د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۱

خبرونه

لبنان کې د ارتباطي وسیلو د چاودنو دوهمه څپه؛ لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي

امبولانسونه د ارتباطي وسیلو د چاودنو مړه او ټپیان روغتون ته لېږدوي.
امبولانسونه د ارتباطي وسیلو د چاودنو مړه او ټپیان روغتون ته لېږدوي.

په لبنان کې د ارتباطي وسیلو د چاودنو په دوهمه څپه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي دي.

د لبنان د روغتیا وزارت تېر ماښام ویلي چې د چاودنو په دوهمه څپه کې ۴۵۰ کسان ټپيان شوي هم دي.

تر پرونیو چاودنو ۲۴ ساعته مخکې، د سه‌شنبې په ورځ د پیجرونو یا پیغام لېږدونکو درې زره وسیلو د چاودنو له کبله ۱۲ تنه ووژل شول او ۲۸۰۰ نور ټپيان شول.

رویټرز خبري اژانس د یوې سرچینې په حواله چې نوم یې نه دی یاد کړی لیکلي، دا ځل پیجر نه، بلکې یو ډول (لاسي، بې سیمه وسیلې) چاودلي چې له پیجرونو سره یې توپیر درلود.

د حزب‌الله ډلې، چې د اسراییل د څارنې له وېرې پیجر او نورې ارتباطي وسیلې کاروي او دغه راز د ایران حکومت د چاودنو پړه پر اسراییل اچولې ده.

اسراییل تراوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

پاکستاني پولیس: پر یوې واکسیناتورې د ډله‌ییز تېري اصلي مشکوک کس نیول شوی

پاکستاني پولیس
پاکستاني پولیس

پاکستاني چارواکي وایي چې پولیسو د پولیو واکسین پر یوې کارکوونکې د ډله‌ییز تېري اصلي مشکوک کس نیولی دی.

پر دې ښځې تېره اوونۍ درې کسانو هغه وخت تېری وکړ چې د سیند ایالت په جیکب اباد سیمه کې کور په کور ګرځېده چې ماشومان واکسین کړي.

پولیس د هغو دوو نورو مشکوکو کسانو د نیولو په لټه کې دي.

د اوکراین ولسمشر له روسې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپل پلان بشپړ چمتو کړی

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر وایي، کییف له روسې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپل پلان بشپړ چمتو کړی دی او تر ټولو مهمه خبره دا ده چې اوس یې د پلي کولو هوډ لري.

ولودومیر زیلینسکي تېر ماښام په خپله وینا کې دا پلان "بریالی پلان" وباله او څرګنده یې کړه چې د ټولې اروپا اوږدمهاله امنیت ته اړتیا شته.

د اوکراین ولسمشر تېره اوونۍ ویلي وو چې روانه میاشت به د دې پلان په اړه د امریکا د متحد ایالتونو له ولسمشر جوبایډن سره خبرې وکړي، همداراز به یې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو له کاندیدانو کاملا هاریس او ډونالډ ټرمپ سره شریک کړي.

ټاکل شوې ده چې زیلینسکي راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د ګډون لپاره د امریکا متحد ایالتونو ته ولاړ شي.

کرکټ؛ افغانستان له جنوبي افریقا سره دوهمه یو ورځنۍ لوبه کوي

د افغانستان او سویلي افریقا د لومړۍ یو ورځنۍ لوبې یو انځور
د افغانستان او سویلي افریقا د لومړۍ یو ورځنۍ لوبې یو انځور

ټاکل شوې ده چې سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د جنوبي افریقا له پياوړې لوبډلې سره دوهمه پنځوس اوره یا یو ورځنۍ لوبه وکړي.

دا لوبه د دواړو لوبډلو ترمنځ د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره کېږي.

پرونۍ لوبه افغانستان د شپږو ویکټو په توپیر وګټله.

په پرونۍ لوبه کې افغان بالران وتوانېدل چې د جنوبي افریقا ټول لوبغاړي د ۱۰۶ منډو په جوړېدو اوټ کړي.

دې هدف ته افغان لوبغاړي په ۲۶ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ورسېدل.

د افغانستان او جنوبي افریقا ترمنځ به د دې لړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه د یکشنبې په ورځ وشي.

امریکا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي پر ټاکلو ټینګار وکړ

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې پرون د امریکا استازې لینډا توماس ګرینفیلډ
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې پرون د امریکا استازې لینډا توماس ګرینفیلډ

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې پرون د امریکا استازې لینډا توماس ګرینفیلډ ټینګار وکړ چې د افغانستان لپاره باید ځانګړی استازی وټاکل شي.

په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا استازې باربره ووډ وارډ د اغلې ګرینفیلډ د خبرو په تایید وویل چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل اړین دي.

واشنګتن د روان میلادي کال په پيل کې هم د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو ننګه کړې وه او د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر ویلي وو چې داسې یو استازی به له افغانستان سره نړیوال تعامل تنظیم کړي څو هغه اهداف ترلاسه شي چې ملګري ملتونه یې په خپلو پرېکړه لیکونو کې وړاندې کوي.

طالبانو هغه مهال ویلي وو چې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی هغو هېوادونو ته ټاکل کېږي چې په بحران کې وي او افغانستان له بحرانه وتلی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان: له ښځو سره د طالبانو چلند باید د بشریت ضد جنایت په توګه وارزول شي

ارشیف: طالبانو په افغانستان کې پر ښځو یو زیات شمېر محدودیتونه لګولي چې په کور دننه او بهر یې غبرګونونه پارولي دي.
ارشیف: طالبانو په افغانستان کې پر ښځو یو زیات شمېر محدودیتونه لګولي چې په کور دننه او بهر یې غبرګونونه پارولي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان وایي چې له افغان نجونو او ښځو سره د طالبانو چلند باید د بشریت ضد جنایت په توګه وارزول شي.

د بخښنې نړیوال سازمان دا وړاندیز پرون په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې وکړ.

دا سازمان وړاندې لیکي چې نړیواله ټولنه باید پر طالبانو له هر راز فشار څخه کار واخلي چې دوی مجبوره شي چې د ښځو او نجونو حقوق رعایت کړي او اجازه ورکړي څو دوی بېرته ښوونځيو ته ولاړې شي.

وروسته تر دې چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې کابل ونیوه، له شپږم ټولګي ورپورته یې د نجونو ښوونځي بند کړل او بیا کال وروسته یې د پوهنتون دروازې هم د نجونو او ښځو پرمخ وتړلې.

ملګروملتونو لوېديځه غاړه کې د اسراييل د حضور په اړه د فلسطينيانو پرېکړه‌ليک تصويب کړ

ملګروملتونو د عمومي اسامبلې نننۍ غونډه
ملګروملتونو د عمومي اسامبلې نننۍ غونډه

د ملګروملتونو عمومي اسامبلې نن چهارشنبې د فلسطینیانو هغه پرېکړه‌لیک ته رایې ورکړه، چې له اسراییل غواړي، په غزه او اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې خپل حضور چې هغه غیرقانوني بولي، تر یوکال پورې پای ته ورسوي، خپل ځواکونه وباسي او یهودي مېشت ځایونه تخلیه کړي.

د ملګروملتونو د عمومي اسامبلې چې ۱۹۳ غړي لري، ۱۲۴ غړیو یې دغه پرېکړه‌لیک ته مثبتې او ۱۴ منفي رایې ورکړې او ۴۳ غړیو هم له رایې ورکولو ډډه ورکړه.

پر دغه پرېکړه‌‌لیک د ملګروملتونو په عمومي اسامبله کې داسې مهال رایې واخیستل شوې، چې په غزه کې د حماس په وړاندې چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، د اسراییل د جګړې کال پوره کېدو ته نژدې دی.

دغه جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې د حماس وسله‌والو د تېر کال د اکتوبر پر اوومه د اسراییل پر قلمرو برید وکړ، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا دونیم سوه نور یې یرغمل کړل.

په ملګروملتونو کې د اسراییل سفیر ډني ډانون د فلسطینیانو د ډیپلوماتیک ماموریت په ملاتړ د دغه پرېکړه‌لیک تصویبېدل شرمونکي وبلل.

کرکټ؛ افغانستان په لومړي ځل سویلي افریقا ته ماتې ورکړه

د افغانستان او سویلي افریقا لومړۍ یو ورځنۍ لوبه
د افغانستان او سویلي افریقا لومړۍ یو ورځنۍ لوبه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د درې یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې سویلي افریقا ته د ۶ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.

دغه سیالي چې نن چهارشنبه د سپټمبر میاشتې په ۱۸مه نېټه د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې د کابل پر وخت مازدیګر ۴:۳۰ نیمې بجې پیل شوې وه، سویلي افریقا د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه.

مېلمه لوبډلې د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په ۳۳.۳ اورونو کې ۱۰۶ منډې جوړې کړې.

د یادې لوبډلې په ګټه وین مولډر تر نورو زیاتې ۵۲ منډې وکړې.

په افغان توپ اچونکو کې فضل‌حق فاروقي ۴، الله محمدغضنفر ۳ او راشدخان دوه لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبډلې ورکړل شوی هدف د ۴ ویکټو تر سوځېدو ورسته په ۲۶م اور کې پوره کړ.

په افغان توپوهونکو کې ګلبدین نایب ۳۴ او عظمت الله عمرزي ۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.

فضل‌حق فاروقي د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

ټاکل شوې ده چې، دواړه لوبډلې به دویمه سیالي د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۰مه او وروستۍ به د همدې میاشتې په ۲۲مه نېټه ولوبوي.

د فوټسال نړیوال جام؛ ارجنټاین افغانستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله.

د فوټسال نړیوال جام په دویمې سیالۍ کې افغانستان نن چهارشنبه د ارجنټاین پر وړاندې سیالي وکړه چې ۲ـ۱ یې ماتې وخوړه.

دغه سیالي چې د کابل پر وخت ماښام ۷:۳۰ بجې پیل شوې وه، د لوبې په لومړۍ او دویمې نیمايي کې ارجنټاین دوه ګولونه ووهل او افغانستان د یوه ګول په وهلو سره لوبه وبایلله.

دا په روان نړیوال جام کې د افغانستان دویمه سیالي وه چې په لومړۍ لوبه کې یې انګولا ته ماتې ورکړې وه.

افغان لوبډله به په ګروپي پړاو کې خپله وروستۍ لوبه له اکراین سره د سپټمبر په ۲۱مه نېټه ترسره کړي.

کرکټ؛ سویلي افریقا افغانستان ته د ۱۰۷ منډو هدف وټاکه

د افغانستان او سويلي افريقا کرکټ لوبه.
د افغانستان او سويلي افريقا کرکټ لوبه.

د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه پیل شوې ده، چې سویلي افریقا افغانستان ته د ۱۰۷ منډو هدف وټاکه.

دغه سیالي چې د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې د کابل پر وخت مازدیګر ۴:۳۰ بجې پیل شوې مېلمه لوبډلې یې پچه وګټه او توپ‌وهنه یې غوره کړه.

سویلي افریقا د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په ۳۳.۳ اورونو کې ۱۰۶ منډې وکړې.

د یادې لوبډلې په ګټه تر نورو زیاتې ۵۲ منډې اېون مولډر وکړې.

افغانستان ته په توپ‌اچونه کې فضل حق فاروقي ۴، الله‌ محمدغضنفر ۳ او راشدخان دوه لوبغاړي وسوځول.

افغانستان به په څو شېبو کې د خپلې توپوهنې پاڼۍ پیل کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG