له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر په چټکېدو سره د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له خپل ایراني سیاله د افغانانو د ایستلو په برخه کې د تدریج اصل د پلې کېدو غوښتنه کړې ده.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې چې مرستیال ویاند یې ضیا احمد تکل د می په ۱۷مه په خپله ایکس پاڼه خپور کړی راغلي چې امیر خان متقي د ایران د بهرینو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د کوربه توب له امله مننه هم کړې او ویلي، دوی ژمن دي چې خپلو کډوالو هیوادوالو ته د بیا میشتیدنې زمینه برابره کړي.
په بیان کې راغلي چې په دغه لیدنه کې له هغه هیواده د افغان محبوسینو د انتقال او ورته د اسانتیاوو برابرولو او د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او ټرانزیت په اړه هم خبرې شوي دي.
په بیان کې وړاندې د سيد عباس عراقچي په حواله هم راغلي چې د افغان کډوالو بېرته ستنېدل بايد تدريجي او باعزته وي او په هغه هیواد کې یې ورته د لا زياتو اسانتياوو د برابرولو ژمنه تکرار کړې ده.
خو د ایران حکومت په رسمي ډول تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزیر امیرخان متقي شنبه ( د مې په مه۱۷) د یو پلاوي په مشرۍ په رسمي سفر ایران ته رسېدلی دی.
د طالبان حکومت د بهرنیوچارو وزارت ویلي چې نوموړی به د تهران د خبرو په فورم کې د ګډون ترڅنګ له خپل بیلابیلو ایراني چارواکوسره وګوري.
د افغان کډوالو په اړه د طالب او ایراني چارواکو دا خبرې داسې مهال دي چې په دې ورستیو کې له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ تیزه شوې او افغان کډوال شکایت لري چې په هغه هیواد کې د کار، استوګنې، روغتیایي خدمتونو او ګڼو نورو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.
د ایران په اصفهان کې افغان کډوال حفیظ الله چې له تېر یو کال راهیسې هلته مېشت دی، د ځان، خپلو خپلوانو او نورو افغانانو د وضعیت په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"دلته په یوه کارخونه کې تر ۷۰ تنه افغانان کار کوو، خو په دې ډله کې ښایي ۵ کسان یې هم اسناد ونه لري، دوی هېڅ څوک له دې ځایه په اسانه بهر وتلی نه شي، د روغتیایي ستونزو د حل، د ژوند نورو اسانتیاوو یا خوراکي توکو برابرولو لپاره، ځکه بیرون افغانان نیول کېږي، ایران اوس د کډوالو د سرشمېرونو کارتونه او اسناد هم لغوه اعلان کړي نو دلته له ډیرو زیاتو ستونزو سره مخ یو."
په تهران کې مېشت یو بل افغان کډوال او د تېر جمهوري نظام پر مهال یو پوځي افسر چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل راپور کې ی ېنوم خپور شي هم ازادي راډیو ته وویل:
"دلته عامو خلکو ته مهلت ورکړل شوی، د خروج ورقې یې ورکړي چې تر دغو دغو نېټو به په ایران کې خپل کار او ژون دټولوئ او وځئ به، خلک له ډیرو زیاتو ستونزو سره مخ دي، افغان پوځيان چې اکثریتو یې خپل هغه نظامي کارتونه یا ورک کړي یا یې هېر کړي هم له ایستلو سره مخ دي، که افغانستان ته دا پوځیان واستول شي، هلته خو د طالبانو لپاره ګنهګار دي ځکه هم پوځیان دي او هم ایران ته راغلي نو که ډیپورت کېږي، د طالبانو لخوا به نیول کېږي، بنديان کېږي او ان شکنجه او وژل کېږي."
په ورته وخت کې یو شمیر هغوی چې له دغه هېواده په جبري ډول افغانستان ستانه کړل شوي هم، وایي په هېواد دننه سختو اقتصادي ستونزو، بې کارۍ او بې کورۍ سره مخ دي.
افکټ….«ژړا…باور وکړئ ډېر سخت حالت کې یو، ژوند راباندې ډېر تریخ دی.»
له ایرانه څلور میاشتې مخکې ستون شوی امید دی چې وایي دا او کورنۍ یې اوس په افغانستان کې له شدیدو ننګونو سره مخ دي، نوموړی چې په پلازمینه کابل کې اوسېږي ازادي راډیو ته یې وویل:
"افغانستان کې کار او بار نشته،څو ځلې سر چوک ته ولاړم خو کار راته نه پیدا کېږي، دلته له هر اړخه ډیرې زیاتې ستونزې دي، ۲۱ ناحیه کې لږ ځمکه لرو چهاردیوالي مو وکړه خو نوره یې وسه نه لرو او امارت (طالبان) یې هم نه پرېږدي چې جوړ یې کړو، نو د ژوند لپاره هېڅ ډول امکانات نه لرو."
تازه د د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري (یو، این، ایچ سي، ار) ویلي چې د روان میلادي کال له پیله د مې تر ۱۳مې پورې، ټول پنځه لکه۷،۳۰۰ افغان کډوال له ایرانه بیرته افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې دوه لکه ۹۳،۶۰۰ تنه یې شړل شوي دي.
ایران د کډولو په اړه د خپلو پالیسو د بدلون په پایله کې د افغانانو د ایستلو دا بهیر د تېر ۲۰۲۴ کال د سپټمبر میاشتې راهیسې شدید او چټک کړی دی.
د ایران د کورنیو چارو وزارت مخکې اعلان کړی و چې یوازې شپږ کټګورۍ افغان کډوال چې د «سرشمېرنې پاڼه» ولري په دې هېواد کې به د استوګنې اجازه ولري.
هغه کسان دي چې [خاوند او مېرمن] وي او یو له دوی د ایران د کډوالۍ کارت ولري او بل یې د سرشمېرنې پاڼه، هغه کسان چې خاوند یا مېرمن د سرشمېرنې سند ولري او یا یې هم د کډوالۍ کارت لپاره نوم لیکنه کړې وي او یا هم د دوی اولادونو څخه یو یې د سرشمېرنې پاڼه ولري. هغه کسان دي چې پاسپورټ ولري، خو د ویزې موده یې پای ته رسېدلې وي. او دغه شان هغه کسان هم په ایران کې پاتې کېدای شي چې د کار جواز ولري او د سرشمېرنې پاڼه هم ترلاسه کړي.د تېر حکومت پخواني دولتي کارکوونکي او پوځیان او شپږمه ډله کې هغه کسان چې غواړي خپل پخوانی تابعیت لغوه کړي او د ایران تابعیت واخلي.