ملالې بنسټ هم د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان او د جنسیتي اپارتاید هغه نظام ته د لسګونه زره افغان کډوالو، په ځانګړي ډول ښځو او نجونو، ستنول چې د زدهکړو، کار، د تګ راتګ ازادۍ او امنیت حق ترې اخیستل شوی، دوی ته د زیان رسولو مستقیم اقدام بللی دی.
دغه بنسټ د پنجشنبې په ورځ (د جولای ۱۷مه) په یوې اعلامیه کې ټینګار کړی چې دا اقدام د راتلونکي جوړولو هر ډول فرصت له دوی اخلي.
په اعلامیه کې دا هم راغلي، یو شمېر دغه ښځې چې د بشري حقونو فعالانې، ښوونکې او هغه معترضې مېرمنې دي چې د طالبانو حکومت د جنسیتي اپارتاید پر وړاندې یې غږ پورته کړی، د بېرته ستنولو په صورت کې به د بندي کېدو، شکنجې، بند، جنسي تاوتریخوالي او د بشري حقونو د سرغړونو له نورو جدي احتمالي خطرونو سره مخ شي.
ملاله بنسټ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان کډوالو جبري ستنول ودروي، هغو کسانو ته چې امنیت غواړي د پناه غوښتنې ملاتړ پراخ کړي، قانوني مسؤلیتونه پیاوړي کړي او جنسیتي اپارتاید د نړیوال جرم په توګه په رسمیت وپېژني.
هممهاله، یو شمېر افغان معترضې مېرمنې چې په ایران کې ژوند کوي، هم وایي که بېرته افغانستان ته ستنې کړل شي، له جدي ګواښونو سره به مخ شي.
د دوی له ډلې پریسا مبارز ازادي راډیو ته وویل:
"زه څو ځله د طالبانو له خوا ګواښل شوې یم. ما د بند تجربه هم لرلې ده. زما د فعالیتونو له امله، زما ورور او ماما هم بندیان شوي دي. اوس دا وېره لرم چې که په دې وضعیت کې افغانستان ته وشړل شم، ښايي کور ته ونه رسېږم، او پر لاره مې ونیسي او ومې وژني. دا امکان لري، ځکه ما د طالبانو د خوښې خلاف بیا بیا خپلې مبارزې ته دوام ورکړی دی."
مرضیه محمدي په ایران کې بله افغان معترضه مېرمنه ده، دا هم ورته اندېښنه لري:
"زما اندېښنه دا ده چې که دا فعالین او معترضې مېرمنې بېرته افغانستان ته ستانه کړل شي، د دوی ژوند به له خطر سره مخ شي، او یو ځل بیا به هغه بدې ورځې تکرار شي. دوی به بیا بندیانې شي او د طالبانو له شکنجو سره به مخ شي."
دغه معترضې مېرمنې له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو غواړي چې د افغان ښځو او نجونو د جبري ایستلو د مخنیوي لپاره جدي او عملي اقدامات وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې هم د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د افغان کډوالو، په ځانګړي ډول ښځو او نجونو، د جبري ستنولو په اړه اندېښنې مطرح شوې وې.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي، د جولای په ۱۵مه له کوربه هېوادونو غوښتي وو چې په افغانستان کې اقتصادي ستونزو او د نجونو پر زدهکړو بندیزونو ته په پام، د افغان کډوالو د بېسارې او جبري ایستنې په اړه په خپلې پرېکړې بیا غور وکړي.
مخکې، یو شمېر نجونو چې تازه له ایران څخه افغانستان ته ستنې شوې وې، ازادي راډیو ته یې په خبرو کې ویلي وو چې د طالبانو له خوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو د محدودیتونو له امله د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنې دي.
ایران په دې وروستیو کې له هغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو بهیر تېز کړی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (یو این ایچ سي ار) هم د کډوالو ایستنې دا بهیر بېساری بللی او ویلي یې دي، د روان زېږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۱.۳ میلیونه افغانان له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.