د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۷

افغانستان

له خوست څخه سعودي عربستان ته الوتنې پيل شوې

د کام اير هوايي شرکت يوه الوتکه
د کام اير هوايي شرکت يوه الوتکه

د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت پرون په خپله ايکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) کې د دې الوتنو خبر ورکړ او څرګنده یې کړه چې د کام ایر هوایي شرکت الوتنې به له‌‌دې وروسته په اوونۍ کې یو ځل د خوست له نړیوال هوایي ډګره د سعودي عربستان جدې ته ترسره شي.

ازادي راډیو نژدې دوې میاشتې مخکې دا خبر ترلاسه کړی و چې د خوست له هوایي ډګره به د جدې ترڅنګ د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته هم الوتنې پیل شي.

د خوست نړیوال هوایي ډګر د دوه زره یو ویشتم کال د جولای په میاشت کې د هغه وخت ولسمشر اشرف غني پرانیست.

نن د افغانستان په ۱۸ولايتونو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی

د بارنونو له امله اوښتې ويجاړي
د بارنونو له امله اوښتې ويجاړي

اټکل شوی دی چې نن د افغانستان په اتلس ولایتونو کې سخت ورښتونه وشي او سېلونه وبهیږي.

د طالبانو د هواپېژندنې ادارې د اټکل له‌‌‌‌مخې د افغانستان په ختیځ، شمال ختیځ، مرکزي او یوشمېر لوېدیځو ولایتونو کې به نن له پنځلسو تر پنځه‌دېرش ملي مترو پورې ورښتونه وشي.

په افغانستان کې سږکال د ورښتونو له امله د بهېدلو سېلونو په ترڅ کې تر درې سوه ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او دې سېلونو ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.

د کندهار-هرات د لارې په اوږدو کې د دوو جوماتونو جوړېدو چارې پيل شوې

د کندهار-هرات لار
د کندهار-هرات لار

د طالبانو د حکومت د ټول‌ګټو وزارت د کندهار-هرات لارې په اوږدو کې د دوو جوماتونو د جوړېدو د چارو د پیلېدو خبر ورکوي.

دې وزارت نن چهارشنبې په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې، د دې لارې په اوږدو کې یو جومات د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې او بل د همدې ولایت په واشیر ولسوالۍ کې جوړیږي.

دواړه جوماتونه هر یو د څه کم ۳۴ميلیونه افغانیو په لګښت د دوو خصوصي ودانیزو شرکتونو له‌‌خوا جوړیږي، چې چارې به یې په یوه کال کې بشپړې شي.

د طالبانو د حکومت د ټول‌ګټو وزارت په خبره، د خپل مشر ملاهبت‌الله اخندزاده له‌خوا دې وزارت ته دنده سپارل شوې چې، په افغانستان کې د لویو لارو په اوږدو کې ۷۵ محرابه جوماتونه ورغوي چې، په یوه وخت کې به د درې سوه لمونځ کونکو، ۱۷۰ نارینه‌‌و او ۱۳۰ ښځینه‌و ظرفیت لري او ټول تاسیسات به یې هم پر سولري برېښنا سمبال وي.

د طالبانو د مخابراتو وزارت د مکالمو او انټرنيټي خدمتونو نوې بيې اعلان کړې

ارشیف: په افغانستان کې د مخابراتي شبکو انتنونه
ارشیف: په افغانستان کې د مخابراتي شبکو انتنونه

د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په‌دغه هېواد کې د مکالمو او انټرنیټي خدمتونو لپاره نوې بیې اعلان کړي دي.

د دغو بیو د نوم‌لړ له‌‌مخې د یوې واحدې شبکې د سیم‌‌کارتونو ترمنځ خبرې دقیقه په (یو اعشاریه دېرش) افغانۍ او له یوې شبکې بلې ته (یو اعشاریه څلوېښت) افغانۍ ټاکل شوی.

د مکالمې په دغې بیه کې د تېر پرتله دېرش-تر شپږ دېرش فیصدو پورې کموالی راغلی دی.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیر نجیب‌الله حیات حقاني نن چهارشنبه رسنیو ته ویلي چې د یوه جي بي میاشتني انټرنیټ بیه ۹۵ افغانۍ ټاکل شوې چې د پخوا پرتله ۱۴ فیصده کموالی ښيي.

له یوې شبکې بلې ته د لیکلي پيغام یا اس‌ایم‌‌‌اس بیه هم یوه نیمه افغانۍ ټاکل شوې چې پخوا ته په کتو اته شپیته په سلو کې کموالی راغلی دی.

ټاکل شوې دغه بیې د نوي ۲۰۲۵ کال له پيله عملي شي.

تر دې وړاندې بیا ګڼو افغانانو د انټرنیټ او مخابراتي شبکو له کمزوري فعالیته شکایتونه کړي او ویلې يې دي، بیې یې هم د ګاونډیو هېوادونو پرتله لوړې دي.

په پکتیا ولایت کې په عام محضر کې د یوه کس اعدامولو غبرګونه پارولي دي

ارشيف
ارشيف

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) ویلي چې، په عام محضر کې اعدامونه، د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان د نړیوالو ژمنو خلاف کار دی.

یوناما نن چهارشنبه پر خپله ایکس‌‌پاڼه/پخواني ټویټر لیکلي چې دا اعدامونه باید پای ومومي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپورتر ریچارد بېنيټ هم دغه اعدام "زړه بوږنونکی" بللی او غندلی یې دی.

بېنیټ هم، چې افغانستان ته یې پر تګ بندیز لګېدلی، پر طالبانو غږ کړی چې دا ډول سزاوې ودروي.

طالبانو نن چهارشنبه د پکتیا د مرکز ګردیز په ورزشي سټډیوم کې یو کس په عام محضر کې اعدام کړ.

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د محمد ایاز اسد په نوم یو کس نن چهارشنبه د قتل په جرم "قصاص" شوی دی.

فرانس پریس خبري اژانس لیکلي چې، نوموړی د مقتول د کورنۍ له‌‌خوا درې ډزه پر ټټر ویشتل شوی دی.

د قصاص په دغو مراسمو کې د طالبانو د کابینې مهمو غړو له هغې ډلې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌‌الدین حقاني ګډون کړی دی.

د راپورونو له‌‌‌مخې دا د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې د قصاص شپږم حکم دی چې عملي کېږي.

د طالبانو د اترا ادارې مشر د جنوبي اسيا په يوه غونډه کې د ګډون په موخه هند ته لاړ

د طالبانو د حکومت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې یا (اترا) مشر سید برات شاآغا ندیم
د طالبانو د حکومت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې یا (اترا) مشر سید برات شاآغا ندیم

د طالبانو د حکومت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې یا (اترا) مشر سید برات شاآغا ندیم د جنوبي اسیا د یوشمېر ادارو په غونډه کې د ګډون په هدف نن هند ته روان شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې، د اترا د دغه چارواکي په مشرۍ افغان پلاوی به په هند کې د جنوبي اسیا د "مقرراتي ادارو" په غونډه کې ګډون وکړي.

ښاغلي مجاهد پر خپله ایکس‌‌پاڼه یا پخواني ټویټر د دغه خبر نور جزیات نه‌دي ورکړي.

دا سفر داسې مهال کېږي چې تېره اوونۍ د افغانستان لپاره د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی جې پي سینګ کابل ته تللی و او د طالبانو د کابینې له مهمو غړو، له هغې ډلې د دفاع او بهرنیو چارو له سرپرست وزیرانو، ملا محمد یعقوب مجاهد او امیرخان متقي سره یې د کابل او نوي ډیلي پر اړیکو خبرې کړې وې.

پرون سه‌‌شنبه د طالبانو حکومت د هند په ممبي ښار کې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ ته حافظ اکرام‌‌‌الدین کامل د خپل سرپرست استازي په توګه وګماره، چې د راپورونو له‌‌مخې هند دغه استازی تایید کړی دی.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د اتلولۍ له جام سره کابل ته ستنه شوه

افغان کرکټ لوبډلمشر سره د اتلولۍ جام
افغان کرکټ لوبډلمشر سره د اتلولۍ جام

دغه لوبډله له بنګله‌دېش سره د درېیو پنځوس اوره لوبو د لړۍ لپاره متحده عربي اماراتو ته تللې وه، چې هلته یې د دغې لړۍ دوه لوبې او اتلولي وګټله.

دا په تېرو څو میاشتو کې درېیم ځل دی چې افغانستان د کرکټ په برخه کې ورته بریاوې لري.

د کرکټ ملي لوبډلې د تېرې میزان یا تلې میاشتې په لومړیو کې له جنوبي افریقا څخه هم یوه لوبلړۍ ګټلې وه.

د کرکټ الف لوبډله د تېرې اکتوبر میاشتې په وروستیو کې د اسیایي لوبو اتله شوه.

تاجکستان کې نن د فوټبال يوه درې اړخيزه لوب‌لړۍ پيليږي

د تاجکستان فوټبال لوبډله
د تاجکستان فوټبال لوبډله

د افغانستان، تاجکستان او نیپال د فوټبال د ملي لوبډلو ترمنځ یوه درې اړخیزه لوب‌لړۍ نن چهارشنبې په تاجکستان کې پیلېږي.

دا ټورنمنټ به د کابل په وخت د مازیګر په پنځه‌‌‌‌نیمو بجو د پلازمېنې دوشنبې په مرکزي سټوډیوم کې د نیپال او تاجکستان په لوبه پیل شي.

افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه په همدې سټوډیوم کې د شنبې ورځې د مازیګر په پنځه‌‌‌‌نیمو بجو د نیپال د لوبډلې پر وړاندې وکړي.

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې دوهمه لوبه به د سه‌‌‌‌‌‌شنبې په ورځ د کوربه تاجکستان له لوبډلې سره وي.

افغان لوبډله له څه باندې پنځه‌‌‌‌‌‌نیمو میاشتو وروسته د لومړي ځل لپاره له خپل ازبکستاني روزونکي عثمان توشیف سره د لوبو ډګر ته ننوځي.

کابل کې د ښاروالۍ له لوري د "کابل نوی انځور" په نوم نندارتون پرانيستل شوی

د کابل ښار يوه څنډه
د کابل ښار يوه څنډه

د "کابل نوی انځور" تر عنوان لاندې په‌دې ښار کې د بشپړو شویو پروژو انځوریز نندارتون پرانیستل شوی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د راپور له‌‌مخې په دغه نندارتون کې چې پرون سه‌شنبې د کابل په زرنګار پارک کې پرانيستل شو، د کابل ښاروالۍ د ۱۲۰ مهمو پروژو انځورونه نندارې ته وړاندې شوي، چې زیاتره یې د سړکونو دي.

په دغو انځورونو کې د رغول شویو سړکونو، کوڅو او تفریحي پارکونو پخوانی او اوسنی حالت ښودل شوی او ورسره نور معلومات لیکل شوي دي.

له کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، په کابل کې د لویو او وړو سړکونو، کوڅو او تفریحي پارکونو د رغونې ګڼې پروژې عملي شوي یا پرې کار روان دی.

د کابل ښاروالۍ چارواکو ویلي، ډېری دغه پروژې د هغه ماسټرپلان یوه برخه ده چې د پخواني جمهور ریيس سردار محمد داوود خان د حکومت پر مهال جوړشوی و.

يو‌اين‌ايچ‌سي‌ار د پکتيکا زلزله‌ځپليو ته ۸۰۰سرپناوې جوړوي

په پکتيکا ولايت کې د ۲۰۲۲ کال د جون د میاشتې د ۲۲مې د زلزلې له امله د رامنځته شوې ويجاړۍ يو انځور
په پکتيکا ولايت کې د ۲۰۲۲ کال د جون د میاشتې د ۲۲مې د زلزلې له امله د رامنځته شوې ويجاړۍ يو انځور

د ملګروملتونو د کډوالو لويه کمېشنري وایي چې، په پکتیکا کې به اته سوه هغو کورنیو ته اساسي سرپناوې جوړې کړي چې کورونه یې د ۲۰۲۲ کال په زلزله کې ویجاړ شوي دي.

د افغانستان لپاره د دې کمېشنرۍ څانګې پرون سه‌شنبې په خپله ایکس‌‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، زیانمنو کورنیو ته به دغه کورونه په ګیان ولسوالۍ کې د افغانستان د پیسو د امانت د ځانګړي صندوق له بوديجې جوړ شي او تمه کوي چې دغه کورنۍ به وکولای شي چې له سږني ژمي مخکې خپلو دغو نویو کورونو ته کډه شي.

د ۲۰۲۲ کال د جون د میاشتې په ۲۲مې یوې زورروې زلزلې پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونه ولړزول چې په نتیجه کې یې د پکتیکا په برمل او ګیان ولسوالیو کې او د خوست په سپیرې ولسوالۍ کې په زرګونو کورونه ویجاړ شول.

د دغې زلزلې له امله له زرو زیات کسان مړه او په زرګونو نورو ټپیان شوي و.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG