افغانستان
کرکټ؛ افغانستان په لومړي ځل سویلي افریقا ته ماتې ورکړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د درې یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې سویلي افریقا ته د ۶ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.
دغه سیالي چې نن چهارشنبه د سپټمبر میاشتې په ۱۸مه نېټه د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې د کابل پر وخت مازدیګر ۴:۳۰ نیمې بجې پیل شوې وه، سویلي افریقا د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه.
مېلمه لوبډلې د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په ۳۳.۳ اورونو کې ۱۰۶ منډې جوړې کړې.
د یادې لوبډلې په ګټه وین مولډر تر نورو زیاتې ۵۲ منډې وکړې.
په افغان توپ اچونکو کې فضلحق فاروقي ۴، الله محمدغضنفر ۳ او راشدخان دوه لوبغاړي وسوځول.
افغان لوبډلې ورکړل شوی هدف د ۴ ویکټو تر سوځېدو ورسته په ۲۶م اور کې پوره کړ.
په افغان توپوهونکو کې ګلبدین نایب ۳۴ او عظمت الله عمرزي ۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.
فضلحق فاروقي د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.
ټاکل شوې ده چې، دواړه لوبډلې به دویمه سیالي د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۰مه او وروستۍ به د همدې میاشتې په ۲۲مه نېټه ولوبوي.
د فوټسال نړیوال جام؛ ارجنټاین افغانستان ته ماتې ورکړه
د فوټسال نړیوال جام په دویمې سیالۍ کې افغانستان نن چهارشنبه د ارجنټاین پر وړاندې سیالي وکړه چې ۲ـ۱ یې ماتې وخوړه.
دغه سیالي چې د کابل پر وخت ماښام ۷:۳۰ بجې پیل شوې وه، د لوبې په لومړۍ او دویمې نیمايي کې ارجنټاین دوه ګولونه ووهل او افغانستان د یوه ګول په وهلو سره لوبه وبایلله.
دا په روان نړیوال جام کې د افغانستان دویمه سیالي وه چې په لومړۍ لوبه کې یې انګولا ته ماتې ورکړې وه.
افغان لوبډله به په ګروپي پړاو کې خپله وروستۍ لوبه له اکراین سره د سپټمبر په ۲۱مه نېټه ترسره کړي.
کرکټ؛ سویلي افریقا افغانستان ته د ۱۰۷ منډو هدف وټاکه
د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه پیل شوې ده، چې سویلي افریقا افغانستان ته د ۱۰۷ منډو هدف وټاکه.
دغه سیالي چې د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې د کابل پر وخت مازدیګر ۴:۳۰ بجې پیل شوې مېلمه لوبډلې یې پچه وګټه او توپوهنه یې غوره کړه.
سویلي افریقا د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په ۳۳.۳ اورونو کې ۱۰۶ منډې وکړې.
د یادې لوبډلې په ګټه تر نورو زیاتې ۵۲ منډې اېون مولډر وکړې.
افغانستان ته په توپاچونه کې فضل حق فاروقي ۴، الله محمدغضنفر ۳ او راشدخان دوه لوبغاړي وسوځول.
افغانستان به په څو شېبو کې د خپلې توپوهنې پاڼۍ پیل کړي.
ريچارد بېنيټ: هيڅ پلمه نهشي کولی له زدهکړو د افغان نجونو محروميت توجيه کړي
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپورتر ریچارد بېنیټ وایي، هیڅ پلمه نهشي کولای له زدهکړو او تحصیله د افغان نجونو محرومیت توجیه کړي.
ښاغلي بېنیټ نن چهارشنبه (د وږي ۲۸مه) پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر له ښونځیو د افغان نجونو د محرومیت د درېیمې کلیزې په مناسبت دا څرګندونې کړي او نوموړی له هغه نړیوال کمپاین سره یوځای شوی چې شعار یې دی: "د افغان نجونو غږ، زدهکړې نهشي منتظرېدای."
هغه ټینګار کړی چې، افغان نجونې او ښځې د زدهکړو حق لري.
طالبانو په ۱۴۰۰هجري لمریز کال کې واک ته له رسېدو وروسته د نجونو ښونځي وتړل او وروسته یې د نجونو پوهنتونونه هم بند کړل.
له پاکستانه سکاټلنډ ته د رسېدلو ۱۹ افغان نجونو طبي زدهکړې پیل شوي
په سکاټلنډ کې د هغو ۱۹ افغان نجونو طبي زدهکړې پيل شوي چې د تېرې اګست میاشتې په ۲۱مه له پاکستانه دغه هېواد ته ورسېدې.
یوه له دغو محصلانو څخه زهرا حسیني ده.
نوموړې فرانس پرېس اژانس ته ویلي، سکاټلنډ ته په رسېدو یې د ډاکترې کېدو ارمان پوره شو.
دغه افغان محصلانې، چې افغانستان کې له پوهنتونه منع شوې وې، د لیندا نورګروف بنسټ له درېیو کلنو هڅو وروسته بریتانیا ته ولېږدول شوې.
۳۶ کلنه لیندا چې یوه سکاټلنډۍ مرستندویه کارکوونکې وه، ۲۰۱۰م کال کې د اسلامپاله ملېشو لهخوا افغانستان کې وتښتول شوه او بیا د امریکایي ځواکونو لهخوا د ژغورنې د عملیاتو پر مهال ووژل شوه.
د لیندا تر وژلو وروسته د هغې مور او پلار د هغې په نوم بنسټ جوړ کړ او همدغه بنسټ دغه کابو شل افغان نجونې اوس د تحصیل د دوام لپاره بریتانیا ته غوښتي دي.
طالبانو د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر کې د نجونو پوهنتونونه وتړل.
میرویس اشرف د یوې بلې دورې لپاره هم د افغانستان کرکټ بورډ مشر وټاکل شو
د افغانستان کرکټ بورد اعلان کړی چې عمومي مشر یې میرویس اشرف د یوې بلې درې کلنۍ دورې لپاره هم پر خپله دنده پاتې شو.
میرویس اشرف د طالبانو د حکومت په لومړي کال کې د درېیو کلونو لپاره د کرکټ بورډ د عمومي مشر په توګه ټاکل شوی و.
کرکټ بورد لیکلي: د رییس الوزرا د یوه فرمان له مخې د میرویس اشرف کاري موده د یوې بلې کاري دورې (۳ نورو کلونو) هم لپاره وغځول شوه."
دغه راز په دې خبر کې ویل شوي چې د اجرایوي ریس نصیب خان کاري موده هم د درېیو نورو کلونو لپاره غځول شوې ده.
د ویلو ده چې میرویس اشرف د کرکټ بورډ یوازېنی مشر دی چې خپله لومړۍ کاري دوره یې پوره کړه او بیا ځلي په دې دندې وګومارل شو.
شولڅ د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د همکارۍ پراختیا د جرمني ستراتیژیک هدف وباله
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ د منځنۍ آسیا د پنځو هېوادونو ولسمشرانو ته ویلي دي چې له دوی سره د همکارۍ پراختیا د جرمني ستراتیژیک هدف دی.
شولڅ د قزاقستان، ازبکستان، قرغزستان، ترکمنستان او تاجکستان ولسمشرانو ته په هغه غونډه کې چې پرون د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړه شوې وه وویل چې له دې هېوادونو سره د جرمني اړیکي هیڅکله دومره نه وو نږدې شوي لکه اوس چې دي.
هغه زیاته کړه چې دواړه لوري د نړۍ په اوسني مبهم حالت کې نږدې ملګرتیا ته اړتیا لري.
شولڅ په منځنۍ آسیا کې د روسیې د نفوذ د کمولو لپاره د هڅو په ترڅ کې د ۲۰۲۳م کال په سپټمبر کې په برلین کې د منځنۍ آسیا له ولسمشرانو سره په لومړۍ سرمشریزه کې هم کتلي وو.
په افغانستان او نوره نړۍ کې د خپلو حقونو لپاره غږ اوچتونکې افغان مېرمنې وستایل شوې
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هغه افغان مېرمنې ستایلي چې په افغانستان او نوره نړۍ کې د خپل حقونو لپاره غږ اوچتوي.
مېرمن امیري نن پر خپل ایکسپاڼه په یوه بیان کې ولیکل، داسې مهال چې طالبان د دې په ټکو، د جنسي ځورونو تګلارې ته دوام ورکوي افغان مېرمنې په هېواد کې دننه او بهر په بېلابېلو ځایونو کې راټولېږي څو وښيي چې د خپلو حقونو په دفاع کې له نړیوالو حساب کتاب غواړي.
مېرمن امیري د کومې غونډې یادونه نه ده کړې او نه یې د چا نومونه یاد کړي، خو نوموړې دا بیان وروسته له هغه ورکوي چې د افغان مېرمنو یوې ډلې پرون د اروپا د پارلمان یوې غونډې ته د افغانستان د بشري وضعیت په اړه خبرې وکړې.
د دې غونډې یوې ګډونوالې افغانې سیاستوالې شکریې بارکزۍ په خپله وینا کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د روان وضعیت او په ځانګړي ډول د بشري حقونو وضعیت ته ډېره پاملرنه وکړي.
د افغانستان دوه ملي لوبډلې سیالۍ لري
د افغانستان دوه ملي لوبډلې نن لوبې کوي.
د افغانستان د فوټسال ملي ټیم به نن چهارشنبې د ۲۰۲۴م کال د فوټسال نړیوال جام سیالیو په لړ کې په دویمه لوبه کې له ارجنټاین سره مخامخ شي.
د ازبکستان پلازمېنه تاشکند د دغو سیالیو کوربه دی.
افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې انګولا ته ۶ د ۴ پر وړاندې ماتې ورکړې وه او ارجنټاین هم د اوکراین په وړاندې ۷-۱ بریا خپله کړې ده.
همدارنګه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به نن له جنوبي افریقا سره د درېیو نړیوالو یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړی لوبه پیل کړي.
دغه لوبې د متحده عربي اماراتو د شارجې ښار د کرکټ په لوبغالي کې ترسره کېږي.
دا لومړی ځل دی چې د افغانستان او جنوبي افریقا د کرکټ ټیمونه په یوه لوبلړۍ کې سره مخامخ کېږي.
دواړو ټیمونو مخکې په مختلفو تورنمنټونو کې سیالي سره کړي چې تراوسه هېڅ یوه یې هم افغانستان نهده ګټلې.
د دواړو ټیمونو ترمنځ دویمه لوبه د سپټمبر په ۲۰مه او درېیمه یې د سپټمبر په ۲۲مه پلان شوې دي.
"پولیو فري افغانستان" د پولیو ضد واکسین پر اهمیت ټینګار وکړ
پولیو فري افغانستان د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ ضد د پولیو د واکسین پر اهمیت ټینګار وکړ.
دغه بنسټ پرون سې شنبې په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د پولیو ناروغۍ له لوړ ګواښ سره ځکه مخ دي چې د هغوی د معافیت کچه ټیټه ده.
د دغه بنسټ په وینا، له همدې امله دا ډېره مهمه ده چې دغه ماشومان د پولیو په ټولو کمپاینونو او له یوه ځایه بل ته د سفر پر مهال د ټرانزیټ یا سرحدي ټیمونو له لوري واکسین شي.
پولیو فري افغانستان د کم عمره ماشومانو د پولیو ضد واکسین پر تطبیق ټینګار داسې مهال کوي چې د روغتیا نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د کور په کور د پولیو د واکسین کمپاین درولی دی.
خو د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د پولیو د واکسین د کمپاین پر وړاندې کومه ستونزه نهشته.
د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په افغانستان کې روان کال د پولیو د مثبتو پېښو شمېر اتلسو ته رسېدلی دی.
ګوزڼ یا پولیو یوه ناعلاجه ناروغي چې ماشوم د تل لپاره فلج کوي او ان د مړینې سبب یې کېدای شي او د مخنیوي یوازېنۍ لاره یې دا ده چې له پنځو کلونو کم عمره ماشوم د پولیو پر ضد ځو ځلې واکسین شي.