د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۷

د طالبانو مشر وړ کسانو ته د دندو سپارلو ټینګار کړی، خو ځوانان وایي، دا اصل اوس تر پښو لاندې دی


د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده، ارشیف
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده، ارشیف

د طالبانو مشر د خپل حکومت له غړو غوښتي چې دولتي مسوولیتونه او دندې وړ کسانو ته وسپاري. دا خبرې ملا هبت الله اخندزاده ته منسوب په یوه غږیز پیغام کې چې وخت او ځای یې مشخص نه دی شوي او پرون دوشنبه د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله اکس پاڼه خپرې کړي.

ملا هبت الله اخندزاده ته منسوب په یوه غږیز پیغام کې چې وخت او ځای یې مشخص نه دی او د دوشنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۵ د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپله اکس پاڼه خپور کړی، په کې زیاته کړې چې هغه کسان باید وګمارل شي چې د "نظام" په ګټه وي.

د طالبانو مشر د خپل حکومت غړو ته خطاب کې خبرداری ورکړی چې په زور نه شي کولای پر خلکو حکومت وکړي او که د خلکو اعتبار او وړتیا ته درناوی ونه شي، عمومي باور به له لاسه ورکړي؛ لکه څنګه چې د ده په خبره پخواني رژیمونه د وزارتونو او ولایتونو د خپلو ملګرو او خپلوانو په سپارلو سره ړنګ شول.

که دا شان کار غیر اهل ته وسپارل شو نو بیا خو یقیني ده چې هغه به پر نظام نه پوهېږي، نظام به چپ چلوي
ملا هبت الله اخوندزاده

ملا هبت الله اخندزاده په دې پیغام کې زیاته کړې"نن پر تاسو د خلکو اعتماد دی،چې دا اسلامي امارت په مستقبل کې موږ ته ګټې راوړي او زموږ په نفع به وي، که دا شان کار غیر اهل ته وسپارل شو نو بیا خو یقیني ده چې هغه به پر نظام نه پوهېږي، نظام به چپ چلوي، لکه تا چې موټروان چې موټر نه وي زده او په لاس دې ورکړي وي، چې به ځان تباه کوي او هم به خلک تباه کوي."

خو په افغانستان کې یو شمېر ځوانان وايي چې ډېری وړ کسان له دندو ګوښه کېږي او ځایونه یې طالبانو او د همغو ادارو مشرانو پورې تړلو خلکو باندې ډکېږي.

د کابل ښار یو اوسیدونکي چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل راپور کې یې نوم واخیستل شي ازادي راډيو ته یې وویل چې د لوړو زده کړو او کاري تجربې په لرلو سره څلور میاشتې وړاندې د طالبانو د حکومت له خوا له خپلې دولتي دندې ګوښه شوی دی"د خپل د زړه له داغه درته څه ووایم زه اوس د یو داسې ځوان په توګه چې شل کاله مې تعلیم او لوړې زده کړې کړي او د دې خاورې یم، څه وکړم او چېرې ولاړ شم، زما په شان زرګونه نور ځوانان هم شته چې دا خبرې کوي حق یې دی، ټولو دولتي ادارو او نورو ځایونو ته چې ولاړ شئ او وګورئ چې هلته څه خبرې او څه حقیقتونه دی چې موږ یې ویلی نه شو."

موږ ټولو خویندو او وروڼو دندې درلودې، د طالبانو له راتګ وروسته ټول وزګار شوو، کوم ځانګړی کار هم نه پیدا کېږي
د کابل یوه اوسیدونکې

د کابل ښار یوې مېرمنې اوسېدونکې چې د طالبانو د حکومت له خوا له دندې ګوښه شوې او نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل"موږ ټولو خویندو او وروڼو دندې درلودې، د طالبانو له راتګ وروسته ټول وزګار شوو، کوم ځانګړی کار هم نه پیدا کېږي، که چېرته ولاړ شئ، تر څو چې ښه قوي واسطه ونه لرئ یا ملایانو او طالبانو کې څوک ونه پېژنئ، څوک دنده نه درکوي، نه یوازې ښځو بلکې نارینه وو ته هم نه، کله چې طالبان راغلل زه یې له هماغې ورځې له وزارته ځواب کړم، تر اوسه بې کاره یم، زموږ اقتصادي ستونزې هم ډېرې شوې دي."

په ورته وخت کې یو شمېر مدني فعالان د طالبانو څلور کلنه واکمني د افغانستان د اداري سیسټم لپاره ویجاړونکې بولي.

له دې ډلې سید اشرف سادات ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو د مشر خبرې د حکومت له کړنو سره په ښکاره تضاد کې دي."طالبانو ټول مسلکي کسان له کاره ایستلي او ځایونه یې په کم سوادو ملایانو یا د مدرسو په ملایانو ډک کړي چې نسبتاً تعلیم یافته دي او واقعاً د افغانستان ادارې نن داسې یو ځای ته رسېدلي چې د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د خلکو غوښتنو ته ځواب نه شي ویلی، موږ هیله من یو چې دا پیغام چې خپور شوی، د ستونزې یوه برخه حل کړي؛ خو دا د هغو شرایطو سره په ټکر کې ده چې طالبانو د افغانستان پر اداري سیسټم وضع کړي دي."

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د دولتي ادارو په بېلابېلو څانګو کې ګڼ شمېر غیر طالب کارکوونکي کار کوي، خو ګڼ شکایتونه او راپورونه د دې ادعاو خلاف څه ښيي.

د طالبانو حکومت د روان کال په لومړیو کې د یو شمیر دولتي پستونو تنقیصول تایید کړل، چې دا یې د بیوروکراسي د مخنیوي او د معاشونو د ښه مدیریت په موخه یو معمول اقدام وباله.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، هم مهاله په بېلابېلو دولتي، ملکي او نظامي ادارو کې زرګونه بستونه تنقیص شوي دي.

د یادونې ده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده تر دې وړاندې هم په دولتي بستونو کې د طالبانو د د کورنیو غړو او خپلوانو په ګمارلو بندیز لګولی و، خو د څارونکو په باور اوس هم د واک او پرېکړو اصلي مرکزونه طالبانو ته د نږدې کسانو په لاس کې دي.

د طالبانو د بیا واکمنېدو په څلورو کلونو کې په پرله پسې ډول داسې راپورونه خپاره شوي چې د متخصصو او تجربه لرونکو کارکوونکو پر ځای غیر مسلکي او بې تجربې کسان په مهمو پوستونو ګمارل شوي دي.

منتقدین وايي، دې کار د دولتي خدماتو کیفیت کمزوری کړی او د خلکو باور یې زیانمن کړی دی.

XS
SM
MD
LG