصر تر څنګ د اسرايیل او حماس ترمنځ د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ځنډېدلو خبرو منځ‌ګړیتوب کوي.

په هسپانیا کې د اکتوبر میاشتې سېلابونه په تېرو څو لسیزو کې تر ټولو وژونکي ګڼل شوي دي

هسپانيه کې د سېلابونو يو انځور
هسپانيه کې د سېلابونو يو انځور

د دغه هېواد د هواپېژندنې ملي ادارې پرون جمعه په خپرو کړو اطلاعاتو کې ویلي، چې د اکتوبر پر ۲۹مه د پشه کال تر بارانونو وروسته په بهېدلو سېلابونو کې څه باندې ۲۲۰ کسان مړه شول.

دغو سېلابونو تر ډېره د جنوبي ښار والنسیا شاوخوا سیمې او د دغه هېواد ختیځ زیانمن کړل، چې موټرونه یې پر سر اخیستي وو او پلونه یې ونړول، دغه راز تر ځمکې لاندې پارکنګونه له اوبو ډک شول.

تر اوسه ۷۸ کسان تري تم دي، خو حکومت ګومان کوي ځینې یې ممکن په هغو ۴۸ مړو کې شامل وي، چې تر اوسه یې هویت تثبیت شوی نه‌دی.

ساینس‌پوهان وايي، د دا ډول طبیعي افتونو د زیاتوالي عمده علت اقلیمي بدلون دی.

د بلوچستان د رېل‌ګاډو په يو تم‌ځای کې د چاودنې له امله د وژل شويو شمېر ۲۴ ته لوړ شو

د چاودنې سيمه
د چاودنې سيمه

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د رېل‌ګاډو په یوه تم‌ځای کې د ځانمرګي برید له کبله د وژل شویو شمېر ۲۴ ته زیات شو.

چارواکو ویلي، په ننني دغه برید کې شا و خوا ۵۰ نور کسان ټپیان شوي دي.

یوه ایالتي چارواکي حمزه شفقت ویلي، حمله داسې وخت وشوه، چې نږدې ۱۰۰ کسان رېل‌ګاډي ته په تمه وو، چې له کوټې څخه راولپنډۍ ته لاړ شي.

د بلوڅانو یوې بېلتونپالې ډلې، د بلوچستان د ازادۍ پوځ د دې حملې مسوولیت منلی او په یوه اعلامیه کې یې ویلي، چې د پاکستان هغه پوځیان یې په نښه کړي، چې د رېل‌ګاډي په تم‌ځای کې راغونډ شوي وو.

په پاکستان کې د پولیسو چارواکي وايي، په وژل شویو کې ۱۴ سرتېري هم شامل دي.

ايلون مسک اوکراين سره د سټارلينک سپوږمکيو له لارې د ملاتړ د دوام ژمنه کړې

ايلون مسک
ايلون مسک

د راپورونو له‌مخې د سپیس ایکس او د ټیسلا کمپنیو بنسټ ایښودونکی ایلون مسک د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ او د اوکراین د ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي ترمنځ د ټیلیفوني خبرو پر مهال حاضر و.

د اوکراین یوه جګپوړي چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط یې پرون جمعه د نوامبر په اتمه له فرانس پرس اژانس سره خبرې کولې تایید کړه چې، ایلون مسک په‌دې خبرو کې حاضر و.

ميلیارډر مسک د دې ټیليفوني خبرو په جریان کې وویل چې، دی به د خپلو سټارلینک سپوږمکیو له لارې د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي.

زیلینسکي له مسک څخه د سپوږمکۍ انټرنیټي وسایلو په‌خاطر چې د اوکراین سرتیري ورڅخه کار اخلي، مننه وکړه.

د اوکراین ولسمشر هم ټرمپ ته د بریا مبارکي ورکړې او ټرمپ وویل چې د اوکراین ملاتړ به کوي، خو نور جزیات یې ورنه‌کړل.

مسک چې د ټرمپ د ولسمشرۍ کمپاین د ملاتړ لپاره ميلیونونه ډالر ورکړي او له هغه سره څو ځلې په عام محضر کې راڅرګند شوی، له اوکراین سره د امریکا د پوځي ملاتړ په اړه یې ځینو څرګندونو کیف په غوسه کړی دی.

پنټاګون له اوکراين سره پوځي مرستو کې ځيني محدوديتونه نرموي

اوکراين سره د امريکا د پوځي تجهيزاتو مرسته، انځور - ارشيف
اوکراين سره د امريکا د پوځي تجهيزاتو مرسته، انځور - ارشيف

د امریکایي رسنیو د راپورونو له‌مخې، پنټاګون له اوکراین سره د پوځي مرستو په برخه کې ځیني محدودیتونه نرموي ترڅو د امریکا یو محدود شمېر پوځي خصوصي قراردادیان اجازه ولري چې په اوکراین کې دننه کار وکړي.

د یوشمېر امریکایي چارواکو له قوله چې نومونه یې نه‌دي په ډاګه شوي ویل شوي چې، دغه قراردادیان به د جګړو له کرښو ډېر لیرې د پوځي تجهیزاتو له ترمیم او ساتنې سره مرسته کوي او په جګړه کې به برخه نه اخلي.

متحدایالتونو په تېرو دوو کلونو کې له اوکراین سره د پوځي مرستو په ترڅ کې د یوشمېر پرمختللو وسلو د سیسټمونو مرسته کړې ده.

دغو چارواکو ویلي چې، پنتاګون قراردادیانو ته اجازه ورکوي چې اوکراین ته لاړ شي ځکه هلته د اف۱۶ جنګي الوتکو او د هوایي مدافعې سیسټمونو په شمول، د وسلو او تجهیزاتو د ترمیم لپاره تخنیکي لوړو مهارتونو ته اړتیا ده.

د چارواکو په خبره دغه قراردادیان به دا مسئله ډاډمنه کړي چې وسلې په چټکۍ سره ترمیم شي، ترڅو اوکرایني ځواکونه وکولای شي چې د جګړې په دوام کې ترې کار واخلي.

د ايران له لوري د ټرمپ د وژنې هڅه؛ امريکا يې جزيات خپاره کړل

د امریکا د متحدایالتونو عدلیې وزارت د هغې دسیسې جزیات خپاره کړل چې ویل کېږي ایران د امریکا د نوامبر د پنځمې نېټې تر انتخاباتو مخکې غوښتل چې ډنالډ ټرمپ ووژني.

عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه یو پنځوس کلن فرهاد شاکري تورن شوی چې، ده ته د ایران سپاه پاسداران انقلاب دنده سپارلې وه چې د ټرمپ د وژلو پلان جوړ کړي.

شاکري تر اوسه نه‌دی نیول شوی او د امریکا د حکومت په وینا احتمالا په ایران کې دی.

په نیویارک کې محکمې وویل چې، د ایران د سپاه پاسداران انقلاب یوه رسمي مقام په سپتمبر میاشت کې شاکري ته لارښوونه کړې وه چې د ټرمپ د وژلو لارې چارې ولټوي.

امستردام کې د فوټبال لوبه؛ د سيمې د ځوانانو او اسراييلي ملاتړو ترمنځ شخړه رامنځته شوې

د اسراییلو د مکابي تل‌ا‌‌بیب فوتبال کلپ ملاتړي
د اسراییلو د مکابي تل‌ا‌‌بیب فوتبال کلپ ملاتړي

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وایي، دوه الوتکې یې امستردام ته استولي چې د اسراییلو د مکابي تل‌ا‌‌بیب فوتبال کلپ ملاتړي له هغو بریدونو وروسته انتقال کړي چې ده او سیال یې د هالنډ صدراعظم دیک سخوف هغه د یهودانو ضد بریدونه بللي دي.

د هالنډ پولیسو وویل چې پرون پنج‌شنبې یې د امستردام په مرکزي برخه کې د سیمې د ځوانانو او د اسراییلي ملاتړو ترمنځ چې د اروپا لیګ سیالیو کې د آژاکس امستردام ټیم په وړاندې د خپل ټیم د لوبې د لیدو لپاره ورغلي و، له شخړو وروسته ۵۷ کسان نیولي دي.

پولیسو وویل، د فوټبال ټیمونو مینه‌‌وال وروسته له‌دې چې لوبه ۵ د صفر په مقابل کې د آژاکس ټیم وګټله، له کومې پېښې پرته له لوبغالي څخه وتلي وو، خو د شپې په جریان کې د ښار په مرکزي برخه کې د بېلابېلو نښتو راپور ورکړل شو.

له‌‌‌دې مخکې، د مکابي تل‌‌ابیب ټیم په وړاندې د فلسطین پلوه لاریون چې ټاکل شوې وه لوبغالي ته نږدې ترسره شي، هالنډي چارواکو په منځني ختیځ کې ډېرېدونکي کړکېچ ته په پام د امنیتي دلایلو له امله منع کړی و.

د هالنډ صدراعظم سخوف ویلي، دغو پېښو ډېر اندېښمن کړی او هغه یې "په بشپړ ډول د نه منلو وړ" بللي دي.
د هغه په خبره نتنیاهو ته یې ویلي چې، عاملان به یې په نښه کوي او محاکمه کوي به یې.

د اسراییل د صدراعظم دفتر وویل، نتنیاهو سخوف ته وویل چې، دی د اسراییلي اتباعو په وړاندې له مخکې پلان شوی، یهودي ضد برید ډېر جدي بولي او غوښتنه کوي چې هالنډ دې د یهودي ټولنې لپاره امنیت لا ټینګ کړي.

پوتين: د امريکا له نوي منتخب ولسمشر سره خبرو ته چمتو يو

د امريکا نوی منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسيې ولسمشر ولاديميرپوتين، انځور پخوانی دی.
د امريکا نوی منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسيې ولسمشر ولاديميرپوتين، انځور پخوانی دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ډونالډ ټرمپ ته د بریا مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې مسکو د جمهوري غوښتونکو له منتخب ولسمشر سره خبرو ته چمتو دی.

پوتین د تور سمندرګي په سوچي تفریحي ښارګوتي کې یوې نړیوالې غونډې ته تر وینا وروسته وویل: "زه غواړم له‌‌‌دې فرصت څخه په استفادې هغه ته د امریکا د متحدایالتونو د ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړم."

ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پر مهال ویلي و، چې که ولسمشر شي نو ژر به د اوکراین جګړه پای ته ورسوي، خو په‌‌دې اړه یې ډېر جزيات نه‌دي ورکړي.

پوتین وویل چې، دا څرګندونې د پاملرنې وړ دي او زیاته یې کړه که ټرمپ وغواړي چې اړیکې له سره ټینګې کړي، روسیه خبرو ته چمتو ده.

پوتین دا هم وویل، هغه د دې څخه متاثره شوی چې ټرمپ څرنګه د نومبر د ۵مې په ټاکنو کې د ولسمشر مرستیالې کامالا هریس ته په پرېکنده توګه ماتې ورکړه او د جولای په میاشت کې د وژنې له هڅې وروسته لږ وخت کې یې ځان راټول کړ.

پوتین ټرمپ یو زړور کس وباله.

تر دې مخکې د کریملن ویاند دمیتري پسکوف پرون پنج‌‌شنبې وویل، دی دا نه‌شي ردولی چې د روسیې د ولسمشر ولادمیرپوتین او د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ به مخکې له هغې چې نوموړی په جنوري میاشت کې د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړي، خبرې ونه‌شي.

دا څرګندونې په‌‌داسې حال کې کېږي چې د نوامبر د پنځمې نېټې د امریکا د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته چې ټرمپ وګټل، د امریکا او روسیې د اړیکو موضوع ته د نړیوالو پام زیات شوی دی.

د لبنان پوځ: د اسراييل په بريد کې درې لبناني وګړي وژل شوي

پر لبنان د اسراييل د بريد يو انځور
پر لبنان د اسراييل د بريد يو انځور

د لبنان پوځ پرون پنج‌شنبې وویل چې، د لبنان په جنوبي ښار صیدا کې د اسراییل په برید کې درې لبنانیان وژل شوي او د دې هېواد درې سرتېري ټپیان شوي دي.

د مالیزیا حکومت بیا وویل چې، د ملګروملتونو په سوله‌‌ساتو ځواکونو UNIFIL کې د دوی شپږ پوځیان ټپیان شوي دي.

د لبنان پوځ په یوه بیان کې وویل، په دغه برید کې هغه موټر په نښه شوی چې د تلاشۍ له یوې پوستې څخه تېرېده او درې لبنانیان چې په موټر کې دننه سپاره وو، ووژل شول.

د پوځ د بیان له‌‌مخې، ټپي شویو سرتېرو په پوسته کې دنده ترسره کوله.

د رویټرز د راپور له‌‌مخې د مالیزیا حکومت ویلي چې، د ملګروملتونو په سوله‌‌‌ساتو ځواکونو UNIFIL کې یې شپږ پوځیان هغه مهال ټپیان شول چې، د هغوی د سپرلۍ موټر له پوستې څخه د تېرېدو په حال کې و.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG