د هند بهرنیو چارو وزارت د ایران، پاکستان او افغانستان د برخې مسوول انند پرکاش، نن جمعه «د نومبر ۲۱مه» په نوې ډهلي کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي سره په یوه ګډه خبري ناسته کې اعلان وکړ چې ډېر ژر به د کابل - ډهلي او امریستر - کابل ترمنځ کارګو الوتنې پیل شي.
نور الدین عزیزي هم هند سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو تاریخ ته په اشارې پر اهمیت یې ټینګار وکړ او د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا غوښتنه یې وکړه.
نوموړي په دې ناسته کې له هنده د افغانستان د کانونو، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو په برخه کې د پانګونې غوښتونکی شو ویې ویل"زه هغه سوداګرو ته چې د قیمتي ډبرو په برخه کې فعال دي بلنه ورکوم چې افغانستان ته راشي، دې کې به هغوی ته ګټه وي او ښه به ثابت شي."
د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جې شنکر د افغانستان د خلکو د پرمختګ او هوساینې لپاره د هند پر ملاتړ ټینګار کړی.
ښاغلي عزیزي ټینګار وکړ چې افغانستان کې د سیمې او نړۍ هېوادونو لپاره د پانګونې ښه زمینه برابره شوې ده.
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي او مل پلاوی یې په یو پنځه ورځني سفر هند ته تللی چې هلته یې له لوړ پوړو هندي چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې او لیده کاته پیل کړي دي.
د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پنجشنبې په ورځ ناوخته «د نومبر پر ۲۰مه» پر خپله ایکس پاڼه خپرو کړیو بیانونو کې لیکلي چې د دې سفر په ترڅ کې له لوړو هند چارواکو سره د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او نښلتیا په هدف غونډې شوې دي.
دغه وزارت زیاته کړې چې تر دې مهاله هندي چارواکو سره د چابهار بندر د فعالیت زیاتېدو، د افغان خصوصي سکټور غړو ته د ویزو ورکړې اسانۍ، د دواړو هېوادونو له خوا د سوداګریزو اتشو معرفي کولو، د سوداګرۍ ګډې خونې جوړولو او د هغې ګډې کاري ډلې د بېرته فعالېدو اړوند خبرې شوي چې مخکې موجوده وه.
په دې اړه نور: د افغانستان ځنغوزي د هوايي دهلیز له لارې چین ته صادرېږيپه دې بیانونو کې دا هم راغلي چې د چابهار بندر د فعالیت او د سوداګرۍ د ګډې خونې پر جوړېدو هوکړې شوې دي، خو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
بلخوا د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر د پنجشنبې په ورځ (د نومبر پر ۲۰مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې له نور الدین عزیزي سره یې د کابل او نوي ډهلي ترمنځ "د سوداګرۍ، اتصال او د خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د لارو چارو" په اړه بحث کړی دی.
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي
جې شنکر زیاته کړې چې په دې لیدو کتو کې یې د افغانستان د خلکو د پرمختګ او هوساینې لپاره د هند پر ملاتړ بیا ټینګار کړی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه په داسې حال کې چې د پاکستان له خوا پرې ټولې سوداګریزې لارې بندې دي، هند سره د اریکو پراختیا خورا مهمه ګڼي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونو د خونو مشر محمد یونس مومند په دې اړه ازادي راډیو ته وویل"افغانستان هڅه کوي چې ټولې نړۍ سره سوداګریزې اړیکې ټینګې کړي، خصوصا سیمه یزې اړیکې او هند هم زموږسیمه ییز شریک دی، جنوبي اسیا هېوادونه چې موسم یې موږ سره توپیر لري او صادرات او ودارات ترې لرو، نو دا زموږ لپاره ډېر مهم او ښه سفر دی موږ ورته خوشبینه یو، افغانستان چې اوسنیو شرایطو کې ډېر خامو موادو او نورو اقلامو ته اړتیا لري او هغه په هند کې دي او قوي اقتصاد لري موږ غواړو چې د ویزو د ورکړې چټکتیا تر څنګ ټولې اړیکې مو ورسره چټکې شي."
په دې اړه نور: د طالبانو حکومت له هنده د سوداګرۍ د لا زیاتېدو او د کارګو د لوژیستکي مرکزونو د جوړېدو غوښتنه وکړهد طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزیر له هندي چارواکو سره د چاه بهار بندر د فعالیت پر زیاتېدو هم هوکړې کړې دي.
افغان سوداګر عبدالاحد کاکړ چې هند ته د وچو او تازه مېوو صادرات او واردات لري، هم ورته نظر لري. نوموړی وايي"دوی په ډېره ښه موقع سفر کړی دی، ځکه چې اوس زموږ سوداګریزې اړیکې پاکستان سره په ټپه ولاړې دي، هند سره فعلا د پاکستان په نسبت زموږ سوداګرو ستونزې کمې دي او ښه روان یو، خو اوس موږ په دې تمه یو چې هند سره مو تجارت لا پیاوړی شي ځکه چې د ایران د چابهار له لارې زموږ اموال ښه رارسېدلی شي."
دا په داسې حال کې ده چې د چابهار بندر له دې مخکې د امریکا د متحد ایالتونو تر بندیز لاندې و او نږدې درې اونۍ مخکې هندي رسنیو د هند د بهرنیو چارو وزارت په حواله راپورونه ورکړل چې له بندیزونو څخه د دې بندر د فعالیت لپاره یې شپږ میاشتې وخت اخیستی دی.
د طالبانو حکومت او هند تر منځ اړیکي ورسته تر هغې په پراخېدو دي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ له تېرو کابو دوو میاشتو راهیسې اړیکې ترینګلې دي او د دواړو هیوادونو ترمنځ ټولې لارې تړل شوي دي چې په ورځني ډول یې له امله د دواړو خواوو سوداګرو ته سلګونه زره ډالر زیان اوړي.
په تېرې شا او خوا یوې نیمې راهیسې میاشت کې دا هند ته د طالبانو حکومت د دوهم وزیر سفر دی، په اکتوبر میاشت کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم هند ته سفر کړی و.
که څه هم مشخصه نه ده چې افغانستان دا مهال له هند سره د سوداګرۍ له اړخه کال کې څومره صادرات او واردات لري، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې تېر جمهوري حکومت هند سره د سوداګرۍ حجم له ۵۰۰ میلیونه ډالرو تر ۸۰۰ میلیونه ډالرو بللي و.