نړۍ
امریکایي پوځیانو پر حوثیانو درنه بمباري کړې

د امریکا پوځ ویلي دي چې د دوی هوایي بریدونو په یمن کې د تیلو یو مهم بندر چې د حوثي یاغیانو په واک کې و، ویجاړ کړی دی.
د ازادې اروپا / ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې، حوثیانو ویلي چې د امریکا په هوايي بریدونو کې ۲۰ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ، سینټکام، ویلي دي چې امریکایي ځواکونو د راس عیسی بندر په نښه کړ ترڅو د ایران ملاتړیو حوثي یاغیانو لپاره د تیلو اکمالات بند کړي او دوی له عاید څخه محروم کړي.
سینټکام په یوه بیان کې وویل، د دې بریدونو هدف د حوثیانو د ځواک اقتصادي سرچینې کمزورې کول وو.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې د دې برید هدف د یمن خلکو ته زیان رسول نه وو، هغو غواړي چې د حوثیانو له واکمنۍ خلاص شي او په سوله کې ژوند وکړي.
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مارچ په ۱۵مه د حوثیانو پر ضد کمپاین پیل کړ.
د دې کمپاین په تعقیب، د حوثیانو پر وړاندې د امریکا هوايي بریدونه زیات شوي دي ترڅو په سره سمندر او د عدن په خلیج کې پر ملکي او پوځي کښتیو د حوثیانو بریدونه پای ته ورسوي.
یو افغان په امریکا کې د ټاکنو په ورځ د حملې د پلان په خاطر مجرم وپېژندل شو

یو افغان ځوان چې د امریکا په اوکلاهوما ښار کې د ټاکنو په ورځ د برید د پلان په تور نیول شوی وو په خپل جرم اعتراف کړی.
د څارنوالانو په خبره اتلس کلن عبدالله حاجي زاده چې د اوکلاهوما په مور Moore کې اوسېده، د ترهګرۍ برید لپاره د وسلو او مهماتو د ترلاسه کولو او دسیسې جرم منلی.
عبدالله، چې د نیول کېدو پر مهال ۱۷ کلن و، د سزا په تمه دی او تر ۱۵ کلونو پورې په بند او دوه نیم لکو ډالرو جریمې سره مخ دی.
د محکمې اسناد ښيي حاجي زاده د زندان د دورې له تېرولو وروسته له امریکا څخه د ایستل کېدو له پرېکړې سره موافقه ښوولې.
د پنجشنبې په ورځ د عبدالله حاجي زاده وکیل، جیف بایرز سره پاتې شوي ټیلیفوني او بریښنالیک پیغامونه سمدلاسه هغه ته بېرته نه دي سپارل شوي.
د حاجي زاده ملګری – تورن، ۲۷ کلن، ناصر احمد توحیدي، چې پخوا یې په افغانستان کې د امریکا د پوځي تاسیساتو لپاره د امنیتي ساتونکي په توګه کار کاوه، اوس مهال د اسلامي دولت ډلې ته د مادي ملاتړ چمتو کولو او د توطیې جوړولو په تور د محاکمې په تمه دی.
څارنوالان ادعا کوي چې حاجي زاده او توحیدي د AK-47 ټوپکونو او مهماتو ترلاسه کولو لپاره اقدام کړی وو او پلان یې درلود چې تېر کال د ټاکنو په ورځ د خلکو ګڼه ګوڼه هدف وګرځوي او برید ترسره کړي.
ټرمپ: ایران خبرو ته لېواله دی د پوځي اقدام کومه بېړه نه لرم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي ایران خبرو ته لېواله دی نو ځکه دی د پوځي اقدام لپاره کومه بېړه نه لري.
هغه دا خبره پرون په سپینه ماڼۍ کې د ایټالیا له صدراعظمې جورجا میلوني سره په لیدنه کې رسنیو ته وکړه.
ټرمپ د نیویارک ټایمز یوه راپور ته په اشارې چې ګواکې د ایران په اټومي تاسیساتو د اسراییل له برید سره مخالفه دی وویل: نه وایم چې دا برید مې رد کړ خو د ترسراوي لپاره یې کومه بېړه نه لرم ځکه فکر کوم ایران د دې چانس لري چې یو ستر هېواد وي.
ټرمپ د عمان په پلازمینه مسقط کې د ایران او امریکا تر منځ وروستیو خبرو ته په اشارې ټینګار وکړ چې غوره ګڼي د خبرو له لارې حل پیدا شي.
ټرمپ وايي نه غواړي ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو په طالبانو غږ کړی چې اعدام او نورې بدني سزاوې بندې کړي

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په طالبانو غږ کړی چې سمدستي اعدام او نورې ټولې بدني سزاوې بندې کړي.
دغو کارپوهانو په یوه اعلامیه کې چې پرون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا خپره کړې د طالبانو له خوا د اعدام وروستۍ پېښې په کلکه غندلي دي.
د ملګرو ملتونو دغو کارپوهانو اعدام او نورې سزاوې غیر انساني او د نړیوالو قوانینو په خلاف بللي.
د طالبانو حکومت تېره اوونۍ څلور کسان په بادغیس، فراه او نیمروز کې د خلکو مخته اعدام کړل.
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې د اعدام دغو پېښو ته په شارې ویلي چې په عام محضر کې د اعدام تطبیق هېڅکله ان له دیني پلوه د دوی په خبره د توجیه وړ نه دی.
ملګرو ملتونو ویلي چې اعدامونه وحشت زیاتوي او ټولنه د تاوتریخوالي په وړاندې بې حسه کوي.
د ملګرو ملتونو په دغه اعلامیه کې یاده شوې چې طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې لس کسان اعدام کړي دي.
که څه هم د ملګرو ملتونو په شمول ګڼو نړیوالو بنسټونو او بشرپالانو له طالبانو مخکې هم غوښتي چې اعدام او نورې سزاوې بندې کړي خو د طالبانو حکومت وايي شریعت تطبیقوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له امریکا سره تر خبرو مخکې روسیې ته ولاړ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر نن پلازمینې مسکو ته ورسید. رویټرز اژانس څرګندوي چې تمه ده عباس عراقچي به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم وګوري.
دا سفر په داسې وخت کې ترسره کیږي چې ټاکل شوې ده دوې ورځې وروسته د ایران او د امریکا د متحد ایالتونو استازي د ایران د اټومي مسالې په تړاو دوهم پړاو خبرې پيل کړي.
د دې خبرو لومړی پړاو د شنبې په ورځ د عمان په پلازمینې مسقط کې ترسره شو چې په دې خبرو کې د ایران د پلاوي مشري عباس عراقچي کوله او د متحد ایالتونو د پلاوي مشري د امریکا د منځني ختیځ په چارو کې مسوول ستیف ویټکوف کوله.
د لومړي پړاو تر خبرو مخکې ښاغلی ویتکوف روسیې ته تللی و او بیا له هغه ځایه عمان ته ولاړ.
تهران او واشنګتن ویلي دي چې د خبرو لومړی پړاو مثبت او رغنده و.
۱۳۸ افغانان له اسلام اباده جرمني ته ورسېدل

یوه الوتکه چې ۱۳۸ افغان کډوال پکې سپاره وو، له اسلام اباد څخه د جرمني لایپزیګ ښار ته ورسیده.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې ټولو افغانانو د "مشروط قانوني استوګنې جوازونه" ترلاسه کړي دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په پناه غوښتونکو کې ۴۵ ماشومان، ۷۶ ښځې او ۶۲ نارینه شامل دي.
دوی به لومړی د مرکزي جرمني د کډوالو کمپ ته ولیږدول شي او په راتلونکو دوو اونیو کې به نورو ښارونو ته وویشل شي.
سږ کال درې نورو الوتکو ۴۶۱ افغان کډوال جرمني ته لیږدولي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي چې نږدې ۲۶۰۰ "زیان منونکي" افغانان لا هم جرمني ته د لېږد په تمه دي.
دا هغه افغانان دي چې وايي د طالبانو د واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د دوی ژوند په خطر کې دی.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې پوښتنې په ځواب کې چې زیانګالي افغانان به د پاکستان د حکومت لخوا د جبري ایستلو له خطر سره مخ نشي، وویل: "موږ د پاکستاني چارواکو سره نږدې همغږي لرو او ژمن یو چې د هغو کسانو سره مرسته وکړو چې د لیږد ژمنه یې شوې ده."
ارسنال او انټرمیلان نیمه پایلوبې ته لاړل

ارسنال او انټرمیلان د اروپا د فوټبال اتلانو جام نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه.
ارسنال چې تېره اوونۍ یې هم ریال مادرید ته درې – صفر ماته ورکړې وه بېګا بیا وتوانېد دوه – یو خپل سیال مات کړي.
په دې سره ارسنال سیمي فاینل ته لاړ.
په بله مهمه لوبه کې انټرمیلان ۲ – ۲ له بایرن مونیخ سره مساوي شوه خو د تېرې لوبې په خاطر چې ۲ پر ۱ يې لوبه ګټلې نیمه پایلوبې ته ووته.
په نیمه پایلوبه کې انټرمیلان له بارسلونا سره لوبه کوي.
د اروپا د اتلانو جام نیمه پایلوبې به دوه اوونۍ وروسته پیل شي.
تتلو په اعدام محکوم شو

د ایران قضایه قوې یو پېژندل شوی رپر سندرغاړی «تتلو» په اعدام محکوم کړی دی.
د قضایه قوې ویاند اصغر جهانګیر ویلي چې د امیرحسین مقصودلو د اعدام د حکم په وړاندې اعتراض شوی او دمګړۍ په ستره محکمه کې د څېړنې په حال کې دی.
امیرحسین مقصودلو چې په خپل هنري نوم «تتلو» شهرت لري د فساد او فحشا په تور په لس کاله بند او مقدساتو ته د سپکاوي په تور په پنځو کلونو بند محکوم دی.
د ایران قضایه قوې مقدساتو ته د سپکاوي په تور هغه ته د اعدام سزا اورولې ده.
امیرحسین مقصودلو چې کلونه په ترکیه کې اوسېده د ۱۴۰۲ کال په لیندۍ کې د ایران د کنسولګرۍ د شکایت پر بنسټ د پولیسو له خوا ونیول شو او ایران ته واستول شو.
امیرحسین مقصودلو په خواله رسنیو هم خورا شهرت لري. انستاګرام د هغه پاڼه چې څلور میلیونه مینه وال یې درلودل تړلې ده.
واشنګتن د هنګري د یوه چارواکي بندیز لرې کړ

د امریکا متحد ایالتونو د هنګري د صدراعظم ویکتور اوربان د کابینې پر مشر انتال روګان د فساد او خپلوي پالنې په تور لګیدلي بندیزونه لرې کړل.
د متحد ایالتونو د خزانې وزارت پرون په یوه بیان کې چې د دې وزارت پر ویبپاڼه خپور شوی دی له بندیزونو څخه د روګان د نوم د لرې کیدو خبر ورکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې تامي بروس وویل، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سې شنبې په ورځ د هنګري بهرنیو چارو وزیرپیتر سیجارتو له دې پریکړې خبر کړ او څرګند یې کړه چې د اوږدې مودې په مخه دا ډول بندیز د واشنګتن د بهرني سیاست له ګټو سره په ټکر کې دی.
اوربان په اروپا کې د ولسمشر ټرمپ له سختو ملاتړیو څخه دی.
د امریکا او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران د ایران د نیابي ډلو د خطرونو په تړاو وغږیدل

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان سره د دوشنبې په ورځ ( اپریل ۱۴) خبرې وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس په یوه بیان کې د دې ټیلفوني مکالمې په اړه وویل چې دوی د ایران او د هغه د نیابتي ډلو لخوا د سیمه ییز امنیت او ثبات لپاره د خطرونو په اړه خبرې وکړې او د ترهګرۍ ضد همکارۍ او د ناټو د پیاوړتیا د اهمیت په برخو کې یې موافقه وکړه.