خبرونه
د کډوالو نړیوال سازمان؛ څه باندې۳۷۰ زره افغان کډوال په دوو اونیو کې له ایرانه راستانه شوي

د کډوالو نړیوال سازمان (ای او ایم) وايي، د روانې میاشتې په وروستیو دوو اونیو کې څه باندې ۳۷۰زره افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته راستانه شوي دي.
دغه سازمان نن دوشنبې پر خپلې ایکس پاڼې د یوې ویډيو په خپرولو سره ویلي، "که څه دوی له راستنو شویو کډوالو په ځانګړې ټوکه ښځو او ماشومان سره په بیلابیلو برخو کې مرستې کړي خو د نړیوالو مرستو ته اړتیا ده".
پرون یکشنبې اوچا په یوه راپور کې ویلي و چې په وروستیو څو ورځو کې له ایرانه د راستنو شویو کډوالو په شمیر کې کموالی راغلی دی.
خو د دغه ادارې په خبره ښايي د اګست میاشتې په پیل کې له پاکستانه د افغان کډوالو په راستنیدو کې زیاتوالی راشي.
د پاکستان حکومت د پي او ار کارت لرونکو افغان کډوالو کارتونه په روانه میاشت کې تمدید نه کړل.
نژدې یو نیم میلیون د پي او ار کارت لرونکي افغان کډوال په پاکستان کې اوسیږي.
د پروان په سالنګ والسوالۍ کې په دوو ترافیکي پېښو کې ۹ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده

په پروان ولایت کې په دوو ترافیکي پېښو کې پنځه کسان مړه شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس نن دوشنبې خبر ورکړی چې دغه پښې په سالنګ ولسوالۍ کې رامنځته شوي.
په پېښو کې ۴کسان ټپیان دي.
بل پلو، د کندهار په دامان ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې یو بهرنۍ سیلانی ټپي شوی.
د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند اسدالله جمشید کورنیو رسنیو ته ویلي، "پېښه نن سهار د سیلاني د موټرسایکل او یو ټونس ډوله باروړونکي موټر ترمنځ شوې ده".
د جمشید په ټکو، سیلاني سربیرن ټپي دی.
حوثي وسله وال؛ هغه کمپنۍ به په نښه شي چې له اسراییلو سره سوداګریز کاروبار کوي

د یمن حوثي ډلې ګواښ کړی چې د هرې هغې کمپنۍ کشتۍ به په سره سمندرګي کې په نښه کړي چې له اسراییلو سره کاروبار کوي.
د دې ډلې پوځي ویاند پرون په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل دا کشتۍ دې ته له پام پرته چې په کوم هېواد پورې تړلې دي وویشتل کېږي. ویاند زیاته کړه چې دا د اسراییلو پرضد د دې ډلې د عملیاتو څلورم پړاو دی.
ایران پلوې حوثي ډلې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې وروسته له دې چې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ جګړه پیل شوه له حماس سره د خواخوږۍ له مخې پر نړیوالو کشتیو حملې پیل کړې.
په سوریه کې په راروانه سپټامبر میاشت کې پارلماني انتخابات کېږي

د سوریې د انتخاباتو کمیسیون وايي تمه ده چې په دې هېواد کې به په راروانه سپټمبر میاشت کې د لومړي ځل لپاره پارلماني انتخابات وشي.
د سوریې سنا دولتي خبري آژانس پرون د انتخاباتو د کمیسیون د رییس محمد طها له قوله راپور ورکړ چې نوموړی وايي، د خلکو د شورا د ۲۱۰ کسیز پارلمان د غوراوي لپاره انتخابات به د سپټمبر د ۱۵ او شلمې نېټې ترمنځ ترسره شي.
د خبر له مخې ولسمشر احمدالشرع د انتخاباتو د قانون مسوده ترلاسه کړه چې له مخې یې د پارلمان د غړو شمېر له ۱۵۰ څخه ۲۱۰ ته لوړ شوی دی. د پارلمان د غړو له دریو یوه برخه به ولسمشر غوره کوي.
د سوریې حکومت ژمنه کړې چې دا انتخابات به ټولشموله وي او همداراز بهرنیو څارونکو ته یې پر دې بهیر د څار بلنه ورکړې ده.
چارواکي وايي د شمال د کردمیشتو سیمو او سویدا ولایت چې اکثر وګړي یې په دروزي اقلیت پورې تړلي دي، څوکۍ به د وګړو د شمېر په اساس وټاکل شي.
د هېواد په شمال ختیځ او ختیځ کې د درنو بارانونو او د سېلابونو د راوتو اټکل

د هېواد د هواپېژندنې اداره په دریو ولایتونو نورستان، کونړ او خوست کې د تېرو بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کوي.
د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون چې طالبان یې اداره کوي، پر خپله ایکس پاڼه د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې په حواله همداراز خبر ورکوي چې د هېواد د مرکز، لویدیځ، ختیځ او جنوب په ځینو سیمو کې د تېزو بادونو احتمال شته.
امیرخان متقي او عباس عراقچي خپل هېواد ته د افغان کډوالو د باعزته ستنېدو په اړه خبرې وکړې

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه خبرې کړي.
باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي پرون راپور ورکړ چې په دې ټلفوني خبرو کې ښاغلي متقي ټینګار وکړ چې افغان کډوال باید په تدریجي ډول او په عزت سره خپل هېواد ته ستانه شي.
د باختر آژانس د راپور له مخې ښاغلي عراقچي هم د افغان کډوالو حقونو ته پر درناوي ټینګار وکړ.
د افغان کډوالو د باعزته ستنېدو په اړه خبرې داسې مهال کېږي چې په تېرو څو میاشتو کې سلګونه زره افغان کډوال په جبري ډول له ایرانه ایستل شوي دي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم ویلي دي چې ده د کورنیوچارو وزارت ته لارښوونه کړې چې د افغان کډوالو د ایستلو په بهیر کې دې له خورا ډېر دقت څخه کار واخلي څو په افغانانو کې د ایران په اړه ناسم ذهنیت جوړ نه شي.
ملګري ملتونه وايي، په وروستیو څو ورځو کې له ایرانه د راستنېدونکو افغان کډوالو شمېر کم شوی دی

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي چې په وروستیو ورځو کې له ایرانه د راستنېدونکو افغان کډوالو په شمېر کې کموالی راغلی دی.
اوچا په یوه راپور کې چې پرون یې خپور کړ ویلي دي چې د راستنېدونکو په شمېر کې دا کمښت د جولای له ۱۹مې څخه پیل شوی او اټکل کېږي چې له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر ښايي د جولای له ۳۰مې وروسته چټک شي.
د اوچا په راپور کې راغلي دي چې د جولای په ۱۹مه نېټه له ایرانه افغانستان ته د راستنېدونکو شمېر شاوخوا ۹ زره و، خو له هغه وروسته کموالی پکې راغلی.
د م. م دا اړونده اداره وايي، پاکستان پرېکړه کړې چې د افغان کډوالو پي او آر کارتونه به نه تمدیدوي نو ښايي د جولای له ۳۰مې څخه له پاکستان خپل هېواد ته د راستنېدونکو افغان کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راشي.
په پاکستان کې د دې کارتونو د لرونکو افغانانو شمېر ۱،۴ میلیون ته رسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې ایران په وروستیو کې د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر چټک کړی او د اوچا د ارقامو له مخې یوازې د جولای میاشتې له پیله تر ۱۹مې نېټې پورې ۴۶۰ زره افغانان څه په جبر څه په خپله خوښه له ایرانه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
افغانستان به د کرکټ په آسیايي جام کې خپله لومړۍ لوبه د هانکانګ پر وړاندې وکړي

په پام کې ده چې د آسیايي جام لوبې د سپتمبر په نهمه د افغانستان او هانکانګ ترمنځ په لوبه پیل شي.
د شل اووریزه لوبو په دې لړۍ کې به افغان لوبډله په ب ګروپ کې له بنګلدېش، هانکانګ او سریلانکا سره او په الف ګروپ کې به هند، له عمان، پاکستان او متحده عربي اماراتو سره لوبې کوي.
په ګروپي پړاو کې به د افغانستان دوهمه لوبه د سپټمبر په ۱۶مه له بنګلدېش او دریمه لوبه به یې د سپټمبر په ۱۸مه له سریلانکا سره وي.
د ۲۰۲۵ کال اسیایي جام د متحده عربي اماراتو په کوربه توب ترسره کیږي. د جام تنظیمونکو دا اعلان پرون داسې مهال وکړ چې د پاکستان او هند ترمنځ سیاسي لانجو آسیايي جام له بې برخه لیکه حالت سره مخامخ کړی و.
په دې جام کې د هند او پاکستان لومړۍ لوبه به د سپټمبر په ۱۴مه وي.
د روسیې پر والګاګراد ښار د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو حملو مالي زیانونه اړولي دي

د روسیې د جنوبي سیمې والګاګراد چارواکي وايي چې د اوکراین د ویشتل شویو ډرونونو د ټوټو د راپرېوتو له کبله د اورګاډي د بریښنا یو سیسټم ویجاړ شوی او د رېلونو تګ راتګ له خنډ سره مخامخ شوی دی.
د والګاګراد والي اندرې بوښاروف پر خپله ټلګرام پاڼه په یوه بیان کې وویل چې دې ډرونونو یا بې پیلوټه الوتکو انساني تلفات نه دي اړولي.
د روسیې دفاع وزارت پر خپله ټلګرام پاڼه ویلي دي چې د هوايي مدافعې ځواک یې په والګاګراد کې د اوکراین نهه ډرونونه ویجاړ کړي دي. دې وزارت ویلي دي چې روسیې تېره شپه د دې هېواد په ۱۲ سیمو او همداراز په تورسمندرګي او کریمیا ټاپووزمه کې د اوکراین ۹۹ ډرونونه له منځه وړي دي.
اوکرایني چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
اسراییلو د غزې په دریو سیمو کې وقفه یي اوربند اعلان کړی

اسراییلو اعلان کړی چې د غزې په دریو ساحو کې یې په جګړو کې محدوده وقفه راوستې ده. د دې اعلان هدف دا دی چې په دې تړانګه کې د راغلي بشري ناورین له مصیبت ځپلو سره مرستو ته موقع ورکړل شي.
د اسراییلو پوځ نن سهار وختي وویل چې دا تکتیکي وقفه به د غزې په ښار، دیر البلاح او مواصي سیمو کې تر بل اعلان پورې هره ورځ د لسو ساعتونو لپاره اخیستل کېږي.
د ملګروملتونو د بشري مرستو د برخې مشر ټام فلیچر د اسراییلو د دې اعلان هرکلی کړی. ښاغلي فلیچر پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په غزه کې د ملګروملتو اړوندې ادارې به تر وسې وسې هڅه وکړي چې وږو خلکو ته مرستې ورسوي.
په دې سیمو کې وقفه یي اوربند وروسته له هغه اعلانېږي چې په غزه کې د پوځي عملیاتو پرمهال د اسراییلو اقداماتو د نړیوالو سخت غبرګونونه وپارول او په دې سیمه کې د قحطۍ د ګواښ په اړه اندېښنې څرګندې شوې.