د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۹

خبرونه

کییف او مسکو یو ځل بیا موافقه وکړه چې اسیران تبادله کړي

د استانبول غونډه، د جون دوهمه
د استانبول غونډه، د جون دوهمه

د اوکراین او روسیې استازیو د مخامخ خبرو په دوهم پړاو کې یوازې د اسیرانو د تبادلې پر سر موافقه وکړه.

دا خبرې پرون په ترکیه کې وشوې، څه باندې یو ساعت یې دوام وکړ او په داسې وخت ترسره شوې چې د دواړو له لورې پر یوه بل هوایي بریدونه روان دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اونچو کیچلي په استانبول کې د کییف او مسکو د استازیو تر خبرو وروسته وویل، دې غونډې منفي پایله نه لرله.

تر دې غونډې مخکې، څیړونکو ویلي و، داسې ښکارې چې دواړه لورې لاهم سره لرې دي او د اوربند په برخه کې موافقې ته رسیدل ستونزمن دي.

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جون په لومړۍ نیټه له خپل روسیي سیال سرګي لاوروف سره په تیلفون خبرې وکړې او هغه ته یې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا پيغام بیا تکرار کړ چې د دایمي سولې لپاره دې مخامخ خبرې ادامه پيدا کړي.

بینټ؛ د تیر پرتله د طالبانو له خوا د بدني سزاوو عملي کیدل زیات شوي دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینټ
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینټ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ یو ځل بیا د طالبانو له خوا د بدنۍ سزاوو پلي کیدل غندلي دي.

ښاغلي بینټ نن دوشنبې پر خپلې ایکس پاڼې/ پخواني ټویټر لیکلي، "طالبانو تیره اونۍ ۶۳ نارینه او څلور ښځې په عام محضر کې په درو وهلي دي".

بینټ له طالبانو غوښتي چې د دې سزاوو پلي کیدل په فوري ډول ودروي.

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکي د طالبانو له خوا د بدني سزاوو عملي کیدل له نړیوالو قوانینو سرغړونه یاده کې او ویلي دي چې په روان ۲۰۲۵ کال کې د دې سزاوو عملي کیدل د نورو کالونو پرتله زیات شوي دي.

بل پلو، په بدخشان کې د طالبانو سترې محکمې نن دوشنبې یو تن د الکولي مشروباتو په جرم په ۳۹درو او دوه کاله تنفیذي بند محکوم کړی دی.

د لوی اختر په مناسبت په ټول افغانستان کې څلور ورځې عمومي رخصت دی

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو وزارت د لوی اختر په مناسبت د راتلونکې اونۍ څلور ورځې عمومي رخصت اعلان کړی دی.

د هغه مکتوب پر بنسټ چې دې وزارت نن دوشنبې رسنیو ته استولی د روانې غبرګولي میاشتې له ۱۷مې تر ۲۰ مې په ټول افغانستان کې عمومي اعلان شوی دی.

د طالبانو حکومت د غبرګولي ۱۶مه عرفه او د شنبې ورځ د غبرګولي ۱۷مه لوی اختر اعلان کړی.

بل پلو، د عربستان په ګډون په ډیرو اسلامي هېوادونو کې پنجشنبې عرفه او جمعه د لوی اختر لومړی ورځ اعلان شوې ده.



هند کې سیلابونو ۳۴ تنه مړه کړي

آرشیف
آرشیف

په هند کې د سختو بارانونو او ځمکې ښویدونې له کبله ۳۴ کسان مړه شوي دي.

رویترز خبري اژانس نن دوشنبې د هندي چارواکو په حواله ویلي، د هند په شمال ختیځو سیمو کې د تیرو څو ورځو د سختو بارانونو او ځمکه ښویدلې له کبله ۳۴ کسان مړه او یو شمیر نور ټپیان شوي دي.

د چارواکو په خبره، د هیمالیا په سیکیم ایالت او شاوخوا نورو سیمو کې زرګونه سیلانیان بند پاتې چې د ژغورنې هڅې يې روانې دي.

چارواکو په راتلونکو څو ورځو کې د هند په شمال ختیځو سیمو کې د بارانونو له امله د ناڅاپي سیلابونو د راوتو او ځمکې ښویدنې خبرداری ورکړی دی.

بل پلو، د هند په ګاونډ بنګله دیش کې هم د سختو بارانونو له کبله د یوې کورنۍ څلور غړي مړه شوي دي.

د اوکراین او روسیې پلاوي د ترکیه په استانبول ښار کې د مذاکراتو د دویم پړاو لپاره راټولیږي

د ترکیې په استانبول ښار کې د اوکراین او روسیې ترمنځ د خبرو اترو دویم پړوا پیلیږي
د ترکیې په استانبول ښار کې د اوکراین او روسیې ترمنځ د خبرو اترو دویم پړوا پیلیږي

د روسیې او اوکرایین پلاوي د سولې د خبرو اترو دویم پړاو د پیل لپاره په ترکیه راټولیږي.

د دې راټولیدنې په اړه تراوسه ډیر جزیات په لاس کې نشته.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، د اوکرایین پلاوی د دې هېواد د دفاع وزیر رستم عمروف په مشرۍ د ترکیې استانبول ښار ته په لار دی.

بل پلو، د روسیې دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د ولسمشر د مرستیال ولادیمیر مدینسکي په مشرۍ یو پلاوی استانبول ته رسیدلی دی.

اسوشیټدپرس خبري اژانس بیا لیکي، د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو اترو دویم پړوا په داسې حال کې پیلږي چې د دواړو خواوو ترمنځ د جګړي په ډګر کې په بریدونو کې هیڅ کموالی نه دی راغلی.

بقايي؛ امریکا باید روښانه کړي چې له ایرانه کوم بندیزونه لیرې کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، تراوسه د داسې څه شاهد نه دی چې د امریکا موقف دې پر ایران د بندیزونو په اړه بدل شوی وي.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې بقایي نن دوشنبه ویلي، " دا باید روښانه وي چې امریکا له ایرانه کوم ډول بندیزونه لیرې کوي څو د تیر وخت تجربې تکرار نشي".

پرون یکشنبې وال سټریت ژورنال د سپینې ماڼې د ویاندې کارولین لویت په حواله ویلي و، " سپینې ماڼې تیره اونې د امریکا د ملي امنیت له شورا، د بهرنیو چارو او خزانې وزارتونو څخه په یو لیک کې د ټولو هغوو فعالیتونو د دریدو غوښتنه کړې وه چې د ایران پر ضد دي".

له دې وړاندې سپینې ماڼې ویلي و، د ایران د اټومي پروګرام هوکړه د دې هېواد په ګټه ده.

د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي پروګرام په اړه خبرې اترې د روان کال په وري میاشت کې پیل شوي چې تراوسه دواړو خواوو ترمنځ پنځه ځلې سره خبرې اترې شوي دي.

امریکايي چارواکو په کولوراډو کې د اتو کسانو د ټپي کېدو راپور ورکړی

کلوراډو کې د پېښې سیمه
کلوراډو کې د پېښې سیمه

د رویټرز په وینا، دا پیښه د یکشنبې په ورځ په بولډر سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه کله چې یو ۴۵ کلن سړي د "آزاد فلسطین" شعار ورکړ او د خلکو په یوه ډله یې اور بلوونکي مواد ورغورځول.

دوی په غزه کې د اسراییلي یرغمل شویو کسانو د یاد لپاره یوه غونډه جوړه کړې وه.

د بولډر پولیسو وویل چې څلور ښځې او څلور نارینه، چې عمرونه یې له ۵۲ څخه تر ۸۸ کلونو پورې دي، روغتون ته وړل شوي دي.

د ډینور په دفتر کې د متحده ایالاتو د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) ځانګړي استازي، مارک میشلیک، شکمن کس د محمد سلیمان په توګه پیژندلی. هغه د برید وروسته روغتون ته وړل شوی.

د FBI رییس کیش پټیل دا پیښه د "هدفمند ترهګریز برید" په توګه بیان کړه.

پر روسیې د اوکرایین تر ډرون بریدونو یوه ورځ وروسته؛ استانبول کې د روسیې او اوکرایین خبرې

د اوکرایین ولسمشر د استخباراتو له رییس سره
د اوکرایین ولسمشر د استخباراتو له رییس سره

ټاکل شوې ده چې د روسیې او اوکراین استازي د دوشنبې په ورځ د ترکیې په استانبول کې د خبرو اترو دوهم پړاو لپاره سره وویني.

تیره میاشت خبرو اترو لږ پرمختګ وکړ، خو دواړو خواوو د سلګونو جنګي بندیانو د تبادلې موافقه وکړه.

د خبرو اترو له پیل څخه یوه ورځ مخکې، اوکراین د روسیې په څو سیمو کې بې ساري ډرون برید وکړ، چې شاوخوا ۴۰ روسي بمبار کوونکې الوتکې یې په نښه کړې.

اوکرایني چارواکي وايي چې ډرونونه په لرګینو صندقونو کې ځای پر ځای شوي وو او له روسیې دننه الوځول شوي.

روسیې تایید کړې چې دوو اډو کې څو الوتکو اور اخیستی.

روسیې د طالبانو د سفیر نوماندي منلې

متقي د روسیې له سفیر سره
متقي د روسیې له سفیر سره

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې روسیې په رسمي ډول په مسکو کې د دوی د نوي سفیر نوماندي منلې ده.

دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي چې په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د یکشنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته په دې اړه یو یادښت وسپاره.

دا روښانه نه ده چې څوک به په روسیه کې د طالبانو د سفیر په توګه وټاکل شي.

که څه هم روسیه د طالبانو له رژیم سره ډیپلوماټیکې اړیکې لري، خو لا تر اوسه یې د نړۍ د نورو هیوادونو په څیر په رسمیت نه دی پیژندلی.

اریانا سعید دوه جایزې ګټلي

آریانا سعید
آریانا سعید

د افغانستان مشهورې سندرغاړې او د ښځو د حقونو فعالې اریانا سعید د داف باما د موسیقۍ له نړیوال فستیوال څخه دوه جایزې ترلاسه کړې.

اریانا سعید پرون ناوخته په خپل انسټاګرام پاڼه کې د جایزو اعلان وکړ او لیکلي یې دي: "نه یوازې د 'افغانستان د غوره هنرمندې' د جایزې ترلاسه کول بلکې د باما بشردوستانه جایزه هم یو ویاړ دی چې زه به کلونه پرې ویاړم."

هغې زیاته کړه چې په یاد فستیوال کې یې د افغانستان استازیتوب وکړ.

دا فستیوال د شنبې په ورځ، د مې په ۳۱مه، د جرمني په اوبرهاوسن کې د نړۍ د ګڼو هنرمندانو په ګډون ترسره شو.

د داف باما فستیوال د موسیقۍ نړیوال مراسم دي چې د مختلفو ملیتونو، ژبو او د موسیقۍ د بیلابیلو سبکونو هنرمندان ستايي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG