د پلازمېنې کابل یوشمېر اوسېدونکي شکایت کوي او وايي، د طالبانو حکومت د خوړو د کنترول اړوندې ادارې په بازارونو لازم کنترول نهلري.
دوی وايي، یوشمېر پلورونکي د واټونو پر سفر تاریخ تېر شوي یا کم پاتې تاریخ لرونکي خوراکي توکي پلوري، چې پېرودونکو ته روغتیايي ستونزې پېښوي.
دوى دا هم وايي چې، د اقتصادي ستونزو له امله خلک اړ دي چې دغه توکي وپېري.
د کابل اوسېدونکي جواد پهدې اړه ازادي راډيو ته وويل: "ځينو سيمو کې لکه پل خشتي او منډوي کې ځينې نوشابې، لبنيات، پنېرک، ملايي او نور تاريخ تېري يا کم پاتې تاريخ خوراکي توکي پلورل کېږي او زموږ خلک چې يوشمېر بېوزلي او نا لوستي دي اخلي يې. دوى د ٣٠ روپیو توکي په لس، پنځلس افغانۍ ليلاموي او خلک ترې استفاده کوي."
د کابل ښار بل اوسېدونکى جبار خان وايي، له خپلوانو څخه يې یو څوک د تاريخ تېر شوي څښاک د څښلو له امله ان تر روغتون ورسېد.
هغه وايي: "زمونږ يو شناخته و د سرک له غاړې يې تاريخ تېرى جوس څښلى و، روغتون ته مو بوته او په ډېرو دواګانو جوړ شو."
د ميدان وردګو اصلي اسېدونکې کابل مېشتې رخمينې هم ازادي راډيو ته وويل: "ما خپله هم ليدلي، چا چې خوړلي ان تر داکټره رسېدلي، زړه بدوالى ورته پيدا کېږي په تېره زموږ ماشوماتو او سپينږيرو ته."
د کابل ولایت دا اوسېدونکي د طالبانو د حکومت له اړوندو ادارو غواړي چې دې موضوع ته جدي پام واړوي.
ډاکټران هم له دغو خوراکي توکو په نه استفادې ټینګار کوي.
په دې اړه نور: کابل کې د سړک سر خوراکونه؛ خلک يې ارزان ګڼي خو روغتيايي زيانونه څهدي؟د انتاني ناروغيو ټرينر متخصص ډاکتر فریدالله عمري ازادي راډیو ته وویل: "داسې توکي چې تاريخ يې تېر وي خلک یې اخلي که هغه جامد وي انرژي وي يا بل هر څه که يې تاريخ ختم وي، نور قطعا د استفادې وړ نهدي، که ترې استفاده وشي دا خواړه زموږ روغتیا سره د مرستې پر ځاى لا مونږ ته زيان رسوي، د خوړو په مسموتيا او په ډول ډول ناروغيو باندې مو اخته کوي."
ومو غوښتل چې پهدې اړه د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت چې د خوړو او درملو اداره یې هم اړوند ده د ویاند شرافت زمان او د کابل ښاروالې د ویاند نعمتالله بارکزي نظر هم واخلو، خو د ازادي راډیو پوښتنې یې ځواب نهکړې.
راپور: عابده سپوږمۍ