د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۰

تاجکستان په لسګونو افغانان له خپلې خاورې ایستلي دي


په شیرخان بندر کې د امو پر سیند پل-۲۰۰۷ کال - د ارشیف عکس
په شیرخان بندر کې د امو پر سیند پل-۲۰۰۷ کال - د ارشیف عکس

په تاجکستان کې یوشمېر افغان کډوال وايي، په دې وروستیو کې له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ هم چټکه شوې ده. دوی ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي، یو شمېر هغه افغان کډوال چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (یو ان ایچ سي ار) سره ثبت وو، هغوی هم له دغه هېواده ایستل شوي دي.

په داسې حال کې چې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده، د افغانستان بل ګاونډي هېواد تاجکستان هم د افغان کډوالو ایستل پیل کړي دي.

په دغه هیواد کې یوشمېر میشت افغان کډوال وايي، د تاجکستان حکومت تازه یو شمېر هغه افغانان چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو ان ایچ سي ار) سره ثبت هم وو، له دغه هېواده ایستلي دي.

دوی د دې حالت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د تاجکستان له حکومته غواړي چې د افغانستان روان بشري وضعیت ته په پام، د افغان کډوالو د اېستلو په برخه کې په خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.

له ډلې یو کس چې د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي او د غږ بدلولو په شرط یې ازادي راډیو ته وویل:

" یوشمېر افغانان چې ان په (یو ان ایچ سي ار) کې ثبت هم وو ایستل شوي دي. زموږ یو ملګري چې دلته یې ټکسي چلولو، هغه بیچاره هم وایستل شو، تر اوسه ورنه هیڅ احوال نه لرو. په افغانستان کې وضعیت ډېر خراب دی، دلته هم له ډېرو ستونزو سره مخ یو، خو بیا هم تاجکستان باید موږ بېرته افغانستان ته ونه لېږي، ډېر اندېښمن یو."

یو بل افغان کډوال چې ده هم ونه غوښتل د ورته ستونزې له امله یې نوم په راپور کې یاد شي ازادي رادیو ته وویل:

"نیسي یې او وباسي یې. همدا پرون او ورنه یوه ورځ مخکې یې هم افغانان له وحدت سیمې ونیول او له پولې یې واړول. تر اوسه دا مسئله نه ده حل شوې، او څوک یې پوښتنه هم نه کوي چې د دې کډوالو برخلیک به څه شي، موږ نه پوهېږو."

په ورته کې، یوشمېر تاجکي رسنیو له دې ډلې "دریا" هم تازه له دغه هېواده په زوره د لسګونه افغان کډوالو د ایستلو خبر ورکړی دی.

دې رسنۍ په خپل راپور کې چې د اپریل په ۲۴مه خپور شوی، ویلي له ۴۰ زیات افغان کډوال د اپریل په ۲۱مه د تاجکستان له وحدت ښار څخه د شیرخان بندر له لارې افغانستان ته ایستل شوي دي.

په دې راپور کې د یوه افغان کډول له قوله چې پېژندنه یې نه ده شوې، راغلي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو یو شمېر ټکسي چلوونکي چې په (یو ان ایچ سي ار) کې هم ثبت وو، امنیې قومندانۍ ته ورغوښتي وو، بیا یې د هغوی د پناه غوښتنې کارتونه اخیستي او په دوه لویو موټرو کې یې طالب چارواکو ته سپارلي دي.

د راپور له مخې، د ایستل شویو کسانو په ډله کې نه یوازې ټکسي چلوونکي، بلکې هغه کسان هم شامل دي چې په دې هېواد کې یې کوچنۍ سوداګرۍ درلودې، د روغتیايي ستونزو له امله بهر وتي وو یا هم د اړتیا وړ توکو د اخیستلو لپاره ګلستان بازار ته تللي وو.

په دوشنبه کې د افغانستان د ړنګ شوي جمهوري نظام سفارت او په دغه هیواد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان کونسلګرۍ په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

زرګونه افغان کډوال له تېرو څو لسیزو راهیسې، او په تېره بیا له هغه وروسته چې طالبان بیا افغانستان کې واک ته ورسېدل، تاجکستان ته کډه شوي دي.

د تاجکستان حکومت له دې وړاندې هم لسګونه افغان کډوال له دې هېواده ایستلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو ان ایچ سي ار) ویلي وو، چې د تېر کال په ډسمبر میاشت کې لږ تر لږه ۸۰ افغان کډوال، چې ډېریو یې قانوني اسناد او د پناه غوښتنې کارتونه هم لرل، له تاجکستان څخه افغانستان ته ایستل شوي دي.

یادې ادارې هغه مهال له تاجکستان څخه غوښتي و چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران څخه هم د افغان کډوالو د ایستلو بهیر تیز شوی دی.

په تېرو نږدې درې اونیو کې، پاکستان کې له یو لک زیات بې اسناده او د ( اې سي سي) یا افغان تابعیت کارت لرونکي افغانان د دغه هیواد پرېښودلو ته اړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG