د الجزیزې ټلویزیوني شبکې دوه خبریالان او درې فلم اخستونکي په غزه کې د اسراییلي پوځیانو په برید کې وژل شوي دي.
الجزیرې ټلویزیون ویلي خبریالان یې انس الشریف او محمد قریقع د یکشنبې په ورځ د اسراییل په هدفي برید کې وژل شوي دي.
ابراهیم ظاهر، محمد نوفل او مومن الیوا د خبري ټیم ویډیو ژورنالستان بلل شوي چې په وژل شویو کې شامل دي.
د الجزیرې دغه خبري ټیم تر ډیره د غزې له شمالي برخې په عربي ژبه راپورونه چمتو کول.
فرانس پریس لیکلي، دغه خبریالان په خپله کاري خیمه کې وو چې تر برید لاندې راغلل.
د اسراییل پوځ د الجزیرې پر خبریالانو برید تایید کړی او خبریال انس الشریف یې " د خبریال په جامه کې ترهګر" بللی دی.
د اسراییل پوځ پر خپل ټیلګرام چینل لیکلي چې الشریف د حماس ډلې د یوې ترهګریزې هستې مشري کوله او پر اسراییل د توغندیزو بریدونو مسول و.
حماس چې غزه کې له اسراییلي پوځیانو سره جګړه کوي، د امریکا او متحده ایالتونو له خوا د ترهګرو په توګه پیژندل کیږي.
د الجزیزې خبري شبکې دا تورونه رد کړي او ویلې یې دي، الشریف هغه خبریال و چې د غزې د خلکو د وضعیت خپرولو لپاره یې خپل ژوند په خطر کې اچولی و.
له کله چې د غزې جګړه پيل شوې، د الجزیرې خبري شبکې ۱۰ خبریالان او رسنیز کارکوونکي په کې وژل شوي دي.
په غزه کې د تاوتریخوالي دغه راپورونه داسې مهال خپریږي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یکشنبې په ورځ ناوخته په یوه ځانګړې غونډه کې غزه کې د عملیاتو د پراخولو طرحه په کلکو ټکو وغندله.
ملګري ملتونه وایي، د غزې د دوه کلنې جګړې له کبله د دغې تړانګې نژدې هر اوسیدونکی له خپلې سیمې بې ځایه شوی او بشري ملاتړ ته اړتیا لري.