د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۳

خبرونه

نړیوال بانک به ډېر ژر افغانستان کې د خپلو پورونو ورکول پیل کړي

 نړیوال بانک ( عکس ارشیف)
نړیوال بانک ( عکس ارشیف)

د طالبانو د مالیې وزارت وايي ، چې نړیوال بانک به ډېر ژر د خپلو پورونو ورکول پیل کړي.

دې وزارت د دوشنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې نړیوال بانک د لوژستیکي او ساختماني شرکتونو شاوخوا ۵۰ ملیون ډالر پوروړی دی، او دا پورونه باید په څلورو قسطونو کې ورکړل شي.

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت په وینا، نړیوال بانک د دوشنبې په ورځ په لومړي پړاو کې خصوصي شرکتونو ته د ۱۰ ملیون ډالرو څخه ډیر پور ورکول پیل کړل، او ټاکل شوې ده چې د بانک له ۳۹ ملیون ډالرو څخه ډیر پور په دریو نورو مرحلو کې د وزارت له لارې ورکړل شي.

پخوا، خصوصي شرکتونو په وار وار د نړیوال بانک له خوا د دوی د پیسو د نه ورکولو په اړه شکایت کړی و.

د دغو شرکتونو په وینا، دوی د پرځول شوي جمهوري نظام پر مهال د نړیوال بانک اړوند پروژې پلي کړې، خو د دوی ځینې پیسې لا تر اوسه نه دي ورکړل شوي.

د اروپا د بشري مرستو څلورم فورم په غونډه کې به د افغانستان پر بشري وضعیت خبرې وشي

بروکسل کې د اروپايي اتحادیې د کمیسیون مرکزي دفتر ( عکس ارشیف)
بروکسل کې د اروپايي اتحادیې د کمیسیون مرکزي دفتر ( عکس ارشیف)

د اروپا د بشري مرستو څلورم فورم په غونډه کې به ټاکل شوې ده چې نن د یوشمیر نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان پر بشري وضعیت هم خبرې وشي.

په دې دوه ورځنۍ غونډه کې چې پرون پیل شوه پالیسي جوړونکي، د بشري حقونو سازمانونه او نړیوالو متخصصینو ګډون کړی دی.

په کابل کې د اروپايي اتحادیې دفتر پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا فورم به "د افغانستان د کړکیچ اصلي لاملونه په ګوته کړي او د نوښتګرو او دوامداره حل لارو لپاره به سیمه ایزې همکارۍ ته وده ورکړي."

دا دوه ورځنی فورم د اروپايي کمیسیون او د پولنډ په کوربه توب جوړ شوی دی.

یونان به د شارجه نړیوال کتاب نندارتون په ۴۴مه ګڼه کې افتخاري میلمه وي

عکس ارشیف
عکس ارشیف

یونان به د شارجه نړیوال کتاب نندارتون په ۴۴مه ګڼه کې افتخاري میلمه وي.

دا خبره د شارجه کتاب ادارې (SBA) مشرې، شیخه بدور بنت سلطان القاسمي کړې ده. دې ویلي چې یونان، د خپل بډایه تاریخي میراث او نړیوال کلتوري نفوذ سره، د انساني تخلیق په بهیر کې یوه مهمه ستنه دی.

د شارجه نړیوال کتاب نندارتون د ادارې د معلوماتو له مخې دا په نړۍ کې دریم لوی د کتاب نندارتون دی او په عربي نړۍ کې ترټولو معتبر ګڼل کیږي.

د شارجه کتاب نندارتون اداره هر کال، په خپرونو او اړوندو برخو کې غوره نړیوال استعدادونه منځني ختیځ ته جلبوي. د سږ کال نندارتون به د ۲۰۲۵م کال د نومبر له ۵مې تر ۱۶مې دوام وکړي.

جاپان د افغانانو لپاره د ماسترۍ سکالرشپونه اعلان کړي دي

په افغانستان کې د جاپان سفارت اعلان کړی چې د جاپان د پوهنې، کلتور، سپورت، ساینس او ټیکنالوژۍ وزارت (MEXT) هغو افغان زده کونکو ته سکالرشپونه ورکوي چې غواړي د جاپان په پوهنتونونو کې ماسټري وکړي.

د دې سفارت د اعلامیې له مخې به بریالي کاندیدان د څیړنیزو زده کونکو په توګه د جاپان حکومت د سکالرشپ پروګرام له لارې د ماسترۍ په کورسونو کې د 2026 کال لپاره زده کړې وکړي.

په اعلامیه کې راغلي چې د غوښتنلیکونو راټولولو او لیکلي ازموینې پروسه به د آغا خان بنسټ، افغانستان سره په همکارۍ ترسره شي او هغه کسان چې غواړي ګډون وکړي، د نورو معلوماتو لپاره دې د دې سفارت ویب پاڼې ته مراجعه وکړي.

برتانیا او اروپايي ټولنه د خپلو اړیکو "بیا رغولو" لپاره یوې موافقې ته رسیدلي دي

ډیپلوماتانو د دوشنبې په ورځ ویلي چې د اروپايي اتحادیې او برتانیې مذاکره کوونکي د بریګزیت یا - له دغې اتحادیې د بریتانیې له وتلو- وروسته د خپلو اړیکو "بیا رغولو" لپاره یوې موافقې ته رسیدلي دي.

دا په داسې حال کې چې د بریتانیا صدراعظم کایر سټارمر په لندن کې د اروپايي اتحادیې د مشرانو د غونډې کوربه توب ته تیاری نیسي.

د اروپايي اتحادیې ډیپلوماتانو وویل چې غړو هیوادونو په دې سرمشریزه کې د امنیت او دفاع، تجارت او د کبانو د ښکار، او د ځوانانو د میشتیدو په هکله د همکاریو په برخه کې درې سندونه د لاس لیک لپاره تصویب کړل.

په نهایی توافق کې، بریتانیا منلې چې په ۲۰۲۶ کال کې د اوسني تړون له پای ته رسیدو وروسته به د ۱۲ کلونو لپاره اروپایی کب نیونکو ته اجازه ورکړي چې ښکار وکړي؛ په بدل کې به یې، اروپايي اتحادیه له بریتانیا څخه د خوړو پر وارداتو اداري محدودیتونه کم کړي.

د ځوانانو د مېشتېدو په مسئله کې - د اختلاف یوه بله لویه خبره، د لندن دا اندیښنه وه چې دا ډول پلان به د اروپايي اتحادیې او بریتانیا ترمینځ د سفر آزادۍ ته د بیرته ستنېدو لامل شي خو مذاکره کوونکو پر یوه عمومي متن موافقه وکړه، چې جزئیات به یې په راتلونکو خبرو اترو کي وڅیړل شي.

د نورستان خلکو د وایګل ولسوالۍ د ټاکل شوي د مرکز پر سر اعتراض کړی دی

د نورستان د نوې تاسیس شوې وایګل ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکو د والي د وروستۍ پریکړې پر وړاندې چې د ولسوالۍ د مرکز لپاره یې ځای ټاکلی دی، اعتراض وکړ.

دوی وايي چې والي زین العابدین په دې پریکړه کې له خلکو سره مشوره نه ده کړې، او هغه ځای یې چې د ولسوالۍ د مرکزلپاره ټاکلی دی، دې غرنۍ ولسوالۍ ته د خلکو لاسرسی ستونزمن دی.

خو، د نورستان د ولایت د مطبوعاتي دفتر اعلامیه وايي چې د "کوشمه" سیمه د خلکو د اختلافاتو د حل لپاره د پرله پسې بیاکتنو وروسته او د ریاست الوزراء د مقام د رسمي لارښوونې پر اساس د ولسوالۍ مرکز ټاکل شوې ده.

د قومي مشرانو او عالمانو په ګډون اعتراض کوونکو د وایګل او پارون - کنړ ترمنځ سړک هم بند کړی دی.

دوی د طالبانو د والي له خوا د خلکو سره د چلند او هغه څه په اړه هم شکایت کوي چې دوی یې "د سیمې د خلکو دودونو ته بې اعتنایي" بولي.

افغانستان د اروپايي بشري فورم کنفرانس د اجنډا د سر له موضوعاتو دی

ټاکل شوې ده نن د دوشنبې په ورځ اروپايي ټولنه د اروپايي بشري فورم څلورمه برخه پرانیزي. په دې فورم کې پالیسي جوړونکي، د بشري حقونو سازمانونه او نړیوال متخصصین ګډون کوي او افغانستان به د اجنډا له لومړیو موضوعاتو یو وي.

دا دوه ورځنی فورم د اروپايي کمیسیون او د پولنډ په کوربه توب جوړیږي.

افغانستان له هغو هیوادونو دی چې له خورا سختو بشري حالاتو سره مخامخ دی.

په کابل کې د اروپايي اتحادیې دفتر پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا فورم به "د افغانستان د کړکیچ اصلي لاملونه په ګوته کړي او د نوښتګرو او دوامداره حل لارو لپاره به سیمه ایزې همکارۍ ته وده ورکړي."

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په چین کې په درې اړخیزه غونډه کې ګډون کوي

عکس ارشیف
عکس ارشیف

ټاکل شوې ده د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سبا د (د می په ۲۰مه) پیکنګ ته سفر وکړي چې د چین، پاکستان او افغانستان په ګډون په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.

د راپورونو له مخې د دې سرمشریزې هدف د سیمه ییزې سولې او امنیت اندیښنو ته رسېدل دي.

په ورته وخت کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار چین ته روان شوی دی. د هغه د سفر هدف د لوړې کچې په دوه اړخیزو خبرو کې برخه اخیستل دی.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۵ کال د می په ۱۰مه په کابل کې د دې سرمشریزې اول دور غونډه جوړه شوه چې پکې طالبان، پاکستان او چین شامل وو.

د راپور له مخې دا درې اړخیزې خبرې به د ترهګرۍ ضد هڅې، اقتصادي همکارۍ او د زیربناوو د پراختیا په ګډون پر یو لړ موضوعاتو راوڅرخي.

تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي و چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي، یو شیاویونګ، متقي ته د چین د سفر بلنه ورکړې وه چې متقي منلې وه.

د امریکا مخکینی ولسمشر جوبایډن د پروستات د سرطان په ناروغۍ اخته شوی دی

د امریکا مخکینی ولسمشر جو بایډن
د امریکا مخکینی ولسمشر جو بایډن

د امریکا د مخکیني ولسمشر جوبایډن دفتر اعلان کړی چې نوموړی د پروستات د سرطان په داسې یوه تهاجمي بڼه اخته شوی چې هډوکو ته رسېدلی دی.

د بایډن دفتر پرون یکشنبې (د ثور ۲۸مه) په یوه بیان کې وویل چې د پروستات سرطان د جمعې په ورځ د هغه د بولو له معاینې وروسته تشخیص شو.

د بیان له مخې ۸۲ کلن بایدن او کورنۍ یې اوس د درملنې لارې چارې لټوي.

ولسمشر ډونالډټرمپ پر ټروت ټولنیزه شبکه په یوه بیان کې ویلي دي چې دی او مېرمن یې میلانیا د بایډن د ناروغۍ د تشخیص د خبر په اورېدو خواشیني شول.

ټرمپ زیاتوي چې د بایډن مېرمنې جیل او نورې کورنۍ ته یې نیکې هیلې وړاندې کوي او د بایډن لپاره سمدستي روغتیا غواړي.

بایډن له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې د امریکا ولسمشر و.

اسراییل د غزې تړانګې ته په محدوده کچه بشري مرستې ورپرېږدي

د غزې تړانګه جبلیه سیمه- فلسطینیان د مرستو د ترلاسه کولو په حال کې
د غزې تړانګه جبلیه سیمه- فلسطینیان د مرستو د ترلاسه کولو په حال کې

اسراییلو اعلان کړی چې له دریو میاشتو کلابندۍ وروسته به د غزې تړانګې ته په لږه اندازه بشري مرستې ورپرېږدي.

له دې څو ورځې مخکې د غذايي امنیت کارپوهانو خبرداری ورکړی و، چې غزې ته د خوړو پر پریښودو بندیز به یو بشري ناورین رامنځ ته کړي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون وویل چې په غزه کې د لوږې بحران به په دې سیمه کې د اسراییلو نوي پوځي عملیات له خنډ سره مخامخ کړي، نو ځکه د هغه کابینې دې تړانګې څه باندې دوه میلیون اوسېدونکو ته په محدوده کچه د اساسي خوراکي موادو پرېښودل تایید کړل.

تراوسه معلومه نه ده چې اسراییل به مرستې کله او څنګه غزې ته پرېږدي او د پوځ هغې څانګې چې دا چاره سمبالوي هم په دې اړه تبصره نه ده کړې.

اسراییل د مرستندویو ټولنو له اعتراضونو سره سره د غزې لپاره د مرستو یو ځانګړی رژیم په پام نیولی او ښاغلي نتنیاهو ویلي دي چې اسراییل باید دا یقیني کړي چې دا مرستې د وسله والو لاس ته نه ورځي.

اسراییلو د مارچ په دوهمه نېټه د غزې ته پر بشري مرستو بندیز ولګاوه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG