د اسراییل پوځ د غزې ښار د نیولو لپاره د عملیاتو د لومړنیو پړاوونو د پیل اعلان کړی او ویلي یې دي چې ځواکونه یې ښار ته نژدې ځای پر ځای شوي دي.
ډیری فلسطینیانو د جدي خطرونو سره سره په غزه ښار کې پاتې کیدل غوره کړي دي؛ دوی باور لري چې په ټوله غزه کې هیڅ ځای په ریښتیا خوندي نه دی. دوی د خوړو، اوبو او نورو اساسي اړتیاوو له کمښت سره مخامخ دی.
د اسراییل د پوځ ویاند ایفي ډفرین د چهارشنبې په ورځ، خبریالانو ته وویل:
"موږ پر غزه ښار د برید لومړني عملیات او لومړني پړاوونه پیل کړي دي، او د پوځ ځواکونه اوس مهال د غزې ښار په څنډو کې ځای پر ځای شوي دي."
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په غزه کې د 'پراخ مرګ او ویجاړۍ' د مخنیوي لپاره د فوري اوربند غوښتنه کړې ده.
وروسته له هغه چې اسراییلي ځواکونو په غزه کې د حماس له وسله والو ځواکونو سره نښته وکړه، د اسراییل د صدراعظم دفتر اعلان وکړ چې بنیامین نتانیاهو د حماس د اصلي اډو د نیولو او د دې ډلې د ماتولو پروسې د "ګړندۍ" کولو امر کړی دی.
امریکا او اروپايي ټولنه حماس یوه تروریستي ډله ګڼي.
د رویټرز خبري اژانس له مخې دا په داسي حال کې ده چې د حماس مشر مرکچي خلیل الحیا د امریکا په ملاتړ د اوربند پلان د بیا پیل او د خبرو اترو لپاره قاهرې ته تللی و.
وروسته حماس له اسراییل سره د ۶۰ ورځني اوربند وړاندیز ومانه.
تر دې مخکې په قطر کې د غیر مستقیمو خبرو اترو وروستۍ دوره د جولای په پای کې پر ټپه ودرېده.
اسراییل او فلسطیني وسله والې ډلې حماس، د امریکا د ۶۰ ورځني اوربند او د یرغمل شویو د خوشې کولو په تړون کې د پرمختګ د نشتوالي له امله یو بل ملامت کړل.
دا جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه هغه مهال پیل شوه چې د حماس په مشرۍ وسله والو د اسراییل په جنوب کې برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ کسان یې یرغمل کړل.
له هغه راهیسې په غزه کې د حماس ډلې پر وړاندې د اسراییلو مځکنۍ او هوايي جګړې تر ۶۱۰۰۰ زیات فلسطینیان وژلي دي.
په دې سره په غزه کې د خوړو، څښاک اوبو او خوندي سرپناه د جدي کمښت سره بشري ناورین رامنځته شوی دی.