د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۸

خبرونه

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له بنده د خبریال مهدي انصاري د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کوي

افغان خبریال مهدي انصاري
افغان خبریال مهدي انصاري

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له بنده د افغان خبریال مهدي انصاري د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې.

ایمنسټي انټرنیشنل پرون پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې وویل چې د طالبانو قضايي سیسټم په تېرو څلورو کلونو کې د هغو کسانو د ځپلو په وسیله بدل شوی دی چې د طالبانو پر سختو فرمانونو، پالیسیو او اقدامونو انتقاد کوي.

بیان زیاتوي چې د طالبانو حکومت د خبریالانو او د مدني ټولنو او بشري حقونو د فعالانو د خپلسرو نیونو، په غیرقانوني ډول زندانونو ته د خلکو د بیولو او جبري اعترافونو له لارې غواړي د هغوی آواز غلی کړي.

مهدي انصاري نژدې یوکال مخکې د کابل له دشت برچي سیمې څخه ونیول شو او وروسته لومړنۍ محکمې د طالبانو پرضد د تبلیغ په تور په یونیم کال حبس محکوم کړ.

طالبانو تېره اونۍ یوه ویډیو خپره کړه چې ظاهرا نوموړی پکې خپل جرم مني خو د افغانستان د خبریالانو مرکز د پنجشنبې په ورځ وویل چې له مهدي انصاري څخه اعترافونه په زور اخیستل شوي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د بنګلدېش پر وړاندې دریمه شل اووریزه لوبه کوي

په آسیايي جام کې د افغانستان او بنګلدېش د لوبې یوه څنډه (آرشیف)
په آسیايي جام کې د افغانستان او بنګلدېش د لوبې یوه څنډه (آرشیف)

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له بنګلدېش سره په دریمه شل اووریزه سیالۍ کې مخامخ شي.

دا لوبه د کابل د ماښام په ۷ بجو د شارجې د کرکټ په لوبغالي کې په پام کې ده. د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه مخکینۍ شل اووریزې لوبې دواړه بنګلدیش ګټلې دي.

افغانستان او بنګلدیش به د لوبو په دې لړۍ کې پر شل اووریزو لوبو سربېره درې یوورځنۍ لوبې هم وکړي. دا سیالۍ د اکتوبر په اتمه پیلېږي او د اکتوبر تر ۱۴مې پورې دوام کوي.

د سوریې د نوي پارلمان لپاره انتخابات پیلېږي

د سوریې د پارلمان ودانۍ
د سوریې د پارلمان ودانۍ

په پام کې ده چې د سوریې د انتخاباتي حوزو غړي نن یکشنبې د پارلمان د نویو غړو د انتخاب لپاره رایې ورکړي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې دا د بشارالاسد له پرځېدلي نظام څخه د سوریې د لیرې کېدو نښه او د اسلامپالو په مشرۍ د اوسنۍ مشرتابه لپاره د ټولګډونه حکومت د جوړولو په برخه کې یوه ستره ازموینه ده.

د غیرمستقیمو رایو په ننني بهیر کې به شاوخوا ۶ زره کسان په سیمه ایز وخت د سهار له نهو بجو څخه د خپلو سیمو په انتخاباتي حوزو کې رایې ورکړي او د رایو ورکولو مرکزونه به د مازیګر په پنځو بجو وتړل شي.

د ولسمشر احمدشرع له لوري د ټاکل شوي کمیسیون ۱۵۷۰ نوماندانو روانه اونۍ خپل نظریات او پلانونه د سیمینارونو او مناظرو په ترڅ کې وړاندې کړل.

د نننیو رایو په نتیجه کې به د پارلمان له دریو څخه دوه برخې غړي غوره شي او یوه بله برخه به ولسمشر شرع په خپله غوره کړي.

د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د بارانونو او سېلونو د راوتلو اټکل

بارانونه ډېر کله په لارو او سړکونو کې خلکو ته لویې ستونزې جوړوي.
بارانونه ډېر کله په لارو او سړکونو کې خلکو ته لویې ستونزې جوړوي.

د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د بارانونو او په نتیجه کې یې د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې په یو بیان کې ویلي دي چې نن یکشنبې (د تلې ۱۳مه) په پلازمېنه کابل، بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، کندز، بامیان، میدان وردګو، لوګر، خوست او پکتیا ولایتونو کې د باران، تالندې او بریښنا او ورسره د سېلابو د راوتلو احتمال شته.

د افغان لوبغاړي فرید بشارت پرله پسې څوارلسمه بریا

فرید بشارت (آرشیف)
فرید بشارت (آرشیف)

د ګډو رزمي ورزشونو یا ام ام اې افغان لوبغاړي فرید بشارت خپل امریکايي سیال کریس ګوتیرز ته ماتې ورکړه.

بشارت او سیال یې بېګا ناوخته په لاس ویګاس کې د ام ام اې د معتبر سازمان یو اف سي په بلنه د مبارزې قفس ته ننوتل.

بشارت چې په هېڅ لوبه کې یې ماته نه ده خوړلې، د لوبڅارانو د پرېکړې له مخې د دې لوبې ګټونکی اعلان شو او په دې توګه یې خپله څوارلسمه پرله پسې بریا هم ثبت کړه.

د څارونکو په باور د غېږو نیولو او د سیال د کنټرول مهارت د فرید بشارت په بریا کې اساسي رول درلود.

د افغانستان او پاکستان د فوټبال ملي لوبډلې د آسیايي جام د غوراوي په دریم پړاو کې لوبه کوي

کابل، ۲۰۱۳ کال- د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله(په سرو جامو کې) له پاکستانۍ لوبډلې سره
کابل، ۲۰۱۳ کال- د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله(په سرو جامو کې) له پاکستانۍ لوبډلې سره

په پام کې ده چې د افغانستان او پاکستان د فوټبال ملي لوبډلې د آسیاي جام د غوراوي په دریم ګروپي پړاو کې راتلونکې اونۍ لوبه وکړي.

د ټاکلي پلان په اساس دواړه لوبډلې به د تلو راتلو په دې پړاو کې یوځل د راروانې پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر ۹مه) او دوهم ځل د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر ۱۴مه) سره مخامخ شي.

په دې پړاو کې ۲۴ لوبډلې په شپږو ګروپونو کې لوبې کوي. افغانستان په E ګروپ کې له پاکستان، سوریې او میانمار سره یوځای دی. افغان لوبډلې له سوریې او میانمار پر وړاندې خپلې مخکینۍ لوبې بایللې دي.

د آسیايي جام لوبې په ۲۰۲۷ کال کې ترسره کېږي.

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر وايي، له افغانستان سره د خبرو لپاره د ده طرحې ته د اسلام آباد غبرګون هیله من کړی

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور
د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر وايي چې د ډیورنډ پر کرښه د پرتو سیمو د ناامنیو په اړه د طالبانو له حکومت سره د خبرو لپاره د ده وړاندیز ته د پاکستان د مرکزي حکومت غبرګون امېدبښونکی دی.

د ډان ورځپانې د راپور له مخې علي امین ګنډاپور پرون په خپل دفتر کې یوې غونډې ته وویل چې د یو دایمي حل لپاره له افغانستان سره خبرې ضروري دي.

ښاغلي ګنډاپور ادعا وکړه چې د افغانستان بې ثباتي د خیبرپښتونخوا پر نظم ناوړه اثر کوي. په راپور کې د اسلام آباد د غبرګون په اړه څه نه دي ویل شوي.

ګنډاپور یوه اونۍ مخکې په پېښور کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند یوې غونډې ته د وینا پرمهال هم ویلي و، چې ایالتي حکومت د تروریستي ډلو پرضد د پاکستان د پوځ د عملیاتو ملاتړ نه کوي.

فلسطیني چارواکي وايي چې د ټرمپ له غوښتنې سره سره اسراییل بمباریو او حملو ته دوام ورکوي

د اسراییلو د عملیاتو له پراخېدو وروسته د غزې ښار اوسېدونکي له خپلو مېنو وځي.
د اسراییلو د عملیاتو له پراخېدو وروسته د غزې ښار اوسېدونکي له خپلو مېنو وځي.

د غزې د ملکي دفاع اداره وايي د حملو د درولو لپاره د ولسمشرډونالډ ټرمپ له غوښتنې سره سره په غزې ښار کې د اسراییلو حملې روانې دي.

د دې ادارې ویاند محمود بسال فرانسپرس خبري آژانس ته ویلي دي چې په غزه کې بېګانۍ شپه ډېره سخته تېره شوه او اسراییلو لسګونه بمبارۍ او د توپونو حملې وکړې.

په غزه کې لږ تر لږه اویا کسان یواځې د جمعې په ورځ په بریدونو کې وژل شوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون پر اسراییلو غږ وکړ چې سمدستي پر غزې بمبار ودروي. دا غوښتنه وروسته له هغه وشوه چې حماس د اسراییلي یرغملو د خوشې کولو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ټرمپ د وړاندیز شوي پلان ځينې برخې ومنلې.

ولسمشر ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه ټروث سوشیل کې لیکلي، اسراییل باید پر غزې بمباري سمدستي ودروي ترڅو یرغمل شوي کسان په خوندي او چټکۍ سره خوشې شي.

که څه هم حماس پرون ماښام د ټرمپ د شل فقره يي پلان ځینې برخې ومنلې خو د وسلو د کېښودو په اړه یې تراوسه څه نه دي ویلي.

ایران اوه نور بندیان چې په سیاسي او امنیتي دلایلو محکوم شوي وو، اعدام کړل

د بشري حقونو ډلې وايي، ایران د اعدامونو د زیاتوالي له پلوه له چین وروسته د نړۍ دوهم هېواد دی
د بشري حقونو ډلې وايي، ایران د اعدامونو د زیاتوالي له پلوه له چین وروسته د نړۍ دوهم هېواد دی

د ایران قضا نن سهار د اوو نورو سیاسي او امنیتي بندیانو د اعدام حکمونه تطبیق کړل.

د ایران د قضا د خبري آژانس میزان د راپور له مخې شپږ اعدام شوي هغه کسان دي چې تجزیه غوښتونکي او د خوزستان په خرمشهر ښار کې د تروریستي حملو تنظیموونکي بلل شوي. د دې کسانو نومونه تراوسه نه دي اعلان شوي. میزان ویلي دي چې دوی خپل جرمونه منلي وو. د میزان د خبر له مخې دې کسانو له اسراییلو سره هم اړیکي درلودل.

د میزان د خبر له مخې اووم تن یو کرد دی چې په ۲۰۰۹ کال کې د حکومت پلوه سني دیني عالم ماموستا شیخ الاسلام د وژنې په تور نیول شوی دی.

د دې کسانو د محاکمې جریان نه دی خپور شوی او د بشري حقونو ډلو بیا بیا د ایران پر حکومت د تورنو کسانو له حقونو د سرغړونو له کبله انتقاد کړی.

د بنګله دیش په لاس د افغان ټیم دوه پرله پسې ماتې

افغان ټیم د بنګله دیش په وړاندې
افغان ټیم د بنګله دیش په وړاندې

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په دویمه شل اووریزه لوبه کې هم له بنګله دیش ماته وخوړه.
دا لوبه په شارجه کې وشوه. افغان لوبډلې ۱۴۸ منډې هدف ورکړی وو خو بنګله دیشي لوبغاړو د شلم اوور په لومړي بال سره پوره کړ او لوبه یې د دوو ویکټو په توپیر وګټله.

افغانستان اولنۍ لوبه هم د پنجشنبې په ورځ بایللې وه. تمه ده دریمه شل اووریزه لوبه د یکشنبې په ورځ ترسره شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG