خبرونه
د ایراني ځواکونو په ډزو یو افغان کډوال وژل شوی دی

د حال وش په نوم د بشري حقونو يو سازمان ويلي، د کډوالو پر یوه موټر د ايراني ځواکونو په ډزو کې يو افغان وژل شوی دی.
دې سازمان د پنجشنبې په ورځ پر خپلې ايکس پاڼې/پخواني ټويټر د پېښې له ځایه د يوې ويډيو په خپرولو سره ويلي، پېښه د سيستان بلوچستان په بمپور ولسوالۍ کې شوې ده.
په ويډيو کې عيني شاهدان وايي، امنيتي ځواکونو د کډوالو د موټر د درولو په خاطر، د دې پر ځای چې پر ټايرونه يې ډزې وکړي په موتر کې ناست خلک يې په نښه کړل.
تراوسه د وژل شوي افغان هويت معلوم نه دی.
اروپایي ټولنه: د رواني روغتیا او ساري ناروغیو د مخنیوي په څانګو کې مو، ښځینه طبي پرسونل روزلی دی

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د طبي پرسونل د روزنې په برخه کې ۵۸۱ ښځې د رواني روغتیا او ۴۱نورې د ساري ناروغیو د مخنیوي په څانګو کې روزلي دي.
دغې ټولنې د دې ښځینه طبي پرسونل د روزنې خبره د پنجشنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر کړې ده.
د اروپايي ټولنې په ټکو، دا ښځینه طبي پرسونل به د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په کیفیت کې مرسته وکړي.
اروپايي ټولنه په داسې حال کې د ښځینه پرسونل د روزنې خبره کوي چې طالبانو تیرکال په طبي انیستیتونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګوه.
طالبانو له دې وړاندې د ۲۰۲۲کال په ډیمسبر کې نجونې له پوهنتوني او د همدې کال په مارچ میاشت کې نجونې په ښوونځیو کې له زده کړو محرومې کړې وې.
ایران: په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ د پراختیايي پروژو په پلې کیدو کې مرسته کوو

په کابل کې د ایران سفیر وايي، هوډ لري له افغانستان سره د اوبو او انرژۍ د پراختیايي پروژو په پلي کولو کې مرسته وکړي.
علي رضا بیکدلي د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبداللطیف منصور سره د پنجشنبې په روځ په یوې کتنې کې دا خبره کړې ده.
د طالبانو تر واک لاندې د اوبو او انرژۍ وزارت په یوې خبرپاڼه کې د دې کتنې په اړه ویلي، دواړو چارواکو په افغانستان کې د اوبو د کمښت او اوچکالي په اړه هم خبرې کړي دي.
ایران په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ په برخه کې د همکاري خبره په داسې حال کې کوي چې له مودو راهیسې د ایران او افغانستان ترمنځ د هلمند د سیند د اوبو پر ویش جنجال دی.
طالبانو د پاکستاني پوځ ادعا رد کړه چې ګواکي د بلوچستان د بریدکوونکو مشران په افغانستان کې دي

د طالبانو حکومت د پاکستان د پوځ هغه ادعا چې په بلوچستان ایالت کې پر مسافر وړونکي ریلګاډي برید د هغو ترهګرو له خوا تنظیم شوی وچې مشران یې په افغانستان کې دي، په کلکه رد کړه.
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن پنجشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې دوی د پاکستان د پوځ د ویاند هغه بې اساسه تورونه چې د پیښې په تړاو یې پرافغانستان لګولي، په کلکه ردوي او له پاکستاني لوري غواړي چې د داسې غیرمسولانه څرګندونو پرځای خپل امنیت او د داخلي مشکلاتو حل ته پام وکړي. هغه ویلي چې د هیڅ بلوڅ مخالفې ډلې غړي په افغانستان کې نشته او له دې ډلې سره نه دوی پخوا او نه هم اوس اړیکې لرلې دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر پرون چهارشنبې په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې استخباراتي راپورونه په څرګنده تاییدوي چې په بلوچستان کې د مسافرو پر ریلګاډي وروستی برید د هغو ترهګرو ډلو د مشرانو لخوا تنظیم شوی چې له افغانستان څخه فعالیت کوي او زیاتوي چې د د دغې پیښې په اوږدو کې هغوی له بریدګرو سره مستقیم تماس درلود. د خبرپاڼې له مخې پاکستان تمه ښودلې چې د طالبانو سرپرست حکومت خپل مسؤلیتونه پوره کړي او ترهګرو ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې څخه په استفادې، پرپاکستان بریدونه ترسره کړي. پوځ همدارنګه ویلي چې پردغه ریلګاډي ټول ۳۳ بریدګر یې وژلی او له ۲۱ یرغمل شویو پرته چې د ژغورنې په عملیاتو کې له څلورو سرتیرو سره یوځای ووژل شول، نور ټول یرغمل ژغورل شوي دي. خو بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي يا بي اېل اې نن پنجشنبې د مارچ پر ۱۳مه مهال په یوه بیان بیان کې د پوځ دغه ادعا ناسمه بللې ده او ویلي یې دي چې په سیمه کې یې له سرتېرو سره نښتې اوس هم دوام لري او یوشمیرکسان تراوسه ورسره یرغمل دي.
قرغزستان او تاجکستان د پولې او نورو اړوند ګڼې موافقې لاسلیک کړې

قرغزستان او تاجکستان د خپلو ګډو پولو د په نښه کولو او د خپل منځي اړیکو د بیرته اعاده کولو لپاره څو موافقې لاسلیک کړې.
د روسیې د تاس خبري آژانس د راپورله مخې په دغو موافقو کې چې د قرغزستان پلازمینې بشکیک ته د تاجکستان د ولسمشرامام علي رحمان د سفرپه مهال د کوربه هیواد له ولسمشرصدر جباروف ترمنځ نن پنجشنبې لاسلیک شوې، د ګډې پولې د په نښه کولو یو تړون او د اوبو د زیرمو په ګډون د مواصلاتي اړیکو د بیرته اعاده کیدو دوه سندونه شامل دي. د دواړو هیوادونو ترمنځ د شاوخوا ۹۸۰ کیلومتره اوږدې پولې په اوږدو کې د لانجمنو سیمو پرسر له نژدې ۲۳ کلونو راهیسې خبرې روانې وې.
دواړو ولسمشرانو چې له بشکیک څخه یې په انلاین بڼه په فرغانه دره کې د دوو امنیتي پوستو د پرانستلو ننداره وکړه، وویل چې سرله سبا به د بشکیک او دوشنبې ترمینځ د هوایي شرکتونو الوتنې، د مسافروړونکو بسونو تګ راتګ اونور خدمات له سره پیل شي.
په سرحدي سیمو کې د دوو خونړیو نښتو وروسته چې د ۲۰۲۱ کال په اپریل او د ۲۰۲۲ کال په سپټمبرمیاشتو کې وشوې او په نتیجه کې یې له سلو زیات کسان ووژل شول او په سلګونو کورونه او نورې ودانۍ وسوځیدې یا ویجاړې شوې، د دواړو هیوادونو ترمنځ ټولې پولې تړل شوي او ترمنځ یې اړیکې ځنډول شوې وې.
ملګري ملتونه: په پاکستان کې د افغان کډوالو توقیفونه زیات شوي دي

د ملګروملتونو د کډوالو لویې کمیشنیرۍ UNHCR په فبرورۍ میاشت کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیونو او توقیفونو د زیاتوالي خبر ورکوي.
د دې ادارې په یوه راپورکې چې پرون چهارشنبې په ریلییف ویب پاڼه کې خپورشوی ویل شوي چې په فبروري کې، په پاکستان کې د نیونو او توقیفونو کچه د جنوري په پرتله پنځلس سلنه زیاته شوې ده. د UNHCR د راپورله مخې په فبرورۍ میاشت کې له ۱۴۰۰ د زیاتو کسانو نیونې او توقیفونه ثبت شوي دي. د دې ادارې په خبره د دې نیونو او توقیفونو شاوخوا پنځوس سلنه یې په پلازمینه اسلام آباد او راولپنډۍ کې شوي دي.
د UNHCR په وینا، د ۲۰۲۵ کال په فبروري کې، شاوخوا ۱۷،۹۰۰ کسان بیرته افغانستان ته ستانه شوي چې په دې ډله کې ۱۴۱۷ یې ډیپورټ شوي دي. د ملګروملتونو د کډوالو لویې کمیشنیرۍ داسې مهال په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیونو او توقیفونو د زیاتوالي خبر ورکوي چې د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې پریکړه کړې چې د افغانستان د تابعیت کارت (ACC) لرونکي به هم له پاکستان څخه وباسي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت تیره اونۍ د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې دغه کارت لرونکي کسان د مارچ تر ۳۱مې پورې وخت لري چې "په عزت سره" له دې هیواده ووځي، که نه نو د دوی د اخراج پروسه به د اپریل په لومړۍ نیټه پیل شي.
د پاکستان پوځ: په بلوچستان کې د بریدکوونکو مشران په افغانستان کې دي

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په بلوچستان کې د مسافرو پر رېلګاډي وروستی برید د هغو ترهګرو ډلو تنظیم کړی و چې مشران یې په افغانستان کې دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په یوه خبرپاڼه کې چې پرون چهارشنبې یې خپره کړې ویلي چې پرجعفر ایکسپرس رېلګاډي د وسله والو برید ته چې په سلګونو مسافریې برمته کړي و، پوځ په چټکۍ ځواب ورکړ، ټول ۳۳ ترهګریې ووژل او له ۲۱ یرغمل شویو پرته چې د ژغورنې په عملیاتو کې له څلورو سرتیرو سره یوځای ووژل شول، نور ټول یرغمل وژغورل. د مسافرو پردغه ریلګاډي چې له کوټې پیښورته په لاره و، د سې شنبې په ورځ سیبۍ سیمې ته نژدې د بلوچستان د آزادۍ پوځ ( بي ایل اې) اړوند وسله والو برید وکړ. دې ډلې د شاوخوا پنځوسو یرغملود وژلو ادعا کړې ده.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې استخباراتي راپورونه په څرګنده تاییدوي چې دا برید د هغو ترهګرو ډلو د مشرانو لخوا تنظیم شوی چې له افغانستان څخه فعالیت کوي او زیاتوي چې د د دغې پیښې په اوږدو کې هغوی له بریدګرو سره مستقیم تماس درلود.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې پاکستان تمه لري چې د طالبانو سرپرست حکومت خپل مسؤلیتونه پوره کړي او هغو ترهګرو ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې څخه په استفادې، پرپاکستان بریدونه ترسره کړي.
د طالبانو سرپرست حکومت تراوسه د پاکستان د پوځ د دغې ادعا په اړه څه ندي ویلي خو له دې مخکې یې د پاکستان دا ډول ادعاوې تل ردکړې او ویلي یې دي چې هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې پرنورو د بریدونو لپاره کارواخلي.
روسي چارواکي: روسیه به له اوکرایین سره د اوربند پر موضوع غور وکړي

روسیې د اوکراین او د امریکا د متحد ایالتونو له لورې د اوربند وړاندیز ته محتاطانه غبرګون څرګند کړ.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف پرون وویل چې روسیې چارواکي به پر دې موضوع غور وکړي او په دې برخه کې د امریکا د مذاکره کوونکو له لورې د تفصیلاتو اوریدو ته په تمه دي.
روسیه هیلمنه ده چې په راتلونکو ورځو کې به د روسیې او امریکا د متحد ایالتونو ولسمشران په ټیلفون خبرې سره وکړي.
د سې شنبې په ورځ د سعودي عربستان په جدې ښار کې د امریکایي او اوکرایني چارواکو ترمنځ د خبرو په ترڅ کې موافقه وشوه چې د کییف او ماسکو ترمنځ د دیرش ورځو په مخه اوربند وشي.
بریټانیايې دوه روسي ډیپلوماټانو ته ویلي چې د بریټانیا له خاورې ووځي

بریتانیا یوه روسي دیپلومات او د یوه دیپلومات میرمنې ته ویلي دي چې له بریتانیا ووځي.
د برتانیا حکومت د چهارشنبې په ورځ وویل چې دوی د اونۍ په پیل کې په ماسکو کې د برتانیا د سفارت د دوو مامورینو د اخراج په غبرګون کې دې روسانو ته د وتلو امر کړی دی.
اسوشیتد پریس اژانس څرګندوي چې تر اوسه له بریتانیا څخه د دې دوو روسانو د وتلو نیټه نه ده مشخصه شوې.