خبرونه
په کابل کې د طالبانو، پاکستان او چین د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه

ټاکل شوې ده چې د طالبانو، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیران سبا په کابل کې سره وګوري.
د پاکستان جیو نیوز د راپور له مخې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال صدراعظم اسحاق ډار به د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د چین-پاکستان د اقتصادي دهلیز ( سپک) پروژې د پراختیا په لارو چارو بحث وکړي.
د اګست په پیل کې، ټاکل شوې وه چې امیرخان متقي په دې درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره پاکستان ته سفر وکړي، خو هغه مهال دا غونډه وروسته له دې لغوه شوه چې څرګنده شوه چې ملګرو ملتونو متقي ته، چې نوم یې د بندیزونو په لیست کې دی، د سفر اجازه نه ده ورکړې.
د ناټو سرمنشي: د اوکراین د امنیتي تضمینونو بحثونه روان دي

د ناټو عمومي منشي مارک روته وایي، د اوکراین لپاره د داسې امنیتي تضمینونو د ورکړې بحثونه روان دي لکه د ناټو غړیو هیوادونو چې ترلاسه کړې دي.
ښاغلي روته په سپینه ماڼۍ کې د دوشنبې په ورځ د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او اروپایي مشرانو سره تر غونډې وروسته فاکس نیوز ته وویل چې واشنګتن د اوکراین لپاره په امنیتي تضمینونو کې لیوالتیا ښودلې ده، چې د ناټو د پنځمې مادې په څير به وي.
روته زیاته کړه، په هغه څه چې بحث روان دی د ناټو غړیتوب نه دی، خو د ناټو د غړیو هیوادو په څير به دا تضمین ورکول کیږي چې پنځمه ماده یې روښانوي، یعني د ناټو پر یوه غړي برید د ناټو پر ټولو هیوادونو د برید په معنا دی.
زیلینسکي تر دې مخکې د ناټو تړون د پنځمې مادې پراساس له لویدیځ څخه د مرستې د تضمینونو غوښتنه کړې وه.
طالبانو د عینکو د مس د کان تړون د نورو ۱۵ کلونو په مخه تمدید کړ

د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې د لوګر په محمد اغه ولسوالي کې یې د عینک د مسو د کان د اکتشاف او استخراج تړون د پنځلسو نورو کلونو په مخه تمدید کړ.
په دې ډول د دې کان تړون تر پنځه څلویښت کلونو پورې وغځول شو. د وزارت ویاند همایون افغان په کابل کې رسنیو ته وویل چې د تړون له تمدیدو سره په شرایطو کې څه بدلون نه دی راغلی.
دا پروژه اوولس کاله مخکې د ( ایم سي سي) په نوم یو چینایي شرکت ته سپارل شوې وه خو تر دې دمه د دې کان د استخراج په چارو کې د پام وړ پرمختګ نه ترسترګو کیږي.
له ۲۰۰ ډیر افغانان چې جرمني یې د منلو ژمنه کړې وه، له پاکستانه افغانستان ته اخراج شوي

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، ۲۱۱ افغانان چې جرمني یې د کډوالو په توګه د منلو ژمنه کړې وه، په زور له پاکستان څخه افغانستان ته شړل شوي دي.
د دې وزارت یوه ویاند پرون په برلین کې وویل چې ۴۵۰ افغانان په پاکستان کې نیول شوي او د شړلو له خطر سره مخ دي.
جرمني ویلي چې له پاکستاني چارواکو سره په تماس کې دي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې دا کسان له خپلې خاورې څخه نه ایستل کیږي. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت تیره اونۍ وویل چې ۲۴۵ افغانان چې د پاکستاني پولیسو لخوا په کمپونو کې ځای پر ځای شوي وو د دې هڅو په پایله کې خوشې شوي دي.
د طالبانو له واکمنۍ وروسته، جرمني لسګونه زره افغانان ومنل او اوس هم شاوخوا ۲۰۰۰ افغانان په پاکستان کې ژوند کوي چې جرمني ته د داخلېدو ژمنې یې ترلاسه کړې دي.
ایران به د کب میاشتې تر پایه اته سوه زره نور افغان کډوال وباسي

د ایران د کورنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې د روان کال به د کب میاشتې تر پایه ۸۰۰،۰۰۰ نور افغان کډوال له دغه هیواده وباسي.
سکندر مومني، چې مشهد ته یې سفر کړی، د دوشنبې په ورځ، د اګست په ۱۷مه ویلي چې ۱.۲ میلیونه افغان کډوال تر اوسه د ایران له پولو وتلي دي.
هغه زیاته کړه چې ایران پلان لري ۲ میلیونه افغان کډوال له دې هیواده وباسي.
هغه زیاته کړه چې دوی هغه کډوال چې په غیرقانوني توګه په ایران کې ژوند کوي، ایستلي دي.
د اسکندر مومني په وینا، له هغو ۱.۲ میلیونه افغانانو چې تر اوسه له ایرانه وتلي دي، تر ۷۰ سلنه زیات یې په خپله خوښه ستانه شوي دي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د دوی ستنېدل به "په عزت سره" وي او دا دریځ د "کډوالۍ ضد" مانا نلري.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران او اسراییل ترمنځ تر شخړې وروسته، ایران د افغان کډوالو د شړلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.
ټاکل شوې ده نن ټرمپ د اوکراین د ولسمشر او اروپایي مشرانو کوربه وي

په داسې حال کې چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او اروپايي مشران په سپینه ماڼۍ کې د خبرو اترو لپاره چمتووالی نیسي، روسیې په خارکیف ښار کې د استوګنې پر ودانۍ د مرګوني برید په ګډون پر یو شمېر اهدافو بمبارۍ ته دوام ورکړی دی.
د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تر خبرو یو څو ساعته مخکې، پر خارکیف ښار په برید کې د دوو کوچنیانو په ګډون اووه کسان ووژل شول او لږترلږه ۲۰ نور ټپیان شول.
په الاسکا کې د ټرمپ له خوا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له کوربه توب درې ورځې وروسته روسیې دا هوايي بریدونه وکړل. ټرمپ ویلي وه چې د سولې د موافقې په اړه په خبرو اترو کې "لوی پرمختګ" شوی دی خو پر جزئیات یې باید کار وشي.
ټاکل شوې ده نن د اګست د ۱۸مه، ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او اروپایي مشرانو کوربه وي.
په دغو خبرو کې د ټرمپ او زیلینسکي تر څنګ د ناټو مشر مارک روټ، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، د برتانیا صدراعظم کایر سټارمر، د جرمني چانسلر فریدریش میرز، د ایټالیا صدراعظمه جیورجیا میلوني او د فنلنډ ولسمشر الکساندر سټوب ګډون وکړي.
په خیبر پښتونخوا کې سیلابونو تر اوسه تر ۳۰۰ زیات کسان وژلي دي

پاکستاني چارواکو د دوشنبې په ورځ ویلي چې د دې هیواد په شمال لویدیځ کې د سختو بارانونو له امله تر څو ساعتونو ځنډېدو وروسته د ژغورنې او مرستې عملیات بیا پیل شوي دي.
د سختو بارانونو له امله سیلابونو تر اوسه تر ۳۰۰ زیات کسان وژلي دي.
د پاکستان د طبیعي پیښو د مدیریت ملي ادارې ویلي چې له جمعې راهیسې سختو بارانونو په څو شمالي ولسوالیو کې درانه تلفات او زیانونه اړولي دي.
په غرنیو سیمو کې، بارانونو مځکه او ډبرې هم ښویولې دي چې کورونه، موټرونه او نور شیان یې له ځانه سره وړي دي.
د بونیر ولسوالي تر ټولو ډیره زیانمنه شوې، چې تر ۲۰۰ زیات خلک پکې وژل شوي دي.
د سیمه ییز چارواکو په وینا، د جون له وروستیو راهیسې د مون سون بارانونو او سیلابونو په ټول پاکستان کې ۶۵۷ کسان وژلي دي.
د افغانستان د ښکلا او فټنس ملي لوبډلې شپږ لوبغاړي تایلیند ته روان شول

د افغانستان د ښکلا او فټنس ملي لوبډلې شپږ لوبغاړي د تایلینډ په کوربه توب د آسیا د ښکلا او فټنس په اتلولیو کې د ګډون لپاره بنګکاک ته تللي دي.
د افغانستان د ښکلا او فټنس فدراسیون نن پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د ملي لوبډلې دا لوبغاړي د اسیا د ښکلا او فټنس په ۵۷ دور سیالیو کې د ګډون لپاره تایلیند ته روان شول.
دغه فدراسیون دوې ورځې مخکې ویلي وه چې دا لوبغاړي په خپل لګښت په اتلولیو کې برخه اخلي.
د معلوماتو له مخې دا سیالۍ به په اګست میاشت کې د تایلینډ په کوربه توب ترسره شي.
دا ټیم څو ورځې مخکې په کابل کې له ۵۴ لوبغاړو څخه د سیالیو په نتیجه کې په مختلفو وزنونو کې د ملي ټیم لپاره غوره شو.
د خوړو نړیوال پروګرام: وچکالي او د مرستو کمښت په افغانستان کې "شدیده خوارځواکي" د رامنځته کړې ده

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د افغانستان د څانګې مشر جان ایلیف وايي: وچکالي، د مرستو ډراماتیک کمښت، او له ایران او پاکستانه د ۱.۵ ملیونه افغانانو جبري ایستل کېدو په دې بې وزله هیواد کې "شدیده خوارځواکي" د رامنځته کړې ده.
هغه ازادي راډیو ته وویل:
"موږ باید د قحطۍ څخه د مخنیوي لپاره هر هغه څه وکړو چې موږ یې کولی شو. دا ممکن وضعیت ښايي بې ساری وي ځکه د ژمي پر مهال، ممکن له ۱۰ څخه تر ۱۵ ملیونو پورې خلک د خوړو مرستې ته اړتیا ولري. او اوس مهال، موږ هیڅ تمویل نلرو او دې وضعیت ته به هیڅ رسېدنه ونشي."
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي چې په افغانستان کې په راتلونکو شپږو میاشتو کې، د ټولو پروګرامونو لپاره نژدې ۵۳۹ ملیونه ډالرو ته اړتیا لري چې په ټول هیواد کې تر ټولو زیان منونکو کورنیو ته ورسیږي.
خو ډیری مرستندویه ادارو خپلې مرستې کمې کړې دي. د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د معلوماتو له مخې، دوی د ۲۰۲۵ کال لپاره، په افغانستان کې یوازي شاوخوا ۱۵۵ ملیون ډالر ترلاسه کړي دي. دا شمېر تیر کال نژدې ۵۶۰ ملیون ډالر او په ۲۰۲۲ کې نژدې ۱.۶ ملیارد ډالر و.
د طالبانو د اقتصادي چارو مرستیال وزیر دفتر: افغانستان د خپلې اړتیا وړ اوړو شاوخوا ۶۰ سلنه په کور دننه تولیدوي

د طالبانو د اقتصادي چارو مرستیال وزیر دفتر په یوه بیان کې ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۰۰ د اوړو د تولید فابریکې فعالیت کوي او افغانستان د خپلې اړتیا وړ اوړو شاوخوا ۶۰ سلنه په کور دننه تولیدوي.
اعلامیې زیاته کړه چې افغانستان په کال کې شاوخوا شپږ میلیونه ټنه اوړو ته اړتیا لري، چې ۳.۵ میلیونه ټنه یې اوس مهال په کور دننه تولیدیږي.
دا خبره په داسي حال کې ده چې ډیری افغانان له پراخې بې وزلۍ او لوږې سره لاس او ګرېوان دي.