افغانستان
د اسيا کرکټ کپ؛ نن د افغانستان نولسکلنو ځوانانو لوبډله له بنګلهدېش سره سيالي کوي
د اسیا د کرکټ تر نولسکلونو د کشرو لوبډلو یوولسم پړاو سیالۍ نن (جمعه) د افغانستان او بنګلهدېش په سیالۍ پیلیږي.
همداراز په پام کې ده چې سبا دوهمه سیالي د نیپال او سریلانکا د نولسکلونو لوبډلو ترمنځ وشي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي د افغانستان او بنګلهدېش تر نولسکلونو د کشرو لوبډلو سیالي به د کابل په وخت د سهار نهه نیمې بجې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې پیل شي.
د افغانستان لوبډله په بي ګروپ کې له بنګلهدېش، نیپال او سریلانکا سره یوځای ده.
د دې سیالیو په اې ګروپ کې د پاکستان، متحده عربي اماراتو، هند او جاپان لوبډلې له یو بل سره مخامخ کېږي.
دا سیالۍ د روان قوس/ لیندۍ په ۱۸مه پای ته رسیږي.
د افغانستان د نولسکلونو لوبډلې د اسیايي جام تر پیلېدو مخکې پاکستان او متحده عربي اماراتو په ګډون د درې هېوادیزو سیالیو اتلولي وګټله.
نن د افغانستان په ۲۴ولايتونو کې د باران او تېزو بادونو وړاندوينه شوې
د طالبانو تر کنټرول لاندې د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست نن (د لېندۍ ۹مه نېټه) د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې د باران، واورې، تالندې برېښنا، بادونو او سېلونو اټکل کړی دی.
د دې ریاست له خبرپاڼې سره سم، فاریاب، غور، سرپل، جوزجان، هرات، فراه، بادغیس، بلخ، سمنګان، بغلان، بامیان، زابل، غزني، میدان وردګ، پروان، کابل، لوګر، دایکنډي، روزګان، هلمند، کندهار، پکتیا، خوست او پکتیکا هغه ولایتونه دي چې د ورښت وړاندوینه پهکې شوې ده.
په خبرپاڼه کې د باران اندازه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ تر ۳۵ میلي مترو او د واورې اندازه بیا له ۱۰ تر ۲۵سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.
د هواپېژندنې ادارې همداراز د سالنګونو په ګډون په جنوبي او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو وړاندوینه کړې او ویلي یې دي چې، په ساعت کې به د باد سرعت له ۵۰ تر ۷۰ کیلومټرو پورې وي.
يوناما د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د يوې کاري ډلې د جوړېدو خبر ورکړی
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ماموریت (یوناما) د قطر په پلازمېنه دوحه کې په افغانستان کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د یوې کاري ډلې د جوړېدو اعلان کړی دی.
یومانا نن د (نوامبر ۲۸مه) په یو بیان کې ویلي، د کاري ډلې د جوړېدو موخه په افغانستان کې له حاکمو چارواکو سره په ګډه د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه ده.
د دې کاري ډلې په پرانيست غونډه کې د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا ویلي: "د افغانستان لپاره د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه ځکه مهمه ده چې پر کلیوالو سیمو او د سيمې پر سولې او ثبات اغېز کوي."
وړمه ورځ له جرمونو او مخدره موادو سره د ملګروملتونو د مبارزې ادارې په یو راپور کې ویلي و، سږ کال د وړم کال پرتله په افغانستان کې د تایاکو په تولید کې دېرشسلنه زیاتوالی راغلی دی.
طالبانو بیا دا راپور رد کړی و.
اسلاماباد کې د مظاهرو پر مهال د نيول شويو افغانانو شمېر ډېر شوی
پاکستاني چارواکي ادعا کوي، د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د تحریک انصاف ګوند په تېرو درې ورځو لاریونونو کې د نیول شویو افغانانو شمېر زیات شوی دی.
د اسلاماباد د پولیسو مشر سید ناصر علي رضوي پرون رسنیو سره په خبرو کې ادعا کړې چې، د نژدې زرو نیول شویو کسانو له ډلې ۵۶ يې افغانان دي.
د دې افغانانو د نیولو خبر پهداسې حال کې ورکول کېږي، چې پرون د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي: "افغانان به د روان کال د ډیسمبر له ۳۱ وروسته په اسلاماباد کې د اوسېدو لپاره د پولیسو لهخوا اجازهلیک ته اړتیا ولري."
د پاکستان د پخواني صداعظم عمران خان پلویانو د نوامبر په ۲۴مه، د هغه د خوشې کولو لپاره لاریونونه پیل کړي وو، چې پرون پای ته ورسېدل.
طالبان: تېرو دوو مياشتو کې له ايرانه نيمرزو ته د افغان کډوالو ۱۰۰جنازې لېږدول شوي
په نیمروز کې د طالبانو چارواکي وايي، په تېرو دوو میاشتو کې له ایرانه د افغان کډوالو شا و خوا ۱۰۰ جنازې نیمروز ولایت ته لېږدول شوي دي.
د نیمروز لپاره د طالبانو د والي مرستیال سید سلیمان اغا بهیر پرون کورنیو رسنیو ته ویلي، کلهکله په ورځ کې څو جنازې هم دغه ولایت ته لېږدول کېږي، چې اکثریت کسان په ډزو ویشتل شوي دي.
دا پهداسې حال کې ده، چې له ایرانه د پاکستان پهڅېر د افغان کډوالو ډلهییز اخراج روان دی.
د ایران د کورنيو چارو وزارت تر دغه اعلان وروسته چې ویلي یې وو، تر ۱۴۰۳ لمریز کال پورې به شا و خوا دوه ميلیونه غیرقانوني افغانان له ایرانه وایستل شي، پهدې هېواد کې د افغان کډوالو پر وړاندې محدودیتونه زیات شوي دي.
نن د افغانستان په ۱۳ ولايتونو کې د ورښتونو اټکل شوی
د افغانستان په دیارلس ولایتونو کې نن د ورښتونو او احتمالي سېلونو د بهېدلو اټکل شوی دی.
د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې، په تخار، بغلان، بامیان، پنجشېر، سرپل، جوزجان، دایکنډي، هلمند، کندهار، غور، فراه، بادغیس او هرات کې نن له پنځلسو تر پنځهدېرش ملي متره پورې د ورښتونو امکانات شته.
د دې خبرپاڼې لهمخې په لوړو او سړو سیمو کې ممکن نن واورې ووریږي.
پهدې وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې ناڅاپي ورښتونو او سېلابونو ګڼو خلکو ته مالي او ځاني زيانونه واړول.
ترکيې ۱۲۸ کډوال نيولي چې افغانان هم پهکې شامل دي
د ترکیې سمندري ځواکونو یوسل او اتهویشت کډوال د چاناق قلعه په ولایت کې نیولې دي.
ترکیي رسنیو پرون راپور ورکړ چې دا کډوال د افغانستان او ایران اتباع دي چې، شاوخوا پنځهدېرش کسان یې په وچه کې نیول شوې دي او نور یې د امنیتي ځواکونو د دوو نورو عملیاتو په ترڅ کې په اوبو کې د سفر پرمهال پېژندل شوي او نیول شوې دي.
ترکیې له تېرې اوونۍ راهیسې د غیرقانوني کډوالو پرضد په خپل هېواد کې عمومي عملیات پيل کړې دي.
د ترياکو د توليد په برخه کې طالبانو د ملګرملتونو راپور رد کړ
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ملګروملتونو له جرمونو او مخدر موادو سره د مبارزې راپور د تریاکو د تولید د زیاتېدو په برخه کې رد کړ.
د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع پرون په یوه بیان کې وویل چې، د دوی د ارزونو لهمخې د تېر یوه کال په ترڅ کې په افغانستان کې د مخدر موادو په تولید کې د پام وړ کمی راغلی دی.
له جرمونو او مخدر موادو سره د ملګروملتونو د مبارزې ادارې پرون وویل، په افغانستان کې د دوه زره څلرویشتم کال په ترڅ کې د تریاکو تولید د وړم کال په پرتله دېرش په سلو کې زیات شوی دی.
د دې ادارې په اعلامیه کې ویل شوې دي چې، سږکال په افغانستان کې څلور سوه درې دېرش ټنه اپيوم تولید شوې دي.
مولوي يعقوب مجاهد د پاکستان له سفير سره د دوه اړخيزو همکاريو پر پراختيا خبرې کړي
د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد په کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره په کتنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو او همکاریو پر پراختیا خبرې اترې کړي دي.
د طالبانو د حکومت دفاع وزارت نن پر خپلې ایکسپاڼې/پخواني ټویټر لیکلي، ښاغلي مجاهد نن په خپل دفتر کې له نظاماني سره وکتل.
د مجاهد په حواله راغلي، د دواړو هېوادونو د پایداره اړیکو په موخه طالبان د پاکستان له حکومت سره هر ډول همکارۍ ته تیار دي.
وړاندي راغلي، نظاماني هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پر پراختیا تاکید کړی دی.
دا لیده کاته پهداسې حال کې دي، چې د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د تحریک انصاف ګوند د پلویانو په لاریونونو کې د شاوخوا شل تنو افغانانو د نیولو کېدو خبر ورکړل شوی دی.
ملګري ملتونه: افغانستان کې د کوکنارو د توليد کچه ټيټه شوې ده
د ملګرو ملتونو له نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې اداره (UNODC) وايي، په افغانستان کې د کوکنارو د توليد کچه په پرلهپسې ډول له دوو کلونو راهیسی راټيټه شوې او د ۲۰۲۴ کال تر پایه به ۴۳۳ ټنو ته ورسېږي.
خو په ورته وخت کې د دغې ادارې په اعلامیه کې، چې نن چهارشنبه (د چنګاښ ۷ مه) خپره شوې راغلي چې، دا شمېره د ۲۰۲۳ کال پرتله دېرش سلنه زیاتوالی ښيي.
د ملګروملتونو په باور د دې زیاتوالي سربېره بیا هم د ۲۰۲۲ کال د تولید له کچې اوسنۍ کچه ۹۳سلنه ټیټه ده.
د ملګروملتونو له نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر د دغه سازمان د اجراییوي رییس غدا ولي له قوله ویلي، نړیوالې هڅې باید همغږي شي، څو د کوکنارو د کښت لپاره قانوني او اقتصادي بدیلونه لکه په زېربناو، کرنیزو سرچینو او د افغان کلیوالو د ژوند پر بنسټيزو برخو پانګونه وشي.
د دغه سازمان د معلوماتو لهمخې، د کوکنارو کښت او تولید د افغانستان له جنوب لوېدیځو ولایتونو څخه شمال ختیځ ته لېږدول شوی، چې د تریاکو د تولید دوه پر درېیمه برخه متمرکزه ده.