د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۴

افغانستان

د افغان کډوالو نجونو د فوټبال ټیم؛ فیفا وايي یو تاریخي ګام یې پورته کړی

د افغان کډوالو نجونو ټیم
د افغان کډوالو نجونو ټیم

د فوټبال نړیوال فدراسیون د افغان کډوالو نجونو د فوټبال ټیم غوره کړی دی.
تمه ده دا ۲۳ کسیزه لوبډله د روانې اکتوبر له ۲۳ تر ۲۹مې په متحده عربي اماراتو کې د فیفا د ښځو د یووالي په یوه ټورنمټ کې برخه واخلي. هلته به افغان نجونې له چاد، لیبیا او کوربه متحده عربي اماراتو سره مخامخ شي.

فیفا پرون په خپله فیسبوک پاڼه د دغو نجونو د تمرینونو یوه ویډیو هم خپره کړې او د ټیم تشکیل یې یو تاریخي ګام بللی دی.

د فوټبال نړیوال فدراسیون د بیان په اساس د افغان کډوالو نجونو د فوټبال ټیم وروسته تر هغه تشکیل شو چې فیفا د دوی د مالي او عملیاتي چارو لپاره بودیجه تصویب کړه.

وروسته تر هغه چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان واکمن شول د افغانستان د فوټبال ښځینه ملي ټيم ګڼې غړې بهرنیو هېوادونو په تېره انګلستان او اسټرالیا ته کډوالې شوې او له لومړي سره یې هڅه کوله چې فیفا ورته د کډوالو نوی ټیم جوړ او ملاتړ ترې وکړي.

د رزمي لوبو بې ماتې افغان لوبغاړی فرید بشارت د یو اف سي په ۳۲۰ دوره کې لوبیږي

افغان رزمي لوبغاړی - فرید بشارت
افغان رزمي لوبغاړی - فرید بشارت

د افغانستان د رزمي لوبو بې ماتې لوبغاړی فرید بشارت یکشنبه سهار وختي د یو اف سي په ۳۲۰مه دوره کې لوبه کوي.

بشارت چې د نړۍ د رزمي لوبو په معتبره سازمان یو اف سي کې لوبیږي په حرفه يي سیالیو کې ۱۳ بریاوې لري او هېڅ ماته یې نه ده خوړلې.

تمه ده دی د کریس ګویتیرز په وړاندې د سیالي ډګر ته لاړ شي چې ۲۲ لوبې یې ګټلي او ۶ یې بایللي دي.

فرید بشارت له خپل ورور جاوید بشارت سره چې هغه هم یو اف سي کې لوبیږي د دې اوسنۍ سیالي لپاره څو اوونۍ کلک تمرینونه کړي.

د بشارت او کریس لوبه د لاس ویګاس اړوند ټي مبایل سټډیوم کې ترسره کېږي.

د یو اف سي په دې دوره کې د شپې دوه اصلي لوبې د روسي – داغستاني لوبغاړي مګومیدوف انکلاییف او برازیلي الیکس پریرا تر منځ د نیمه درانه وزن په اتلولۍ کېږي.

همدارنګه په دویمه مهمه لوبه کې بیا ګرجستانی میراب دالیشویلي له خپل اتلولۍ کمربنده د کارني سندیګن په وړاندې دفاع کوي.

پېښور کې د سړک غاړې ماین ۴ پولیس او ۵ عام وګړي ټپیان کړي

ارشیف
ارشیف

په پېښور کې پرون پنجشنبه د پوليسو په موټر د سړک غاړې بمي چاودنه کې د ۴ پوليس سرتېرو په ګډون ۹ کسان ژوبل شوي دي.

د پېښور پوليسو په یوه بیان کې ویلي، دا د سړک غاړې خښ شوي ماین چاودنه وه چې په نتيجه کې یی ۴ پوليس او ۵ ولسي وګړي ژوبل شوي دي.

د پاکستان د انګریزی ژبې ډان ورځپاڼې د پېښور د پوليسو مشر ډاکټر ميا سعيد له قوله ليکلي چې د ماين چاودنې هدف د پوليسو موټر و چې په سيمه کې یی ګزمه کوله.
نوموړي ورځپاڼې سره په خپلو خبرو کې زياته کړي چې په ژوبلو کې د يو تن حالت د اندېښنې وړ دی.

دغه پوليس افسر ويلي چې په پوليسو د حملې پلټنې یی پیل کړي دي.

تر دې دمه چا د چاودنې مسولیت نه دی منلی.

په پاکستان کې په تېرو څو ورځو کې پرله پسې د بمي چاودنو پېښې رامنځته شوي دي.

د خبریالانو مرکز: د مهدي انصاري اعترافات ( جبري) دي او دوی یې غندنه کوي

خبریال مهدي انصاري چې دا مهال په بند کې دی
خبریال مهدي انصاري چې دا مهال په بند کې دی

د افغانستان د خبریالانو مرکز له خبریال مهدي انصاري څخه جبري اعتراف اخیستل او بیا د هغه خپرول، د محکمې د اصولو خلاف او د خبریال له حقونو سرغړونه بللې.

دغه مرکز پرون پنجشنبه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغان خبري اژانس له خبریال څخه د طالبانو د استخباراتو له خوا اعتراف اخیستل، د دوی په ټکو د رسنیو د ځپنې او د فعالانو د محدودولو هڅه ده.

د دغه خبریال د اعترافانو ویډیو پرون خپره شوه چې په کې ویل شوي، هغه د طالبانو په ټکو بهر کې " مغرضو" رسنیو سره همکاري درلوده.

د خبریالانو ملاتړو بنسټونو دغه اعترافات " جبري " بللي دي.

مهدي انصاري تېر کال د تلې په میاشت کې د دشت برچي له سیمې ونیول شو او وروسته ابتدایه محکمې د طالبانو په ضد د تبلیغ په تور په یو نیم کال حبس محکوم کړ.

د خبریالانو مرکز وایي، دا مهال په کابل، غزني او پروان کې لږ تر لږه ۶ خبریالان بندیان دي.

د جرمني حکومت: د طالبانو قونسلي استازي مو د اخراج بهیر د همغږۍ لپاره منلي

ارشیف
ارشیف

د جرمني د حکومت ویاند سټیفان کورنیلیوس وایي، دوی د طالبانو دوه قونسلي استازي د دې لپاره منلي چې په جرمونو د محکومو شویو افغانانو د اخراج بهیر کې ورسره همغږي وکړي.

نوموړي پرون پنجشنبه رویټرز ته دغه څرګندونې وروسته تر هغه کړي چې په بن کې د افغانستان د لویې قونسلګرۍ ډيپلوماتانو د تیرې دوشنبې په ورځ د طالب استازي د معرفي کېدو په غبرګون کې ډله ییزه استعفا وکړه.

د طالبانو دوه قونسلي استازو ته د جرمني حکومت په تیره جولای میاشت کې اعتبارلیکونه ورکړل چې د پلان له مخې یو به یې په برلین کې د افغانستان په سفارت او بل یې د بن په قونسلګرۍ کې دنده اجرا کوي.

جرمني د ۲۰۲۴ کال په اګست کې په جرمونو د محکومو افغان کډوالو اخراج له سره پېل کړ او دوه ځله یې دغه کډوال په ځانګړو الوتکو کې کابل ته واستول.

رویټرز وایي، شاوخوا څلور نیم لکه افغانان دا مهال په جرمني کې اوسیږي.

د افغانستان او بنګله دیش کریکټ لوبډلې نن دویمه شل اوریزه لوبه لري

د افغانستان او بنلګه دیش لوبغاړي، ارشیف
د افغانستان او بنلګه دیش لوبغاړي، ارشیف

د افغانستان او بنګله دیش د کریکټ ملي ټیمونه نن جمعه د شل اوریزو لوبو د لړۍ په دویمه لوبه کې سره مخامخ کیږي.

دغه لوبه د کابل په وخت د ماښام په ۷ بجو د شارجې په کریکټ ستډیوم کې ترسره کیږي.

پرون د دغې لوبلړۍ لومړنۍ لوبه کې افغانستان بنګله دیش ته لوبه بایلوده.

افغانستان سیالې لوبډلې ته د ۱۵۲ منډو هدف ورکړ، خو بنګله دیشي لوبډلې په نولسم اور کې هدف پوره کړ او لوبه یې په ۴ ویکټو او ۸ بالونو سره وګټله.

دریمه شل اوریزه لوبه به د یکشنبې په ورځ ترسره شي.

دواړه ټیمونه د یو ورځنیو لوبو درې مسابقې هم کوي چې هغه لوبلړۍ د اکتوبر په اتمه پیلېږي.

د انګورو اډې لاره له دوه کلن ځنډ وروسته یوځل بیا پرانیستل شوه

د انګورو اډې لاره پکتیکا ولایت د خیبرپښتونخوا له جنوبي وزیرستان سره نښلوي.
د انګورو اډې لاره پکتیکا ولایت د خیبرپښتونخوا له جنوبي وزیرستان سره نښلوي.

د افغانستان او خیبرپښتونخوا ایالت ترمنځ د انګورو اډې له لارې سوداګریزه راکړه ورکړه بیا پیل شوه..

د نېشن ورځپاڼې د پاکستان د لوژستیک ادارې NLC په حواله راپور ورکړ چې په یوه بیان کې یې ویلي، د حکومت د دې پالیسۍ په اساس چې غواړي سرحدي ټرمینلونه پراخ کړي او د قومي مشرانو غوښتنو ته په پام پریکړه وشوه چې د انګورو اډې دروازه پرانیستل شي.

نوموړې ادارې ویلي دي چې د طالبانو حکومت او پاکستان د روان کال په جولای میاشت کې موافقه وکړه چې دا لاره به خلاصوي.

د انګورو اډې لاره چې د پکتیکا ولایت او جنوبي وزیرستان ترمنځ پرته ده له نژدې دوو کلونو راهیسې بنده وه.

په افغانستان کې د شري ناروغۍ پرضد د واکسین د ملي کمپاین لپاره چمتووالی روان دی

بادغیس ولایت- د شري په ناروغۍ اخته ماشومه (آرشیف)
بادغیس ولایت- د شري په ناروغۍ اخته ماشومه (آرشیف)

د طالبانو حکومت په هېواد کې د شري د ناروغۍ پرضد د واکسین د کمپاین لپاره د چمتووالي خبر ورکوي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي، د دې ساري ناروغۍ د مخنیوي په موخه د واکسیناسیون د ملي کمپاین غونډه نن ترسره شوه چې د طالبانو پر چارواکو سربېره د روغتیا د نړیوال سازمان او د م. م د ماشومانو د ملاتړ د صندوق یونیسف استازو هم ګډون پکې درلود.

په بیان کې راغلي چې د شري پرضد د واکسین ملي کمپاین به د هېواد په ټولو ولایتونو کې په دوو پړاوونو کې او هرځل په ۱۷ ولایتونو کې ترسره شي.

په بیان کې د دې کمپاین د پیل نېټه نه ده ښودل شوې.

د روغتیا نړیوال سازمان WHO د روان کال په اپریل میاشت کې ویلي و، چې په افغانستان کې د شري د ناروغۍ پېښې څه باندې ۴۲ سلنه زیاتې شوې دي.

افغانستان ته د هوايي شرکتونو الوتنې بیرته پیل شوې

د ترکیش ایرلاین، فلای دوبۍ او کام ایر هوايي شرکتونو اعلان کړی چې د پنجشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲مه، افغانستان ته خپلې عادي الوتنې بیا پیلوي.

د کام ایر هوايي شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له نن څخه به یې الوتنې له پلان سره سم ترسره شي.

همدارنګه ترکیش ایرلاین او فلای دوبۍ په خپلو رسمي وېب‌پاڼو کې خبر ورکړی چې د دوی الوتکې به نن غرمه د کابل په هوایي ډګر کې کښیني.

تر دې وړاندې د آریانا افغان هوايي شرکت د چهارشنبې په ماښام اعلان کړی و چې "الوتنې به یې له همدې شپې څخه دوبۍ او جدې ته بیا پیل شي".

دا پروازونه وروسته له هغه ودرول شول چې د دوشنبې په ماښام، په ټول افغانستان کې انټرنېټي او مخابراتي شبکې د ۴۸ ساعتونو لپاره پرې شوې.

د طالبانو ویاند: هغه راپورونه ردوي چې د انترنیټ د بندیدو د علت په اړه د ده له قوله ورکړل شوي دي

AFGHANISTAN-TALIBAN-INTERNET-BAN
AFGHANISTAN-TALIBAN-INTERNET-BAN

د طالبانو ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، هغه راپورونه رد کړي چې د انټرنېټ د ۴۸ ساعته بندېدو لامل یې یاد کړي دي او ویلي یې دي چې تر اوسه په دې اړه هېڅ رسمي دریځ نه دی غوره شوی.

تر دې مخکې اسوشیتد پرس په یوه راپور کې د طالبانو د ویاند له خولې ویلي و چې د انټرنېټ د بندېدو لامل د نوري بایبر د کیبلونو زړښت دی.

خو ذبیخ الله مجاهد په خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې د ده له قوله ورکړل شوی خبر سم نه دی.

د دوشنبې له ورځې چې په ټول افغانستان کې تېز انترنیټ پرچاو شوی، د طالبانو مسولو چارواکو په دې اړه رسمي څرګندونې ندي کړي خو له دې مخکې یې د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د نوري فایبر د بندیدو په اړه ویلي و چې دا کار یې د منکراتو د مخنیوي لپاره کړی دی.

په افغانستان کې د انترنیټ بندېدو پراخ غبرګونونه وپارول او خلکو د هغو کړاوونو او مالي تاوانونو یادونې وکړې چې د انترنیټ د بندېدو په درو ورځو کې دوی ته رسیدلي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG