د پاکستان د ضرب الاجل له پای ته رسیدو مخکې هېواد ته د یو شمېر افغان کډوالو د تګ هڅې

 د افغان کډوالو دا لېږدوونکې لارۍ نن د اکتوبر په ۳۱ مه تورخم ته رسیدلې ده.
نن له پاکستانه د ناقانونه افغان کډوالو د ایستو د ضرب الاجل وروستۍ نېټه ده. د پاکستان حکومت سبا د نومبر له لومړۍ نېټې د هغو ۱،۷ میلیونه افغان کډوالو د رسمي اخراج لړۍ پيلوي چې دوی یې په پاکستان کې موجودیت ناقانونه بولي.
د بشري حقونو د څار ادارې بیا وایي چې پاکستان وار له مخه د افغان کډوالو نیول، شکنجه او په زوره ایستل پيل کړي.

 

 دا افغان کډوال تورخم کې د خپل کور وسایل په لارۍ موټر کې ځای پر ځای کوي
د بشري حقونو د څار سازمان په یوه اعلامیه کې چې د سې شنبې په ورځ خپره شوې، د دغه سازمان د افغانستان د برخې د څېړونکې فرشته عباسي له قوله لیکل شوي چې د افغان کډوالو د ایستو لپاره د پاکستان د حکومت د ضرب الاجل پای ته رسیدل په دغه  هېواد کې د یادو کډوالو د وهلو ډبولو، د دوی د مالونو د ضبط او نورو ځورونو پلمې برابروي.

 

 یو شمېر افغان کډوال په تورخم کې وینئ
د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې افغانستان ته د دوی ستنیدل به د دغه هېواد په اوسني وضعیت کې دوی ته امنیتي خطرونه هم رامنځته کړي.

 

 د تورخم لاره
د بشري حقونو د څار سازمان له امریکا متحده ایالاتو، کاناډا، برېتانیا او جرمني څخه غوښتي څو هغو افغان کډوالو او په ځانګړي ډول نجونو او ښځو ته چې په افغانستان کې خطر سره مخ کیږي، د پناه ورکولو اسانتیاوې برابرې کړي.

 

 یوه افغانه نجلۍ د مالونو له کانتینره د باندې ځای ننداره کوي

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست د اکتوبر په ۳ مه اعلان وکړ چې په پاکستان کې مېشت ټول ناقانونه کډوال باید په ۲۸ ورځو کې له دغه هېواده ووځي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، تر اوسه تر ۶۰ زرو پورې افغان کډوال له پاکستانه وتلي.

 

افغان کډوال خپل هېواد ته د تلو انتظار کوي
د بشري حقونو د څار سازمان په اعلامیه کې راغلي چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو په زوره ایستل د هغو نړیوالو کنوانسیونونو خلاف عمل دی چې دغه هېواد د شکنجې او نورو نړیوالو ژمنو په اړه لاسلیک کړي.

 


یوه افغانه کورنۍ له پاکستان څخه خپل هېواد ته د تګ پر مهال 

افغانستان ته د پاکستان مېشتو کډوالو یوه بله لېږدوونکې لارۍ
پاکستاني چارواکي وایي چې تورخم او چمن لارې د کډوالو د ستنیدو لپاره د مازیګر له څلورو بجو وروسته هم پرانیستي پریږدي.
دا لارې به مخکې تر مازیګره پرانیستې وې.

 

له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له مخالفت سره مخ شوی.

د ۲۰۲۱ د اګسټ په ۱۵ مه د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط سره طالبان پر افغانستان واکمن او ګڼ قیودات یې وضع کړل.
 

سلګونه افغان کډوالو مخکې تر دې چې له پاکستانه یې د ایستو ضرب الاحل پوره شي، تورخم ته ځانونه رسولي او غواړي خپل هېواد ته ستانه شي د پاکستان حکومت خبرداری ورکړی چې د نومبر له لومړۍ نېټې به د ناقانونه افغان کډوالو د ایستو لړۍ پیلوي.