خبرونه
د کونړ په یوه ځنګلي سیمه کې اور لګېدلی

د کونړ ولایت په یوه ځنګلي سیمه کې پرون (پنجشنبې) اور ولګېد.
ځایي سرچینو آزادي راډیو ته ویلي چې اور د چوکي ولسوالۍ د دیوهګل درې په غرنیو ځنګلونو کې بل شو.
تر پرون ناوخته پورې د اور لمبې بلې وې او مخه یې نه وه نیول شوې او اندېښته شته چې نورو سیمو ته هم خپور شي.
تراوسه د اور لګېدو علت نه دی معلوم.
په تېرو کلونو کې هم د کونړ او نورستان ولایتونو په ځنګلونو کې په ځلونو اورونه لګېدلي او چاپېریال ته یې ډېر تاوانونه اړولي دي.
د جرمني صدراعظم د لوا د پرانیستلو لپاره لیتوانیا ته لاړ

د جرمني صدراعظم، فریدریش مرڅ، د پنجشنبې په ورځ (د مې ۲۲مه - د غبرګولي ۱مه) لیتوانیا ته لاړ، چې په پلازمېنه ویلنیوس کې د جرمني د پوځیانو د یوې نوې قطعې رسمي ځای پر ځای کېدا اعلان کړي.
د جرمني د ۴۵م زغروالې لوا د ځای پر ځای کېدو مراسم به د ویلنیوس ښار په مرکزي میدان کې ترسره شي، چې پکې به له زرو څخه زیات لیتوانیایي او جرمن سرتیري ګډون ولري.
دا نوې جوړه شوې پوځي قطعه، چې ۴۸۰۰ سرتېري او ۲۰۰ ملکي کارکوونکي لري، د دې لپاره رامنځته شوې چې د اروپایي بلاک په ختیځه څنډه کې د ناټو حضور پیاوړی شي او د روسیې احتمالي ګواښونو ته ځواب ورکړي.
د لیتوانیا حکومت اعلان کړی چې دا لوا به د پلي پوځ او ټانکونو له کنډکونو څخه جوړه وي، او باید تر ۲۰۲۷ کاله پورې بشپړه عملیاتې شي.
اوس مهال د جرمني شاوخوا ۷۰۰ پوځیان په لیتوانیا کې ځای پر ځای دي.
طالبان وايي، چین له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د چین د پراختیایي همکاریو ادارې مشر، ژیاودونګ، د دې وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په کتنه کې د روغتیا، انرژۍ، کرنې او ظرفیت جوړونې په برخو کې له افغانستان سره د همکاریو ژمنه کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس، ضیاء احمد تکل، نن پنجشنبې (د غبرګولي لومړۍ) پر ایکسپاڼه لیکلي چې په پیکینګ کې په دې کتنه کې د چین د پرمختیایي پروژو او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې شوې دي.
متقي، چین د افغانستان تر ټولو مهم اقتصادي شریک بللی او پیکینګ ته یې ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به د نورو هېوادونو پر ضد کار نه اخیستل کیږي.
تر دې وړاندې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د سېشنبې په ورځ په پیکینګ کې د پاکستان او چین له بهرنیو چارو وزیرانو سره په یوه غیر رسمي درېاړخیزه غونډه کې ګډون کړی و.
د ایران د اتومي خبرو پنځم پړاو په روم کې پیلیږي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ایران او متحدوایالتونو ترمنځ د اتومي خبرو پنځم پړاو به سبا جمعه (د غبرګولي دوهمه / د مې ۲۳مه) د ایټالیا په پلازمېنه روم کې پیل شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، د چهارشنبې په ورځ وویل چې د خبرو د نوي پړاو وړاندیز د عمان له لوري شوی دی.
واشنګټن تر اوسه پورې له ایران سره د نویو اټومي خبرو د نېټې او ځای په اړه څه نه دي ویلي.
د ایران او امریکا ترمنځ د اتومي خبرو څلورمه دوره د ثور په ۲۱مه د عمان په پلازمېنه مسقط کې شوې وه.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د سېشنبې په ورځ هیله وښوده چې له ایران سره به اتومي هوکړې ته ورسیږي، ځکه د ده په وینا له دې پرته بل انتخاب به «خورا بد وي.»
روبیو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ایران په اتومي پروګرام باید د یورانیمو غني کول شامل نه وي.
د اوکراین د پخواني ولسمشر سلاکار په هسپانیا کې ووژل شو

د اوکراین د پخواني ولسمشر یانوکوویچ سلاکار د هسپانیا په مادرید کې په ډزو ووژل شو.
۵۲ کلن اندرې پورتنوف د یوه روسپال سیاستوال په توګه پېژندل کېده او په ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین د مخملې انقلاب د ګډونوالو د قانوني تعقیب لپاره یې د یوې قانوني مسودې په چمتو کولو کې برخه لرله.
د هسپانیا چارواکو د چهارشنبې په ورځ، (د غبرګولي په ۳۱مه) اعلان وکړ چې د اوکراین د پخواني ولسمشر ویکتور یانوکوویچ سلاکار، د مادرید د امریکایي ښوونځي مخته د وسلهوالو په برید کې په ډزو وژل شوی دی.
سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې پر هغه وروسته له دې ډزې وشوې چې یې خپل ماشومان یې ښوونځي ته ورسول.
پولیس وایي بریدکوونکي، چې پلي وو، یوه ځنګل ته وتښتېدل.
تر اوسه هیچا یا هیڅ ډلې د دې ترور مسوولیت منلی نه دی.
په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان ۸۰٪ روغتیايي مرکزونه بندیږي

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) وايي چې د بودجې د کموالي له امله به، شاوخوا شپږ نیم میلیونه افغانان — چې زیاتره یې ښځې او نجونې دي — په افغانستان کې له ضروري روغتیايي خدماتو بېبرخې شي.
د دې ادارې د افغانستان څانګې نن پنجشنبه (د غبرګولي لومړۍ، د مې ۲۲مه) پر ایکس (پخواني ټویټر) لیکلي چې په لرو پرتو سیمو کې سلګونه روغتیايي مرکزونه او ګرځنده کلینیکونه اړ دي چې خپلې دروازې وتړي.
تر دې وړاندې، په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) هم خبرداری ورکړی و چې د بودجې د کمښت له امله، د دې سازمان تر ملاتړ لاندې ۸۰ سلنه روغتیايي مرکزونه تر جون میاشتې د بندېدو له ګواښ سره مخامخ دي.
دغه سازمان ویلي و چې د روان کال د مارچ تر ۴مې نېټې پورې، ۱۶۷ روغتیايي مرکزونه د مالي امکاناتو د نشتوالي له امله بند شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: پر دې غور کوو چې طالبان د "بهرني ترهګریز سازمان" په توګه وپېژنو که نه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمیټې ته وویل چې متحده ایالات پر دې غور کوي چې ایا طالبان د "بهرني ترهګریز سازمان" په توګه وپېژني که نه.
د ټینیسي جمهوري غوښتونکي استازي له ده پوښتنه وکړه چې ایا امریکا به طالبان د "بهرني ترهګریز سازمان" په توګه طبقه بندي کړي؟
روبیو وویل: "زه باور لرم چې طبقه بندي اوس یو وار بیا تر بیاکتنې لاندې ده."
طالبان اوس مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د بهرني ترهګریز سازمان (FTO) په توګه نه دي لیست شوي. د بهرني ترهګر سازمان په توګه طبقه بندي متحده ایالاتو ته اجازه ورکوي چې په دا ډول ډلو کې د شاملو کسانو شتمنۍ کنګل کړي او له دوی سره راکړه ورکړه منع کړي.
د طالبانو حکومت هيڅ هیواد تر اوسه په رسمیت نه دی پېژندلی خو یو شمېر هیوادونه لکه چین، له دوی سره سفارتي اړیکې لري.
هندۍ لیکوالې د سږ کال د ادبیاتو بوکر جایزه وګټله

هندۍ لیکوالې بانو مشتاق د سې شنبې په ماښام (د می په ۲۰مه) د ۲۰۲۵ کال د ادبیاتو بوکر نړیواله جایزه وګټله چې د "زړه څراغ" په نوم د ۱۲ لنډو کیسو ټولګه ده.
دا کیسې د سویلي هند په مسلمانو ټولنو کې د ښځو ورځني ژوند انځوروي.
دا کتاب په کنډه ژبه لیکل شوی او دیپا بهاستهي انګلیسي ته ژباړلی دی.
د بوکر جایزې رسمي ویب پاڼې له مخې، په دې کتاب کې د مشتاق د تجربو پر بنسټ چې د یوې فعالې، خبریالې او حقوق پوهې په توګه یې مبارزه کړې ده، کیسې لیکل شوې دي.
کلنۍ ادبي بوکر جایزه د نړۍ له هره ځای ژوندي لیکوالانو ته ورکول کیږي چې په انګلیسي ژبه یې کتابونه خپاره شوي وي او په انګلستان یا ایرلینډ کې خپاره شوي وي.
د خوړو نړیوال پروګرام: غزې ته د مرستو رسولو لپاره بیړنۍ اجازې ته اړتیا لرو

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، د غزې خلکو ته تر اوسه پورې هیڅ مرسته نه ده رسیدلې.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ډبلیو ایف پي وايي، په غزه کې د خوړو ویشلو لپاره بیړنۍ اجازې او غیر محدود لاسرسي ته اړتیا لري.
WFP زیاته کړې چې خلک وږي دي او دا وضعیت یې "وحشتناکه" بللی دی.
دې ادارې زیاته کړې چې پر بشري مرستو تر ۸۰ ورځو بشپړ بندیز سره، په فلسطین کې کورنۍ په زوره د لوږې لور ته ورپوري وهل شوې دي.
د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسراییل د احتمالي برید خبر د تېلو نړیوالې بیې لوړې کړې

وروسته له هغه چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسراییل د احتمالي برید خبر خپور شو، د چهارشنبې په ورځ د تېلو نړیوالې بیې لوړې شوې.
امریکايي رسنیو د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ چې اسراییل د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید لپاره چمتووالی نیسي.
د ګڼو رسنیو د راپورونو له مخې، دې خبر د تېلو رسولو او د سیمه ییزو شخړو د شدت په اړه اندیښنې راپورته کړې، چې د چهارشنبې په ورځ یې د نړیوالو تېلو بیې ناببره لوړې کړې،
د رویټرز د راپور له مخې د نیویارک د خامو تېلو بیه تر ۳ فیصده زیاته لوړه شوه.
ایران د تېلو صادرونکو هېوادونو سازمان (OPEC) کې د تېلو درېیم لوی تولیدونکی دی، او د راپورونو له مخې، د اسراییلو برید کولی شي له ایرانه د تېلو د انتقال مخه ونیسي.
د رویټرز راپور زیاتوي چې ایران ممکن د هرمز تنګي د بندولو له لارې غچ اخیستونکي اقدامات هم وکړي، چې ویل کیږي د ډیرو هیوادونو د تیلو صادرات به اغیزمن کړي.