ازادي راډیو د افغانستان او سیمې په اړه د خبرونو، راپورونو او معلوماتو معتبره او باوري سرچینه ده. د باتجربه، مسلکي او هڅاندو ژورنالیستانو یوه ډله د ازادي راډیو او ددې راډیو د انلاین پلاټفورمونو لپاره مطالب چمتو کوي.
په واشنګټن ډيسي کې د امریکا یوې فدرالي محکمې د ازادې اروپا راډیو/ ازادي راډیو هغه قانوني غوښتنه ومنله چې د امریکا د نړیوالو رسنیو له ادارې (USAGM) څخه یې د کانګرس لخوا تصویب شوې بودیجې د نه ورکړې پر ضد وړاندې کړې وه. محکمې ددې بودیجې د ورکړې ابتدايي امر صادر کړی دی.
بریتانوي رسنیو راپور ورکړی چې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو د جاسوسانو په ګډون د سلګونو بریتانویانو شخصي معلومات د هغو پراخو معلوماتو برخه ده چې په تېروتنه خپاره شوي دي.
په داسې حال کې چې له ایرانه د افغان کډوالو بېسارې او ډلهییزه جبري ایستنه دوام لري، افغانستان ته د ستنېدونکو ښځو او نجونو د حقونو د احتمالي سرغړونې په اړه اندېښنې مخ پر زیاتېدو دي.
ایموجي سره له دې چې د احساساتو، افکارو او حالاتو څرګندونه کوي، د لیکنیزو مکالمو د جذابیت لپاره هم کارول کېږي.
په ننګرهار ولایت کې یو شمېر سیمهییزې سرچینې وايي، چې د طالب ځواکونو او پاکستاني پولهساتو ترمنځ د دې ولایت په دوربابا ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې نښته شوې ده.
په ننګرهار کې د یخ د تولید یوشمېر فابریکو مسئولین وايي، د برېښنا د ډېرې پرچاوۍ له امله دې ته اړ شوي چې خپلې فابریکې وتړي.
په داسې حال کې چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو له امله د زیانمنونکو هېوادونو له ډلې بلل کېږي، تازه د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي، د دې هېواد پلازمېنه کابل د چمن د زلزلو د فعال ګسل یا غلتې سره د نږدېوالي له امله د دغه هېواد تر بل هر ښار زیات د زلزلې له لوړ خطر سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ( UNHCR) او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي، چې له پاکستان څخه په وروستیو کې شاوخوا ۳۲ سلنه راستنېدونکي افغان کډوال د پياوار ( POR) په نوم د کډوالۍ کارتونه لري.
د افغانستان طبي پوهنتونونو او انستیتوتونو کې له زده کړو راګرځول شوې نجونې محصلانې د طالبانو له حکومت څخه په ټینګار غواړي، چې د دوی پر زده کړو لګول شوي بندیزونه ختم کړي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري پر ښځو او نجونو پراخ لګول شوي محدودیتونه لا هم په خپل ځای دي، د افغانستان د خبریالانو مرکز په یو نوي راپور کې ویلي، په تېرو شپږو میاشتو کې په رسنیو کې د افغان ښځینه خبریالانو د حضور د لهمنځه وړلو هڅې ګړندۍ شوي دي.
روسیې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله د دویمې پرلهپسې شپې لپاره د اوکراین پر ښارونو بریدونه وکړل، چې په کې په پلازمېنه کېیف کې لږ تر لږه دوه تنه ووژل شول او ملکي سیمو ته زیان واوښت. دې بریدونو نږدې لس ساعته دوام وکړ.
د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو او فعالانو د جرمونو د نړیوالې محکمې (ای سي سي) له لوري د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده او د دوی د حکومت د سترې محکمې د مشر )قاضيالقضات( عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم ستایلی.
د نړیوالې ټولنې له څو ورځنۍ چوپتیا وروسته، ملګرو ملتونو د روسیې لهخوا د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو پرېکړه داسې موضوع بللې چې د دې سازمان فعالیتونه به یې اغېزمن نه کړي.
هغه افغان محصلین چې د ترکمنستان د لوړو زده کړو په مؤسسو کې زده کړه کوي، وایي د ځايي محصلینو د تبعیض، بد چلند او آن فزیکي تاوتریخوالي سره مخ دي. دوی په ځانګړي توګه د "سېيتنظرج سېيدي" نومي د ترکمن دولتي روزنیز پوهنتون او د مرو په ولایت کې د دولتي انرژۍ انستیتوت کې له دا ډول پېښو شکایت کړی دی.
په ایران کې مېشت یوشمېر افغان کډوال وايي چې د دوی په وړاندې د پولیسو ناوړه چلند تر څنګ د ځینو عامو ایراني وګړو له خوا تاوتریخوالی هم زیات شوی دی.
د ښځو د حقونو بېلابېلو افغان بنسټونو د روسیې له لوري د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو پرېکړه غندلې او دا یې د افغان میرمنو په وړاندې په جنسیتي اپارتاید کې ښکیلتیا او د عدالت نقض بللی دی.
د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په یوې نوې تګلارې سره، په افغانستان کې له رسنیو غوښتي چې د خپلو سیاسي پروګرامونو لنډیز او د شنونکو لېست تر خپرېدو مخکې له دغه وزارت سره شریک کړي.
نور راوښيه