دا وار د افغانستان د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح لیکلي چې د ده په خبره پاکستان له ترهګرو طالبانو کوربهتوب وکړ، هغه هم تر دې وروسته چې په دې ډلې یې بندیزونه اعلان کړل.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې قریشي او برادر د افغانستان د سولې په پروسه کې د وروستيو پرمختګونو او د بینالافغاني خبرو د ژر پیل او نورو اړوندو مسئلو په اړه خبرې وکړې.
د طالبانو د سیاسي ډلې ویاند سهیل شاهین یکشنبه ناوخته په خپل ټویټر اسلاماباد ته د برادر په مشرۍ د طالبانو د یوه پلاوي د سفر اعلان وکړ.
د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو یکشنبه خپل سفر پيل کړی چې تر جمعې دوام کوي او تمه ده اسرائیل، سوډان، بحرین او متحده عربي اماراتو ته ولاړ شي.
د واشنګتن ایګزامینر په لیکنه جوبایډن د پخواني ولسمشر بارک اوباما په اداره کې یواځینی چارواکی و چې افغانستان ته یې د لسګونه زرو امریکايي عسکرو له استولو سره مخالفت کاوه.
دا خبره د یاد وزارت ستر سلاکار عزیزالله فضلي ازادي راډيو ته وکړه او زیاتهیې کړه چې خنډونه به هوار او بینالافغاني خبرې به ژر پیل شي.
د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیزاد وایي د بندیانو د خلاصون په بشپړېدو سره تمه لري چې بینالافغاني خبرې پيل شي.
د بېروت په بندر کې تېره سې شنبه درنو چاودنو نږدې یو سل او شپېته کسان مړه کړي او څه باندې شپږ زره کسان یې ټپیان کړي دي.
چارواکو ویلي چاودنې د امونیم نایتریت یا کیمیاوي سرې د ۲،۷۵۰ ټنو وې چې د بېروت په یوه بندري سیمه کې له کلونو په یوه زېرمتون کې ساتل کېده.
د افغانستان چارواکو د طالبانو د ورکړل شوي لېست له مخې یوازې هغه ۴۰۰ طالب بندیان نهدي خوشې کړي چې په خبرهیې جرمي او جنايي دوسیې لري.
دا سپوږمکۍ به د ۲۰۲۱ کال د فبروري په اتلسمه د پخوانۍ او څلورمۍ سپوږمکۍ ځای ونیسي او په مریخ کې به د لرغوني مکروبي ژوند په اړه پلټنو ته دوام ورکړي.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني ویلي چې په څلورو میاشتو کې به د کمال خان بند د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
بریتانیا له پرونه هسپانیه د کرونا ویروس له ګواښه د ډکو هېوادونو لېسټ ته ور اچولې او هغه کسان چې بېرته ورستنېږي باید دوه اوونۍ قرنطین تېر کړي.
دغو درېیو کسانو ته د اعدام حکم تېره اوونۍ تأیید شوی و، خو سمدستي ورسره د 'مهیې اعداموئ' په نوم انلاین کمپاین میلیونونه کسانو ترسره کړ.
ښاغلي وېلسن د بینالافغاني خبرو د ژر پیل او هم د افغان ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې د تطبیق په اهمیت هم غږېدلی.
په متحده ایالتونو کې نږدې درې میلیونه خلک په کرونا اخته دي چې له ډلې یې نږدې یو لک او دېرش زره کسان مړه شوي.
د کوویډ-۱۹ له خپرېدو راهیسې د روغتیا نړیوال سازمان د جولای په څلورمه په ۲۴ ساعتونو کې له دوو لکو د زیاتو مثبتو قضیو د ثبت خبر ورکړ چې ښيي دا ویروس لا هم په چټکۍ مخ په پراخېدو ده.
د امریکا متحده ایالاتو او ایران سیالیو په خاصه توګه هغه څه چې امریکایي چارواکي یې د ایران لهخوا د افغانستان د سولې او پخلاینې د هڅو زیانمنول یادوي تاوده بحثونه پيدا کړي.
د افغانستان پلازمېنه کابل کې د ایران سفارت مخته په شمېر کم، خو په غږ لوړ مدني فعالان او عام خلک ټول شوي و او په ایران کې يې د افغانانو په وژنې تُند غبرګون وښود.
د مې په پنځه ویشتمه د یوه سپين پوستي پولیس په لاس د جورج فلویډ وژنې د امریکا په نږدې یو نیم سل لویو او وړو ښارونو کې لکونه خلک پارولي او دا هېواد د توکمیز تعصب ضد تر ټولو تریخ پاڅون تجربه کوي.
نور راوښيه