نړۍ
پر دوحې د اسراییل له بریده یوه اونۍ وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر قطر ته سفر کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د اسراییل له سفر وروسته قطر ته سفر کوي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت پرون دوشنبه دغه اعلان وروسته تر هغه وکړ چې روبیو بیت المقدس کې د اسراییل له صدر اعظم بنیامین نتنیاهو سره وکتل.
روبیو داسې مهال د منځني ختیځ په سفر وتلی چې پر دوحې د اسراییل د تیرې اونۍ له برید وروسته سیمه کې نانندرۍ زیاتې شوې دي.
لویدیځو اژانسونو لیکلي، امریکا هڅه کوي چې د خپل دوو متحدانو، اسراییل او قطر ترمنځ ټوکیدلې نانندرۍ حل کړي.
د قطر صدر اعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني وړمه ورځ غوښتنه وکړه چې اسراییل ته باید پر دوحې د برید له کبله سزا ورکړل شي.
د قطر صدر اعظم دغه برید چې د سپتمبر په ۹مه د حماس سخت دریځې ډلې ۵ غړي په کې ووژل شول، پر منځګړي حمله بللې ده.
د امریکا متحده ایالتونه او اروپایي ټولنه حماس ترهګره ډله بولي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اروپایي ټولنه پر اسراییل بندیزونه لګوي

تمه ده چې د اروپايي اتحادیې کمیشنران سبا په غزه کې د جګړې له امله په اسراییل نوي بندیزونه ولګوي.
د اروپايي کمیسیون ویاندې پاولا پنهو نن خبریالانو ته وویل چې کمیشنران به سبا د اسراییل پر وړاندې د اقداماتو یوه بسته تصویب کړي.
هغې زیاته کړه چې د اقداماتو یوه برخه به د اسراییل او اروپايي اتحادیې ترمنځ د سوداګرۍ په تړونونو کې شامل مالي امتیازات تنظیم کړي.
اسراییل تیره شپه له درنو هوایی بریدونو وروسته د غزې ښار په ډیرو برخو کې ځمکني عملیات پیل کړل.
د اسراییل د پوځ یوه ویاند د سې شنبې په ورځ وویل چې ځواکونو یې په غزه ښار کې د حماس په اصلي اډه کې خپل پلي عملیات پراخ کړې دي.
متحده ایالات او اروپايي اتحادیه حماس یوه ترهګره ډله ګڼي.
په غزه کې د اسراییلو د عملیاتو پراختیا له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیشنر ولکر ترک د اسراییلو دا اقدام "د نه منلو وړ" وباله.
هغه AFP او رویټرز ته وویل چې "وینه تویونه باید ودرول شي."
ولسشمر ټرمپ له نیویارک ټایمز څخه میلیارډونه ډالر تاوان غواړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې د فلوریډا په فدرالي محکمه کې عریضه کړې چې نیویارک ټایمز او د هغې څلور خبریالان باید ده ته پنځلس میلیارډه ډالر ورکړي.
په دې عریضه کې د دوه زره څلرویشتم کال تر انتخاباتو مخکې خپرو شویو مقالو او یوه کتاب ته اشاره شوې ده چې د ټرمپ د بدنامۍ او سپکاوي لپاره مطالب پکې خپاره شوې دي.
ولسمشر ټرمپ په خپله خواله رسنۍ « تروت سوشل» کې نیویارک ټایمز په درواغو تورنه کړې ده.
اسوشیتد پریس اژانس راپور وکړی دی چې نیویارک ټایمز تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.
ټرمپ تر دې مخکې هم د یوشمیر نورو رسنیو لکه وال ستریت ژورنال پرضد دعوه کړې وه.
د غزې پر ښار د اسراییلي پلیو ځواکونو عملیات روان دي

فرانس پریس اژانس د اسراییل د یوه پوځي چارواکي په وینا خبر ورکړ چې اسراییلي پلیو ځواکونو تیره شپه پر غزه ښار عملیات پيل کړې دي.
د دغه اسراییلي چارواکي په وینا چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، فرانس پریس اژانس راپور ورکړ چې د اسراییل پوځ د غزې تړانګې د دغه تر ټولو ستر ښار د مرکز په لور د پرمختګ په حال کې دی.
اسراییل وایي چې د غزې ښار ترمځکې لاندې د حماس اصلي مرکز دی.
حماس امریکا او اروپایي ټولنه د یوې ترهګرې ډلې په توګه پيژني.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر قطر ته تللی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نن دوحې ته ولاړ. مارکو روبیو قطر ته تر تګ مخکې له دغه هیواده وغوښتل چې د غزې په مساله کې د منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکړي.
روبیو د تل ابیب د بن ګوریون له هوايي ډګر څخه دوحې ته د الوتنې پر مهال خبریالانو ته وویل، موږ به له قطر څخه وغواړو چې خپلو هڅو ته دوام ورکړي او پریکړه د دوی په لاس کې ده چې د تیرې اونۍ تر برید وروسته غواړي چې داسې څه وکړي که نه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، قطر د نړۍ هغه هیواد دی چې همدا صلاحیت لري چې روغې جوړې ته لاره هواره کړي.
روبیو یوه ورځ وروسته تر دې قطر ته ورسید چې په پلازمینه دوحه کې د عربي-اسلامي هیوادونو په سرمشریزه کې پر دوحه د اسراییل برید وغندل شو.
په قطر کې د اسراییل د تیرې اونۍ د برید په ترڅ کې د حماس ډلې پنځه غړي ووژل شول.
واشنګټن پر ایران ( حد اکثري فشار) ته دوام ورکوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، واشنګټن به پر ایران " حد اکثر فشار" ته دوام ورکړي.
روبیو پرون دوشنبه په بیت المقدس کې د اسراییل له صدر اعظم بنیامین نتنیاهو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، د دی فشار هدف دادی چې ایران اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي.
روبیو د سخت دریځي روحاني مشر تر واک لاندې اټومي ایران اسراییل، امریکا او ټولې نړۍ ته یو ګواښ بللی دی.
امریکا په تیره جون میاشت کې د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل چې د چاروکو په خبره دروند زیان یې ورته واړوه.
د حماس مشرانو ته د نتنیاهو نوی خبرداری

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو نن بیا خبرداری ورکړچې د حماس پرمشرانو به که هرچیرې وي، له نورو بریدونو ډډه ونکړي. د اسراییل صدراعظم دغه خبرداری د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره له بیت المقدس څخه د کتنې په ترڅ کې د یوه خبري کنفرانس په لړ کې ورکړ.
دغه خبرداری داسې مهال ورکول کیږي چې د عربي او اسلامۍ نړۍ استازي نن دوحه کې جرګه شوي او پر قطر د اسراییل د تیرې اونۍ د ترسره شوي برید په اړه بحث کوي.
تر دغې غونډې مخکې د قطر صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني غوښتنه وکړه چې اسراییل ته باید سزا ورکړل شي.
عربي مشران هڅه کوي پر اسراییل فشار راوړي چې منځني ختیځ کې پيل کړې شخړې له هغې ډلې د غزې جګړه ودروي.
د قطر صدر اعظم پر دوحې د اسراییل برید چې په نتیجه کې یې د سخت دریځې حماس ډلې ۵ غړي ووژل شول، پر منځګړو برید بللی.
پنجاب کې سیلاب ځپلي بیرته خپلو مېنو ته ستنیږي، دوی بشري مرستو ته اړ دي

د پاکستان د پنجاب ایالت سیلاب ځپلو سیمو ته بیرته د بې ځایه شویو خلکو ستنیدنه پېل شوې ده.
دغلته وروستیو موسمي ورښتونو او د سیندونو څپانده کېدو له دوه نیم میلیونو ډېر کسان بې ځایه کړل او شاوخوا سل تنه یې مړه کړل.
په پنجاب کې د ناورین د مدیریت ادارې ویلي، څه باندې ۴۵۰۰ کلي په دغه ایالت کې تر اوبه لاندې شوي وو.
دوی ویلي، دغه کلي وروسته تر هغه تر اوبو لاندې شول چې شړکنده بارانونه وشول او ګاونډي هند د څو بندونو دروازې د ډیر باران له کبله پرانستې.
اکثره سیلاب ځپلي مرستو ته اړ دي او د پنجاب چارواکي وایي، دوی لومړنۍ مرستې ور رسولي.
د سږ کال د جون له میاشتې راهیسې ۹۵۰ تنه پاکستان کې د سیلابونو له کبله مړه شوي دي.
ّپه ترکیه کې د خلق جمهوري غوښتونکي ګوند د پلویانو پراخه مظاهره

د ترکیې په پلازمېنه انقره کې په لسګونو زره خلکو د یوې قضايي دوسیې پر وړاندې لاریون کړی چې ممکن د اصلي مخالف ګوند د مشر د ګوښه کولو لامل شي.
دا قضیه د ګوند د سلګونو غړو په وړاندې د یو کال اوږدې قضايي ځپنې برخه ګڼل کېږي.
لاریون کوونکي د یکشنبې په ورځ، د ترکیې بیرغونه او د ګوند بینرونه له ځان سره لېږدول او د جمهور رییس رجب طیب اردوغان د استعفا غوښتنې یې کولې.
یوه محکمه به په انقره کې د دوشنبې په ورځ د « خلق جمهوري غوښتونکي ګوند» (CHP) د ۲۰۲۳ کال کانګرس د اعتبار یا ابطال په اړه پرېکړه وکړي ځکه د "قانوني سرغړونو" له تورونو سره مخ دی.
دا پرېکړه ممکن په ګوند کې تحول رامنځته، مالي بازارونه ګډوډ کړي او حتی د ۲۰۲۸ کال د عمومي ټاکنو وخت اغیزمن کړي.
محکمه کولی شي دا پریکړه وځنډوي.
د قطر صدراعظم اسراییلو ته د سزا غوښتنه وکړه

په دوحه کې د عربي او اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له حضور سره هممهاله د قطر صدراعظم د اسراییلو لپاره د سزا غوښتنه وکړه.
د قطر صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، د عربي او اسلامي هېوادونو د سرمشریزې څخه یوه ورځ مخکې د یکشنبې په ورځ، دا څرګندونې وکړې.
هغه په خپله وینا کې وویل چې قطر د اسراییل او حماس په جګړه کې د اوربند د ترلاسه کولو لپاره د مصر او متحده ایالاتو سره کار کولو ته ژمن دی.
د شېخ محمد په خبره د اسراییلو برید چې د حماس د پنځو غړو او د قطر د یوه امنیتي غړي د وژنې سبب شو د منځګړیتوب په اصل باندې برید ګڼل کېږي.
د اسلامي او عربي هېوادونو مشران او بهرنیو چارو وزیران د اسراییلو د هغه برید په وړاندې د ګډ احتمالي غبرګون په سر د خبرو لپاره ټول شوي چې د حماس افراطي ډلې مشرتابه یې په دوحه کې هدف وګرځوله.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو یکشنبه اسراییل ته ورسید.
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو وویل اسراییلو ته د امریکا د لوړ پوړي ډیپلومات مارکو روبیو سفر د دواړو متحدینو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا ښیي.