افغانستان ته ستانه شوي کډوال وایي نه سرپناه لري او نه یې مرستې تر لاسه کړي

افغانستان ته له پاکستان او ایرانه ځینو ستنو شویو کډوالو ازادي رادیو ته وویل،  نه سرپناه لري او نه یې کومې مرستې تر لاسه کړي دي.

د بشري او اقتصادي چارو ځینې پوهان که څه هم دې وضعیت ته د رسېدو لپاره نړیوالې مرستې حیاتي بولي خو ټینګار کوي چې په هېواد دننه باید خلکو ته د ښه ژوند برابرولو په موخه اوږد مهالې تګلارئ جوړې شي.

ضابط خان چې په پاکستان کې له لسیزو ژوند وروسته لس ورځې مخکې له خپلې دولس کسیزې کورنۍ سره د افغانستان ننګرهار ولایت ته ستون شوی دی: "موږ خو شاوخوا ۴۵ کاله پاکستان کې تېر کړل، خو دې اخر کې یې سخت په تکلیف کړو، ویل یې چې ووځئ، هلکان یې نیول او پورته کول، ډېر تکلیف یې راکوه، دلته هم سرپناه نه لرو، جامې او وسایل مو په ډاګ پراته دي، خیمې مو وهلي، ښځې او ماشومان راسره دي، یو زوی مې اوس هم روغتون کې بستر دی، مونږ خو د اسلامي امارت (طالبانو) د مدد په تمه راغلو، خو هېڅ چا مو ان یوه پوښتنه نه ده کړې او نه یې کومه مرسته کړې."

له ایرانه راستانه شوي افغانان هم د ورته ننګونو خبره کوي.

له تهرانه د افغانستان بادغیس ولایت ته له نېږدې یوې میاشتې راستون شوی د اووه کسیزې کورنۍ مشر امیر ازادي راډیو ته وویل: "موږ څه موده کېږي چې افغانستان ته راستانه کړل شوي یو، ډېر بد وضعیت کې تر خیمو لاندې اوسېږو، د سهار او غرمې ډوډۍ نه لرو که هغه هم ومومو، شپې ته یې حیران یو، ستونزې مو زښته زیاتې دي، له سلو د زیاتې خلکو پوروړي یو، دلته هېڅ هم نه لرو."

افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو دا ستانه کړل شوي افغانان داسې مهال د بد بشري وضعیت، سرپناوو، کافي خوړو او ان د څښاک اوبو، بې کارۍ او ورته د هېڅ ډول مرستو نه رسېدو شکایتونه کوي چې دغه هېواد وار دمخه له اقتصادي او بشري ننګونو او ان په دې وروستیو کې د طبیعي پېښو له امله له رامنځته شوي ناورین سره مخ دی.

په دې اړه نور: ریچارډ بینیټ یوځل بیا غږ کوي چې له پاکستان څخه د کډوالو د ویستلو لړۍ دې ودرول شي

تازه هغه یې؛ د افغانستان په ختیځ ولایتونو په ځانګړې ډول کونړ کې د اګسټ د ۳۱ د شپې ناوخته زلزله وه چې له امله یې زرګونه خلک ځپل شوي دي، او په کې د ټپیانو، مړو شويو او ویجاړو شويو کورونو شمیر هم زرګونو ته رسېږي.

د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د مرکه شویو کسانو د غوښتونو او اندېښنو اړوند د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو مخکې د دغه وزارت چارواکو بېرته ستنېدونکو ته د بېلابیلو اسانتیاوو د برابرولو او ورسره د مرستې ادعا کړې ده، هغه ادعا چې راستانه شوي یې ردوي.

اوس پوښتنه دا ده چې د افغانستان اوسني حالت د دې وضعیت د مدیریت لپاره باید څه وشي؟

د بشري او اقتصادي چارو ځیني پوهان له دې دلې عبدالناصر رېښتیا په دې برخه کې، بهرنۍ دوامداره او بېړنۍ مرستې مهمې بولي خو ټینګار کوي چې باید په هېواد دننه هم روان وضعیت ته د رسېدنې لپاره اوږد مهاله بشري او اقتصادي حل لارې ولټول شي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "دا کډوال چې په زوره رایستل کېږي، له نړیوالو مرستو پرته د دوی (ملاتړ) نا شونی دی، افغانستان داسې حالت کې نه دی چې دا ټول ناورین مدیریت کړای شي، خو که نړۍ افغانستان سره مرسته وکړي او حکومت (طالبان) اوږدمهالي پراختیایي او اقتصادي پروژې پلې کړي، د کار موندې او اقتصادي وضعیت د بهترۍ لپاره زمینه برابره کړي اقتصادي وضعیت به سم شي. او خلک به هم نور کډوالۍ ته نه مجبورېږي."

د یادونې ده چې پاکستان او ایران په دې ورستیو کلونو کې له خپلو هیوادونو د افغان کډوالو شړل چټک کړي دي۰

Your browser doesn’t support HTML5

له پاکستانه د "پي او ار" کارډ لرونکو افغان کډوالو جبري ستنېدنه پیل شوه

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون د دوشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه د بېرته راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د طالبانو حکومت د رسېدنې کمېسیون په حواله راپور وکړی چې یوازې د دوشنبې په ورځ (د سپټمبر په ۸مه) له پاکستان او ایرانه نږدې ۱۳ زره افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي دي۰

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ( یو، این ، ایچ، سی ، ار) د اګست د ۲۸ نېټې د راپور د معلوماتو له مخې چې پر ویب پاڼه یې خپور شوی، د روان کال له پیله تر اوسه ۲.۳ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو په کډون د کډوالو او بشري حقونو د ملاتړ بیلابیلو سازمانونو په ځوځلي له پاکستان او ایران غوښتي چې د افغان کډوالو ډله ییز او جبري ایستل ودروي او دا اقدام یې خواشینونکی بللی دی.

تازه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر ولکر ترک د دوشنبه د سپتمبر په اتمه په جېنوا کې د دغه سازمان د بشري حقونو شورا په ۶۰مه ناسته کې ویلي، چې ایران او پاکستان میلیونونه افغانان په زوره خپل هېواد ته استولي او په خبره یې، هغه پالیسۍ او کړنې چې د کډوالو او پناه غوښتونکو حقونه نقضوي په ځینو هیوادونو کې په عادي امر بدل شوي دي.