د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۷

خبرونه

پولنډ د جرمني له لوري د یوه افغان کډوال پر وراړولو انتقاد وکړ

د پولنډي چارواکو په وینا، د جرمني پولیسو یو افغان مهاجر د شپې ناوخته سرحد ته وروستی او بې له کوم ملګري ‌یې د پولنډ خوا ته استولی دی.

د پولنډي رسنیو د پروني راپور له مخې، دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د جرمني او پولنډ ترمنځ د هغو زرګونو غیرقانوني مهاجرو د بېرته ستنولو پر سر ترینګلتیا زیاته شوې، چې له پولنډ څخه جرمني ته تللي وو. د پولنډ د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، وروستۍ پېښه د دې پرېکړې لپاره کافي توجیه ده چې پولنډ به له راتلونکې اوونۍ څخه په پوله کنټرول بېرته زبات کړي.

د پنجشنبې په ماسپښین، د پولنډ پوله‌ساتي ځواک یو بیان خپور کړ چې پکې راغلي د دوی مشر، رابرت بګان، د جرمني د فدرالي پولیسو له مشر، دیټر رومَن، سره خبرې کړې دي. دا خبرې د هغې پېښې په اړه وې چې د ګوبین په سرحدي ښار کې رامنځته شوې وه.

په بیان کې راغلي: «د جرمني پولیسو، د دې پر ځای چې د پولنډ د پوله‌ساتو ګزمې ته منتظر پاتې شي، یو افغان وګړی پر پوله پرېښی دی. دا ډول کړنې د جرمني له خوا د منلو نه دي او د دوی د مخکینیو تفاهمونو خلاف دي.»

د پولنډ د کورنیو چارو وزارت ویاند، یاڅیک دوبژینسکي، هم دا بیان شریک کړی او ویلي یې دي چې دا «د منلو او زغملو وړ وضعیت نه دی.» هغه زیاته کړې: «یاده پېښه د پولنډي لوري له خوا د سرحدي کنټرول د بېرته معرفي کولو پوره توجیه برابروي.»

طالبانو په کابل کې د ایکو د سرمشریزې د جوړېدو وړاندیز وکړ

د طالبانو حکومت په کابل کې د ایکو د همکارۍ سازمان د اتلسمې سرمشریزې د کوربه توب لپاره رسمي وړاندیز وکړ.

دا وړاندیز د طالبانو د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په اذربایجان کې د ایکو د اوولسمې سرمشریزې په لړ کې وکړ.

اذري رسنیو پرون (جمعه) راپور ورکړ چې ملابرادر د ایکو غړیو ته وویل، په افغانستان کې بهرنۍ پانګونې ته شرایط برابر شوي او که د ایکو سرمشریزه په افغانستان کې جوړه شي، دا به د غړیو هیوادونو ترمنځ د همکاریو لپاره یو نوی باب پرانیزي.

دا په داسي حال کې ده چې د ایکو هیڅ غړی هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

قزاقستان د تورغونډۍ- هرات ریل پټلۍ په جوړولو کې پانګونه کوي

د قزاقستان صدراعظم وايي، هیواد به یې ژر په افغانستان کې د یوې ریللارې د جوړولو تفاهملیک لاسلیک کړي.

انټرفاکس خبري اژانس پرون جمعه د قزاقستان د صدراعظم اولژانس بیتکینوف په حواله ویلي، هیواد یې چمتو دی په افغانستان کې د تورغونډۍ – هرات د رېللارې پر جوړېدو ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.

دا ریلاره دوه سوه کیلو متره اوږدوالی لری چې افغانستان له ترکمنستان او بیا وروسته پلانونو کې له اروپا سره نښلوي.
خبر کې راغلي چې په دې اړه خبرې په قزاقستان کې د قزاقي چارواکو او د طالبانو د رییس الوزا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ترمنځ شوي او څو ورځو کې به په دې تړاو یو تفاهم لیک هم لاسلیک شي.

د قزاقستان د مطبوعاتي خدماتو ادارې هم پرون جمعه دغه خبر ورکړی دی.

په اروپا کې د تودې هوا څپه لا هم دوام لري

کوزووږ شدید ګرمي
کوزووږ شدید ګرمي

په اروپا کې د ګرمۍ روانې څپې ریکارډونه مات کړي او اندېښنې یې راپارولي دي، ځکه چې د دې لویې وچې په ځینو برخو کې تودوخه د سانتي ګراد تر ۴۰ درجو اوښتې ده.

په داسي حال کې چې اکثره اروپايي هیوادونه په تېره بیا جنوبي سیمې توده هوا تجربه کوي، په ترکیه کې اقلیمي شرایط سبب شوي چې ځنګلونه اور واخلي. دې اورونو د یوه ۸۱ کلن سړي ژوند هم اخیستی دی.

۳۷ کلیوال د بیړنیو مرستو د ټیمونو له خوا خوندي وژغورل شول.

سلګونه اوروژونکي، چې الوتکې او هېلیکوپترونه یې ملاتړ کوي، د پنجشنبې په ورځ د ترکیې ساحلي ښار چشمه (Cesme) ته د اور وژنې لپاره واستول شول.

ترکیې تېره اوونۍ د هېواد په کچه د سلګونو لګېدلو اورونو د وژلو هلې ځلې کړي، چې د تودو بادونو، شدیدې ګرمۍ او ټیټ رطوبت له امله رامنځته شوي وو. دا اورونه، چې ډېری یې اوس مړه شوي، لسګونه زره کسان له خپلو سیمو وتلو ته اړ کړي دي.

په جرمني کې یوه سوري وګړي ۴ تنه په څټک ټپیان کړل

د جرمني په جنوب کې د اوږده واټن په یوه ریلګاډي کې یوه تن د پنجشنبې په ورځ څلور کسان په څټک برسېرن ټپیان کړل.

د شتراوبینګ پولیسو وویل، دا پېښه په ICE چټک رېلګاډي کې شوې، او حمله کوونکی نیول شوی دی.

رېلګاډی د جرمني له شمالي ښار هامبورګ څخه د اتریش پلازمېنې ویانا ته روان و، او دغه پېښه د بایرن ایالت په جنوبي برخه کې د شتراوبینګ او پلاتلینګ ترمنځ شوې ده.

پولیسو زیاته کړه، د برید په مهال په ریلګاډي کې شاوخوا ۵۰۰ کسان سپاره وو.

همداراز پولیسو وویل، شاوخوا ۱۵۰ پولیس، اور وژونکي او بېړني کارکوونکي سیمې ته واستول شول. د دې پېښې له کبله رېللار تړل شوې ده.

تراوسه پورې د دې برید انګېزه نه ده څرګنده شوې. خو پولیس وايي چې بریدګر ۲۰ کلن او د سوریې تبعه دی.

د پاکستان پوځ د خپلو ۳۰ وسله والو مخالفانو د وژلو ادعا کوي

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې نن (جمعه) یې خپل ۳۰ وسله وال مخالفان هغه مهال ووژل چې هغو غوښتل له افغانستان څخه پاکستان ته واوړي.

د پوځ په وینا، د پاکستاني طالبانو غړي د شپې ناوخته د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان ولسوالۍ کې لیدل شوي وو، او سرتېرو ترې وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي نیولي دي. پوځ په خپله خبرپاڼه کې نه ده روښانه کړې چې هلته نښته شوې وه که نه، او نور جزییات هم نه دي ورکړي.

پوځ ادعا کوي چې هند د دغو وسله والو ملاتړ کوي.

نوی ډیلي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د پاکستان چارواکي زیاتره وخت هند تورنوي چې له ناقانونه ډلو لکه د بلوچستان د آزادۍ پوځ او پاکستاني طالبانو سره مرسته کوي چې په پاکستان کې تاوتریخوالی بریدونه وکړي. دا تورونه وروسته له هغه زیات شوي چې د اپرېل په میاشت کې د هندوستان تر ولکې لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو برید وشو او وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ نښتې وشوې.

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري او صدراعظم شهباز شریف د امنیتي ځواکونو عملیات ستایلي دي.

پاکستاني ځواکونو د اپرېل په میاشت کې هم په همدې سیمه کې د ۵۴ وسله والو مخالفانو د وژلو ادعا کړې وه.


د سعودي دفاع وزیر له ټرمپ او نورو امریکايي چارواکو سره د ایران په اړه خبرې کړي

فاکس نیوز چاینل وايي چې د سعودي عربستان دفاع وزیر، د پنجشنبې په ورځ، په پټه د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ او نورو امریکايي چارواکو سره په سپینه ماڼۍ کې لیدلي او د ایران په اړه یې خبرې کړې دي.

دې شبکې د باوري سرچینو له قوله لیکلي چې خالد بن سلمان د سپینې ماڼۍ له چارواکو سره د ایران او اسراییل ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو او د خبرو مېز ته د تهران د بېرته راګرځېدو په اړه خبرې کړې دي.

فاکس نیوز ویلي، د سعودي دفاع وزیر همداراز د غزې جګړې د پای ته رسولو او له حماس ډلې سره د نیول شویو ټولو اسراییلي یرغملو د خلاصون لپاره د هڅو په اړه هم بحث کړی دی.

د "اکسیوس" ویب‌پاڼې خبریال، باراک راوید، هم په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې د سعودي دفاع وزیر له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تر لیدو وروسته، د ایران د وسله‌والو ځواکونو له لوی درستیز سره ټلیفوني تماس نیولی دی.

خالد بن سلمان، چې د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان کشر ورور دی، د روان کال په اپرېل کې ایران ته سفر کړی و او د علي خامنه يي په ګډون یې د ایران د اسلامي جمهوریت له یو شمېر چارواکو سره، لیدلي وو.

ټرمپ: ایران غواړي خبرې وکړي؛ که اړتیا شوه زه یې استازو سره ګورم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ایران غواړي له امریکا سره خبرې وکړي او که اړتیا وي، دی چمتو دی د دغه هېواد له استازو سره وویني.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (جولای ۳مه) ایووا ایالت ته د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل: «ایران غواړي خبرې وکړي، زما په اند هغوی لیوال دي له ما سره خبرې وکړي او اوس د دې وخت راغلی چې دا کار وشي.» هغه زیاته کړه: «موږ نه غواړو هغوی ته زیان ورسوو.»

ولسمشر ټرمپ همدا راز تایید کړه چې د منځني ختیځ لپاره د ده استازی سټیو وېټکاف همدا اوس له ایران سره په خبرو بوخت دی.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مجید تخت روانچي ان‌بي‌سي نیوز ته ویلي چې د اسرائیلو او امریکا له خوا د ایران پر اټومي تاسیساتو د بریدونو سره سره به ایران د یورانیمو غني‌کول روان ساتي. هغه ویلي چې یوازې هدف یې د اټومي وسلو تولید نه دی او ایران تیار دی چې د غني‌کولو پر کچې او ظرفیتونو خبرې وکړي.

خو ټرمپ او د امریکا نورو چارواکو څو ځل ویلي چې ایران باید خپل ۶۰ سلنه یورانیمو غني‌کول ودروي، ځکه دا د دوی لپاره «سره کرښه» ده.

ملګري ملتونه: له ایران څخه د افغان کډوالو بېرته ستنېدل په بې‌ساري ډول زیات شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي چې په تېرو اوو ورځو کې له ایران څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنیدو کچه په بې‌ساري ډول لوړه شوې ده.

دې ادارې د پنجشنبې په ورځ (د سرطان ۱۲مه) په یوه راپور کې ویلي چې له جون ۱۳مې تر جولای ۲مې پورې د افغانانو بېرته ستنېدل زیات شوي، خو د جون له ۲۵مې تر جولای ۲مې دا شمېر نور هم ډېر شوی او هره ورځ په منځنۍ کچه له ۳۱ زرو زیات کسان افغانستان ته اړول کیږي.

دغه اداره زیاتوي چې یوازې د جولای په لومړۍ نېټه ۴۳ زره کسان له ایرانه افغانستان ته ایستل شوي دي.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ له ایران څخه د افغان کډوالو په جبري ایستلو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې افغانستان کې بشري وضعیت ته په کتو، د راستنېدونکو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اندېښمن دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه له یو میلیون او ۸۶ زرو زیات افغانان له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي چې له دې ډلې له ۸۲۱ زرو زیات کسان یوازې د مارچ له ۲۲مې وروسته راغلي دي.

ملګري ملتونه او پاملرنه: د طالبانو محدودیتونو د افغان ښځو ستونزې لا ډېرې کړې

ملګرو ملتونو او پاملرنې نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ (د سرطان ۱۲مه) په یوه ګډ راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیتي نابرابرۍ او محدودیتونو له امله، د هغوی زیانګالۍ زیاتې شوې دي.

دغه راپور چې د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې له شاوخوا ۲۰ زرو ښځو سره د مرکو پر بنسټ جوړ شوی، وایي چې د طالبانو حکومت له ۲۰۲۱ کال راهیسې داسې سخت او محدودونکي اقدامات کړي چې له امله یې د ښځو او نجونو حقونه او ازادۍ په پراخه کچه محدودې شوې دي.

په راپور کې ویل شوي چې د «محرم اجباري ملتیا» او د ښځو پر جامو محدودیتونو د هغوی عامه ژوند کې د ګډون وړتیا خورا کمه کړې ده.

دغه راز، په نادولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو د کار پر بندیز نیوکه شوې او ویل شوي چې دغه محدودیت د ښځو او نجونو روغتیايي، تعلیمي، تغذیې او نورو بنسټیزو خدماتو ته لاسرسی کم کړی او د ټولنې ته په سم او عادلانه بڼه ورکولو کې یې د ښځو رول له منځه وړی دی.

راپور دا هم ویلي چې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره د ۷۰ سلنه زیاتو ښځو د لاسرسي ستونزې یادې کړې، چې اصلي لامل یې د ښځینه مرستندویانو نشتوالی او فرهنګي محدودیتونه دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG