له پاکستان سره د سوداګریزو لارو د بندوالي دوام او د بدیلو لارو لټه، بدیلې لارې کومې دي؟

سوداګریزې لارۍ، ارشیف

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وایي، که دغه دواړه ګاونډیان اړیکې عادي نه کړي، د سوداګرۍ راتلونکې به یې له ناورین سره مخامخ شي. د لارو بندوالي دواړو لورو ته میلیونونه ډالره زیان اړولی او شاوخوا ۸ زره بار او تشې لارۍ د لارې خلاصون ته شیبې شماري.

که څه هم د طالبانو د سوداګرۍ وزارت او خپله خصوصي سکتور د صادراتو او ترانزیت پر بدیلو لارو هم کار کوي، خو سوداګر وایي، له جغرافیوي پلوه، نور هېوادونه له پاکستان سره د سوداګرۍ تشه په اسانه نه شي ډکولای.

د لارو بندوالی او اقتصادي زیانونه یې

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ اصلي لار، تورخم، له یوې میاشتې راهیسې د سوداګرۍ او عامو خلکو د تګ راتګ په مخ تړل شوې ده.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مشر او د پاک- افغان ګډې سوداګرۍ خونې سلاکار ډاکټر مخلص احمد وایي، د نانندریو له پيله د دواړو لورو سوداګرو میلیونونه ډالره زیان کړی دی.

اکثره کرنیز محصولات چې لاریو کې وو، خوسا شول، یا په داسې قیمت بازار ته وړاندې شول چې د لاریو د لګښت قیمت یې هم پوره نه کړ
مخلص احمد، د پاک افغان سوداګرۍ خونې سلاکار

نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې د کره زیان شمېرې لا هم معلومې نه دي، خو په وینا یې دواړو لورو ته ۸ زره بار او تشې لارۍ ولاړې دي او هره ورځ شاوخوا سل ډالره ګمرکي لګښت پرې راځي." دا بې له شکه چې سوداګرو لپاره یو لوی زیان دی. نه یوازې افغانستان، بلکې د پاکستان او په ټوله کې د خصوصي سکتور، پانګوالو او ترانسپورت لپاره لوی زیان دی. د ۸ زره شاوخوا کې بار او تشې لارۍ ولاړې دي. اکثره کرنیز محصولات چې لاریو کې وو، خوسا شول، یا په داسې قیمت بازار ته وړاندې شول چې د لاریو د لګښت قیمت یې هم پوره نه کړ."

د تورخم، سپین بولدک او غلام خان بندر په ګډون له پاکستان سره د تګ راتګ لارې وروسته تر هغه وتړل شوې چې پاکستان یوه میاشت وړاندې، د تلې په ۱۷مه پر کابل هوایي بریدونه وکړل.

له هغه برید یوه ورځ وروسته د طالبانو حکومت ډیورند کرښې ته نژدې پر پاکستاني پوستو( غچ اخستونکي) بریدونه وکړل چې د هغه لوري غبرګون یې وپاروه او دواړو لورو ته لسګونه ملکیان او پوځیان ووژل شول.

که څه هم د دواړو لورویو د حکومتونو استازي لږ تر لږه درې ځله د لانجو د هواري او د وضعیت د ارامولو په هدف سره په دوحه او استانبول کې جرګه شول، خو لا هم حالات عادي شوي نه دي.

بدیلې لارې کومې دي؟

د طالبانو حکومت او خصوصي سکتور سملاسي د ایران چابهار او بندر عباس لارې او دغه راز منځنۍ اسیا هېوادونه، روسیه، چین، ترکیه او ان اروپا د خپلو صادراتو لپاره بدیل هدفونه یادوي.

دغه بدیلې لارې نوې نه دي، بلکې د پخواني جمهوري نظام له وخته پرې کله نا کله د توکو لېږد را لېږد کیږي.

د پاکستان- افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې مرستیال محمد یونس مهمند وایي، د بدیلو لارو د استفادې په لړ کې تازه د انارو او مڼو یوه یوه محموله روسیې ته ولېږدول شوه.

هڅه روانه ده چې په بدیلو لارو خپله میوه نورو هېوادونو ته صادره کړو، اوس مونږ وچه او تازه مېوه په چابهار باندې هند ته انتقالوو
محمد یونس مهمند

ښاغلی مهمند وایي، همدا اوس په جرمني کې دی او هڅه کوي په اروپا کې د افغانستان د تازه او وچې میوې او نورو محصولاتو لپاره مناسب بازارونه پيدا کړي. " هڅه روانه ده چې په بدیلو لارو خپله میوه نورو هېوادونو ته صادره کړو، اوس مونږ وچه او تازه مېوه په چابهار باندې هند ته انتقالوو. کوشش پر دې روان دی چې څنګه اروپایي بازارونو ته لار پیدا کړو. دا اوس هم زه اروپا کې یم. کمپنیو سره خبرې کوم چې سږ کال خو وخت تېر دی، د کال لپاره لارې چارې ولټوو چې څنګه دوی ته خپله تازه میوه را واستوو. خو مونږ ته نژدې بازارونه د جنوبي اسیا دي، ځکه موسمونه مو فرق سره لري، هغوی چې له بله ځایه میوه راوړي، قیمته ورته تمامیږي، خو که مونږ پاکستان، هند، سریلانکا او بنګله دیش ته صادرات وکړو، له هغه ځایه ټولې جنوبي اسیا ته رسیږي."

د همدې بدیلو لارو په ترڅ کې د هوایي دهلیزونو خبره هم کیږي چې پخوا پرې هند او چین ته توکي صادر شوي دي.

اوس اوس سوداګر وایي، دغه هوایي دهلیزونه باید بیا فعاله شي او د افغانستان محصولات باید د سیمې هېوادونو ته ور ورسیږي.

د بدیلو لارو زیانونه او لګښتونه

یادې بدیلې لارې د افغان سوداګرو او خصوصي سکتور لپاره بیا ډېرې په زړه پورې ځکه نه دي چې اوږده مزلونه او ډېر مالي لګښت غواړي.

بل لورته لرې هدفونو ته د توکو صادرول د بسته بندۍ ځانګړي معیارونه او کنګلي کانټینر غواړي چې د افغان سوداګرو په خبره دوی دې برخه کې ستونزې لري.

د اقتصادي چارو شنونکی او افغانستان د سوداګرۍ خونې د مدیره پلاوي پخوانی غړی اذرخش حافظي وایي، د افغانستان او پاکستان څنګ په څنګ موقعیت له جغرافیوي پلوه یو جبر دی، خو په خبره یې دواړه ګاونډیان سوداګرۍ کې یو د بل تشه په نورو بازارونو او هېوادونو نه شي ډکولی.

نوموړی وایي، د چهابهار، بندر عباس، منځنۍ اسیا او هوایي کوریډورنو لارې د صادراتو لپاره قیمته تمامیږي او افغان محصولات د سیالۍ وړتیا له لاسه ورکوي." جنوبي اسیا او سمندر ته زمونږ نژدې لار همدا پاکستان ده، بیا ایران، مرکزي اسیا او چین، که څه هم چین سره بندر نه لرو. هر یو ځانته مزایاوې لري. د پاکستان لاره لنډه ده، نه یوازې سمندر، بلکې هند ته هم. که د پاکستان لاره بنده وي، مونږ چې هرې لارې نه هند ته صادرات وکړو، قیمته تمامیږي. یعنې محصولات خپل رقابتي توان له لاسه ورکوي."

ښاغلی حافظي وایي، له کابله سوداګریز کانتینر ۱۱ سوه کیلو متره وروسته د پاکستان واګې بندر او هند ته رسیږي، خو په خبره یې د چابهار، کراچۍ او بندر عباس له لارې مزل دوه برابره اوږد او همداسې دوه برابره قیمته تمامیږي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ کچه

د ښاغلي حافظي په وینا د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ کچه په کال کې پنځه میلیارده ډالره وه، خو په خبره یې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د واکمنۍ له پيل سره دغه کچه ورځ تر بلې ټیټه او په خبره یې اوس یو میلیارد ته رسېدلې ده.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وایي، د طالبانو حکومت او پاکستان باید خپلې ستونزې ژر تر ژره هوارې او د خپلو تولیدونکو او خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره باید لارې خلاصې کړي.

دوی وایي، له کلونو راهیسې سوداګري او ترانزیت د سیاست ښکار شوی چې په خبره یې زیان یې د افغانستان او پاکستان سوداګر، بزګرو او بڼوالو ته رسیږي.

د طالبانو حکومت له خپله اړخه له سوداګرو او تولیدونکو سره خواخوږي ښيي او په دې وروستیو کې یې د ایران چابهار او منځنۍ اسیا ته خپل اقتصادي پلاوي ولېږل.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیالۍ ویلي، له هند او چین سره پر هوایي کوریډور هم کار روان دی او په خبره یې اریانا هوایي شرکت به دغې برخه کې په ارزانه صادرات کوي.

خو دا هر څه تراوسه د ژمنو تر حده دي او وروسته به معلومه شي چې پر بدیلو لارو سوداګري څومره ممکنه ده او د طالبانو دولت دې چاره کې تر کومه بریده د خصوصي سکتور ملاتړ کوي.