د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې له مرګونې او ویجاړونکې زلزلې شاوخوا شل ورځې وروسته ( د اګست پر ۳۱ نېټه) د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (یو اېن وومن) اعلان کړی چې ښځې او نجونې لا هم د دې ناوین اصلي بار پر اوږو وړي، او که بېړنۍ مرستې ورسره ونه شي، له اوږدمهالو پایلو سره به یې مخامخ شي.
په یوې ویډیو کې چې دې ادارې د جمعې په ورځ (د سپتمبر ۱۹) په خپله ایکس پاڼه خپره کړې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ځانګړې استازې، سوزان فرګوسن، ویلي:
«ښځې او نجونې په دردناک ډول د مړو او ټپیانو له نیمایي څخه زیات جوړوي او دغه شان د هغو کسانو چې لا هم ورک دي ۶۰ سلنه یې ښځې او نجونې دي. اوس د عزیزانو له لاسه ورکولو او غم سربېره، پاتې شوي د تاوتریخوالي او ناوړه ګټې اخیستنې له زیاتېدونکي خطر او دغه شان د خدمتونو او ملاتړ د کم لاسرسي له ګواښونو سره مخامخ دي.»
نوموړې زیاته کړې چې زیانمنې ښځې او نجونې لا هم په خېمو کې ژوند کوي، او د تودوخې په کمېدو سره، دوی بېړنیو او کلکو سرپناوو ته اړتیا لري.
ځینې زلزله ځپلو ښځو هم ازادي راډیو ته وویل چې سرپناه نه لري او بېړنیو مرستو ته هم اړتې دي.
د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکې یوې میرمن، چې ویې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي وویل:
«زموږ کور په بشپړ ډول ویجاړ شوی، موږ ته یوه خېمه راکړل شوې او له خپلو ماشومانو سره پکې ژوند کوو. د کورنۍ نارینه مو بې کاره دي، پیسې نه لرو، د ویجاړ شوي کور مخې ته مو خېمه وهلې او له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان یو.»د کونړ زلزله ځپلې
د اګست د ۳۱ نېټې د شپې ناوخته زلزلې په کونړ، ننګرهار، لغمان او نورستان ولایتونو کې له ۲۲۰۰ ډېر کسان مړه کړي او له ۴ زرو ډېر نور یې ټپیان کړي دي.
اغلې فرګوسن ټینګار کړی چې د ښځو حضور په بشرپاله رولونو کې حیاتي دی، تر څو ښځې او نجونې په خوندي چاپېریال کې هغو مرستو ته لاسرسی ولري چې «د ښځو له خوا ښځو ته» وړاندې کېږي.
هغې خبرداری ورکړی چې له ښځینه مرسته رسونکو کارکوونکو پرته، د ښځو او نجونو اړتیاوو ته په راتلونکو اوونیو او میاشتو کې ځواب ویل ناشوني دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، طالبانو د سپتمبر له ۷ نېټې راهیسې افغان ښځینه کارکوونکې او قراردادیانې د دې ادارې دفترونو ته له تګ منع کړې دي، او وروسته دغه محدودیت په کتبي او شفاهي ډول د ملګرو ملتونو سیمیزو دفترونو ته هم وغځېد.
تر دې بندیز وروسته، د ملګرو ملتونو سازمان ځینو ادارو د خپلو فعالیتونو ځینې برخې د عملیاتي ستونزو له امله درولي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (یو اېن اېچ سي ار) هم له دغو ادارو څخه ده چې خپل ځینې فعالیتونه یې درولي، خو دې ادارې تازه اعلان کړی چې د افغان ښځینه کارکوونکو پر ځای یې په کابل دفتر کې یو شمېر نړیوال کارکوونکي ځای پر ځای کړي، څو ښځو ته مرسته ورسوي.
مخکې تر دې هم د ملګرو ملتونو بېلابېلو چارواکو په ځانګړې ډول د وروستۍ زلزلې د زیانمنو لپاره د مرستو په رسولو کې د ښځو پر مهم رول ټینګار کړی و.