د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۸

خبرونه

طالبانو په بلخ کې پر انټرنټ بندیزونه لګولي

انټرنټ-ګرافیک
انټرنټ-ګرافیک

طالبانو د افغانستان په بلخ ولایت کې انټرنیټ محدود کړی دی.

د طالبانو د والي ویاند حاجي زید تیره شپه ناوخته په ایکسپاڼه کې په یوه پيغام کې ویلي دي چې په بلخ کې د فایبر اپټیک خدمات د دوی د مشر ملا هبت الله اخند په امر په بشپړ ډول ځنډول شوې دي.

د حاجي زید په وینا د دې پریکړې هدف له منکراتو څخه مخنیوی دی، خو نوموړي په دې اړه نور جزییات نه دې ورکړي.

د بلخ یوشمیر اوسیدونکو ازادي راډيو ته وویل چې د انټرنټ له محدودیت سره د دیو ورځني فعالیتونه، د بانکدارۍ، سوداګرۍ او انلاین زده کړو په شمول ګډوډ کړې دي.

امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي

په نیویارک کې د ملګرو ملتو ودانۍ
په نیویارک کې د ملګرو ملتو ودانۍ

د ملګرو ملتو امنیت شورا سبا چهارشنبه د ( سپتمبر اوولسمه) د افغانستان په اړه غونډه لري.

په دې غونډه کې به د یوناما مشره او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د امنیت شورا غړیو ته د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات ورکړي.

د افغانستان په اړه د امنیت شورا په تیرو غونډو کې د طالبانو له لورې د نجونو او ښځو پرضد د بندیزونو د لرې کیدو غوښتنې شوې دي او تل یې ټینګار کړی دی چې د ښځو د حقونو له ورکړې پرته سوله او ثبات نه شي راتلی.

د امنیت شورا سبانۍ غونډه د افغانستان په وخت د ماښام شپږ نیمې بجې پيلیږي.

ولسشمر ټرمپ له نیویارک ټایمز څخه میلیارډونه ډالر تاوان غواړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې د فلوریډا په فدرالي محکمه کې عریضه کړې چې نیویارک ټایمز او د هغې څلور خبریالان باید ده ته پنځلس میلیارډه ډالر ورکړي.

په دې عریضه کې د دوه زره څلرویشتم کال تر انتخاباتو مخکې خپرو شویو مقالو او یوه کتاب ته اشاره شوې ده چې د ټرمپ د بدنامۍ او سپکاوي لپاره مطالب پکې خپاره شوې دي.

ولسمشر ټرمپ په خپله خواله رسنۍ « تروت سوشل» کې نیویارک ټایمز په درواغو تورنه کړې ده.

اسوشیتد پریس اژانس راپور وکړی دی چې نیویارک ټایمز تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

ټرمپ تر دې مخکې هم د یوشمیر نورو رسنیو لکه وال ستریت ژورنال پرضد دعوه کړې وه.

د غزې پر ښار د اسراییلي پلیو ځواکونو عملیات روان دي

په غزه کې د اسراییلي پوځ عملیات-ارشیف
په غزه کې د اسراییلي پوځ عملیات-ارشیف

فرانس پریس اژانس د اسراییل د یوه پوځي چارواکي په وینا خبر ورکړ چې اسراییلي پلیو ځواکونو تیره شپه پر غزه ښار عملیات پيل کړې دي.

د دغه اسراییلي چارواکي په وینا چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، فرانس پریس اژانس راپور ورکړ چې د اسراییل پوځ د غزې تړانګې د دغه تر ټولو ستر ښار د مرکز په لور د پرمختګ په حال کې دی.

اسراییل وایي چې د غزې ښار ترمځکې لاندې د حماس اصلي مرکز دی.

حماس امریکا او اروپایي ټولنه د یوې ترهګرې ډلې په توګه پيژني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر قطر ته تللی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نن دوحې ته ولاړ. مارکو روبیو قطر ته تر تګ مخکې له دغه هیواده وغوښتل چې د غزې په مساله کې د منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکړي.

روبیو د تل ابیب د بن ګوریون له هوايي ډګر څخه دوحې ته د الوتنې پر مهال خبریالانو ته وویل، موږ به له قطر څخه وغواړو چې خپلو هڅو ته دوام ورکړي او پریکړه د دوی په لاس کې ده چې د تیرې اونۍ تر برید وروسته غواړي چې داسې څه وکړي که نه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، قطر د نړۍ هغه هیواد دی چې همدا صلاحیت لري چې روغې جوړې ته لاره هواره کړي.

روبیو یوه ورځ وروسته تر دې قطر ته ورسید چې په پلازمینه دوحه کې د عربي-اسلامي هیوادونو په سرمشریزه کې پر دوحه د اسراییل برید وغندل شو.

په قطر کې د اسراییل د تیرې اونۍ د برید په ترڅ کې د حماس ډلې پنځه غړي ووژل شول.

د جرمني محکمې یو افغان په عمري حبس محکوم کړ

د سلیمان عکس د محکمې پرمهال
د سلیمان عکس د محکمې پرمهال

یو افغان نن( د سپتمبر ۱۶ مه) په جرمني کې په عمري قید محکوم شو. د سلیمان په نوم دغه شپږ ویشت کلن افغان د قتل په تور مجرم پیژندل شوی دی.

سلیمان د اسلامي دولت ډلې ملاتړی بلل شوی چې پروسږکال یې د مې په میاشت کې د جرمني په لویدیځ ښار مانهایم کې پر چاقو یو جرمنی پولیس وواژه او پنځه تنه نور یې ټپيان کړل.

په تیرو دوو کلونو کې په جرمني کې ورته څو پیښې وشوې چې تر دې وروسته جرمني یوشمیر افغانان افغانستان ته واستول او روانه اونۍ د جرمني د حکومت مرستیال ویاند شتېفن مایر وویل چې په افغانستان کې یې له طالبانو سره تماسونه زیات کړې دي چې له جرمني څخه د مجرمو او خطرناکه افغانانو د ایستلو بهیر اسانه شي.

واشنګټن پر ایران ( حد اکثري فشار) ته دوام ورکوي

د ایران پر فوردو اټومي بټۍ د تیرې جون میاشت برید
د ایران پر فوردو اټومي بټۍ د تیرې جون میاشت برید

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، واشنګټن به پر ایران " حد اکثر فشار" ته دوام ورکړي.

روبیو پرون دوشنبه په بیت المقدس کې د اسراییل له صدر اعظم بنیامین نتنیاهو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، د دی فشار هدف دادی چې ایران اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي.

روبیو د سخت دریځي روحاني مشر تر واک لاندې اټومي ایران اسراییل، امریکا او ټولې نړۍ ته یو ګواښ بللی دی.

امریکا په تیره جون میاشت کې د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل چې د چاروکو په خبره دروند زیان یې ورته واړوه.

پر دوحې د اسراییل له بریده یوه اونۍ وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر قطر ته سفر کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د اسراییل له سفر وروسته قطر ته سفر کوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت پرون دوشنبه دغه اعلان وروسته تر هغه وکړ چې روبیو بیت المقدس کې د اسراییل له صدر اعظم بنیامین نتنیاهو سره وکتل.

روبیو داسې مهال د منځني ختیځ په سفر وتلی چې پر دوحې د اسراییل د تیرې اونۍ له برید وروسته سیمه کې نانندرۍ زیاتې شوې دي.

لویدیځو اژانسونو لیکلي، امریکا هڅه کوي چې د خپل دوو متحدانو، اسراییل او قطر ترمنځ ټوکیدلې نانندرۍ حل کړي.
د قطر صدر اعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني وړمه ورځ غوښتنه وکړه چې اسراییل ته باید پر دوحې د برید له کبله سزا ورکړل شي.

د قطر صدر اعظم دغه برید چې د سپتمبر په ۹مه د حماس سخت دریځې ډلې ۵ غړي په کې ووژل شول، پر منځګړي حمله بللې ده.

د امریکا متحده ایالتونه او اروپایي ټولنه حماس ترهګره ډله بولي.

د کریکټ اسیایي جام کې نن افغانستان او بنګله دیش مخامخ کیږي

افغان لوبغاړي نننۍ لوبې ته د چمتوالي په جریان کې. کریکټ بورد
افغان لوبغاړي نننۍ لوبې ته د چمتوالي په جریان کې. کریکټ بورد

د کریکټ په اسیایي جام کې نن د افغانستان او بنګله دیش لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.

لوبه د کابل په وخت ماښام ۷ بجې د دوبۍ په شیخ زاید لوبغالي کې ترسره کیږي.

د افغانستان کریکټ بورد لیکلي چې لوبډلې یې د نننۍ لوبې لپاره د چمتوالي تمرینونه بشپړ کړي دي.

افغانستان په دې جام کې مخکې له هانک کانګ نه یوه لوبه په لوی توپیر ګټلې او نن یې په دې جام کې دویمه لوبه ده.

بنګله دیش بیا دې جام کې تراوسه دوه لوبې کړي چې سریلانکا ته یې بایللې، خو له هانک کانګ څخه یې ګټلې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG