د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۰۰

د روسیې او طالبانو اړیکي کله پيل شوي په کومه درومي


د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازي ضمیر کابلوف د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازي ضمیر کابلوف د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره

روسیې یوې نړیوالې غونډې ته چې روانه مې میاشت په مسکو کې جوړیږي او د یوسل او پنځوس هیوادونو استازي برخه پکې اخلي، د طالبانو استازیو ته د ګډون بلنه ورکړې ده. د ځینو کتونکو په باور له ۲۰۱۴ کال راهیسې د روسیې او طالبانو تماسونه پيل شوې دي او اوس ډیر نږدې شوې دي.

په کابل کې د طالبانو له واکمن رژیم سره د مسکو اړیکي له دښمنۍ په دوستۍ بدل شوي دي.

د روسیې سترې محکمې د اپریل په اوولسمه طالبان وروسته له دوه ویشت کلونو د ترهګرو له نوملړ څخه بهر کړل او بیا یې وویل چې طالبان مسکو ته سفیر وراستولی شي.

په مسکو کې د افغانستان سفارت په دوه زره دوه ویشتم کال کې طالبانو ته وسپارل شو خو د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي و چې تر هغو د طالبانو سفیر ته د کار اجازه نه ورکوي چې د دوی حکومت نړیوالو په رسمیت نه وي پيژندلی. اوس روسیه له دې شرطه په شا شوې ده، د اپریل په درویشتمه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې مسکو د طالبانو د یپلوماتیک ماموریت د سفیر کچې ته لوړ کړی دی. البته تر دې دمه د نورو هیوادونو په څير روسیې طالبان په رسمیت نه دې پيژندلي، خو

افغان ژورنالست فاروق فردا چې اوږده موده یې په مسکو کې ژوند کړی او د روسیې له حالاتو سره ډیر اشنا دی په دې باور دی چې روسیې په کابل کې اوسني واکمنان یو ډول په رسمیت پيژندلي دي:

« روسیې په حقیقت کې طالبان په رسمیت پیژندلي دي. روسیه یوازینی هیواد دی چې طالبان ورسره نژدې اړیکي لري او دا اړیکي که څه هم د دواړو لوریو لپاره مهمې دي خو زه فکر کوم چې یو هم په دې اړیکو کې صادق نه دی»

روسیې له طالبانو سره له پيله ښه روابط نه لرل. په نویمو میلادي کلونو کې چې طالبانو کابل ونیو روسانو د دوی له مخالفې وسله والې ډلې سره ښه اړیکي لرل او افغانۍ یې هم په روسیې کې چاپوله چې د شمال د ایتلاف ځواکونه په جګړه کې لاس بره شي.

کله چې په دوه زره لومړي کال کې د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو د طالبانو رژيم نسکوره کړ او بیا وروسته د طالبانو وسله والو د بهرنیو ځواکونو پرضد جګړې تودې کړې، د دې سربیره چې مسکو د لویدیځ د ګټو سره په ټکر کې و، په طالبانو یې اعتماد نه کاوه چې ورسره نژدې شي، خو د سیاسي چارو کتونکی قریب الرحمان شهاب په دې نظر دی چې د دوه زره دیارلس کال په اپریل کې چې کله طالبانو د روسیې د ( ایم اې-اته) هیلکوپتر یو پیلوټ وروسته تر دې ونیو چې د خرابې هوا له امله یې الوتکې بیړنۍ ناسته کړې وه، اړیکو ته لار پرانیستل شوه:

« هغه وخت چې د روسانو یو پیلوټ د لوګر په ازره ولسوالي کې په دوه زره دیارلس کال کې ونیول شو، روسیې له طالبانو سره د مخامخ اړیکو یو نوی فصل پرانیست او د دوی ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په ځانګړیو ناستو او ملاقاتو کې قطر ته ولاړ له طالبانو سره یې ناستې پاستې وکړې او بالاخره د دوی نیول شوي پيلوټ پاول پیترینکو په دوه زره څوارلس کې خوشي شو او دا د دوی ترمنځ د نویو اړیکو پیلامه وه»

روسیې څو کاله وروسته تر دې پيښې، یعني د دوه زره اتلسم کال په نومبر کې په مسکو کې غونډه جوړه کړه چې په دې غونډه کې د لومړي ځل لپاره د طالبانو استازي له نورو افغان سیاستوالو سره مخامخ خبرو ته کښیناستل. تر یوه کال په لنډه موده کې د دوه زره نولسم کال په فبروري کې مسکو یو ځل بیا یوشمیر افغان سیاستوالو، جهادي مشرانو او طالبانو ته بلنه ورکړه چې خبرې سره وکړي، په دې غونډه کې چې د هغه وخت د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د جمهوري نظام استازیو برخه نه وه اخیستې، په افغانستان کې د ښځو پر حقونو او انتخاباتو بحثونه وشول، دوه کاله وروسته تر دې مسکو په بله غونډه کې دې ته زمینه مساعده کړه چې د طالبانو استازي د کوربه هیواد، امریکا، چین او پاکستان له استازیو سره همداراز د افغانستان د جمهوري نظام له استازیو سره په یوه غونډه کې راغونډ کړي. د دې غونډې هدف دا بلل شوی و چې د دوحې د سولې د بهیر ملاتړ وشي.

تاریخپوه او د سیاسي چارو کتونکی شاه سوار سنګروال په دې باور دی چې کله د دوه زره شلم کال د فبروري په نهه ویشتمه د قطر په پلازمینه دوحه کې امریکایانو له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ او بیا د همدې کال په سپتمبر کې بین الافغاني مذاکرات په دوحې شروع شول، د مسکو او طالبانو اړیکي علني شول:

« کله چې د دوحې خبرې پيل شوې، دلته بیا بیخي څرګنده شوه چې روسیه له طالبانو سره تقریبا یو ډول نه یو ډول اړیکي لري حتی دا اړیکي تر دې بریده وو چې له طالبانو سره د وسلو او پيسو مرسته کوي»

کله چې طالبانو د دوه زره یوویشتم کال د اګست په پنځلسمه کابل ونیو، روسانو له دوی سره دغه روابط وساتل. د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کتونکی اسحاق اتمر وایي:

« د روسانو او طالبانو ارتباط د طالبانو له بیا واکمنیدو سره سم رامنځته شوی دی په دوه زره یو ویشتم کال کې چې طالبان بیا واکمنان شول. روسانو په کابل کې خپل سفارت پرانیستی پریښود»

د طالبانو تر بیا واکمنۍ وروسته نورو اکثرو هیوادو په کابل کې خپل سفارتونه وتړل خو د روسیې او طالبانو اړیکي حتی د دوه زره دوه ویشتم کال د سپتمبر له پنځمه وروسته چې د دوی د سفارت مخې ته ځانمرګی برید وشو او دوه روسیي دیپلوماتان پکې ووژل شول، خړپړ نه شول او سفارت یې پرانیستی پاتې شو. د دې برید مسوولیت داعش خراسان څانګې منلی و، هغه څانګه چې روسیه ورته اندیښمنه ده او داسې انګیري چې دا ډله به په منځنۍ اسیا کې نفوذ وکړي او د روسیې امنیت ته به ګواښ متوجه کړي. همدې ډلې پروسږکال د مارچ په دوه ویشتمه مسکو ته څیرمه د کاراکاس په نوم د کنسرت پرهال برید وکړ چې شاوخوا یوسل او پنځه څلویښت کسان یې ووژل.

داعش خراسان څانګه هغه ترهګره ډله ده چې په تیرو نژدې څلورو کلونو کې یې طالبانو ته په افغانستان کې سرخوږی جوړ کړی دی چې په دې حساب دا ډله هم د روسیې او هم د طالبانو مخالفه ګڼل کیږي.

روسانو په تیرو دریو کلونو کې د طالبانو د استازیو په ګډون یوشمیر غونډې جوړې کړې دي چې په هغو کې یې تر ډیره تمرکز د داعش له لورې تر شته ګواښونو راڅرخیده. دغو غونډو ته یې د منځۍ اسیا د هیوادونو، ایران، چین او پاکستان استازي هم وخت په وخت وربللې دي.

خو یو بل څه چې روسانو د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته هم اندیښنه ورته لرلې ده هغه مخدر مواد دي. د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ په دوهمه اونۍ د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پیسکوف په مسکو کې خبرې غونډې ته وویل:

"لا هم د افغانستان د مخدره توکو د قاچاق په برخه کې یوه جدي ستونزه شته، البته د ګډو ګټو له هیوادو سره به دا مساله په دقت وڅاري چې په دې برخه کې څه پرمختګ رامنځته کیږي»

د روسانو له دې اندیښنې تقریبا اته میاشتې وروسته د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په ټول افغانستان کې د کوکنارو کښت ممنوع کړ، خو د ملګرو ملتو د راپورونو له مخې لاهم په افغانستان کې یوشمیر بزګران کوکنار کري.

ژورنالست او د روسیې د چارو پوه فاروق فردا وایي چې د مخدر موادو د قاچاق مشکل په خپله روسانو او د منځنۍ اسیا د ځینو هیوادونو اتباعو جوړ کړی دی:

« امریکا له افغانستانه وتلې ده، خو د روسیې اندیښنه له منځنۍ اسیا یا خپلو جنوبي سرحداتو په شدت کې ده. روسیه غواړي له دې سیمو د ترورزم او مخدر موادو د قاچاق مخه ونیسي، خو په دې برخه کې به د روسیې هڅې ناکامه وي ځکه چې روسیه په دې برخه کې له داخلي او اسیایي توطیې سره مخامخ ده په دې معنا چې افغانان د مخدر موادو قاچاقبران نه دي د مخدر موادو قاچاق د تاجکستان او ازبکستان خلک کوي چې د روسیې د ارګانونو په همکارۍ یې تر مسکوه رسوي»

د روسانو او طالبانو دیپلوماتیک روابط په تیرو څه کم څلورو کلونو کې ورو ورو زیات شوې دي. پروسږکال د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په مسکو کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره وکتل او د روسیې د ملي امنیت د شورا مشر سرګي شویګو ویلي دي چې د طالبانو استازي به هم د مسکو په نړیواله غونډه کې برخه واخلي. ټاکل شوې ده چې دا درې ورځنۍ غونډه د مې په اووه ویشتمه د روسیې په پلازمینه مسکو کې پیل شي او د نړۍ د شاوخوا یوسل او پنځوس هیوادونو استازي برخه پکې واخلي.

د روسیې تاس اژانس د شویګو په وینا خبر ورکړ چې د افغانستان قضیې ته په خپل بهرني سیاست کې د یوشمیر نورو موضوعاتو ترڅنګ لومړیتوب ورکوي.

نیویارک پوسټ ورځپاڼې په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي دي چې یوشمیر کتونکي په دې باور دي چې له طالبانو سره د روسیې اړیکي د دې سبب شوې دي چې په منځنۍ اسیا کې خپل نفوذ پراخ کړي او رویټرز اژانس په یوه راپور کې ویلي دي چې مسکو غواړي چې له طالبانو سره د دوی نژدې اړیکي دې ته زمینه برابره کړي چې د جنوبي اسیا خواته هم خپل نفوذ پسې وغځوي.

روسیې د دوه زره دوه ویشتم کال په سپتمبر کې له طالبانو سره یو لړ تړونونه لاسلیک کړل چې افغانستان ته تیل، ګاز او غنم صادر کړي.

بل لورته روسیه لاهم دا اندیښنه لري چې لویدیځ به افغانستان ته مخه کړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د اپریل په درویشتمه د ازبکستان له سفر وروسته خبرې غونډې ته وویل چې لویدیځ فعاله هڅې کوي چې بیرته افغان لوبې ته داخل شي خو روسیه پر دې تر هغو اعتراض نه لري چې دغه هڅې عادلانه وي او پټ اهداف یې شاته نه وي پراته.

روسیې د خپلو ستراتیژیکو ګټو په خاطر د طالبانو له لورې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د نقص مساله د نورو ګڼو هیوادونو په څير نه ده راپورته کړې.

XS
SM
MD
LG