خبرونه
په غزه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د قحطۍ له امله درې نور کسان مړه شوي دي

په غزه کې روغتیايي چارواکو د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه د حماس او اسراییلو ترمنځ د شخړې له پیل راهیسې په غزه کې د مړو شویو فلسطینیانو شمېر تر ۶۲ زرو زیات شوی دی او تر ۱۵۶ زرو زیات نور ټپیان شوي دي.
امریکا او اروپايي ټولنه حماس یوه تروریستي ډله ګڼي.
د بیان له مخې، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې، د اسراییلي بریدونو په پایله کې ۵۸ فلسطینیان وژل شوي او ۱۸۵ نور ټپیان شوي دي.
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې د قحطۍ او خوارځواکۍ له امله درې نور کسان هم مړه شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې تر اوسه پورې، په غزه کې د قحطۍ او خوارځواکۍ له امله د مړو شمېر ۲۶۹ ثبت شوی، چې ۱۱۲ کوچنیان هم پکې شامل دي.
ملګري ملتونه وايي چې د ۲۰۲۵ کال د می په میاشت کې د امریکا په ملاتړ د غزې د بشري مرستو بنسټ د فعالیت له پیل راهیسې په دې سیمه کې د مرستو ترلاسه کولو په هڅه کې تر ۱۰۰۰ زیات کسان وژل شوي دي، چې ډیری یې د دې بنسټ مرکزونو ته نژدې د عملیاتو پر مهال اسرایلي ځواکونو ویشتلي دي. اسراییل په غزه کې د لوږې رامنځته کولو د پالیسۍ تورونه ردوي. د غزې جګړه هغه مهال پیل شوه چې حماس ډلې د ۲۰۲۳ کال په اومه د اسراییل پر جنوبي سیمه برید وکړ، تر ۱۲۰۰ زیات کسان یې ووژل او ۲۵۱ نور یې یرغمل کړل.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اسراییل له نیوکو سره-سره غزه کې د ( پراخو عملیاتو) لومړی پړاو پيل کړ

د غزې اوسیدونکو ویلي چې اسراییلي پوځیانو تیره شپه د غزې ښار او شاوخوا سیمې بمبار کړي دي.
دا بریدونه داسې مهال کیږي چې اسراییل پرون چهارشنبه د حماس د سنګرونو دله منځه وړلو په خاطر غزه کې د پراخه عملیاتو د پيل اعلان وکړ.
حماس د امریکا او اروپایي ټولنې له خوا د ترهګرو په توګه پيژندل کیږي.
د دغو عملیاتو له مخې به، چې طرحه یې د کابینې تایید کړې، د اسراییل شپیته زره زخیره سرتیري جګړې ته د تګ اجازه ترلاسه کړي چې ورسره د بشري ناورین د بدتره کېدو ویره شته.
د اسراییل دغو عملیاتو نړیوال غبرګونونه او کورني مخالفتونه پارولي دي.
یو خصوصي شرکت کابل ته د پنجشیر د اوبو پر لیږد پانګونه کوي

د " کټوازي ګروپ" په نوم یو خصوصي شرکت چمتو شوی چې کابل ته د پنجشیر سیند د اوبو د انتقال پر پروژې پانګونه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې پلازمینه کابل کې د اوبو کموالی له وړاندې احساس دی او د مرسي کورپس په نوم یوې موسسې سږ کال خبرداری ورکړی چې دا ښار ممکن تر ۲۰۳۰م کال پورې بشپړ وچ شي.
د دغه شرکت مسولانو نن پنجشنبه د طالبانو د رییس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره د لیدو پر مهال ویلي، تر دوه اونیو پورې به د پروژې ډیزاین او سروې بشپړه کړي.
پخوا د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو ویلي چې د دغې پروژې عملي کار درې کاله وخت نیسي او په مټ یې د کابل ښار شاوخوا ۲ میلیونه اوسیدونکو ته د څښاک اوبه برابریږي.
ننګرهار کې د یوې کورنۍ د غړو په قتل مشکوک کسان ونیول شول

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت ځایي چارواکي وایي، د یوې کورنۍ د ټولو غړو د قتل عاملان یې نیولي دي.
د سره رود ولسوالۍ په سلطان پور سیمه کې تیره سه شنبه ناپيژنده وسله والو د یوې کورنۍ شپږ غړي په ډزو او چړو ووژل چې وژل شویو کې یو سپین ږیری، یوه میرمن او څلور ماشومان شامل دي.
دې پيښې په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه وپارول.
د ننګرهار ولایت یوې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل نوم واخیستل شي نن پنجشنبه ( د زمري ۳۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې نیول شوي درې تورن کسان د وژل شوې میرمنې نژدې خپلوان دي.
د سرچینې په باور، دغه نیول شوي کسان له وژل شوې کورنۍ سره د دښمنۍ او مخالفتونو سابقه لري.
د اوکراین د سولې د هڅو په ترڅ کې، روسیې تیره شپه پر اوکراین پراخ برید کړی

د اوکراین د جګړې پای ته رسیدو ته د نړیوالو هڅو په ترڅ کې روسیې تیره شپه د اوکراین پر ښارونو د بې پيلوټه الوتکو او توغندیو پراخ برید کړی دی.
د جرمني خبري اژانس نن پنجشنبه ( د زمري ۳۰مه) د اوکرایني چارواکو په حواله ویلي چې د هوایي دفاع سیستم یې د روسیې ۶۱۴ بې پیلوټه الوتکې او توغندي کشف کړي.
اوکرایني رسنیو ویلي چې پلازمینه کیف او لویو کې د چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.
پرون ماښام په اکثرو ښارونو کې خلکو ته د هوایي بریدونو د خطر زنګ وهل شوی و او ترې غوښتل شوي وو چې خوندي ځایونو کې پاته شي.
د تیرې شپې بریدونو کې تراوسه د مرګ ژوبلې او زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.
ایران نن سهار یو کس په عام محضر کې اعدام کړ

ایران نن پنجشنبه ( د زمري ۳۰مه) یو کس په عام محضر کې اعدام کړ.
د ایران قضایه قوې پورې اړوند میزان خبري اژانس ویلي چې اعدام شوی کس " د دریو کسانو د وژنې عامل و" چې په ګلستان ولایت کې د پیښ شوي جرم په ځاې کې په دار وځړول شو.
د دغه کس د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
دا په روانه اونۍ کې دویم علني اعدام دی چې په ایران کې ترسره کیږي.
د ایران د بشري حقونو سازمان وایي، دا د روان میلادي کال له پيله دا ۷م علني اعدام دی چې ایران کې ترسره کیږي.
دغه سازمان دا ډول اعدامونه نړیوالو بشري قوانینو ته بې اعتنایي بللې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې دې ډول پيښو ته جدي غبرګون وښيي.
ایران له اسراییل سره تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته د لومړي ځل لپاره پوځي مانورې پيل کړي

ایران له اسراییل سره تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته نن پنجشنبه ( د زمري ۳۰مه) د لومړي ځل لپاره پوځي مانورې پيل کړې دي.
د ایران دولتي تلویزیون ویلي چې سمندري ځواکونه یې په عمان خلیج او د هند په اقیانوس کې خپل توغندي ازمایي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس وایي، ایراني چارواکي داسې مهال د خپل پوځي قدرت مانورې کوي چې د اسراییل په بریدونو کې یې د هوایي دفاع او اټومي تاسیسات زیانمن شول.
ایران شاوخوا ۱۸ زره سمندري ځواک لري، خو په تیره جون میاشت کې له اسراییل سره د بریدونو پر مهال یې په ظاهره له هر ډول لویې حملې څخه ډډه وکړه.
دغه ځواکونه په بندرعباس، عمان خلیج، د هند په اقیانوس او سره سمندر کې ګزمې کوي.
متحده عربي اماراتو د هرات د بس پر پېښه خواشیني څرګنده کړې ده

متحده عربي اماراتو په هرات ولایت کې د ترافیکي پیښې د قربانیانو په اړه ژوره خواخوږي څرګنده کړې او د قربانیانو له کورنیو سره یې د غمشریکي څرګنده کړې ده.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په هرات کې د ترافیکې پېښې د قربانیانو شمېر ۷۹ تنه ته رسېدلی دی.
د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع د اګسټ په ۲۰ مه رسنیو ته وویل چې په مړو شویو کسانو کې ۱۹ یې یوازې کوچنیان دي.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت دا ترافیکي پېښه ټکان ورکونکې بللې او ویلي یې دي چې په دې اړه د څېړنو امر شوی دی.
دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو بس چې له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال پکښې سپاره وه، د تیلو له یو ټانکر سره ټکر شو او اور یې واخیست.
دا په داسې حال کې ده چې ایران په وروستیو کې له دې هیواده سلګونو زره افغان کډوال ایستلي او هره ورځ زرګونو کسان د اسلام کلا له لارې افغانستان ته ننوځي او د هرات له لارې نورو ولایتونو ته سفر کوي.
وانګ یي: د همکارۍ خوندي کولو لپاره دې طالبان د نړيوالو ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره جدي اقدامات وکړي

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره ولیدل.
د سینهوا خبري اژانس د راپور له مخې وانګ یي په دې خبرو کې وويل چې چين اقتصادي پرمختګ ته د لومړيتوب ورکولو د تګلارې ملاتړ کوي او د دې پرمختګ لپاره مرستې ته لېواله دی.
وانګ يي زیاته کړې چې چين به د طالبانو د شتمنيو له کنګل سره مخالفت ته دوام ورکړي، او په سرحدي سيمو کې د سولې او ارامښت د ساتلو لپاره به د واخان دهليز کې د دوه اړخيزو ګزمو د بیا پيل ملاتړ وکړي. همداراز ده له طالبانو غوښتي چې د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ او نورو نړيوالو ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره جدي اقدامات وکړي چې د چين او افغانستان همکاري خوندي شي.
په راپور کې راغلي چې حقاني په نړيواله ټولنه کې د طالبانو د حکومت د ادغام لپاره د چين د ملاتړ وستایه.
افغان کډوال د پاکستان په عامه پارکونو کې اوسېدو ته اړ شوي دي

د پاکستان په اسلام اباد کې لسګونو کورنۍ په عامه پارکونو کې اوسېدو ته اړې شوې دي.
وروسته له هغه چې پاکستان له دې هیواده د افغان کډوالو ایستل پیل کړل، ګڼ شمېر افغانان وايي چې د کورونو څېښتنانو دوی د کرایې له کورونو وایستل او دوی اوس د سرپناه ځای نه لري.
د افغان کډوالو پر وړاندي په ۲۰۲۳ کال کې د پاکستاني چارواکو د سختو اقداماتو له مخې د اخراج لړۍ ګړندۍ شوه.
ملګري ملتونه وايي چې پاکستان د سپتمبر تر لومړۍ نیټې مخکې د راجستر شویو افغانانو ایستل پیل کړي دي چې کولی شي له یو ملیو زیات یې وتلو ته اړ کړي. دا سره له دې چې شاوخوا ۱.۳ میلیونه کسان د کډوالۍ ثبت شوي اسناد لري.
د ملګرو ملتونو په وینا، د جون راهیسې نژدې ۷۰۰،۰۰۰ افغانان له ایران څخه ایستل شوي دي، چې د مرستندویه ادارو په وینا په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو بیا واکمنېدو راهیسې د افغان کډوالو د ستنیدو ترټولو لوی بحران دی.