د ننګرهار ولایت ځینې اوسیدونکي وايي چې د یکشنبې په سهار د چنګاښ یا سرطان په ۱۵مه نېټه د سختو بارانونو له امله راوتلو سیلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي او کورونه، کرنیزې ځمکې او سړکونه یې ور ویجاړ کړي دي.
دوی د طالبانو له حکومت او مرستندویه ادارو له زیانګالو سره د بیړنۍ مرستې غوښتنه کوي.
د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ اوسېدونکي فرید ازادي راډیو ته وویل“د سېلابونو له امله خلکو ته ډېر زیان اوښتی دی او زموږ د کور د حویلۍ شپېته مټره دېوال هم نړېدلی دی، د بیا جوړولو وس یې نه لرو. زموږ غوښتنه له مرستندویو ټولنو دا ده چې په دې برخه کې له موږ سره مرسته وکړي.
سېلابونو د خلکو کورونه، کرنیزې ځمکې او عمومي لارې او سړکونه ویجاړ کړي دي.
د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي شینواري هم وویل“سېلابونو ډېری کرنیزې ځمکې او عمومي لارې او واټونه ویجاړ کړي دي دغه راز د پنځو کورونو چتونه او دېوالونه هم د همدې سېلابونو له کبله نړیوالي دي. له نیکه مرغه، ځاني تلفات نه لري، خو د خلکو او زموږ د سیمې بزګرانو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.
په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د رسنیو دفتر اعلان کړی چې د وروستیو سیلابونو له امله په نازیانو ولسوالۍ کې یو ماشوم مړ او درېماشومان ټپیان شوي دي، دغه راز په ټکو یې، یو ماشوم په کوز کونړ ولسوالۍ کې مړ شوی او دوه نور ماشومان په بټي کوټ ولسوالۍ کې ټپیان شوي دي.
د دې ادارې په ټکو، د ننګرهار په ګوشته، لالپورې، نازیان، مومندره، کامه او بټي کوټ ولسوالیو کې سیلابونو کورونه، کرنیزې ځمکې او محصولات له منځه وړي دي.
د طالبانو حکومت په ۱۴ ولایتونو کې دشدیدو بارانونو او سیلابونو خبرداری ورکړی دی.
په ورته وخت کې، د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د جولای په ۷مه، د دوشنبې په ورځ د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې ددرنو بارانونو او سیلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.
دغه وزارت په هغه خبرپاڼه کې چې په خپله ایکس پاڼه یې خپره کړې ویلي چې د نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کابل، کاپیسا، پنجشیر، پروان،لوګر، غزني، میدان وردګ، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونه به په مختلفو ځایونو کې (له ۱۰ تر ۴۵) ملي مټره درنو بارانونو شاهدان وي.
د اوبو د مدیریت ځینې پوهان سپارښتنه کوي چې خلک باید په ځینو سیمو کې د سیلابونو د احتمال په پام کې نیولو سره د مخنیوي تدابیرونیسي. له دې ډلې نجیب الله سدید ازادي راډیو ته وویل "کله چې ورېځې خپرېږي، په ځانګړې توګه په ماسپښین کې چې کله د اتموسفیر په طبقو کې د تودوخې توپیر ډېر وي، خلک باید ډېر پام وکړي. هغه سیمې چې لوړې دي او چې خلک یې د سېلابونو له راوتلو خبرېږي باید د ټیټوسیمو خلک خبرکړي، معلومات ورکول د سیلابونو له امله د تلفاتو او زیانونو په کمولو کې یو له خورا مهم لاملونو ګڼل کېږي. دغه راز مهمه ده چې د کال په دې وخت کې باید د سېلابونو د لارو پر وړاندې هېڅ راز خنډ نه وي.”
د طالبانو د حکومت طبیعي پیښو ته د رسېدنې ملي ادارې له دې مخکې اعلان کړی دی چې د کابل ننګرهار، پروان او لوګر په ګډون په لسو ولایتونو کې په وروستیو سېلابونو کې ۵ کسان مړه شوي او اته نور ټپیان دي.
سره له دې چې د طالبانو حکومت او ځینو ادارو ادعا کړې چې دوی سیلاب ځپلو ته مرستې رسولي، خو سېلاب ځپلو په مکرر ډول نیوکه کړې چې دا ژمنې نه دي عملي شوي او سره له دې چې دوی خپلې سرپناه او مالونه له لاسه ورکړی، ورسره اړینې مرستې نه دي شوي.