د افغانستان په نهو ولایتونو کې په سیلابونو کې څلور کسان مړه شوي دي

په افغانستان کې پرلپسې باربانونو او سیلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د طالبانو د حکومت پېښو سره د مبارزې ملي ادارې ویلي چې د دې اونۍ له پیل راهیسي د افغانستان په نهه ولایتونو کې سیلابونو خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

د دې ادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس محمد یوسف حماد پرون دوشنبه د اګسټ ۱۸ مه په یوه ویډیويي بیان کې ویلي چې د دې سیلابونو له امله څلور کسان مړه شوي او یو کس ټپي شوی دی، خو نوموړي نه دي ویلي چې دغه تلفات په کومو ولایتونو کې اوښتي دي.

"له بده مرغه د دې بارانونو او سیلابونو له امله زموږ څلور هیوادوال شهیدان شوي، یو کس ټپي شوی، ۱۱ کورونه په بشپړ او ۴۶ کورونه په جزوي ډول تخریب شوي دي، ۱۳۰ جریبه کرنیزه ځمکه، ۱۳۵ جریبه باغونه، ۱۶ کیلومتره سړکونه، دوه پلونه او پلچکونه، ۱۰۰ لمریزې تختې، ۱۷۰۰ ونې او ۲۱ کانالونه زیانمن شوي دي، او په ټولیزه توګه ۳۵۳ کورنۍ له دې پیښو څخه اغیزمنې شوې دي".

نوموړي ویلي چې له زیانمنو کورنیو سره بېړنۍ مرستې شوي او د نورو مرستو لپاره د دوی سروې روانه ده.

د طالبانو د حکومت پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې ویلي ویلي د روانې اونۍ له پیل راهیسي په کابل، کاپیسا پروان، لوګر، ننګرهار، لغمان، پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې سیلابونه راغلي دي.

په ورته وخت کې د ننګرهار او لغمان ولایت یو شمېر اوسېدونکو او چارواکو ازادي راډيو ته وویل چې وروستیو سیلابونو دغلته خلکو ته مرګ ژوبله او درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ د دامان سیمې اوسېدونکې نصیب الله وايي سیلابونو د هغه د کور دیوالونه ویجاړ کړي خو د د اقتصادي ستونزو له امله یې هغه د بیا جوړولو وس نه لري.

" سیلاب زما د کور دیوالونه غورځولي دي، یوه خونه مې هم له منځه تللې ده، خو زه بې روزګاره یم، او د جوړلو توان یې نه لرم، زه ډوډۍ ته حیران یم، نو څنګه به دا ابادي بیا وکم، زه له حکومت غواړم چې مرسته راسره وکړي."

په لغمان ولایت کې د طالبانو د حکومت د چاپیریال ساتنې ریاست یوه کارکونکي عبدالعظیم صدیقي ازادي راډيو ته وویل چې د وروستیو سیلابونو له امله په دې ولایت کې خلکو ته د پام وړ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

"خلکو ته ډېر مالي زیانونه رسیدلي دي، کرنیزې ځمکې، کانالونه او کورونه زیانمن شوي دي، دوه خونې نړېدلي دي، د علیشنګ په سړک یو پل ویجاړ شوی دی او یوه ښځه او یو سړی هم په کې شهیدان شوي دي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن سې شنبه اګسټ ۱۹په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، خوست او پکتیا ولایتونو کې د درنو بارانونو او سیلابونو خبرداری ورکړ.

دغه ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې په بیلابیلو سیمو کې به د اورښت کچه د ۱۰ او ۲۵ ملي مترو ترمنځ وي.

په اعلامیه کې راغلي دي چې په جنوب ختیځ او لویدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو امکان هم شته چې تېزوالی به یې په ساعت کې له ۵۰ تر ۸۵ کیلو مترو وي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو له امله له زیانونو سره مخ هیواد دی چې اوسېدونکې یې د سیلابونو او بارانونو له امله ګواښونو سره مخ دي.