خبرونه
ملاله يوسفزۍ: نړیوال باید د افغان ښځو د حقونو لپاره د هغوی ترڅنګ ودرېږي
د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې او د نجونو د تعلیم د حق فعاله ملاله یوسفزۍ وايي چې، نړیوال باید د افغان ښځو د حقونو لپاره د هغوی ترڅنګ ودرېږي.
ملالې یوسفزۍ پرون له سکای نیوز چینل سره په مرکه کې وویل، دې له نړیوالو قوانینو سره سم په افغانستان کې د ښځو د حقونو د سیستماتیک خونديتوب لپاره هڅې پیل کړې دي.
ملاله وايي، داسې رهبرانو ته اړتیا ده چې د افغان نجونو او ښځو د حقونو لپاره هڅه وکړي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دا څووم ځل دی چې ملاله د افغان ښځو په ملاتړ غږ اوچتوي.
طالبانو په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې پر ښځو د محدودیتونو کړۍ راتنګه کړې او پهدې ترڅ کې یې د نجونو پر ثانوي او لوړو زدهکړو بندیزونه اعلان کړي دي.
د طالبانو د امربالمعروف او نهي عنالمنکر په هغه نوي قانون کې چې په تېره اګست میاشت کې نافذ شو، په ټولنه کې د ښځو د چلند پر څرنګوالي هم پراخ محدودیتونه وضع شوي دي.
نن او سبا د هېواد په يوشمېر سينديزو حوزو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلابونو اټکل شوی
د هېواد د هواپېژندنې ادارې نن او سبا دوشنبې د هېواد په یوشمېر سیندیزو حوزو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او د سېلونو د راوتلو اټکل کړی دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت پرون پر خپله ایکسپاڼه د هواپېژندنې ادارې په حواله خبر ورکړ چې، د لړم په ۲۰مه او ۲۱مه د سمنګان، مزارشریف، بغلان، کندز، تالقان او بدخشان په سیندیزو حوزو کې د بارانونو او د واورو د ویلي کېدو له کبله د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلونو د راوتلو احتمال شته.
په بیان کې دې سیندونو ته د نژدې سیمو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړل شوی چې، احتیاط وکړي او د کوزنیو سیمو خلک له احتمالي خطرونو خبر کړي.
کرکټ؛ بنګله دېش په دوهمې سیالۍ کې افغانستان ته ماتې ورکړه
د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ سیالي د ۶۸ منډو په توپیر د بنګله دېش په ګټه تمامه شوه.
دغه سیالي چې د شنبې په ورځ د کابل پر وخت ماسپښین په شارجه لوبغالي کې پیل شوې وه، بنګله دېش یې پچه وګټله او توپوهنه یې وکړه.
د بنګله دېش په توپوهونکو کې نجمل حسین شانټو ۷۶، ذاکرعلي ۳۷ ناسوځېدلې او سومیا سرکار ۳۵ منډې وکړې.
د افغان توپ اچونکو په ډله کې دا ځل ننګیالي خروټي ۳، الله محمد غضنفر او راشدخان دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.
افغان لوبډلې د هدف په دوام ۱۸۴ منډې وکړې، ۴۳.۳ اورونه یې ولوبول او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.
مخکښ منډه جوړونکی رحمت شاه و چې ۵۲ منډې یې وکړې.
بنګله دېش ته ناسوم احمد ۳ لوبغاړي وسوځول.
د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه افغانستان ګټلې ده.
د ویلو ده چې درېیمه سیالي به د نومبر په ۱۱مه نېټه ترسره شي.
د طالبانو حکومت د کوټې د اورګاډي په تمځای کې شوې چاودنه وغندله
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ وویل چې دوی د بلوچستان د کوټې ښار د اورګاډي په تمځای کې شوې چاودنه غندي او په چاودنه کې د وژلو شویو کسانو کورنیو ته تسليت وايي.
د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د رېلګاډو په یوه تمځای کې د ځانمرګي برید له کبله د وژل شویو شمېر ۲۶ تنو ته لوړ شو.
چارواکو ویلي، په ننني دغه برید کې شاوخوا ۶۲ نور کسان ټپیان شوي دي.
یوه ایالتي چارواکي حمزه شفقت ویلي، حمله داسې وخت وشوه چې نږدې ۱۰۰ کسان رېلګاډي ته په تمه وو چې له کوټې څخه راولپنډۍ ته لاړ شي.
د بلوڅان یوې بېلتونپالې ډلې د بلوچستان د ازادۍ پوځ د دې حملې مسوولیت منلی او په یوه اعلامیه کې یې ویلي چې د پاکستان هغه پوځیان یې په نښه کړي چې د رېلګاډي په تمځای کې راغونډ شوي وو.
په پاکستان کې د پولیسو چارواکي وايي، په وژل شویو کې ۱۴ سرتېري هم شامل دي.
بنګله دېش افغانستان ته د ۲۵۳ منډو هدف ورکړ
د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ سیالۍ هم پیل شوې چې بنګله دېش د خپلې توپوهنې پاڼۍ بشپړه کړه او ۲۵۲ منډې یې وکړې.
دغه سیالي چې نن شنبه د کابل پر وخت ماسپښین په شارجه لوبغالي کې پیل شوې ده، بنګله دېش یې پچه وګټله او توپوهنه یې وکړه.
د بنګله دېش په توپوهونکو کې نجمل حسین شانټو ۷۶، ذاکرعلي ۳۷ ناسوځېدلې او سومیا سرکار ۳۵ منډې وکړې.
د افغان توپ اچونکو په ډله کې دا ځل ننګیالي خروټي ۳، الله محمد غضنفر او راشدخان دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.
افغان لوبډله په څو شېبو کې د خپلې توپوهنې پاڼۍ پیل کړي.
د ویلو ده چې د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه افغانستان ګټلې ده.
غزه کې د اسراییلو بریدونه؛ د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي
د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي، نن په غزې تړانګه کې د اسراییل په دوو حملو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
په همدې حال کې اسراییل د غزې شمال ته چې جګړو ځپلی له څو اوونیو وروسته د بشري مرستو د لومړۍ جوپې د رسېدو خبر ورکړی دی.
په یوه حمله کې د غزې په ختیځ ښار تفاح کې یو ښوونځی په نښه شوی چې خلکو په کې پناه اخیستې وه.
د غزې د روغتیا وزارت په وینا، په پېښه کې ۶ کسان وژل شوي دي.
په وژل شویو کې دوه محلي خبریالان، یوه امیندواره ښځه او یو ماشوم شامل وو.
د اسرايیل پوځ وايي په حمله کې یې د فلسطینیانو د اسلامي جهاد افراطي ډلې وسله وال په نښه کړي، خو په دې اړه یې اسناد نه دي وړاندې کړي او نور جزییات یې نه دي ورکړي.
دغه راز ۷ نور کسان هغه وخت ووژل شول چې د اسراییل له خوا په جنوبي ښار خان یونس کې چې بېځایه شویو په کې پناه اخیستې وه، یوه خېمه وویشتل شوه.
ناصر روغتون وايي، په وژل شویو کې دوې ښځې او یو ماشوم شامل دی.
د اسرايیل پوځ سم د لاسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر په نااعلان شوي سفر اوکراین ته رسېدلی
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیف بوریل نن سهار په نااعلان شوي سفر د اوکراین پلازمېنې کییف ته ورسېد، چې له کییف د اروپا پر ملاتړ ټینګار وکړي.
دا سفر داسې وخت کېږي چې پر اوکراین لا هم د روسیې بریدونه دوام لري.
بوریل پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې د دې سفر د اجنډا په سر کې له اوکراین د اروپايي ټولنې ملاتړ شامل دی.
د بوریل تر دغو څرګندونو څو ساعته مخکې د اوکراین پر اودیسه چې د تور سمندرګي بندري ښار دی، پر ملکي بنسټونو د روسیې له خوا وژونکې حمله وشوه.
دا له کله چې د نومبر میاشتې پر پنځمه ډونالډ ترمپ د امریکا د ولسمشر په توګه انتخاب شو، دا اوکراین ته د اروپايي ټولنې د یوه لوړ رتبه چارواکي لومړی سفر دی.
ملکري ملتونه: جنوبي سوډان کې د سېلابونو له امله نږدې يو نيم ميليون کسان زيانمن شوي
ملګري ملتونه وايي، په جنوبي سوډان کې د ویجاړوونکو سېلابونو له کبله یو ميلیون او ۴لکه کسان زیانمن شوي او تر ۳ لکه او ۷۹زره زیات نور بېځایه شوي دي.
ملګروملتونو د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې په سېلابځپلو سیمو کې د ملاریا ناروغۍ د لا خپرېدو په باب خبرداری ورکړی دی.
مرستندویو بنسټونو ویلي، چې د نړۍ دغه نوی ایجاد شوی هېواد، د اقلیمي بدلون له کبله ډېر زیانګالی دی او سېلابونو تر ډېره د دغه هېواد شمال دومره زیانمن کړی، چې په تېرو څو لسیزو کې یې ساری نه و لیدل شوی.
د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي، په ۴۳ ولسوالیو کې دغو سېلابونو یو ميلیون او ۴لکه کسان زیانمن کړي او په ۲۲ ولسوالیو کې تر ۳لکه او ۷۹زره زیات نور بېځایه کړي دي.
ملګري ملتونه وايي، په ګڼو ایالتونو کې د ملاریا د زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
امريکا د ټرمپ د وژنې د هڅې په تور يو افغان وګړی رسماً تورن اعلان کړ
د امریکا په متحدایالاتو کې څارنوالانو پرون جمعه (د نومبر پر ۸مه) د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ او یوې مشهورې ایرانۍ-امریکایي ژورنالېستې د وژلو د توطيې د ادعا لهمخې د یوه افغان وګړي په ګډون پر تورنو کسانو رسماً تورونه اعلان کړل.
د فرانسې خبري اژانس د خبر لهمخې، د امریکا عدلیې وزارت ویلي چې د ټرمپ د وژلو ناکامه دسیسه د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو لهخوا د قاسم سلیماني د وژل کېدو د غچ اخیستو لپاره پلان شوې وه.
د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو قوماندان جنرال قاسم سلیماني په ۲۰۲۰م کال کې د ټرمپ په امر، چې هغه وخت هم د امریکا ولسمشر و، په یوه برید کې ووژل شو.
د امریکا عدلیې وزارت په یوه بیان کې ویلي، ۵۱ کلن فرهاد شاکري، چې په خټه افغان او ګومان کېږي په ایران کې دی، د سپاه پاسداران لهخوا د ټرمپ د وژلو لپاره "موظف" شوی و.
دوو نورو سړیو ۴۹ کلن کارلیسیل ریویرا او ۳۶ کلن جوناتون لوډ هولټ چې د نیویارک اوسېدونکي دي، په جلا توګه په نیویارک کې د یوې ایراني الاصلې-امریکایۍ مخالفې خبریالې د وژلو دسیسه جوړه کړې وه.
دوی دواړه په توقیف کې دي، چې د پنجشنبې په ورځ محکمې ته حاضر کړای شول.
که څه هم د محکمې په اسنادو کې د ایرانۍ الاصلې امریکايي خبریالې نوم نهدی یاد شوی، خو ګومان کېږي دا به مسیح علي نژاد وي، چې د ایران پر رژیم انتقادونه کوي.
ډونلډ ټرمپ، چې د نوامبر پر پنځمه یې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې کامالا هریس ته ماتې ورکړه، سږکال د وژنې له دوو جلا هڅو سره مخ شوی دی، چې یوه د کمپاین په یوه جلسه کې د هغه د غوږ پر یوه برخه د مرمۍ لګېدل و.
قطر د فسلطينيانو او حماسې ډلې له استازو غوښتي چې له دغه هېواده ووځي
راپورونه وايي، قطر د فلسطینیانو د افراطي ډلې حماس له استازو غوښتنه کړې، چې له دغه هېواده ووځي.
قطر د دغو کسانو د وتلو امر د امریکا د متحدایالتونو له غوښتنې وروسته وکړ.
ټایمز اف اسرايیل او فایننشل ټایمز ورځپاڼو پرون جمعه راپور ورکړی، چې قطر د حماس له استازو غوښتي چې په لسو ورځو کې له دغه هېواده ووځي.
د ټایمز اف اسرايیل په لیکنه، د حماس مشران له ۲۰۲۲م کال راهیسې په دوحه کې دېره دي.
د امریکا متحدایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.
د امریکا پرلهپسې حکومتونو استدلال کړی، دا مهمه ده چې له حماس ډلې سره د ارتباطاتو یو کانال پرانیستی وي.
امریکا له قطره د حماس د مشرانو د ایستلو غوښتنه داسې وخت کړې چې، حماس ډلې د اګست میاشتې په پای کې د هرش گولډبرګ پولین په نوم کس چې د امریکا او اسرايیل تابعیتونه یې لرل او پنځه نور یرغمل شوي کسان اعدام کړل.
قطر د امریکا د متحدایالتونو او مصر تر څنګ د اسرايیل او حماس ترمنځ د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ځنډېدلو خبرو منځګړیتوب کوي.