د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

خبرونه

په پاکستان کې محکمې یوې مسیحۍ مېرمنې ته د مرګ سزا اورولې

د پلازمېنې اسلام‌اباد یوه څنډه کې د پاکستان بیرغ
د پلازمېنې اسلام‌اباد یوه څنډه کې د پاکستان بیرغ

په پاکستان کې یوې محکمې پرون پنجشنبې یوې مسیحۍ مېرمنې ته په ټولنیزو رسنیو کې مقدساتو ته د سپکاوي محتوا د خپرولو په تور د مرګ سزا واوروله.

د جرمني خبري آژانس د راپور له مخې، دا یو نادره سزا ده چې په پاکستان کې چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي، په اقلیت پورې تړلې یوې مېرمنې ته اورول کېږي.

په اسلام‌آباد کې د محکمې قاضي افزا ماجوکا اعلان وکړ چې شګوفته کیرن څلور کاله مخکې د وټس‌اپ له لارې د یوه پوسټ په شریکولو سره چې هغه د اسلام ستر پیغمبر ته سپکاوی بلل شوی، مجرمه وپېژندل شوه.

کیرن چې عمر یې شاوخوا ۳۰ کاله او د څلورو اولادونو مور ده، محاکمې یې درې کاله وخت ونیوه.

د هغې مدافع وکیل ویلي چې مېرمن کیرن حق لري چې د محکمې د دغې پرېکړې پر وړاندې د استېناف غوښتنه وکړي، هغه سترې محکمې ته وړاندې کړي او هم د یوه پیټشن یا د لاسلیکونو د راټولولو له لارې د دې هېواد له ولسمشر څخه د عفوې غوښتنه وکړي.

د افغانستان دوه ملي لوبډلې سیالۍ لري

د افغانستان او سویلي افریقا د لومړۍ یو ورځنۍ لوبې یو انځور
د افغانستان او سویلي افریقا د لومړۍ یو ورځنۍ لوبې یو انځور

د افغانستان او جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې به نن دوهمه پنځوس اوره یا یو ورځنۍ لوبه ترسره کړي.

دا لوبه د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره کېږي.

افغانستان د تېرې چهارشنبې په ورځ د روانې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د شپږو ویکټو په توپیر ګټلې وه.

د افغانستان او جنوبي افریقا ترمنځ به د دې لړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه د یکشنبې په ورځ وشي.

اخوا ټاکل شوې چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۴م کال د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې درېیمه لوبه سبا شنبې له اوکراین سره وکړي.

افغانستان د دغو سیالیو په لړکې لومړۍ لوبه له ګواتیمالا د ۶ - ۴ پر وړاندې وګټله او دوهمه لوبه یې د چهارشنبې په ورځ ارجنټاین ته د ۴ - ۶ په وړاندې وبایلله.

د فوټسال د نړیوال جام سیالۍ د سپټمبر په ۱۴مه په ازبکستان کې پیل شوي دي.

طالبان: د قوش تېپې کانال اړوند ساحې د خاورې د آزموینې پروګرام پیل شوی

د فوش تېپې کانال یوه څنډه
د فوش تېپې کانال یوه څنډه

د طالبانو حکومت د کرنې وزارت د قوش تېپې کانال اړوند ساحې د خاورې د آزموینې د پروګرام د پیلېدو خبر ورکوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي تلوېزون د خبرې له مخې، دې وزارت ویلي چې د دغه پروګرام په ترڅ کې به چې د خاورې پېژندنې د ریاست د شپږ کسیز متخصص ټیم له‌خوا پرمخ وړل کېږي، د دې کانال اړوند ځمکو د خاورې نمونې اخیستل کېږي څو معلومه شي چې کوم وړ بوټي په‌کې کرل کېدای شي او همدارنګه به د فرعي کانالانو د ډیزان طرحه چمتو کېږي.

ویل شوي چې پروګرام به په دوو میاشتو کې بشړ شي.

د قوش تېپې کانال چې ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی لري، د کیندنې چارې یې په ۲۰۲۲م کال کې پیل شوي چې لومړۍ برخه یې د څه باندې سلو کیلومترو په اوږدوالي د تېر ۲۰۲۳م کال په فبرورۍ میاشت کې بشپړه شوه او پر دوهمې برخې یې اوس کار روان دی.

تمه ده چې د دې کانال په بشپړېدو سره په بلخ، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې په سلګونه زره جریبه ځمکه کرنې او بڼوالۍ ته چمتو شي.

بلېنکن له افغانستانه د ځواکونو وتلو په تړاو د استازو جرګې یوې کمېټې ته احضار شوی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د سپټمبر په ۲۴مه د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن یوې استماعیه غونډې ته احضار کړی چې په ۲۰۲۱م کال کې له افغانستانه په ګډوډۍ کې د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د دې کمېټې پوښتنو ته ځواب ووایي.

د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې، دې کمېټې د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې که بلېنکن دې غونډې ته حاضر نه‌شي نو د کمېټې مشر به په یوه راپور کې د استازیو جرګې ته سپارښتنه وکړي چې هغه دې د دې کمېټې د احضاریې ته په سپکاي تورن کړي.

د بهرنیو چارو وزارت تراوسه په دې اړه چې ایا بلېنکن به په دې غونډه کې برخه واخلي که‌نه رسمي څرګندونې نه‌دي کړي.

دې کمېټې بلېنکن پرون د سپټمبر په ۱۹مه غونډې ته وربللی و، خو د بهرنیو چارو وزارت د روانې میاشتې په پیل کې وویل چې هغه په دې نېټه استماعیه غونډې ته نه‌شي حاضرېدای او د یوې بلې مناسبې نېټې د ټاکلو غوښتنه یې کړې وه.

د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د روانې میاشتې په پیل کې وویل چې بلېنکن له دې مخکې د افغانستان په مسئله کې ۱۴ ځلې د کانګرس په استماعیه غونډو کې ګډون کړی او څلور ځلې د بهرنیو کمېټې پر وړاندې حاضر شوی او هم دې وزارت له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو اړوند د ډېرو مرکو د متنونو او نورو شواهدو په ګډون نږدې شل زره پاڼو اسناد ورسپارلي دي.

متقي: د طالبانو حکومت د ۳۹ افغان سفارتونو او قونسلګریو کنټرول ترلاسه کړی

په تهران کې د افغانستان سفارت چې دا مهال د طالبانو په کنټرول کې دی.
په تهران کې د افغانستان سفارت چې دا مهال د طالبانو په کنټرول کې دی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیرخان متقي د پنجشنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۹مه وویل چې درې کاله وروسته له دې چې دوی واک ته ورسېدل، حکومت یې په نړۍ کې د ۳۹ افغان سفارتونو او قونسلګریو کنټرول تر لاسه کړی دی.

هغه زياته کړه، د دوى وزارت تېر کال د ترکيې، روسيې، ايران او پاکستان په ګډون ١١ هېوادونو ته لسګونه ډيپلوماتان لېږلي دي.

رویټرز خبری اژانس په خپل راپور کې لیکلې چې هېڅ نړیوال حکومت په رسمي توګه د طالبانو اداره په رسمیت نه پېژني، خو چین او متحده عربي اماراتو په رسمي توګه په خپلو پلازمېنو کې د طالبانو د حکومت سفیران منلي دي.

د امریکا متحده‌ایالاتو په ګډون لوېدیځو هېوادونو ویلي چې د طالبانو د هر ډول رسمي پېژندلو لاره به تر هغه وخته بنده وي چې دوی د ښځو د حقونو په برخه کې لاره هواره نه کړي، د نجونو او مېرمنو لپاره عالي ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانېزي او د هغوی د بشپړې ازادۍ اجازه یې نه وي ورکړې.

متقي وویل چې افغانستان به په روانه اوونۍ کې ازبکستان ته نوی سفیر واستوي او تمه لري چې روسیه به ډېر ژر طالبان د تروریستي سازمانونو له لېست څخه وباسي.

د جولای په میاشت کې طالبانو وویل چې دوی به له ۱۴ افغان ډیپلوماتیکو ماموریتونو سره اړیکې پرې کړي او د هغو سفارتونو صادر کړي پاسپورټونه او ویزې یې هم بی اعتباره علان کړې.

​​​​​​​د هاریس ټاکنیز ټیم د کمپایني پیغامونو د خپرولو لپاره خپلې سیمه‌ییزې شبکې وهڅولې

د کمالا هاریس له انتخاباتي کمپاین یو انځور
د کمالا هاریس له انتخاباتي کمپاین یو انځور

په داسې حال کې چې د ډیموکرات او جمهوري غوښتونکي ګوندونو نوماندان کمالا هاریس او ډونالډ ټرمپ په امریکا کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د هغې ټولنې د ملاتړ ترلاسه کولو هڅه کوي چې په ایالتي سیالیو کې مهم رول لوبولی شي، کمالا هاریس هیله‌منه ده چې د روسیې پر وړاندې د پولنډي ټبرو امریکایانو او د ټرمپ له‌خوا د اوکراین په ملاتړ کې د شک او تردید څخه ګټه پورته کړي.

د امریکا د مرستیالې ولسمشرې او د ډیموکرات ګوند نوماندې کمالا هاریس انتخاباتي ټیم، چې د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر ۱۸مه له خپلو پولنډي ټبرو امریکايي ملاتړو سره یو ملي ټیلیفوني تماس تنظیم کړ، څو هغوی د خپلو سیمه‌ییزو شبکو له لارې د دوی د انتخاباتي کمپاین د پیغامونو خپرولو ته وهڅوي.

ټاکل شوې ډونالډ ټرمپ هم د سپټمبر په ۲۲مه، د پولنډي ټبرو امریکایانو له یو زیارت څخه په پنسلوانیا کې لیدنه وکړي، چېرې چې به د کمونېزم ضد د یووالي د تحریک د یو یادګار پرانیسته وشي.

د امریکا د جمهوريپالو کاندید ډونالډ ټرمپ به د پولنډ ولسمشر اندري دودا سره یوځای په دې مراسمو کې ګډون وکړي.

هرات کې ترافیکې پېښه؛ د یوې کورنۍ ۹ غړي مړه شوي

ارشیف
ارشیف

د هرات ځايي مسوولان وایي چې پرون دغلته په یوه ترافیکې پېښې کې د یو کورنۍ ۹ غړي مړه شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبری اژانس د طالبانو د حکومت د هرات ولایت ویاند یوسف سعیدي له قوله وايي چې پېښه د دې ولایت په زاول ولسوالۍ کې د یو پاسو او ۵۸۰ ډوله موټر د ټکر له کبله رامنځته شوې ده.

د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.

خراب سړکونه، د ترافیکي نښو نښانو نشتوالی او د موټر چلوونکو له‌خوا د ترافیکي مقراراتو نه مراعتول، هغه څه دي چې په افغانستان کې نږدې هره ورځ د ورته خونړیو ترافیکي پېښو سبب کېږي.

د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته د مسکو په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

روسیې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ته د مسکو فارمټ په راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

معلومه نه ده چې دغه غونډه څه وخت جوړېږي، خو مسکو فارمټ ۲۰۱۷م کال کې رامنځته شو چې ترڅ کې یې د روسیې، افغانستان، چین، پاکستان، ایران او هند استازي سره جرګه کېږي او مشترکې مسئلې سره څېړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تېر ماښام پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف پرون له متقي سره په کتنه کې هغه ته دا بلنه ورکړې ده.

نوموړي وړاندې لیکلي چې متقي د مسکو فارمټ راتلونکې ناسته بل فرصت وباله چې په ترڅ کې به يې د روسیې له لوړپوړو چارواکو او د سیمې هېوادونو استازو سره خبرې وشي.

روسیې تر دې وړاندې هم د طالبانو چارواکو ته د مسکو فارمټ او یو شمېر نورو غونډو کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

ټرمپ ښايي راتلونکې اوونۍ د اوکراین له ولسمشر سره وګوري

د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو نوماند او پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو نوماند او پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو نوماند او پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ممکن راتلونکې اوونۍ د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زیلنسکي سره وګوري.

ټاکل شوې زیلنسکي راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله کې د ګډون په هدف متحده ایالتونو ته ولاړ شي.

ټرمپ پرون چهارشنبه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې له زیلنسکي سره د احتمالي لیدو کتو خبر ورکړ.

ټرمپ پخوا تر دې له اوکراین سره د خپل هېواد پر مرستو نیوکې کړي او له دې خبرې یې هم ډډه کړې چې غواړي اوکراین د روسیې په وړاندې جګړه کې بریالی کړي.

تېره ورځ د اوکراین ولسمشر هم وویل چې د سولې یوه طرحه یې چمتو کړې او غواړي د امریکا له ولسمشر جو بایډن او ولسمشریزو ټاکنو ته له ولاړو نوماندانو ډونالډ ټرمپ او کمالا هاریس سره یې شریکه کړي.

لبنان کې د ارتباطي وسیلو د چاودنو دوهمه څپه؛ لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي

امبولانسونه د ارتباطي وسیلو د چاودنو مړه او ټپیان روغتون ته لېږدوي.
امبولانسونه د ارتباطي وسیلو د چاودنو مړه او ټپیان روغتون ته لېږدوي.

په لبنان کې د ارتباطي وسیلو د چاودنو په دوهمه څپه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي دي.

د لبنان د روغتیا وزارت تېر ماښام ویلي چې د چاودنو په دوهمه څپه کې ۴۵۰ کسان ټپيان شوي هم دي.

تر پرونیو چاودنو ۲۴ ساعته مخکې، د سه‌شنبې په ورځ د پیجرونو یا پیغام لېږدونکو درې زره وسیلو د چاودنو له کبله ۱۲ تنه ووژل شول او ۲۸۰۰ نور ټپيان شول.

رویټرز خبري اژانس د یوې سرچینې په حواله چې نوم یې نه دی یاد کړی لیکلي، دا ځل پیجر نه، بلکې یو ډول (لاسي، بې سیمه وسیلې) چاودلي چې له پیجرونو سره یې توپیر درلود.

د حزب‌الله ډلې، چې د اسراییل د څارنې له وېرې پیجر او نورې ارتباطي وسیلې کاروي او دغه راز د ایران حکومت د چاودنو پړه پر اسراییل اچولې ده.

اسراییل تراوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG