د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۲

دپاکستان پولیس: د ټیک ټاکرې ثناء یوسف په قتل تورن یو کس نیول شوی


ټیک ټاکره ثناء يوسف په اسلام آباد کې ووژل شوه.
ټیک ټاکره ثناء يوسف په اسلام آباد کې ووژل شوه.

د پوليسو ځينې سرچيني وايي چې د ثناء يوسف په وژلو کې لاس لرونکی یو مشکوک کس يې په فيصل آباد کې نيولې دی چې پخپله هم يو ټک ټاکر دی. د ثناء يوسف مور ویلي چې هغې ته هيچا هم په ټولنيزو رسنيو فعاليت کولو په وجه اخطار نه و ورکړی او کورنۍ يې د چا سره دښمني هم نه لري.

د ثناء يوسف مور ویلي چې هغې ته هيچا هم په ټولنيزو رسنيو فعاليت کولو په وجه اخطار نه و ورکړی ۔ کورنۍ يې د چا سره دښمني هم نه لري.اسلام اباد کې د ټولنيزو رسنيو يوه فعاله ثناء يوسف د جون په دويمه نيټه ماښام يو ناپيژندل شوي کس ووژله. نوموړې د خيبر پښتونخوا د چترال ضلعې اوسيدونکې وه او په ټیک ټاک او انسټګرام یې لنډې ويډيو خپرولې. ثناء د خپلې مور ، پلار او کشر ورور سره د تيرو څو کلونو راسې په اسلام اباد کې اوسيدله ۔

د هغې مور فرزانې يوسف پوليسو ته ويلي چې د پيښې په وخت يو ځوان سړی د دوی کور ته راغی او ثناء يوسف يې په تمانچه دوه ډزه وويشتله اوهغه ځای په ځای مړه شوه.

هغې وويل چې لور ته يې چا په ټولنيزو رسنيو فعاليت کولو په وجه اخطار نه و ورکړی او دوی د هيچا سره دښمني هم نه لري.

میرمن یوسف وويل چې د پيښې په وخت د هغې خاوند او پنځلس کلن زوی په کور کې نه وو او هغه پخپله په کور کې د ميلمنو سره ناسته وه.

تردي مخکې ، داسلام آباد پوليسو يو افسر جمشيد خان مشال ريډيو ته وويل چي دوی پيښه ثبت کړې ده او پلټنې يې پيل کړې دي خو تر اوسه يې په دې تړاو څوک نيولي نه دي.

هغه وويل چې د ثناء يوسف دعدلي طب پلټنې د اسلام آباد په پمز روغتون کې ترسره شوې.

دا افسوسناکه پيښه د اسلام په جي۔۱۳ سيکټر کې رامينځ ته شوه ۔ چې يوه ځوانه جينۍ پکې ووژل شوه ۔ مونږ پلټنې کوو ۔ داسې پيښې کيږي خو پوليس خپل کار کوي ۔ د پوليس کار پلټنې کول او د مجرمانو نيول دي ۔ مجرمانو ته سزا ورکول د عدالت کار دی ۔ په دې پيښه کې هم مونږ په پراخه کچه پلټنې کوو او ډير زر به قاتل ونيول شي


په اسلام آباد کې د ښځو د حقونو فعاله عروج رضا د آزادې اروپا راډیو / مشال برخې ته وويل چې نور د ښځو او جينکو د پاره په پاکستان کې اوسيدل ګران شوي دي ۔ دلته ډير خلک دا سوچ لري چې ښځه يا جينۍ له کوره ولې ووځي او که ووتله نو د وژلو مستحقه ده.

کله چې ښځه په خپلو پښو د ودريدلو هڅه کوي نو د سړو ناموس ته خطر پيښيږي ۔ د ناموس په نوم وژنه زمونږ د ټولنې پخوانی دود دی ۔ دوی وايي چې ښځه بايد په کور کې کښيني ۔ ټول سړي د ښځو د واک په ضد متحد شي چې دا ښځه ولې خاندي؟ خوشحاله ولې ده؟ ښکلې ولې ده؟ په خپل کار کې بريالۍ ولې ده؟ دوی وايي چې ښځه کورنۍ بدناموي ۔ ايا سړي لږ داسې کارونه کوي چې کورنۍ بدنامه کړي؟


د اسلام اباد پوليسو مشال ريډيو ته وويل چې د ثناء يوسف مړی د عدلي طب د معایناتو نه پس د هغې د کورنۍ غړو ته وسپارل شو او هغوی د ښخولو د پاره چترال ته يوړو.

د يادونې وړ ده چې په پاکستان کې دا د خپل ډول لومړۍ پيښه نه ده ۔ د روان کال د جنورۍ په مياشت کې په کوټه کې د امريکا نه راستانه شوې يوه ټک ټاکړه جينۍ وژل شوې وه ۔ د تيرې مياشت په اخرنيو ورځو کې د پنجاب په خوشاب ضلع کې يوه بله ټک ټاکره اقرا اعظم هم ووژل شوه .

په دريم جون د پوليسو ځينې سرچينو ادعا وکړه چي د ثناء يوسف په وژلو تورن کس يي په فيصل آباد کې ونيولو.

دوی وويل چې د ملزم نوم عمر حيات دی او د کاکا په نوم مشهور دی چې پخپله هم ټک ټاکر دی او د ثناء يوسف ملګری دی.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي په يو بيان کې د پوليسو ستاينه کړې ده.

ثناء يوسف په ټک ټاک اته لکه او په انسټاګرام پنځه لکه تعقيبونکي لرل

XS
SM
MD
LG