افغانستان
د طالبانو د اترا ادارې مشر د جنوبي اسيا په يوه غونډه کې د ګډون په موخه هند ته لاړ
د طالبانو د حکومت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې یا (اترا) مشر سید برات شاآغا ندیم د جنوبي اسیا د یوشمېر ادارو په غونډه کې د ګډون په هدف نن هند ته روان شوی دی.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې، د اترا د دغه چارواکي په مشرۍ افغان پلاوی به په هند کې د جنوبي اسیا د "مقرراتي ادارو" په غونډه کې ګډون وکړي.
ښاغلي مجاهد پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر د دغه خبر نور جزیات نهدي ورکړي.
دا سفر داسې مهال کېږي چې تېره اوونۍ د افغانستان لپاره د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی جې پي سینګ کابل ته تللی و او د طالبانو د کابینې له مهمو غړو، له هغې ډلې د دفاع او بهرنیو چارو له سرپرست وزیرانو، ملا محمد یعقوب مجاهد او امیرخان متقي سره یې د کابل او نوي ډیلي پر اړیکو خبرې کړې وې.
پرون سهشنبه د طالبانو حکومت د هند په ممبي ښار کې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ ته حافظ اکرامالدین کامل د خپل سرپرست استازي په توګه وګماره، چې د راپورونو لهمخې هند دغه استازی تایید کړی دی.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د اتلولۍ له جام سره کابل ته ستنه شوه
دغه لوبډله له بنګلهدېش سره د درېیو پنځوس اوره لوبو د لړۍ لپاره متحده عربي اماراتو ته تللې وه، چې هلته یې د دغې لړۍ دوه لوبې او اتلولي وګټله.
دا په تېرو څو میاشتو کې درېیم ځل دی چې افغانستان د کرکټ په برخه کې ورته بریاوې لري.
د کرکټ ملي لوبډلې د تېرې میزان یا تلې میاشتې په لومړیو کې له جنوبي افریقا څخه هم یوه لوبلړۍ ګټلې وه.
د کرکټ الف لوبډله د تېرې اکتوبر میاشتې په وروستیو کې د اسیایي لوبو اتله شوه.
تاجکستان کې نن د فوټبال يوه درې اړخيزه لوبلړۍ پيليږي
د افغانستان، تاجکستان او نیپال د فوټبال د ملي لوبډلو ترمنځ یوه درې اړخیزه لوبلړۍ نن چهارشنبې په تاجکستان کې پیلېږي.
دا ټورنمنټ به د کابل په وخت د مازیګر په پنځهنیمو بجو د پلازمېنې دوشنبې په مرکزي سټوډیوم کې د نیپال او تاجکستان په لوبه پیل شي.
افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه په همدې سټوډیوم کې د شنبې ورځې د مازیګر په پنځهنیمو بجو د نیپال د لوبډلې پر وړاندې وکړي.
د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې دوهمه لوبه به د سهشنبې په ورځ د کوربه تاجکستان له لوبډلې سره وي.
افغان لوبډله له څه باندې پنځهنیمو میاشتو وروسته د لومړي ځل لپاره له خپل ازبکستاني روزونکي عثمان توشیف سره د لوبو ډګر ته ننوځي.
کابل کې د ښاروالۍ له لوري د "کابل نوی انځور" په نوم نندارتون پرانيستل شوی
د "کابل نوی انځور" تر عنوان لاندې پهدې ښار کې د بشپړو شویو پروژو انځوریز نندارتون پرانیستل شوی دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د راپور لهمخې په دغه نندارتون کې چې پرون سهشنبې د کابل په زرنګار پارک کې پرانيستل شو، د کابل ښاروالۍ د ۱۲۰ مهمو پروژو انځورونه نندارې ته وړاندې شوي، چې زیاتره یې د سړکونو دي.
په دغو انځورونو کې د رغول شویو سړکونو، کوڅو او تفریحي پارکونو پخوانی او اوسنی حالت ښودل شوی او ورسره نور معلومات لیکل شوي دي.
له کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، په کابل کې د لویو او وړو سړکونو، کوڅو او تفریحي پارکونو د رغونې ګڼې پروژې عملي شوي یا پرې کار روان دی.
د کابل ښاروالۍ چارواکو ویلي، ډېری دغه پروژې د هغه ماسټرپلان یوه برخه ده چې د پخواني جمهور ریيس سردار محمد داوود خان د حکومت پر مهال جوړشوی و.
يواينايچسيار د پکتيکا زلزلهځپليو ته ۸۰۰سرپناوې جوړوي
د ملګروملتونو د کډوالو لويه کمېشنري وایي چې، په پکتیکا کې به اته سوه هغو کورنیو ته اساسي سرپناوې جوړې کړي چې کورونه یې د ۲۰۲۲ کال په زلزله کې ویجاړ شوي دي.
د افغانستان لپاره د دې کمېشنرۍ څانګې پرون سهشنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، زیانمنو کورنیو ته به دغه کورونه په ګیان ولسوالۍ کې د افغانستان د پیسو د امانت د ځانګړي صندوق له بوديجې جوړ شي او تمه کوي چې دغه کورنۍ به وکولای شي چې له سږني ژمي مخکې خپلو دغو نویو کورونو ته کډه شي.
د ۲۰۲۲ کال د جون د میاشتې په ۲۲مې یوې زورروې زلزلې پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونه ولړزول چې په نتیجه کې یې د پکتیکا په برمل او ګیان ولسوالیو کې او د خوست په سپیرې ولسوالۍ کې په زرګونو کورونه ویجاړ شول.
د دغې زلزلې له امله له زرو زیات کسان مړه او په زرګونو نورو ټپیان شوي و.
د افغانستان په ۱۷ولايتونو کې د ورښت او سختو بادونو-دوړو اټکل شوی
د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت نن د افغانستان په اوولسو ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې برېښنا او سختو بادونو او دوړو اټکل کړی دی.
دې وزارت پرون سهشنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې، نن په بدخشان، نورستان، پروان، پنجشیر، تخار، بغلان، کندوز، سمنګان، بلخ، بامیان، سرپل، جوزجان، فاریاب، دایکنډي، بادغیس او هرات او همدارنګه په سالنګونو کې د تالندې او برېښنا په ملتیا د سختو بارانونو اټکل کېږي.
وړاندوینه شوې چې د ورښت اندازه به د ۱۵ نه تر۴۰ ملي مترو پورې وي.
دې وزارت همدارنګه ویلي، په سالنګونو او د هېواد په یوشمېر لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو چې سرعت به یې په ساعت کې له ۵۰ نه تر ۷۵ کیلومترو پورې وي، احتمال شته.
د افغانستان په یوشمېر سیمو کې وروستیو بارانونو او سېلونو خلکو ته ډېر ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي.
تاجکستان کې سبا د فوټبال درې اړخيزه لوبلړۍ پيليږي
د افغانستان، تاجکستان او نیپال د فوټبال د ملي لوبډلو ترمنځ یوه درې اړخیزه لوبلړۍ سبا په تاجکستان کې پیلېږي.
دا ټورنمنټ به د کابل په وخت د مازیګر په پنځهنیمو بجو د پلازمېنې دوشنبې په مرکزي سټوډیوم کې د نیپال او تاجکستان په لوبه پیل شي.
افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه په همدې سټوډیوم کې د شنبې ورځې د مازیګر په پنځهنیمو بجو د نیپال د لوبډلې پر وړاندې وکړي.
د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې دوهمه لوبه به د سهشنبې په ورځ د کوربه تاجکستان له لوبډلې سره وي.
افغان لوبډله له څه باندې پنځهنیمو میاشتو وروسته د لومړي ځل لپاره له خپل ازبکستاني روزونکي عثمان توشیف سره د لوبو ډګر ته ننوځي.
اذربايجان کې د ملګروملتونو له لوري د چاپيريالساتنې کنفرانس به دوه اوونۍ دوام ولري
د چاپیریالساتنې په اړه د ملګروملتونو په نوښت جوړ شوی کنفرانس پرون د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې پیل شو، چې دوه اوونۍ به دوام وکړي.
د افغانستان په ګډون د نړۍ ۱۹۸ هېوادونه د COP29 په نوم دې کنفرانس کې ګډون لري او په غونډو کې به یې د اقلیمي بدلون له کبله د رامنځته شویو ستونزو په اړه بحثونه وشي.
د اقلیمي بدلون لپاره د ملګروملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ ځانګړي سلاکار اندریو هارپر فرانس پرس خبري اژانس ته وویل، افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلون له اغېزو تر ټولو ډېر زیانمن شوی، خو لهدې زیانونو سره د مقابلې لپاره تر ټولو لږ امکانات لري.
د تر ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدل، بېوخته بارانونه-سېلابونه او پرلهپسې وچکالۍ په افغانستان کې د اقلیمي بدلون لویې نښې دي.
د امریکا د نړیوال پرمختګ اداره: افغانستان کې د غاليو د توليد کلنۍ کچه لوړه شوې
د امریکا د نړیوال پرمختګ اداره (USAID) وايي، په افغانستان کې د غالیو د تولید کلنۍ کچه له ۱،۱ میلیون مربع مترو څخه ۳،۳ میلیون مربع مترو ته لوړه شوې ده.
يوايساېآیډي پر خپله ایکسپاڼه په یوه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي چې، د افغاني غالیو له تولید څخه ترلاسه شوي عواید هم شاوخوا ۳۳۰ میلیون ډالرو ته لوړ شوي دي.
د بیان لهمخې د غالیو اوبدلو په صنعت کې اوسمهال نژدې دولس لکه کسان په کار بوخت دي چې، په سلو کې نوي یې ښځې دي.
په بیان کې ټینګار شوی دی چې، د افغاني غالیو په تولید کې زیاتوالی د اسیبا ACEBA په نوم د USAID د پروګرام په مرسته راغلی دی.
غالۍ له ډېرو پخوانیو کلونو راهیسې د افغانستان د محصولاتو او بهر ته د صادراتو مهم قلم دی.